خدايه داسي شرپېښ کړې چي دولس خير پکښې وي دريمه برخه 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب اله غمخور

دردونکې داده چې پارلمان دکډوالوسره دخواخوږی په نامه ېې له وزيرانودباور رايه واخيستل ،مگر کډوال يې هيرشول

دجبهې جوړيدول يوتصادفي پېښه وه ؟
دجبهې جوړيدوهڅی ډيري اوږدې ريښې لري ،هغه دتيروڅوکلنودلويدلواوپورته کيدلواودولتي واک پرسردراپيداشووعقدوپايله ده .
۱/کله چې امريکادپوځي قوت په زوردطالبانوددرژيم دنسکورېدوتکل پيل کړ، دغې موخي ته رسېدولپاره په افغانستان کښي دننه هم په سيمه کې بلد يوه پوځی ځواک ته اړتيا وه ترڅووکولاي شي دطالبانودحاکميت په نسکورېدوکښي له هغې نه دوسيلې په توگه استفاده وشي ،ډير څېړونکي پدې باور دی چې ممکن امريکابه دروسې اوروسي به له ايران اوهندسره پردغه خبره مشوره کړې وي چي په افغانستان کې دننه له کوم ځواکه نه استفاده وکړی اوهغوي به همداشمالي ټلواله ورته په گوته کړې وي . داچې داپروسه څنگه اوولې مخته ولاړل اوس يې دبحث ځاي ندی ،خودپام وړټکی دادی کله چې شمالی ټلوالي دا احساس کړه چي امريکايان له دوينه مرسته غواړي له هغې ورځې نه دوي پدې فکرکې شول چې يوځل بياپه هرډول اوهرنامه چي وي په هيوادکښې دولتي واک بايد ترلاسه کړی .
دوي دامريکا اوانگلستان له اجازې پرته دکابل په ښارورننوتل اويوځل بيادکابل پر ښارلوي لمنی ملېشه مسط شول ،خوداځل دامريکايي ټانک ترشااوB-52بم غورځوونکوالوتکوتر سيوري لاندي . ددوي داخپل سری دامريکايانو اوانگليسانولپاره يوسگنال اوټکان وو،دشمالي ټلوالی دغه حرکت ته ددوي لخوادسواليې علامه کښېښودل شوه . دبن دکنفرانس لپاره کارپيل شوه ،امريکا اړه وه چې دروسې ،هنداوچين پلوی دځان کړی ،ترڅووکولاي شي په خپلوسياسي اوپوځی پلانوکې بريالی شی ،ځکه نوکنفرانس ته دروسې ،چين،هند ،پاکستان ،ايران ،جرمنی ،فرانسې اويوشمير نورواروپايي هيوادولخواپه گوته شوی کسانودډلو اوگروپو استازوته بلنه ورکړشوه .
دبن کنفرانس تالارته ښاغلی يونس قانوني داحمدشاه مسعودله لوي عکس سره داخل شو، هغوي دا کار تصادفي نه دی کړی بلکی پدې کښي يې سياسي موخي درلودې .دبن کنفرانس کار څوورځې دوام پيداکړ په همدغه جرگه کې دغونډي دبرخوالوترمنځ اختلاف پيداشو، دا اختلاف دراډيوگانوترکرښې ورسېد،دمرحوم حاجي صاحب قدير،مصطفي ظاهر سره لومړي دبي بي سي راډيواوبيانوروراډيوگانومصاحبې وشوې ،خپله حاجې صاحب قدير کله چي ماورته تليفون وکړ دشمالی ټلوالی دځان غوښتنواوهرڅه په خپله گټه څرخولوقيصه راته وکړه ،موږچي داجريان موله نږ ډې څاره سربېره پردې چي دبن دکنفرانس دختمېدونه دوي ورځ مخکښي له ټولي اروپانه دنږدې زروروشنفکرانوپه گډون دپرانکفورت په ښارکي کنفرانس جوړاوهلته موهم دبن کنفرانس يوشمير گډونکوونکوته بلنه ورکړه اوهغوي ته مودافغان روڼ اندوچي په حقيقت کي دافغان ولس دارادې ،غوښتنواوپوښتنوانعکاس وورساوه ،هغوي ته وويل شوه چي افغان ولس څه غواړي اوڅه ډول يوه اداره به بريالی وي . بياهم موږمجبور شو نړيوال پدې خبرکړوچې دکنفرانس څخه افغانان څه غواړي . موږدبن په کنفرانس کي دشمالي ټلوالی له موقف سره ځکه موافق نه وچې ددوي موقف مودهيوادنی لانجې دحل لاره نه بلل .په همدي منظوردجرمني اوراوپاکښي دفرهنگیټولنو اونوروروښنفکرانوپه بې ساري تلاښ دبن دکنفرانس قصر ته څيرمه داروپادنږدې پرتوهيوادودافغانانوپه گډون لوي ميټنگ جوړاودغه ميټنگ ته مرحوم حاجي قدير ،مصطفي ظاهر اودريونورودکنفرانس گډونکونکی راغلل اودميټنگ دبرخوالو لخواهغوي ته ددوي ددريځ څخه ملاتړ اودافغان ولس موقف څرگند شو. پدغو خبرو کې تر هرچا زيات مصطفي ظاهردشمالي ټلوالی نه سرټکاوه اوپه کنفرانس کښي دهغوي تلاښواودده په ويناسپين سترگيوته دانتقادپه سترگه کتل ؛ جالبه ده چي اوس څنگه ښاغلی مصطفی ظاهرسره داعقيده پيداشوه چي شمالي ټلواله دي خپلې تنظيمي قومی اوشخصي گټي ترولسي گټوقربان کړی ؟ اودهغوي په وجود کښي دی هيوادله دغو بدبختيونه خلاص شي .
په اروپاکښې دافغانانودغه ملي غبرگون شمالي ټلوالي ته يوبل تکان ورکړ،هغوي يې نور هم وهڅول چي دخپلو بهرنيودوستانوپه مشوره په دولت کي دغوښنی برخې دترلاسه کيدود تلاښ نه لاس وانه خلي .
دبن دکنفرانس په وروستی شېبوکې په نېمه شپه داسي پرېکړي ته مجبورشول چي دوي يې انتظار نه درلود.
۲ / د۲۰۰۱ م کال ددسامبرپه پنځمه دملگروملتودسازمان داستازي لخواښاغلی کرزی دموقتی اداري دمسول اولومړی شخص په توگه پشنهاداوتر تودوبحثونواوچنه بازيونه وروسته پدې دنده وگمارل شو. طبعي ده چي دادشمالی ټلوالي لپاره لوي گذاراودقبلېدو وړخبره نه وه،ځکه چي دطالبانودحاکميت تر نسکورېدو دمخه ښاغلی برهان الدين رباني له تاجکستان نه دارگ ماڼۍ ته ځان ورساوه اوپر خپل سریې ځان دافغانستان جمهور رئيس اعلان کړ . ددې پرېکړی له مخي يوځل بيا استادرباني مجبورشو دارگ ماڼۍ ښاغلی کرزي ته پرېږدې ،هغه چاته چې دوي دبهرنيو چارو دوزارت دڅووم مرستيال په توگه نشوزغملاي . دغه کاردکرزی اوشمالی ټلوالی ترمنځ هغه دښمنی راتازه کړه کوم چي درباني دحاکميت په وخت کښي ښاغلی فهيم چې داستخباراتولوي رئيس وکرزی یې دباندينوچارولهوزارت نه په روڼا ورځ فرارته مجبورکړ.
ښاغلي کرزی په يوه څرخی پتر الوتکه کښي دبگرام هواډگرته چي دامريکايي پوځ ځمکنۍ اوهوايي قرارگاه وه په يوه نخودي پټوکي پداسي حال کي چي وتني لنگوټه يي تړلې وه راورسيداو دامريکاپه هدايت فهيم ،يونس قانوني اودشمالي ټلوالي څونوروکسان يې مخ ته ورغلل . هرځل چې شمالي ټلواله غواړی خپل برم ننداري ته وړاندي کړی په مطبوعاتوکي ددغه ورځی تاريخي عکس چاپوي .
امريکايانو مجبورشول په تشريفاتي بڼه اومراسموله استادرباني څخه ارگ وښاغلي کرزی ته وسپاری .
دا دزهروغړپ وچي ښاغلی رباني تيرکړ . خوداورځ به يې هيڅ وخت هيره نشي لکه چې اوس يې دنه هېرېدونښی نښانې يوپه بل پسې راڅرگنديږي .
۳/ په ۱۳۸۱ او ۱۳۸۲لويوجرگوکي دتل پشان شمالی ټلوالی ځان دهرڅه مستحق باله ،مگرنړيوالوورسره نه منل هغوي پدې پوهېدل که دوي ته واک اوصلاحيت پلاس ورشي داوطن به يوځل بياپه ويرانه اوکنډوالو بدل شي ،ښاغلی زلمی خليلزاددامريکادسفير ا دهغه هيواد دولسمشردځانگړی استازي په توگه دغه ټکی ته ډير متوجه و،همدا علت دی کله چي اوس دوي پښتانه ټکوی اوياددوي په اصطلاح قبيله سالاري وايي نودخليلزادنوم هرومرو ورسره يادوي اودهغه په مقابل کي خپل نفرت څرگندوي .
۴ / دولسمشری په ټاکنوکښي قانونی ځان مستحق سړی باله ،ناکام شواوپه مطبوعاتو کښي يې اعلان وکړ دادزهروجام چي کرزی وگټل پرسرپورته کوم ، دپارلمانی ټاکنوپه دوران کښي هم سيالی يوازي دکرزی اوشمالی ټلوالی ترمنځ روانه وه ،پايله داشوه چي ددوي په پارلمان کې دليدووړځاي ترلاسه کړ،دوي پدي ښه پوهېدل چي کرزی به لدې سره علاقه ونلري چي قانوني دپارلمان رئيس اودپارلمان دمشرتابه لويه برخه په خپله ولکه کښي راولی ،دپارلمان درياست اومشرتابه پر سر ددواړوترمنځ بله لوبه پيل شوه خوداځل لوبه شمالی ټلوالي وگټل ،ښاغلی کرزی په مقابل کښي فهيم ته په دولت کوم مقام ورنکړ،هغه يې دڅومودي لپاره پرکورکښېناوه اوبيايي يوتشريفاتي دنده وروسپارل .دانوري لوبې چې په دواړولويوجرگوکښي شمالي ټلوالي دسياف ،عبدالکريم خليلي ، محمد محقق ، عبدالرشيد دوستم اونوروپه مرسته کولې ټولوهيوادوالوته څرگندي دي ليکل يې دلته تکرار راځی . ديوې خبري يادول اړين دی هغه داچې دادگوتوپه شمارکسان په داپنځه ديرش کاله دخپلوگټوپه خاطرڅوڅوځله سره يوځاي شوی اوبيا جلاشوی دی ،يعني دوي په خپلوکړنوکې کوم ملې ثابت دريزنلري ،دبېلگې په توگه :کله چې دبشر دحقوقو دڅارسازمان دتيرکال په خپاره شوی رپوټ کې عبدالرسول سياف ، برهان‌الدين رباني ، محمد قاسم فهيم ، محمد اسماعيل خان ، عبدالرشيد دوستم و محمد كريم خليلي اوهمدا ډول د گلبدين حكمتيار رهبر حزب اسلامي ، ملا محمد عمر، ملا دادالله و مولوي جلال‌الدين حقاني نومونه ياد شوی او دمحاکمي غوښتنه و شوه برهان الدین رباني،حاجي محمدمحقق ،سياف اویو شمیر نورودولسي جرګې په غونډه کې د بشري . حقونوڅارډله په دې تورنه کړه چې داسازمان بې پرې نه دی. اودداډول مسایلووړاندې کول یې دافغانستان سیاسي ټیکاوته زیان وباله . دبشردحقوقودڅاردکميټې د رپوټ ترخپرېدو وروسته دبشري حقونونه دتيری په جرم ياد شوی کسان د۲۰۰۶ م کال ددسمبرپه ۲۳ نيټه دانترکانتي نينتل هوتل کي دتړلودروازو شاته سره راټول شول . په غونډه کي هغوي دا گذارش دمجاهدينوپه مقابل کي يو توطئه اوملت ته سپکاوی وباله ،((مگردوي له دېنه سترگي پټوي چي ملت داځانته سپکاوۍ نه بلکي دهغوي دحق نه ددفاع سندبولي)) .په غونډه کي راټول شووکسانوبيله کوم دليل اواسنادووړاندي کولونه له دولت څخه وغوښتل چي داکسان محاکمه شي اوپردي ئې موافقه وکړه چي په ولاياتو کي ددي رپوټ پر خلاف مظاهري وشي .
برهان الدين رباني وويل بايد ددغوکسانوپر خلاف چي دارپوټ يې ليکلۍ په محکمه کي دعوه وشي ، مگر داکارونشواوداخبره دتبليغاتوپه شکل بازارته راووتل . رباني دا رپوټ افغان ولس ته سپکاوی وباله اوهغه يي دجاسوسي شبکوطويۀ وگڼل ،څرگنده يي کړه چي پدي کي ديوشمير داخلي اوبهرنيوکسانو لاس دی .
تل مدام کله چې تر انتقاد لاندي راشي اوياولس خپل حق وغواړی دځان په دفاع کښي دا وايي چې پدې کار کښي وبهرنيواوکورنيودښمنانو لاس دی .معلومه نده چې دوي کوم بهرني يادوي ؟ هغه بهرني چي همدا کسان يې تر دغه مقام پوري راورسول اوکه نور؟ . په رپوټ کي دبشر دحقوقوڅارونکولخوا پر دولت هم کلکه نيوکه شوې وه ،هلته ويل شوی، ددې پر ځاي چي دبشر دحقوقوتيری کونکی محاکمه شي هغوي په لوژڅوکيوکې دندوگمارل کيږي .
متاسفانه د ولسمشر کرزي دفتر د۲۰۰۶ کال ددسمبر په ۱۷ په خپره شوې اعلاميه کې دټولوافغانانودارادې اوغوښتنو خلاف دهغودخوشحالېدولپاره چې لاسونه يې تر څېنگلودولس په وينولړلی دي د بشري حقونو د څار پر سازمان تورولگاوه چې د رپوټ په ليکلو کې يې د افغانستان حالاتو ته پام نه دى کړى ،او افغانستان واقعيتونه يې له پامه غورځولي دي ،افغاني چارواکي داپه ډاگه وايي چې دغه رپوټ د حکومت د واکمنۍ اوحاکميت له غښتل تيا سره د مرستې پرځاې له ستونزو ډکې پايلې لري . مگر دوي داهيچاته واضح نکړه چي ولي ددغو جنگی مجرمينودمحکمې نه ډاريږي ؟
۵ / تيرکال دعاشوراپه ورځ ښاغلي کرزي په خپلوخبرو کي وويل چي دخبرواوپخلايني لپاره زموږدروازي پرانيستي دي . که څه هم دناټوقوماندان او دامريکا سفير مخالف غبرښکاره کړدابله خبره ده.
دپارلمان هغووکيلانوچې دبشردحقونوپه تيری ترون وه داموقع غنيمت وبلل دملي پخلاينې تر شعار لاندي په ډيره بېړه دپارلمان په غونډه کي دځانوڅخه ددفاع په خاطر دټولوملي اونړيوالوحقوقي نورومونو خلاف د۲۰۰۶ م کال دفبروري په لومړۍ ورځ دافغانستان دولسي جرگې دتگ لاري يا منشور په نامه يوه پرېکړه اعلان کړه چې له مخې يې په تيرو جگړو کې د ښکيلو غاړو لپاره د داسې يو ضمانت غوښتنه شوې چې په راتلونکي کې دهر ډول عدلي او حقوقي تعقيب څخه په امان کې وي .په دغې تگ لارې کې د بشري حقونو د څارهغه راپورونه چې دتنظيمو مشران ،محلي قوماندانان اوټول هغه چي افغانستان اوپه ځانگړې توگه دکابل ښاريې ددولتي قدرت دويش پر سرجگړوکې په کنډواله بدل کړ باطل اعلان شو. په تگلاره کې راغلي چې د تيرو څه د پاسه دوه نيمو لسيزو جگړوکې ښکيلې غاړې دې له عدلي او حقوقي تعقيب څخه ژغورلي اوپه امان کي پاتې شي .۶ ۲۰۰ دجنوري ۳۱ BBC
که څه هم دملگرو ملتو نو وياند ادرين اد وارد س خبريالانو ته وويل چې هيڅوک دچاحق بل چاته نشي بخښلى . (( نړيوال قوانين دجنگي جنايت کونکو له بخښلو څخه ملاتړ نه کوي . داهغه ټکى دى چې بايد روښانه شي . په دې اړه د يونا ما دريځ له وړاندې روښانه او په وار وار اعلام شوى ، خو يوځل بيا بايد ټينگار وکړو چې ددغه ډول کسانو او جرمونو بخښل بايد دجگړو د قربانيانو حق وي .)) 2007 ,21 فبروري BBC
۶ / هيوادنه بهردافغاني روشنفکرانولخواپه دوامداره توگه ددوي له ظلمونو اوغير انساني کړنونه يوپه بل پسې پرده پورته شول ،پدي لارکښي له دوي سره په امريکااواروپاکښي بي پرې ليکوال هم يوځاي شول داسي مقالې ،رسالې اوکتابونه خپاره شول چې دوي يې فکرهم نشو کولاي دالړی همدا اوس هم په درب اوخرپ روانه ده .
دوې چې هرڅومره تلاښونه وکړل ،دژبو،قومونو،مذهبونواوسيمواختلافاتوته يې ،دخپلوکسانو سايټونو، راډيو گا نو اوتلويزيوني پروگرامونه په استفادي سره لمن ووهل چندان پايده یې ونکړه . افغان ولس پرهمدا يوه خبره ولاړدی هغه داچي ددوي زورونکی اوقاتلان بايد بې واکه اومحاکمه شي . زه نه پوهيږم چې استادرباني په کوم دليل اودخپلو کوموښو کړنوپر بنياد دشپېگل داونيزې سره په مرکه کښي وايي چې خلک هغه ته احترام لري اوهغه غواړي ،جالبه خولاداچي وايي دجنوب خلک اوپه ځانگړې توگه روزگان اوکندهارپه گوته کوي . يعنې هغه سيمه چي دوي تل خپلوبهرنيودوستانوته ويل چې په هيوادکې ددوي په خبره شرله روزگان اوکندهارنه پيل شوی دی اودده پرضدراپورته شوی طالبان دروزگان اوکندهار اوسېدونکي دی . ددغوسيموله خلکوسره داستادرباني ددښمنی کچه هرچاته لمرغوندي روښانه ده .مگر اوس داروپايي هيوادودغولولوپه خاطر دهغوي توسيف کوی اووايي چې دی (ربانی) هلته نفوذ لري اوهغو شريفوخلکوته گران دی . که رښتيااستادرباني ته افغانانوداحترام په سترگه کتلاي اودايي منلاي چي استادربانی يې مشروی بيانوولی په خواجه غارکې دجمهوري ریاست څوکې له ځانه سره گرځول ،کندهار ،روزگان يابل جنوبي ولايت ته به تللی واي؟ دغوپورته يادشووفکټورونوچي دايې يوه نمونه ده شمالی ټلواله اونورهغه چي په ټولنيز عدالت اودموکراسی کښي خپل زوال ويني دغه ته وهڅول چې په خپلو کې سره راټول شي اوداځل بيا دجبهې په نامه سياسي منشوروړاندي کړی اوداوسني حاکميت په مقابل کښي يې داپوزيسيون تر سياسي نامه لاندي ددولتي قدرت دترلاسه کولوپه موخه مټي راونغښتې دي .
دا تيرشوی شپږ کلنونه ددې شاهددی چي شمالی ټلوالی اونوروتنظيمو وکولاي شول په مؤقته ،عبوري اواوسنی اداره کې غوښنه برخه ترلاسه کړي . اوپه ښاغلی کرزی هغه لوبي وکړی چی اوس يي دهغه ترزنه لاندي ورته داده دملي جبهې په نامه يوه بله سياسي لوبه پيل کړه . دوي سره لدي چي څوځله ازمويل شوی دي خواوس دښاغلی کرزي دضعيف ،مصليحتي اوناکام سياست څخه په گټه اخيستلونه دجبهې جوړيدل دملي نجات يوازنۍ لار ي په توگه غواړي پر افغان ولس حاکم شي .
دجبهې جوړونکی دټولنيزو،سياسي ،اقتصادي اوامنيتی ناخوالونه هم خپلې موخي ته رسيدولپاره گټه پورته کوي :
دابايدهيره نشي چې دټولوناخوالوپه راوستلوکښي ددوي برخه درنه ده .
دبن دکنفرانس دلومړی ورځی نه بياتر اوسه دولتي واک دغيرمتجانسواويوبل سره مخالفوډلوټپلوپلاس کښی دي .
ددوي په منځ کې دقدرت دويش پرسر جگړه ده ،وطن اوهيوادوالوته خدمت له يوه سره دټولوهير دی .
يو طرف ته بهرني ځواکونه غواړي په حکومت کښي غوښن ځاي ولري اوپه حساسوپوستوکي خپل پلويان مقررکړي .
هغه دامريکادوژونکووسلوپه زور اوپيسوراغلی دتنظيمواومحلي ډلومشرانوهم په خپل وارتلاښ کړی خپل بهرني ملاتړي پدې قانع کړي چي ددوي سړې مقررکړي ،بهرنيانو هم دوي ندي خوابدي کړې اوددولتي کارمندانوپه ټاکلوکښي يې هري ډلي ته خپله ونډه ورکړېده. تيرکال ربانی نړيوالي ټولني ته په خطاب کولوسره بربنډاوښکاره وويل : ((اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دولتی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند)) bbc
پدې ډله کې زيات شميرهغه کسان دي چي دموکراسي دځان لپاره زهر بولي ،خودامريکااوناټوله ډاره ددموکراسی سره هم سرښوروی،دوي همدا اوس هم ورځې شميري وايي کله به بيا داوخت راشی چي يوځل بيا په افغانستان کي دحکومت واگي تر لاسه کړي . پدغونورمونواوجوړجاړيوجوړشوې دولتي اداره دومره فاسده شول چي خپله ښاغلی کرزی هم اوس هيڅ ډول پېڅول نشي پرې غوړولاي ، دخلکودشرمه هغه هم دامنی چې په دولت کي فساد،چور اوچپاول له حدنه زيات شو . دولتي کارمندان اوچارواکو دعام ولس له چور اوچپال نه ډډه نده کړې . له بهرنه په راغلو مرستو او قرضونو دخوارغريب ملت هيڅ يو دردهم دوانشو . بهرنيا همدا اوس نارې وهې چي افغانستان ته دلېږل شوو مرستو پوره نيمايي تر خلکونه رسېږي . دبېلگې په توگه دروان کال دجنوري دمياشتي په ورستيو ورځوکي سندي تلگراف انگليسي ژبه اونېزي خبر خپورکړچې : ((دامريکا اوانگلستان پوځي چارواکي هڅ وهي چي افغانستان ته دلېږل شووټولومرستوپوره نيمايي اصلي مصرف کونکوته نده رسېدلې او...))،دپنتاگون يومقام پدې باره کښي وويل ((په زرهاوموټران اولاری چي دپوليسوداستفادې لپاره افغانستان ته ورکړه شوی وه پلورل شوي دي . . .))
که ددولتي ارگانو ددې پنځوکلوکارونه وڅېړل شي دابه څرگنده شي چي دولت ونشوه کولاي دبهرنيو دميليارډو ډالرومرستوسره دافغانانو عادي او ورځنی ستونزي حل او په ژوند کي يې کوم مثبت تغيرراولی . پدې ورستيوکي داروپا اتحاديي اعلان وکړ چي له ۲۰۰۰ کال نه د ۲۰۰۶ کال تر اخر پوري يې ۴،۹ بليون ډالر ه يې دافغانستان سره مرسته کړېده . دراټولوشووڅېړنوله مخي په ميليونو افغانان بيکار دي ،يوازي دکابل په ښارکي تر ۳۷ زره زيات ماشومان هيڅ نلري دهيوادپه کچه هغه چي قانوني دکارتوان اوحق لري نږدې لس ميليونه انسانان وزگار اوتر درې ميليونوزيات افغانان دنړئ دتر ((۳۰)) زياتوهيوادودپوځی ،اقتصادي مرستوپه شتون کې نشي کولاي له پاکستان اوايران نه خپل وطن ته راستانه شي . همدادمۍ په مياشت کې ايراني اخوندانودټولواخلاقی ،انساني اواسلامي نورمونو اونړيوالو پرنسيبونوخلاف تر ((۵۰)) زره زيات افغانان په زور اووحشيانه بڼه له خپل هيوادنه وشړل .دولت ددوي سره تراوسه هيڅ ډول سره مرسته نده کړې ،داڅومره دردونکې ده چي دولت دراغلوکډوالودستونځوننداره کوي ،په پارلمان کې هم دادملت خواخوږويوازي غوښتل پدې پلمه له دادفرسپنتاسره خپله پخوانی دښمني سرته ورسوي نورچوپ شول اوکډوال يې هير شول .داچې دملت نماينده گان بايدله ټول حکومت نه له دغوربړېدلوسره دعاجلومرستو،دوا خوړو، کاليو او خپلوسيموته درسېدودترانسپورتي ستونځودحل غوښتنه کړی واي ټول له يوه سره داريانادتلويزيون له لاري دبيات دبنياددمرستودويش ننداره کوي . نه پوهيږم چې هغه سره مياشت څه شول اوحکومتي اړوندي ادارې ولي پدې هکله خپلې دندي سرته نه رسوي ؟ ښاغلی کرزی ولې پدې هکله کوم هدايت نه صادروي ؟ اوولی له ايراني چارواکونه دافغاني کډوالوسره دانساني چلند غوښتنه نه کوي ؟. افغانان دښاغلي کرزي وروستی ويناچې دايران اوايراني چارواکوپه توصيف کښي يې کړې ډير په غوسه کړی دي نه پوهېږو چې ولي پسله هغه چې ايران په غير انساني اودانساني کرامت خلاف تر پيځوسوزروزيات افغانان وشړل اوپاکستان ورسره جغت (يوځاي) زمورپر پاکه خاوره حمله وکړي اوافغان
ساتونکی اوماشومان يې په وينوکې ولمبول ښاغلی کرزی يې په توصيف اوله هغوي سره دورورگلوی په سندروپيل وکړ. .واقيعت دادی چي ايران زموږسره لويه دښمنی وکړه اوموږ يې لکه پاکستان ترخوږگوته نيولي يو.
دردونکې خولاداده چي دنړيوالو خبري رسنيوپه خبر اوس هره ورځ په سلهاوکورنی خپل وطن دپاکستان په نيت پرېږدي .دايرنادخبري اژانس په حواله دپاکستان داړونده ادارودرپوټ له مخي ((۸۴)) په سلوکې افغانان نه غواړي وطن ته راستانه شي ،دليل يي ،بې کوري ،وزگارتوب اونوري ناخوالي دي .داسي فکرکيږي چي ټول افغانستان بهرته کډه کوې په لومړيوورځوکي يوشمير افغانان چي دپاکستان اوايراني اخوندانوله ظلمونونه ډير په تنگ شوې وه مجبور شول وطن ته راشي .مگر دلته چادقدرپه سترگه ورته ونه کتل بې شميره وزگار اوبې کوره پاته شول همدا اوس دارگ نه يوکيلومتر ليري دکابل ښارپه ټولوناحيو کي ولاړې خيمې اوهلته ديخنۍ نه رپېدلي ماشومان دافغان دولت اومهاجرينودنړيوال سازمان دغلط سياست دقربانيانوروڼي بيلگې دي .دولتي چارواکولخوا دبهرنيانوڅخه دپيسوترلاسه کولو لپاره ارقام هره ورځ په تکرارپړسيږي . دافسوس خبره خو داده چې پاکستانيانو،ايرانيانو اوترکانوته چې په حقيقت کې زيات شمير يې دخپلو هيوادواستخباراتي دندي هم تر سره کوي په افغانستان کې کار شته ،مگرافغان بيکار اودلوږي مری . دبېلگې په توگه ،محمد غوث بشيرى دکار اواجتماعي چارووزارت مرستيال وايي : په ١٣٨٥کال کي ۷۳۸۶ تنوبهرنيو کارگرانو ته په مرکزاو۹۵۰ تنوپه ولاياتوکي دکار جوازونه ورکړه شوي دي . ددولت غلطه اقتصادي پاليسي ددي لام گرڅېدلې چې زموږهيوادددي پرځاي چې په توليد پيل وکړی دنړئ دبيکاره توکودخرڅلاو بهترين بازارگرځېدلی . کورنيونا امنيو،په دولت کي اداري فساد،دخلکوژوندته ددولت لخوا کمه پاملرنه ،په ولاياتو اومحلاتوکي دقدرت دڅښتنانو خپل سرۍ اودخلکو زورونه ،دکوکناور دکرلوپر سر راولاړه شوې لانجه چې داپنځه کاله دوام لري ،دتارياکو پټه اوښکاره سوداگری ،بشري ناورين ،ټولنيزي ناخوالي ،دښځی اوماشوم ژوندته سطحې پاملرنه ، لوږ اوبې کاري ،دراستانه شوو کورنيولپاره دژونددحداقل امکاناتونشتوالی ،په حکومت کي د جنگسالارو غوښنه ونډه،په محلاتو کې وسلوالو ډلو شتون دښاغلی کرزی لخوادځاني حاکميت دبقالپاره دملت دښمنه مصلحتونه ،اردواو پولیسو جوړېدو ته سطحی پاملرنه اوهلته دسياسي تعصباتونه کاراخيستل پدې معناچې له طنظيمووړاندي افسرانوته کارنه ورکول،دبهرنيوپوځی ځواکونولخوا په عملياتو کي خپل سری دبيگناه خلکوقرباني اوسپکاوی ،ددولتي اړونده ارگانولخوا له هغوي سره دعملياتو اويادپلان جوړولو په وخت کي دگډې همکاری نشتوالی ،دبهرنيو دقرضونو او خيراتي پيسوبې ځايه مصرف ،چوراوچپاول اونوروناخوالو پايله داشوه چي ددولت اوخلکوترمنځ واټن دومره زيات شوچي اوس پاکستان اوايران پرافغانستان برلاسی شو،خلکو طالبانو اوددولت مخاليفينوته پاملرنه وکړه ،اوس دهغوپه طرفداری ددولت اوبهرني ځواکونوپه مقابل کې جنگېږي . داسي ويره شته هغه چانس چې دافغان ولس په لاس ورغلی ودهمدغه ناکامه سياست اوولس سره ددغليوپه پايله کې دلاسه وزی . سره لدي چي دبشردحقوقونړيوال سازمان په کراتوله کرزي نه غوښتنه وکړه چي جنگسالار اوپه جنگی جرم تورنوکسانوته په دولت کې ځاي ورنکړی مگرکرزي هرڅه ترغوږ تيراوټوله دولتي اداره يې دهغوپه مصلحت جوړه اوهغوي ته يې پکښي غوښن ځايونه ورکړه .اياښاغلي کرزی پدې نه پوهيده اوياخبر نه وچې دغوجنگسالارواوشمالي ټلوالي دخپل حاکميت په دوران کې څه وکړه ،څنگه اودکومومعاملوله مخي يې تلاښ کاوه چې په دولت کې حاکميت ولري .هرچاچي ددوي پرخلاف خبره کړئ سره يې نيست اونابود شوی. دايساف اوناټودپوځی ځواک په شتون کښي داهيواديوله هغو هيوادوڅخه دي چې هلته دبشرحقوق بربنډ ترپښولاندي کيږي ،دمطبوعاتو،بيان اوعقيدې آزادیو يوازي نومونه دچارواکوپرژبه دي همدا څوورځي وړاندي افغانستان دنړی دهغوهيوادوپه جمله کښي وشميرل شوچي هلته دمطبوعاتوازادي تر جدي تهديدلاندي ده .
دامنيت دساتلوپه خاطر دډي ډي آر اوډايار پروگرامونه چې بايد وسله له تنظيمواومحلي قوماندانانو اوجنگسالارونه راټوله شوې واي حرنگه چې دافغانانواونژيوالي ټولي غوښتنه وه پلې نشو،ددوي په وينا نږدې ۳۱ زره بې وسلې شول ،خوتر اوسه نږدي دوه زره وسلوالي ډلي بېله طالبانواوگلبدين دگوند نه په وسلوبارپرخپل حال پاته دي ،ښه بېلگې يې په شمال کي دقوماندانانوتر منځ خپل منځی شخړی دي چي ان په کابل خوهم ددوستم اود اکبر باى دپلويانوترمنځ نښتي وشوې . په دولتي پوستوکې داشخاصوپه گمارلوکې له سياسي تعصب نيولې ،ژبني ،قومی ،مذهبی اومنطقوی توپيرونه ، حتادهغوي دتحصيل ځاي اوکه يې په بهرکې تحصيل کړی وي دهغه هيوادسره روابط په نظر کي نيول کيږي . په دولت کې وزيران اولوي رئيسان خپله ډله اوځانوته نږدې کسان دکاری ډلي ترنامه لاندي په کارگماری ،هغه بېچاره چي وزير اويا رئيس نه پيړني دروازه په دروازه دخپلي خوښې په کارپسي سرگردان گرځی . دکدرونوسره داډول برخورد ددي باعث گرځيدلی چي دهغوي سره ددولت په مقابل کښې دنفرت اودښمنۍ احساس پيدا شي ياوطن پرېږدي . دالماني ورځپاڼي (( Die Rheinpfalz )) په ۸۳گڼه کې چې داپريل په ۱۰ نېټه په نوی ډهلي کښي دورځپاڼي دشرستين مولحوف (( Christine Möllhoff )) لخوا ليکل شوې اوغفار عريف په دري ژباړلې دښاغلي کرزي حکومت ته په کتوسره په خپله ليکینه کې د : ((دکرزی دکابينې ډارونکې اورازونوډکه څېره)) ترنامه لاندي ليکې : جمهوررئيس دجنگی جنايتکارانواومخدره توکوسرکردگانوپه ملاتړ پوري تړلی دی . ددي لپاره چې جنگسالاران ،حرفوی سړی وژونکی ،اودمخدره موادولوي سوداگر په قدرت کې پاته شي حامد کرزي دافغانستان جمهور رئيس همدا اوس دم گړی اړدی سوال برانگيزه څېروسره توافق پيداکړی . هغه وړاندي ليکې : دالمان دسوسيال دموکرات گونددمشردگه وړانديزچې طالبان هم بايدپه خبروکي سهم ولري ديوشميرکسانوغسې راپارولي ،جمهوررئيس کرزی همدا نن ورځ مجبوردی له هغوسياسي متحدينوسره خپل پلان اوپروگرام پر مخ بوزي چې په غربی نړی کې دسياستوالوپه نظر دهغوځاي زندان و ،نه پارلمان ،نه حکومت اويابل کوم رسمي مقام . ترهرڅه دمخه دمخدره موادومافيادهيوادپه بروکراتيک سياسي سستم کې محکم اوغښتلی ځاي لري . دملگروملتودسازمان دمخدره موادوسره دمبارزې دموسسې اجرائيه مدير آنتونيو ماريا کوستا هم خبرداری ورکړی چې : دا احتمال وجود لري چي افغانستان يوچل بيا په يوناکام هيوادبدل شي اودمخدره موادودترورستانوپه منگولوکې ولوېږي .
ترڅوچې بنسټپالی دټولنيزژوند له بغل نه پرې نشي ،دافغانستان خلک به هيڅ کله دآرامی ،دموکراسی ،بيارغاونی اوسوکالی مخ ونه گوری .
ددولت مخالفين کله يوه اوکله بله ولسوالۍ نيسي،وطنوال صاحب وايي دروزگان ۹۰ په سلوکښي دمرکزي حاکميت له نفوذنه وتلې سيمه ده زه به يې خبره ورپوره کړم چې په رښتياسره دهمدې دولتي ادارې له بې مسوليته کړنواوځان ساتنې سياست په پايلو کښي تراوسه نه د مرکزي حکومت پښې ټينگې شوې اونه جگړه پاي ته ورسېدل ،هره ورځ بيگناه اوبېچاره افغانان ښځې اونارينه لوي او واړه ددواړوخواترمنځ په جگړو کې خپل خوږژونددلاسه ورکوي . داهغه اشتباه اوتيروتنه ده چي دشخصې گټوپه خاطر به دا هيواديوځل بيادجگړې په ډگر بدل شي ،افغان ولس به پدغه اور کې کړېږي ، طبعې ده چي جگپوړی ښاغلی به دوباره بهرته منډي وهی .
دښاغلی کرزی له دغه خبري سره چي دی دبيگناه خلکووژل نشي منلاي اوس خلکوحساسيت پيداکړی ځکه داڅوڅو ځله تکرار شوي ده خوکومه گټه يې نده رسولې دليل يې دادی چي اساس صلاحيت دهغه چا پلاس کښي دی کوم چي عمليات کوي اوله عمليات کونکوسره تراوسه دولتي ارگانوگډه ژبه نده پيداکړې اونه يې دهغوي بارراجلب کړی دی . ښاغلي کرزي پدغه تيره موده کې ونشوه کولاي داسي يوه سالمه اوغښتلې ملي دولتي اداره جوړه کړی ترڅوبهرنيانوته وويلاي شی چی موږدهيوادپر وضعه مسلط يو،اوتاسوپوځی مرسته که زموږپه غوښتنه وشي دابه ډير ښه وی .
دنوي عيسوي ۲۰۰۷ کال په لومړئ مياشت کي امريکا له افغانستان سره به ٦/١٠ ميليارد ډالره ،همدا ډول داروپا يي ټولني د((۶۰۰)) ميليونويور سره مرستي اعلان وکړ،تيره هفته دکاناډا هيواد هم د(( ۳۱)) ميليونواوجاپام د۲۰ ميلونه ډالرودمرستي وعده وکړه .اساسي مسله داده چي دافغانستان اړونده ادارې اومؤسسي څنگه کولاي شي لدغومرستونه پرځاي استفاده وکړی ،که دا پيسې هم دتيرومرستوپه شکل حيف وميل شي ،پدې پوره باور لرم چي نور به نړيوال حاضر نشي له افغانستان سره مرسته وکړی .
په لومړي سرکي امنيت شورادسوله ساتوځواکونو دماموريت موده يوکال وټاکل شوه ،دسوله ساتي پوځ په چوکاټ کي دانگليستان تر رهبری لاندي نږدې ((۴۰۰۰)) سربازانو له (۱۸) هيوادوڅخه گډون درلود. مگر اوس دشپږوکالوپه تېرېدوسره دورستۍ احصائې له مخي(( ۳۷)) دهيوادودسربازانوشمير (( ۴۳))زروته رسېږي ،ټول ټال همدا اوس په افغانستان کي دافغانستان ددفاع وزارت دويانددرپوټ له مخي (( ۱۱۹))زره کورني اوبهرني پوځی ځواکونه په مډرنو وسلوبار په جنگ کي برخه لري . مگر دهيوادپر زياته برخه تر اوسه مرکزي حکومت واک نلري ،هغه دچا خبره دارگ چارچاپير امنيت نشته نورخو پرېږده .

دتيروڅومياشتوراپدي خوا هغۀ چې ځانونه دملت استازي بولي دځان ساتني لپاره له حکومت نه د امنيتي ساتونکو غوښتنه کوي چې ددوى په وينا حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي . همداڅو ورځې وړاندي يوسناتور ويلې وه که دولت دوکيلانوامنيت ونه ساتي هغوي به دپارلمان غونډوته رانشي . دازادی راډيود۲۰۰۷دمۍ پنځمه

دافغانستان دپارلمان په هکله دملگروملتودسازمان دسرمنشي دسولي ساتلوپه چاروکي مرستيال جان مارى گوهينو(Jean Marie Guehenno ) وويلي وه : دافغانستان پارلمان هغه ارزوگاني ترسره نه کړاي شوي کوم چي دهغه ترجوړيدودمخه نړيوالی ټولني درلودې .۱۳۵۵دحوت ۲۱
په رښتيا هم داهغه پارلمان شوچې زيات شمير وکيلان ياپه بهر کې چکری وهې اويادکابل په ښارکې په خپلو شخصی کارومصروف وي اوپه غونډه کې برخه نه اخلې دشرم خبره ده چې پارلمان نشي کولاي خپل دوهم مرستيال وټاکي . .دبې بي سي دخبر له مخي دمۍ دمياشتي په لومړۍ هفته کې دپارلمان په غونډه کې پردغه مسلې نيوکه وشوه ،اودهغو وکيلانولپاره چې ددوي په ويناپه مياشتودپارلمان په غونډو کې ناسوب وي دتنخوادنه ورکولواوپه مطبوعاتوکې دهغوي دنامه داعلان ترکچی جزاورکړی . طبعې ده لکه څنگه چې روڼ اندودپارلمان دجوړيدوسره فکر کاوه هغسي يوپارلمان شو.اوس خوداپارلمان دشمالي ټلوالی دپټودسيسودپلی کيدوبهترينه وسيله ده .له داسي پارلمان نه دافغان ولس دگټوساتلوغوښتنه خوب اوخيال دی .
په حقيقت کښی دغو ناخوالوچې دهغوي په راوستلوکي دهمدې جبهې بنسټ ايښودونکی هم لويه ونډه لري دبلې خوادښاغلی کرزی ضعيف اوناسنجول شوي سياست ،دملي گټوخلاف بې ځايه مصلحتونو دا امکانات برابرکړه چې اوس يوځل ازمويل شوی اودقدرت تږی بياغواړي دولتي واک ترلاسه اوبهرنيان پدې نامه وغولوي چې گوياددوي شاته ولس ولاړدی .
بهرني عوامل اوله بهرسره اړېکی :
زماپه عقيده د۲۰۰۴م کال راپدې خودساړه جنگ شمال دنړی په گوټ گوټ کې درختوبلگونه په ښورېدو راوستل ،روسيه اوس هغه څوکاله پخوا روسيه نده ،دنفتواوگازوپراخ اروپايي بازاردوسلوپلورل روسيه پرپښو ودرول ، له يوې خوادروسې اقتصادي پرمختگ اوله بلې خواپه نړی واله کچه دبوش داداري سياسي اوپوځی تيروتني ،تونداوغيرعملي سياست اوخبری ،په نړيواله کچه يوي اوبلې خواته لاس اچونه ،په عراق اوافغانستان کې درواني جگړې اقتصادی اوپوځی فشار،په افغانستان کې ددوي په خبره دتروريزم اوالقاعدي دسازمان سره په مبارزې اودټيکاو (امنيت) دراوستلوپه پروسه کي پاتي والی ،دامريکاپه مقابل کښي داسلامي هيوادوگوت نيونه اوبلاخره دشانگهاي دتړون جوړيدنه روسې ته دامکانات پلاس ورکړه چې دامريکااواروپاپه مقابل کښی دخپلوسياسي اواقتصادي گټوددفاع ږغ پورته کړی ،يوځل بيا داياهغه سيمه دخپلوگټواوسياسي نفوذدسيموپه نامه ونوموی . دټولونړيوالوفشاروسره دوي دايران داټومی پلان اوپروگرام څخه ملاتړاودفاع کوي،دنړيوال امينت په نړيوال کنفرانس کې چي ددروان کال دفبروري په ((۱۰)) دمونشن په ښارکې جوړشوددروسي دولسمشر ولاد مير پوتين داډول تونده وينادهغه لومړنی ويناوه ،پوتين تلاښ وکړ نړيوالوته څرگنده کړی چي امريکاترخپلې کمبلي پښي اوږدې غځوي اودادروسې لپاره دمنلو وړنده .پدې ورستيوکې زيات داسي مثالونه شته چي په نړيواله کچه دروسي په سياست کي دلوي تغير اونوی سياست دمطرح کولوبېلگې دي . دوي دافغانستان په هکله هم په خپل سياست کې تغير راوست خودلته يوڅه په احتياط ځکه قدمونه ږدې ،ځکه دشوروي پوځونودتېری په مقابل کې دافغان ولس حساسيتونه اوله افغاني روڼ اندونظرونوته جدي پاملرنه کوي . په رښتياسره په غوڅ اکثريت افغان روښنفکرانوکښي ددوي پخوانی کړنې دقبول اومنلووړندی اونه هم پدوي څوک اعتبارکولاي شي ،ځکه دوي ته ترهرډول انساني ارزښتونوخپلې گټی مطرح دي .
داپريل په لسمه روسې چارواکواعلان وکړچې په افغانستان کې دحالاتوپه مقابل کښي بې تفاوته نده .
داپريل په لسمه د((نووستی )) خبري اژانس دروسې دسياسي کارپوهانوپه گډون گردۍ ميزجوړکړ دولسمشر همکار (دستيار) سرگی پریخودکا وويل : دافغانستان دمسلې داساسي حل لپاره گټورکاردنوی حکومت جوړول دي .هغه علاوه کړه ((په افغانستان کي اوضاع ساده نده ،موږپه هغه کې لويه مسله وينو تر څوپه افغانستان کي داسي يوحاکميت راسی چې دژوندکولوگټورقابليت ولري ، دخلکوغوښتنوته ځواب ويل تنظيم اودملي پخلايني لار تامين کړاي شي )) .
سرگی پریخودکا څرگنده کړه ،روسيه په افغانستان کې دحالاتوپه مقابل کښي بې تفاوته نده ،ځکه مستقيمأ زموږپه دولتي گټوپوري ارتبات پيداکوی . دغه خبري دجوړې شوی جبهي څخه دروسېې دبيله قيداوشرط نه دملاتړبيلگه ده ،دجمهوررئيس دستيار څرگندوايي چې په افغانستان کې گټورکارنوی حکومت جوړول دی اوبياوايي هلته داسي تغيرات راروان دي چې ملي پخلاينې اودخلکودغوښتنولارتامينوی . داويناوي پخپله دجبهي دجوړيدولپاره دبهرنيودهڅونوبېلگې دي .
ددجيوپوليتيکي تحقيقاتوداکاډمی دمرستيال لیونید ایواشیوف په عقيده ،دطالبانودورځنيوحملوزياتوالی امريکاته داامکان پلاس ورکوي چي دايران په مقابل کښي دامريکادمخکنيو(پيش قدمه )پوځی فعاليتولامل گرځی .
مگرایواشیوف يوبل سياسي کارپوه بل ډول نظر لري هغه څرگنده کړه چې ((افغانستان داسي يوه غوټه ده چي دايران پرخلاف دامريکا دحملې دتلاښونومخه نيسي . که چيري دايران پرخلاف دحملې پرېکړه کړي واي ،په څرگنده ويلاي شم چي په هغو صورت کښي به يې دتلفاتوشميرپه عراق اوافغانستان کې هم ډيرشوی واي )) .ایواشیوف پدې عقيده دی چي ناټواوامريکانشي کولاي په افغانستان کې ثبات راولي ،زه باورنلرم چې دامريکاتر رهبری لاندي نړيوال پوځی ځواکونه دي په افغانستان کي امنيت ټينگ کړلاي شي . دسولی دخبرو دپيل په هکله هغه وايي : دخبرودميزپر سربايد طالبان ،شمالی ټلواله اوحامدکرزی راټول شي . روسان دخپل اوسنی سياست له مخي يوازي دغويادشووډلواوکسانوته دافغانستان دبرخليک دټاکلوپه خبرو کي ونډه ورکوي ،دليل یې دادي چي دوي غواړي په هرشکل چي وي شمالي ټلواله بايد دخبرويواړخ وي ،پداسي حال کي چي په افغانستان کي نورتنظيمونه اوتر ۸۰ډيرسياسي گوندونه چې همدا اوس عملأ رسمي فعاليت کوي هغوي ته په خبروکې له حق ورکولونه ډډه کوي .دستراتيژيکي څېړنواوارزونی دانستيتوت مدير سرگی اوزنو بیشیف بياپدې عقيده دی چي دافغانستان دسياسي ډلوپه خبروکښي بايد ناټواوروسيه ته بلنه ورکړه شي. څرنگه چي ناټوپه افغانستان کي پرحالاتو اثر ښندي پس ددې سازمان گډون هم لکه دروسې داستازوچې دافغانستان دنږدې گانډی دی په خبروکې ضرورگڼل کيږي . ډيره جالبه دوي مورته ترهاچاځان نږدې او زموږ دوستان بولي ،ددې لپاره چې زموږنږدي گاونډي وشميرل شي دامعنالري چي تر اوسه لادمرکزي اسياپخواني جمهوريتونه دشوروي نظام په څيردمسکوتر تاثير لاندي پاته دی . په همدې موخه يې ممکن پدې ورستيو کښي ديوه خپاره شوي خبرله مخي روسې خپل عسکر دوباره ترکمنستان ته ولږل اوهلته به دزياتي مودي لپاره پاته شي دغه عسکربه دترکمنستان اوايرانپرسرحدته نږدې ځاي پرځاي شي . دويچه وله ۸ مۍ
سرگی مارکوف دسياسي تحقيقاتودانستيتوت رئیس دنړيوال پوځی قواوشتون په افغانستان کې پر حق بولي اړين بولي اوعلاوه کوي چې دايتلافي قواوتاکتيک بايدبهتر سي ،دهغه په عقيده په اوسنيوشرايطو کښي په افغانستان کې ځواکمن ښخصيت کفايت نه کوي ،دافغانستان لپاره په چيچنيا کښي دټيکاودراوستلودپاره دروسې تجربه مؤثره تمامېداي شي . مارکوف وويل ،چي ((زه فکرکوم چې امريکاهلته خپل احمدقادروف نلري)) د۲۰۰۷کال داپريل ۱۲.نووستي
په روسيه کې دشوروي نظام ترړنگېدووروسته دگډي دفاع ترنامه لاندي يوپوځی قراردادلاسليک شو،ددغه گډي دفاع سازمان چې دم گړی يې ارمنستان ، بیلوروس ، قزاقستان ، قرغزستان ، روسیه ، تاجکستان اوازبکستان غړيتوب لري په نوبتی غونده کې هم اعلان وشوچي دوي غواړی دافغانستان له اردواوامنيتي ځواکونوسره مرسته وکړی . د« نیزاویسیمایا گازیتا » ورځپاڼي دمی په ۱۴ نيټه په يوخپورشوی خبرکښي راغلي ددې سازمان سرمنشي ((نیکولای باردیوژه )) له خولی ليکې چې روسيه پدي برخه کي دمرستو لاري چارلټوي اوددوي پافشاری پردي ده چي وسله وال پوځ غښتلی شي . هغه دي خبري ته هم ايشاره کړې چې دافغانستان په غوښتنوکې چې له روسيې نه يې دمرستوپه هکله کړې ۸۰ په سلوکې دپوځ دسمبالتياپه برخه کي ده .که څه هم ددې مرستوپه هکله مختلف نظرونه شته خوجنرال زولتاریوف په عین حال کي پدي معتقد دي چي له کابل سره مرسته په هرحال ضروري ده ،داکاردگډي دفاعدسازمان په گټه اوپه چانگړې توگه دروسيې دگټوسره مطابقت لري .
خو« نیزاویسیمایا گازیتا » ورځپاڼه ديوې بلې مسلې په هکله چې هغه له شمالي ټلوالي سره دروسيې مرسته اواړېکي دي ليکي چې ددوي دمعلوماتوله مخې روسيې د۲۰۰۱ کال دپيل نه دتروريزمپرخلاف مبارزي په خاطردشمالي ټلوالي(شمالی ايتلاف)) سره د۲۰۰ ميلينوډالروپه اندازه مرستي کړي دي .
په افغانستان کي دملي جبهې دجوړيدوپه اړه يوروسي ليکوال الکساندر اومنوف په خپله يوه اوږده مقاله کې چې تر ديره حده داستادرباني صفت ته وقف شوی په زياته خوښی سره ليکی : په افغانستان کې دورستيو سياسي پېښوپه لړکي هغه چې دارزښت وړپېښه ده هغه دملي جبهې جوړيدل دی ،چې دجمعيت اسلامي درهبر برهان الدين رباني په مشری جوړه شوېده . 24.4.2007 افغانستان / رو
داهم تراوسه نده هيره شوې چي همدامشران باريس يلڅين اوولادمير پوتين ته دمرحوم نجيب الله دحاکميت په وخت کي ددې لپاره چي هغوي له دوي سره دولتي واک ته درسېدوپه خاطر مرسته وکړی مسکوته نه ولاړل ، اوهغوي سره يې ددوستۍ وعدې ونکړې؟
دطالبانودحاکميت په وخت کي داپه کانتينروپيسې له کومه ځايه اوچاته راتلې ؟ اوبلاخيرهمدغه کسانوچي نوروته دملامتی گوته نسي اووايي چي کرزی بهرنيانوراوستلی ،دوي کله اوله کومه ځايه نه کابل ته تشريف راوړ؟ اياله دوي سره يوځاي پاکستاني جنرالان اواستخباراتي ميجران کابل ته رانه غلل؟ ددوي سره په ارگ کې چايادگاري عکسونه اخيستل؟ اوچايواوبل ته مبارکی ورکولې ؟
دادوهم ځل استادرباني په هيوادکي له کوموسمڅوراووت ؟ اوکه دبهرنی پوځ تر سيوري لاندي يې له تاجکستان نه دکابل په لورارگ ته دننوتواودقدرت دترلاسه کولولپاره راودانگل ؟ داچاپه امريکا ،کاناډااو اروپاکي د قدرت ترلاسه کولولپاره دبهرنيواستخباراتوددفترونوپه دروازوکي شپې سباه کولې ؟
پدې هرڅوک خبراوپوهېږي چې څه تيرېدل اوڅه تيريږي . پرهغوچي ملي غرورولري اووطن ورته گران وي د۱۹۹۲کال دحميدگل په بدرگه اويا بابر ترملاتړ لاندي واک ته رسېدل اواوسني حالت چندان فرق نشته . دواړه دافغان ولس دتاريخي دښمنانوپه هڅونه اومستقيم ملاتړاوهغوي ته دچوپړپه پايله کي واک ته رسېدلي دي .
يوه بله اساسي خبره چي ولي يوشميربهرني هيوادونه ددغي جبهې دجوړونکوسره علاقه لري هغه داده چې دغواشخاصو په تيروکښي له پخواني شوروي ،ايران اوچين سره علايق لرل دهغوي نه يې پټي اوښکاره پيسې اووسلې ترلاسه کولې اوس هم دغه هيوادونه دهندپه گډون په افغانستان سياسي ،اقتصادي اوفرهنگي گټي لري دغوموخوته دوي کولاي شي يوازي اويوازي دهمدغه جبه جوړونکوله لاري په اسانی سره ورسېږي . په کل کې داهغه سياسي وسله ده چي روسيه ،ايران ،چين اوهندوستان دامريکااواروپاپه مقابل کښي خپلې گټې پرې ساتلاي شي . تاجکستان ،ازبکستان اوترکمنستان هغه هيوادونه دي چې ايران اوروسيه يې لوبولاي شي ،دهغوي په وجود کې ايران مذهبي اوژبني ښکيلاي (ذرهنگی ښکيلاک )اوروسيه بياسياسي ،اقتصادي اوپوځي موخي لري .داهيوادونه دروسيې پرخلافله جنوب نه دهرډول تجاوزپه مقابل کښي ديوه ديوال په توگه کارول کيږي .
جبهه دولسي گټوپه خاطرکه دتنظيمي اوځاني گټولپاره ؟
په جبهه کې راټول شوی تنظيمونه اوډلي دخپل موجوديت په تاريخ کښي دافغان ولس لپاره کارندی کړی .ددې لپاره چې مسله اوږده نشي ددوي تيروکړنواوفعاليتونوتاريخ ته يوځغلنده نظر اچول ددوي په هکله ټولوراپيداسووسوالونواواميدونوته جواب وايي .
اوس داخبره ترلمر روښانه څرگنده شوی چې دجبهې اصلي جوړونکی اومحوري نقطه دشمال ایتلاف ياشمالی ټلواله ده هغوي دولتي واک ته درسېدولپاره يوشميرډلي ټپلي دوسيلې اويوشميرکسان دنامه لپاره له ځان سره يوځاي کړي اوغواړي دهغوي په موجوديت کښي څرگنده کړي چې دايوملي جوړښت دی چې دمختلفونظريو،عقايدو،مذهبو،ژبو،قومونواوسيمواستازي پکښی راټول شوي دي . کنه نوددولتي مقام سره داستادرباني مينه اوعلاقه ټولوته معلومه ده ،داچې دوي پدغوشرايطوکښي چې د۳۷ هيوادودپوځ اوسياسي شتون په موجوديت کې يواوبل نشي زغملاي ،شپه او ورځ يودبل پرخلاف پرابلمونو پيداکېدو اخته دی څنگه کېداي شي واليان انتخابی وټاکل شي .داکوم عقل اوکوم منطق منی چې افغان ولس په خپلواکه توگه کولاي شي خپله اراده د دغه يا هغه شخص اوډلې پر خلاف څرگنده کړی ؟ پدې دوي هم ښه پوهېږي اوداغواړي چې افغانان يې يوځل بيا پلاس کښېوزي،او هرڅه چې غواړي سرته ورسوی،ځکه يې ددموکراتيک شعارنه خپلوموخوته درسېدولپاره استفاده وکړه .بلې داښه خبره ده چې ټول مقامونه انتخابي وي ،خوددي لپاره عيني اوذهني شرايط اماده کول پکاردی ،چي له بده مرغه تر ډيره وخته به دخلکودا ارمان پوره نشي ،اوکه واليان په اوسنيوشرايطو کې انتخابي شول يوخوبه په هرولایت کې دوينو ويالې وبهېږي اوبل به په ټول افغانستان کې په تنظيموپوري تړي کسان واليان وی ،نوم به يې هم انتخابي والي وي . هغه وخت به له دې هيوادنه دپرديولخواحوارشوې همداشکېدلې ددموکراسی کمبله ټوله شي .اوس هرڅه چي دتنظيموخوښ نه وي پرهغوتحريم دي داکه والي وزير،صدراعظم اوجمهوررئيس ددوي لخوا وټاکل شي پردې ملک به دناورين توره کمبله وغوړېږي .
همدا اوس چي هرڅه پرخپل ځاي دي له بهرنيانوغواړي چې دوي ته په دولت کې ترهرچازياته ونډه ورکړي اوددوي خبره ومنل شي .دشپېگل له اونېزي سره رباني وايي حامدکرزی ځکه دخلکودملاتړوړندی چي پردوراوستلی دی،مگرخپل اړېکي بياپه ديپلوماتيکه ژبه بيانوي وايي زه دډيروسفارتخانوسره ارتباط لرم . خوبل ځاي بياهمداپردوته وايي چې افغانان ماغواړی .داچي استادرباني څوک افغانان بولی اوکوم افغانان هغه غواړي موږ پري پوه نشوو. دوستم هم بهرنيانوته وړانديز کوی وايي ماته واک راکړی زه به په شپږو مياشتوکي په افغانستان کې تغيرات راولم ،خودانه وايي چې کوم ډول تغيرات ؟ يوځل چې مرحوم نجيب الله باورپروکړاوقدرت يي ورکړهغه خوئې ددارخولې ته برابرکړ ،فکر کيږي داځل دښاغلی کرزي واردی .خوحقيقت بل ډول دی دايوه سياسي معامله ده چي دجبهې هراړخ غواړي خپلي گټي پکښي ولټوی . دوي داتفاق اويووالي لپاره دکعبې نه نيولي په پاکستان اوافغانستان کې څوځله قسمونه خوړلی مگرپه عمل کې يې هغه هير کړي دي .په اسلام ابادکې ترقسمو او وعدووروسته جنرال حميد گل اوجنرال بابر دوي کابل ته راوستل ،خوهغوي لاتراسلام اباده نه ورسېدلی چې دکابل ښاريې دقدرت دويش پرسر په وينولژند کړ .پرغه تقسيم باندي دکابل(( ۶۰ ))زروبې گناه ښاريانوخپل ژوندلاسه ورکړ .
يوخبره رښتيا ده کله چې دوي اوياددوي دبهرنيوبادارانوگټې له خطرسره مخامخ کيږي په هغه وخت کښي په موقتی توگه يوځاي عمل کوی .وروسته له هغه چې هرچازيات امتياز واخيست هغه بل يې دښمن دی .
جالبه ده دجبهې طرفدارډله تل په ظاهرشاه دملت باباپه نامه رشخنداوملنډی وهي مشکله به وي چې مصطفی ظاهردي له دوي سره ترډيره پاته شي . داچې همدغودجبهې مؤسيسينودگلاب زوي اوجنرال علومي په گوندي فرکسيونوپسې هر ورځ کوم تورلاسونه موږی داخولاپرېږده ا وښاغلی علومي صاحب به څنگه دخپلوورڼوبېگناه شهادت هيرکړی ؟
همدا دليل دی چي زيات شمير څېړونکي اوليدونکی پدي باوردی چې دابارترمنزله نشي رسېداي .دااتفاق ډير ژرپه بې اتفاقيواويوبل په ادرس دبدوردوويلوبدلېږي .
زيات شمير دغه کسان چي په جبهه کې راټول شوی برملا يې له شوروي سره دوستانه اړيکې درلودې اوله پاکستان څخه يوڅه پرڅنگ شول .شمال ټلواله چې ددولت وبغل ته قرارلري دپورته ويل شودلايلواوزيات حق غوښتلو په خاطر له ښاغلی کرزی نه ليري اوپه ماهرانه توگه ددولت په مقابل کې رنگارنگ سبوتاژونه سازماندهي کوي . داپروسه هغه وخت ډيره غښتلې شوه چې دبشردحقوقودڅارسازمان ددوي دبشري حقونوپه تيري تورن وبلل اودمحاکمې غوښتنه يې وکړه ،که څه هم دوي دځان بخښني پارلماني منشورتصويب اوښاغلي کرزی ورسره توشيح کړ،مگرپرداټولوسربېره دملگو رملتودسازمان دسولي ساتني په چاروکې مرستيال اعلان وکړ چې هره پرېکړه بايد دامنيت دشورادپرېکړی په اساس وي اوهيڅوک حق نلري جنگي جنايتکاراودبشري حقونونه دتيري په تورتورن کسان وبخښی . اوشمالي ټلواله همدکرزی پدغه غيرعادلانه مرسته خوښ نشول اونه يې دهغه احسان ومانه ،په تبليغاتو کې تل وايي دزوردی چې کرزی دځان بخښنې پارلماني پرېکړه منظور کړه .
شمالي ټلواله ،اوشاهی کورنۍ له پاکستان سره ښه مناسبات نلري خوله روسې اوايران سره يې مناسبات دوستانه دي ،دابه هم ددې لامل گرځېدلی وي چې ظاهرشاه اودهغه کورنی پدې اميدچي په افغانستان کي يوځل بيادغه کورنی په دولتي واک کښي شريکه شي دوي دشمالي ټلوالی سره يوځاي کېدوته هڅولي وي . دوي دا اميد پنځه کاله پخوا دبن دکنفرانس تر ورستی شپې درلود،خوپه عمل کېداسي ونشوه ،ظاهرشاه ته يوتشريفاتي دبابالقب ورکړه شواوکورنۍ يې له هغوامتيازومحرومه شوه کوم چې دوي په خوب ليده،داسي ويل کيږي چي پوهاند داکتر سيرت هم کله چې ولېدل کومي لوبي روانې دي اودته پکښي ځاي نشته فرار يې پر قراربهتروباله اودوباره يې دامريکاپه لورلارخپله کړه اوتراوسه هلته اوسی .
اساسي مسله دادچې بهرنيانوشمالي ټلواله دجبهې جوړېدوته هڅول پداسي وخت کښي کيږي چې پسله څه کم دوکلونو دجمهوري رياست لپاره انتخابات کيږی دوي غواړي سر له اوسه دغه سيالی ته ځانونه چمتوکړی ، داسي يو کانديدو لري چي وکولاي شي دنړيوالواوهغوچي درايوصندوق ته خپله رايه اچوي پلوی ترلاسه کړی .
زموږ انتظار له امريکا اوبهرنۍ نړئ نه داوچي دوي بايد افغانستان ته په خپل راتگ سره دافغان ولس په مقابل کي خپلې پخوانی تيروتني اوجفاوي جبران کړی ،اوپه رښتياسره به ديودموکراتيک نظام ،اجتماعي عدالت ،ملي يووالي اوتل پاتي سولي دبنسټ ډبر ه کښېږدي ،دجنگسالارو،تنظيم سالارو،محل قواندانانواوهيروئينودپټواوښکاره سوداگرو کمبله له هيوادنه ټوله کړی اوداسي نور دموکراتيک اصلاحاتوپه راوستلوافغان زورېدلی اولس دتل لپاره خلاص کړي ،چي له بدمرغه دافغانانوداارزو اوغوښتنه په نا اميديوبدله ،خوښيوته دانتظار پرځاي دخپلونازولوومرگ اوزوروني انتظار باسي .
په اوس افغانستان په ډيرونازکواوپېچلوحالاتوکې قرار لري په هيوادکې ټوله سوله غوښتونکي ،دموکراسی پلوه مترقي ځواکونه اوملی شخصيتونه بايد پدي پوه وی چې اوسنی فرصتونه اوپلاس کي امکانات نه تنهاچې وساتل شي بلکه له هغونه دافغان ولس په گټه پراخه استفاده وشی .
ددغي جبهې جوړيدل نوروټولوهغوځواکونواوشخصيتولپاره دعبرت درس دی کوم چې همدا اوس ځانونه دولس خدمتگار بولي خوتيت اوپرک سرگردانه پرنامعلومه لارو راواندي .که رښتيا ووايواوحقيقت ته غاړه کښېږدوددغه ولس په وړاندي چې ((۹۰)) په سلوکښي دلوست اوليک له نعمته محروم پاته دی ترهرچازيات هغه ډير مسؤليت لري کوم چي کولاي شی داهيواد ديوه تعقل له مخې دلږکار اوقربانی په پايله کښي له دغه گرداب نه راوباسی . سبا ولس داحق لري چي موږ ترگرېوان ونيسي اوگيله وکړی حتاپوښتنه نه رانه وکړی چې ولې موموږ دبې سرنويشتی اودربدری په حالت کښي پرېښودلواودنوروپشان موزموږدزورېدنواوقربانيوننداره کول ؟ دې سوال ته به ځواب ويل دهرباسيواده اوهغه سړي لپاره چې وايي ولس اووطن راباندي گران دی ډير مشکل وي .
دامنم چې امريکا، اروپا ،روسيه ،هندوستان، پاکستان ،ايراني اخوندان ،چين اوعربی شيخان به خپلي گټي لټوی اويادخپلوگټوپه خاطر زموږاولس دسياليوپه اورکې سوځې . داهم بايد ومنوچي ولې موږ خپلي ملي گټي اوزورېدلی ولس په خپل لاس دهغوي دگټواوغوښتنوقرباني کړو.دې سوال ته چې چاره اودحل لاره ئې څه ده بايد همداروښنفکران ،سياسي ډلې اوفرهنگی ټولنی چې ځانونه وطنپرستان اوپه هرڅه پوه بولی معقول ځواب ووايي .
پاي