احمد ضياء مسعود د ګل اغا شېرزي خبرې رد کړې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فضل هادي فضليار

نړۍ اونيزه / ننګر

د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال او د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود ورور احمدضياء مسعود د ګل اغا شېرزي هغه خبرې رد کړې چې د شنبې په ورځ يې په ننګرهار کې د ولسمشرۍ له نوماندۍ څخه د تېرېدا په اړه يوې وربللې غونډه کې د خپلو مرستيالانو په اړه خبريالانو ته اورولې وې.
ښاغلي شېرزي ويلي و چې څو شپې وړاندې يې په کابل کې له احمدضياء مسعود او سيد حسين انوري سره له يوې غونډې وروسته د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره مسعود د خپل لومړي او انوري د دوهم مرستيال په توګه ټاکلي وو.
د احمدضياء مسعود يوه وياند د ښاغلي شېرزي له څرګندونو وروسته وويل چې ښاغلي مسعود له ښاغلي شېرزي سره ليدلي و خو د مرستيالۍ لپاره يې هوکړه ورسره نه وه کړې.
د ننگرهار والي گل اغا شېرزی چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي يو سخت رقيب گڼل کېده، د شنبې په ورځ ټاکنو ته له ځان کانديدولو څخه په ناڅاپي ډول تېر شو.
ښاغلي شېرزي خبريالانو ته وويل چې له ولسمشر کرزي سره يې له يوې ځانګړې ليدنې وروسته پرېکړه کړې چې له خپلې کانديدۍ تېر شي.
گل آغا شيرزي همدارنگه د ننگرهار له ولايت نه هم خپله استعفی اعلان کړې وه خو د هغه استعفی د ولسمشر لخوا رد شوه.
شېرزي ويلي و چې ولسمشرۍ ته د نه ودرېدو پرېکړه يې د ولسمشر کرزي لپاره کړې او له خپلو ټاکل شويو مرستيالانو څخه يې بښنه غوښتې وه.
ګل اغا شېرزی د ننګرهار له ولايت وړاندې د کرزي د کابينې يو مهم غړی و، چې تر هغه وړاندې يې د کندهار د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.