درباري لټان د اولس په تاوان دي...

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ح-ګهيځ

نړۍ اونيزه

درباري لټان به نور هم ډېر زيات وي، خو دا تر اوسه چا معلومه نه کړه، چې دا ځينې زاړه (له کاره لوېدلي) خلک او دوى ته نېږدې نور ورونه به دننه په دربار کې کومې چارې مخته وړي؟؟
يوه ورځ مې د دربار دننه يو مشهورملک د مخابراتو په څلور لارې کې وليد، چې د يوه هوټل خاوند سره يې د هوټل په مخکې په راځړېدلي (پسه) دعوه وه، د هوټل خاوند ويل (پسه) دى، مګر ملک ټينګار کاوه چې د وريتې بوى د (مېږې) و.
ملک ډوډۍ خوړلې وه، د (پسه) او (مېږې) له دعوې يې داسې برېښېده چې پيسو ورکولو ته يې زړه نه و، ځکه ملکانو خو د پسونو وريتې غوښې تل وړيا خوړلي او لکه ملک ته چې د ملکۍ د هغه دود ماتول ښه خبره نه ښکارېده.
د (پسه) او مېږې د دعوې پر وخت د ملک ترڅنګ يوه بوډۍ سوالګره هم ولاړه وه، ملک ته به نه ښکارېده او نه به يې ملک خبرې اورېدې، ځکه ملک دومره غوښه خوړلې وه چې سترګې پرې پټې وې، خو ساتونکو يې هغه سوالګره په کشولو کشولو د ملک له څنګه لېرې کوله.
د پورته ورور په څېر نور ډېر شته چې په دربار کې پاموړ کار نه لري، کله کله د والي صيب پر ځاى کومې غونډې ته لاړ شي او...
پوښتنه دا ده، چې ولې دولتي چارواکي دا لوې اولس تېرباسي؟ که په دغه ورونو دا وطن ابادېداى، نو اوس خو به ترې جاپان جوړ واى، کومه دى، د دې يارانو دغوږونو ويښته يې سپين کړل او وطن لا هماغسې تالا ترغئ دى!!
د درباري لټانو پيدايښت:
د ځمکې پر مخ چې کله د ژوند لوبه شروع شوې او کله چې د انسانانو ترمنځ د واک او مشرۍ اړتيا ليدل شوې، نو ورسره سم دربار او درباري لټان زېږيدلي ، له همغه وخته راوروسته د هر بادشاه او ټولواک دربار د وخت لټانو ته په زړه پورې دمه ځاى ګرځېدلى ...
داچې ولې ځينې خلک د لږ امتياز له امله خپل انساني غرور د بل انسان تر پښو لاندې کوي؟ نو موږ به يې په اړه دومره ووايو چې دواړه خواوې دې روزګار ته اړې دي.
د درباري لټانو او خدمتګارو کچه وروسته وروسته په انساني ټولنه كې دومره لوړه شوه چې د سيمه اييزو پيرانو او سيدانو تر درباره يې هم پښې وكړې چې په اړه يې هغه پخوانۍ پخه خبره اوس هم د خلكو ترمنځ ژوندى او منلې ده چې وايي: له ځانه دې د محمود باچا لټ جوړ كړى دى.
اوسني دولتي لټان همغو پخوانيو ته ورته دي، د محمود باچا په اړه ويل كېږي چې كله پرې لټان راګڼ شول، نو يو ملګري يې مشوره وركړه چې راشه اصلي لټان پكې په نښه كړه، مطلب داچې چاپېره ترې اور بل كړه او بيا ګوره، نو كه چا تېښته وكړه هغه به ځي او كه څوك پاتې شول، نو اصلي لټان يې وګڼه...
اور بل شو او ورو ورو د لټانو پر لورې راغى، ټول و ترېده، دوه پاتې شول، يوه بل ته ويل چې اور راغى سوځو!!
هغه بل ورته ويلي و: (( ته يې لږ ساړه خوره، مخه به يې رانه واوړي...))
خبره اوږده شوه كه بېرته خپلو درباري لټانو ته راشو، نو د دې لټانو دنده او كار له همغه وخته معلوم و، دوى تل د زور واكو او پيرانو په دربارونو كې د خلكو پښې زور كړي او د هغوى د مېلمنو پالنه يې كړې ده، په شاهي دربارونو كې به پخوا د دې ډلې خلكو لپاره ځانګړى لباس موجود و چې په ډېرو ځانګړو مراسمو كې به يې كاراوه، خو د هغه وخت د لټانو يوه ښه ځانګړنه دا وه چې خپل كار يې پېژندلى و او په نورو چارو كې به يې لاس نه درلوده.
د اوسنيو درباري لټانو ځنې د وېرې او اندېښنې ځاى همدا ټكى دى چې په خپلو دندو سربېره يې په نورو چارو كې هم د لاندې باندې كولو لاس پيدا كړى، ددې خبرې يوه رڼه بېلګه دا ده چې دولتي لټان په ځينو كارونو كې چارواكو ته مشورې وركوي او دا خو ښكاره ده چې د يوه لټ او بېكاره انسان مشوره به څومره د اولس په ګټه تمامه شي؟ يا دا چې د دولتي لټانو په سوليدلو او مښلو مشورو به دا اوسني چارواکي د اولس په زړونو کې ځاى ومومي؟؟