وړه لوبه ستر انعکاس بهتره داده چې هرڅه په رڼوسترگووگورو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب اله غمخور

په تير بحث کي مي دملي جبهې دپيدايښت اونوم ټاکلوپه هکله لنډ معلومات وړاندي کړ. اوس راځودې خبري ته چې ددجبهې دجوړېوسره موافق خلک څه نظر لري او ولي ورسره موافق دي!
يوه مسله جالبه ده چي موافق اومخالف دواړه دخپلو خبرودپخلی لپاره دښاغلي کرزي دحکومت کمزوری ،په دولتي اداروکې ترکچي لوړ فساد آن تر دې کرښي چې وايي نور دا اداره خلکوته دمنلواوتحمل وړنده ، پدې ټکي زه هم ورسره هم نظره يم .زه دا عقيده اوباورپه يوه ټکی کښي خلاصه کوم هغه داچې که دا دولت او حاکميت خلکوته ومنلو وړواي دهيچاسرمارندی چیچلۍچي ارام ژوندپدغه دپردوتربم اوريولاندي حالت بدلوي ،که په رښتياښاغلی کرزی اودهغه ملگروپردغه ملت زړه سېځلۍ واي اويوڅه يې دې ولس ته خدمت کړۍ واي اوس به په ملک کښي داسي ناورين اودجگړې اورنه واي بل ! اونه به پخپله دښاغلی کرزی مخالفه جبهه جوړيداي .
پدې جهبه کشي په رښتياهم داسي کسان سره رايوځاي شوی چي دافغانستان په سياسي بهير کې ورته يوه معجزه ويلاي شو،داهغه دول کسان دي چي په ديرونږدي وختوکښي يې يودبلپرخلاف تبليغات اوکړنې کولې ،زه دجبهې ډله پردوبرخولکه ټول چې یې ويشي (گلابزوي اوعلومي يوه خوادانورټول بله خوا) نه وېشم ددوي په منځ کښي هم دښوخاطروشپې اوورځې ندي تيري شوي ؛خداي دي وکړی چي دوي ترپايه سره پاته اودغه هيوادته مثبت کارونه وکړي .
ددې جبهې دسرغندويانونومونه راوړل اړين بولم ترڅودهغوي دجوړونکوپربنياد قضاوت وشي :
پروفیسور برهان الدین ربانی،د جمعیت اسلامی ‏گوندمشر،احمد ضیاء مسعود دجمهوررئيس لومړی مرستيال ، مصطفی ظاهر دمحمد ظاهر شاه لمسۍ اودچاپيريال ساتلوداداري لوي رئيس ،مارشال فهیم پخوانی دملي دفاع وزير ‏دولسمشر لوي صلاح کار،جنرال دوستم ، دجنبش ملی اسلامی ‏مشر لوي درستيز (دوسله وال پوځ دسرقوماندانی مرستيال)،محمد یونس قانونی د ولسی جرگې رئیس ‏،نورالحق علومی دپخوانی اردوجنرال ،دپارلمان وکيل اودمتحد ملي دگوندمشر ‏،سیدمحمد گلاب زوی پخوانۍ دکورنيوچارو وزیر اوپه شوراکي وکيل ،سید محمد محمد علی جاوید د حرکت اسلامی ‏له مشرتابه نه ،محمد اکبری د حزب وحدت شاخه اکبری ‏ له مشرتابه نه ،سیدحسین انوری د هرات والي اودحزب حرکت مردم افغانستان مشر،مصطفی كاظمی په ولسی جرگه وکيل اود اقتدار ملی افغانستان دحزب مشر،اسماعيل خان دبرېښناوزير ، سيد منصور نادری په ولسي جرگه کي وکيل ،قدريه يزدان سرپرست وکيل ،انجنير عاصم وکيل پخوادمخابراتووزارت مرستيال،فضل کريم ايمان وکيل ،قاضي محمد امين وقار،غلام محمد نعيم فراهي وکيل ،حبيب الله هلمندی وکيل ،حاجي امير لالۍ وکيل،حميدالله توخی وکيل ،تاج محمد وردگ وکيل،عبدالخالق مجاهد وکيل ،احمدشاکر کارگر وکيل ،شامردان قل وکيل ،نيلي صادقي زاده وکيل ، زاهدي هزاره ،احمدي جرغي ،سرمچار وکيل،ډاکتر راحله وکيل ،صديق چکري ،عارف سروري سناتور ،سيد نور الله ،شاه مردان قل وکيل اونوروشخصيتونه . محمد اصف (( جبهه متحد ملي ))افغان جرمن انلاين څخه
دوي په خپله ناسته کې دجبهې دمشرتابه لپاره دعالي شورادرئيس چوکی استادرباني داجرائيه شورارئيس مصطفی ظاهراوسیدمصطفی کاظمی دجبهې دوياندپه توگه معرفي کړېدي داسي هم ويل کيږي چي دجبهې درياست څوکی به دشپږومياشتوپه موده په دوراني بڼه دمشرتابه هرغړي ته رسېږي ،جبهه به ((۱۱))کميټې ولري .دجبهې پروگرام ياکړنلاره په ((۲۱)) اودبل خبرله مخي په ((۲۹))مادوکښي اعلان کړه .
ددوي په ټولوتبليغاتوکښي دوي مادې چي نه پوهېږم ولې همدا دوي مادې ډيري يادېږي ،يعني لومړی درياستي نظام اړول په پارلماني نظام اودوهم دواليانواوښاروالانوانتخاب دولس لخوا.
دټولوخلکودنيوکوسره دجبهې جوړونکی اودهغوي پلويان دجبهې جوړيدل دزمان غوښتنه اوخپل قانوني حق بولي اودخپلوخبرودپخلی لپاره داساسي قانون پر ((۳۵)) ماده حواله ورکوي . وړاندي وايي هغوکسانوته چې په اساسي قانون کښې په سياسي فعاليتونوکې دگډون حق ندی ورکړه شوی هغوي زموږسره په جبهه کې نشته بلې ! رښتيا هم نشته مگرترکومه ځايه چي پخپله ښاغلي کرزی دجمعيت ،نظارشورااونوروتنظيمونوپه مشوره اوخوښه ټول دولتي سيسټم جوړ اوتراوسه په دولتي څوکيوهغه څوک گماري چې دهمدې تنظيمونو خوښه وي ،څنگه کيداي شي هغه کسان چې دپورته نومول شووپه ملاتړ اونېغه حمايه په دولتي مختلفوڅو کيوکې گمارل شوی وي هغوي دي دجبهې دجوړونکودنظريو مخالف کار وکړی ؟ .زما هغه دافغانستان دخلق دموکراتيک گونديوه لويه تيروتنه دلته راپيادشوه ،هغه داچې دملي پخلاينې تر اعلان وروسته هغه وخت هم گويايوشمير مقامونه غير حزبی اعلان شول ،خوپه حقيقت کي دپردي شاته هغوي حزبيان وه،دوي هم غواړي همداناکامه تجربه پلې کړی . اصلا داخبره همدا اوس هم چي په قانون کښي راغلې چاته دمنلووړنده . داځکه چې دبن کنفرانس ته دغربی نړی اوترډيره بريده دامريکااولندن خوښ کسان چي دتنظيمواوډلومشران يا استازي ،يوشمير دغرب اوامريکاپلوه تکنوکراتانوته بلنه ورکړه شوي وه .دهمدوي سره ترخبرواوموافقي وروسته دولتي اداره جوړه ،اوداطبعې ده چي ددوي په خوښه اوددوي کسان پردولتي څوکيوپه کاروگمارل شوه ،چي داپروسه همدااوس هم دوام لري .داهيچاته دمنلووړنده چي ښاغلی کرزی دی بيله اړيکويوڅوک پردولتي لوړه څوکۍ وگماری ،حتمأ به گمارل شوی يوه واسطه اووسيله لري ،داچي دابه کورنۍ وي اوکه بهرنۍ دابيله خبره اوسوال دی . ځکه نوزه داپه قانون کې تيروتنه اوددوي لخوايعنې جبهه جوړونکولخو ا دخلکوپه سترگو کې خاوري شيندل بولم .تاسواروپايي نړی اوهمداامريکاکانادا،ايران اوپاکستان ته نزرواچوی هلته حه تيرېږي اياهلته داډول کسان دسياسي نظردڅرگندولوحق نلري ،داپه زرهاوپوځيان ،پوليس استخباراتي سازمانوغيړئ په ټاکنوکښي برخه اخلی اوکه نه ؟ هغوي بايدچاته رايه ورکړی ؟ هيڅ قانون داحقنلري چې يوانسان دسياسي سمپتئ نه محروم کړی که داسي ده بيانودبشردحقوقواعلاميه مسخه اعلان کړی .
دقانون دټولوهغومادوڅخه چې جبهۀ جوړنکی غواړي په خپله گټه استفاده وکړی،هغه داسي مادې دی چې مخالفين يې هم په همدومره قوت استفاده ځيني کولاي شي اوپه بيلوبڼودتعبير امکانات يې شته . دبېلگې په توگه داساسي قانون ۶۴، ۷۴،۷۵، ۱۱۹،۱۴۹،۱۵۲،۱۵۳،مادې .
داپه رښتياهم دهرچاحق دی چې دقانون له مخي دسياسي فعاليت ډگرته ورودانگی ،خوداهم دهرچاحق دی چي ددغه اوياهغه حرکت په هکله خپل نظراوغبرغون ښکاره کړی ،دغه ډول ديوه اوبل تحملولوته ددموکراسی نه دپيروی بېلگه ويلاي شو.
دجبهې پلويان وايي دايوتاريخي اړتياده ،پدغه شرايطوکښي چې هيواددنامعلومه برخليک په لوردرومي اوولسمشر يي ننداره کوي دنجات يوازنئ لاره په هيوادکښي دټولومخالفواوموافقوسياسي ځواکونوپه يووالی کښي ده .اختلاف گټه نلري ،بلې داخبره رښتياده ،خوپه يووالي اوبېلوالي کې بياچڼ دنوي ملي اختلاف دراپيداکېدواساسي لامل دی .
دامنوچې هيواددومره دخرابۍ په لوردورومی چې نور یې اندازه نشته ! خوعوام خلک بياداسوال کوي چې دخرابئ اساسي اواصلی عاملين څوک دی ؟ داکوم کسان دي چي پرقدرت يې تکيه کړې ؟ که پورته ليست ته نظرواچول شي ټول هغه ښاغلي دی چي ياپخوا اويااوس په دولتي حاکميت کې غوښن ځاي لري . ايادوکيل او وزير ،يادوزيردمرستيال ،يادگونددمشرمقام ټيټ مقامونه دی ؟ دمارشال فهيم ، دوستم اواحمدضيأ مقامونه خولاپرخپل ځاي پرېږده . بېله دونفرو لکه سيدمحمد گلابزوي اوجنرال نورالحق علومي نه پرته دانورټول همدا اوس ددې حاکميت دجوړېدواودولتي کار ودپروسې دپرمخ بيولواساسي ستني دی .
دوي وايي افغانستان په اقتصادي ،سياسي اوټولنيز لحاظ په يوه بحران کې راښکېل دی ،سياسي ثبات نشته ،لوږه ،بيکاری له هيوادنه دوباره مهاجرتونه ،اداري فساد،دملي شتمنيولوټماری ، دهيروئينوقاچاق ،په دولتي چاروکښي دبهرنيوپوسيله دپراخومداخلوامکانات ،په هيوادکي دپه رسميت پيژندل شووگوندونه څخه ځان گوښه کول اوله هغوي سره دنه مشوري لارخپلول ،يکه تازي اوهرڅه دخپلي ډلي اوپلويانواوخپلوانوپه خوښه ترسره کول دکرزی دکړنو دملاتير جوړوي . خونورنه پوهيږي چې ولې بياله خليلزاد ،بې بې سي دپښتوپروگرام چلونکو،ددوي په ژبه د غربي تکنوکراتانوفياڅخه سرټکوی ، اووايي چي هغوي دخپل اقتداردساتلولپاره پرگلبدين اوطالبانوتکيه کوي . زه پدي ټکي ورسره مخالف يم هغه داچي زمازړه ته نه لوېږي چې دادواړي ډلې دي له دغوتکنوکراتوسره گډه ژبه پيداکړی ،خو حقيقت دادی چي دجبهې يوشميرپلويان پدغه بڼه اونوم پښتانه ټکوي . رښتياخوداده چې پښتانه لکه دانوروقومونه چي دجبهې دجوړونکونه بېزاردی له دغوتکنوکراتانونه هم همداډول بېزاردی . پښتنوته تراوسه هيچاخدمت ندی کړی ،چړچې دوي کوی نوم دپښتنوبددی . ددوي لخواداهغه لويه تيروتنه ده ،بل طرف ته کيداي شي داددوي داکثريت پاليسي وي چي په مختلفوبڼودجبهې دجوړيدويودليل ددوي په ژبه دقبيله سالاروله حاکميت نه خلاصون دی .
حقيقت خودادی چې سلار یې چړچې اوقبيله خاوري خوری .
متاسفانه جبهه پلوه ليکوالوپه خپلوليکنوکښي دعدالت اوانصاف نه کارندی اخيستی هريودخپل هيرونه دفاع کړې ده . له جبهې سره دکرزی ومخالفت ته يي زياته پاملرنه کړې ، داطبعې ده چې يوجمهوررئيس پداسي حال کې چي له يوې خواورته بهرنيان غاښونه چيچي ځکه له ده نه لارورکه ده، اوله بلي خواپه مقابل کښي يوه سياسي جبهه ورته جوړه شي اودبهرنيانوسترگې هرومرودهغوي په لورهم کږېږي . تيرکال ښاغلی کرزی څرگند وويل چي زه نورنه غواړم دامسوليت دبل ځل لپاره پرغاړه واخلم ،مگر څه موده وړاندي يې بيابله خبره وکړه هغه داچې گوياخپلوان يې ورته وايي چي يوځل بياځان کانديدکړی ،کله چې ځان کانديدکړی حتمي به دناکامی ډارورسره وي اودډاريولامل به يې همداجبهه وي . د برهان الدین ربانی په لومړی ويناکي داخبره چې : ((هدف جبهه مخالفت با دولت کرزی نيست .)) دهغه لپاره دروحی ارامی لامل نشي کيداي ،سره لدي که دغه اولس ته څوک رښتيانۍدنظراورايي څرگندولوحق ورکړی پدي اداره کښي به يوه ته لاهم رايه ورنکړی .
دوي پدې زيات فخرکوی چي له دوي سره دټولوقومونواستاي شته اوهغه دی دظاهرشاه دکورنی نږدي غړی ورسره ملگری دی اوهغه هم دبې بي سي سره په يوه مرکه کښي چي داپريل په پنځمه وشوه وويل : ((زه دغه ټکی چي پدې جبهه کې دمختلفوقومونو،ژبواونظرياتوخاوندان سره راټول شوه وهڅولم چي جبهې ته راشم .))
هغه دلايل چې دجبهې پلويان ليکوال يې ليکې که يې سړۍ دقيق ولولی خپله دغه ليکنې دجبهې دجوړېدو دحقانيت اوبېله پرديوله اشاري نه دحرکت دپيل پرخبره سوالونه پيداکيږي . زه اوس دبهرنيو ايړيکوپه هکله څه نه وايم پدې هکله پد دريمه برخه کې يوڅوخبري اړينې بولم .
دبېلگې په توگه دوي ددې جبهې مخالفين سمدواره دپاکستان اوامريکادگټوپلويان بولي اوله دې نه انکارکوي چي ممکن دهمدي جبهې په جوړېدوکښي دشمالي ،غربی اوشرقی گانډيوخوښه موجوده وي . دجبهې دجوړيدولوي لامل په هيوادکښي هغه ناخوالي بولي کوم چي مامخکښي ورته په لنډه توگه اشاره کړېده ،دامريکااونوروبهرنيوهيوادودموجوديت څخه هم سرټکوي ،يعنې دوي هم دهمدې قواودډير ژروتلودزماني جدول اوياکله کله دهغوي دشتون دقانوني کېدوخبره کوي . چي دا دواړه مفهومونه اوغوښتني سره تضاد لري که دجدول پلوئ څوک وي بيانوداوسېدوقانونې کېدوته اړتيا نشته . اوکه داوسېدودقانونې کيدومسله مطرح وي په هغه صورت کښې دجدول خبره بې ځايه ده .
دلته د يوې خبري کول ټولوته اړين بولم اوبايدڅرگنده کړم چې زه په افغانستان کې دبهرنيودپوځی شتون سره کلک مخالف يم خواوس یې شتوندملي گټودساتلولپاره اړين بولم .لومړی بايدداوڅېړل شي ولي راغلل اوچاددوي دراتگ لپاره امکانات برابرکړه ؟دبهرنی پوځی شتون عامل اوعاملين څوک وه؟ په سياست کې داوس لپاره چي اوبه ترورخ جاروتی دی اساسي خبره داده چي څنگه بهرنيان دې ته وهڅووچې په هيوادکښي ددموکراسی دمخالفينوجرړی په رښتيانۍ توگه وباسي ،دپاکستان اونوروهيوادولاسوهنوته خاتمه ورکړی ، ترڅو په هيوادکي دبياجوړوني پروسه په بريالی توگه پرمخ ولاړه شي . دايي لارنده چې دطالب اوگلبدين په نامه يوشمير ټکول کيږي اوله سياسي صحني نه ليري ساتل کېږي اوورته ډلې بياپه حاکميت کي سرې سترگی برلاسي گرځی .
که دبشردحقوقوتيري کونکی مجرمين دي ،چي په رښتياسره هم مجرمين دي بايدټولوته له يوه مخه بېله کوم توپيرنه دمحاکمې ميزته بلنه ورکړه شي اوکه بياواياست چې اوس دهغوي دمحکمې وخت ندئ ،نوفکر کوم دطالب اوگلبدين په نامه دهيوادپه لويه سيمه کښي دپرديوپه بم اوريودطالبانواوگلبدين دپلوي په نامه افغان ولس قرباني کول هم دخداي رضا نده اونه پدې شکل داستونزه حل کېداي شي .
دبهرنيانودايستلوخبره پدغوشرايطوکښي هيواديوې بلې غميزې ته ورټيل وهل دی ، دليل دادئ چي تراوسه په هيوادکښي هغه سياسي شرايط ندي برابر اونه هم دملي تفاهم له مخي داپرېکړه اوتفاهم شوی چي موږافغانان لکه دنړی دنوروهيوادوخلک خپل مينځی پرابلمونه په خپله حل کوو،يوازي دبهرنيوهيوادونه دمادي ،علمي ،تخنيکي اواقتصادي مرستوته اړتيالرو.
له دېنه سترگې پټول که پريوه دروازه بهرنی پوځيان وزي پربله به دبل بهرنی پلويان راداخيلېږي ؛داخيانت دی زموږلپاره پردی (بېگانه) بايديوشان وي ،جالبه داده چي داخبري ډيرهغه کوي چي همدا اوس په بهرکي اوسې اودمجديدي له راتگ سره يې منډه واخيستل ،تراروپا،امريکااوکاناډا ورسېدل ،داکوم انصاف دي اوکومه خواخوږې ده چي له بهره دمړې خېټي طرحي کوواوولس يوځل بيااورته ورټيل وهو؟که هدف داوي چي ناټودي ولاړه شي اوشانگهاي پلوه دي راشي ؟اويادي ايرانی اخوندان په شمال اوپاکستاني پوځيان په جنوب کي پاچاهي کوي خوبيابه همدا اوربل وي ؛ ولې زموږ روڼ اندي داډول بې مسوليته طرحې وکړي .
فکرکوم اوس دځينولپاره موډشوې چي دخلکودغولېدوپه خاطر دبهرنيانوپرضدشعارونه ورکوي ،خودپردې شاته بياهمدوي له هغونه ټول مادي اومعنوي مرستي ترلاسه کوی ،خوافغانان په سرووينوکښي لامبی .
په سياست کي دجبهواوايتلافونوجوړول دهرچاحق دی يوه ډله اويايوگوندچې په يوازي شکل نشي کولاي خپلې موخي ته ورسېږي ،کيداي شي دځانگړوموخوپه خاطر څوډلي اوگروپونه سره يوځاي شي ،مگر ددغو ایتلافو نواوجبهوپه مقابل کښي غبرگون ښکاره کول ،ياهغه له خپل نړی ليدنه څېړل هم دهرچااوهري ډلې حق دی .بهتره به داوي چي داټول يواوبل ته ددرناوي په فضاکي ترسره شي اوموخه يې دسياسي ډلو اوگرو پو نو ترمنځ دلازيات گډکارلپاره دامکاناتوبرابرول وي . خوددغې جبهې دجوړېدويوشمير دلايل به نه داچي خلک سره نږدې نه کړی داډارشته چي پدې جبهه کې راتلونکی بيلتون به يوبل ملي ناورين وي .متاسفانه دافغانستان سياسي ژوندددي ناوړه بهير شاهددی چې چپواوښيوزموردهيوادپه تاريخ کې ډيره موده يوه لارنده غوره کړې .اوډيرژریې يوپه بل پسې تهمتونه اواونارواتبليغات کړی . نوربيا