افغان کډوال اوس دهرچادملنډوشوه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی : حبيب اله غمخور



دډله ايزو رسنيودخبر له مخې په ايران کښي ايراني چارواکولخواپه اصطلاح دناقانونه کډوالو لپاره دايران څخه بيله کومې بهانې دوتلووروستی ورځ دثوردمياشتي لومړۍ نېټه ټاکل شوي وه .ايراني چارواکي وايي دوي ددې ورځي پر ټاکلواوله ايران څخه دافغاني ناقانونه کډوالودوتلوپه هکله دافغانستان له دولتي اړونده چارواکواودمهاجرينوپه چاروکې دملگروملتودسازمان دادادرې UNHCR سره مشوره کړې اودهغوي هوکې يې ترلاسه کړې ده .
ډيره جالبه خبره ده !
څنگه اودکومومنطقوله مخې کيداي شوه دوي هوکې ويلې وي ؟
زه پدې هکله دايراني چارواکوسره دعوه نلرم اونه هم ددوي پردغه خبره کومه نيوکه لرم ،ممکن دوې له دنيااودبل له غم اوستونزوناخبرورښتياهم داکارکړي وي ،خو اساسي خبره بله ده!
که دمهاجرت دپروسي دپيل تاريخ ته وگورومهاجرت لپاره دوه ډوله اساسي دليلونه يالاملونه په نړی کښي دبحث وړدی:
اول : په پخوازمانوکښي بياتر ننه پوري يوشمير خلکوداقتصادي مشکلاتو له امله له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډه کېدل ،ددغواوسيدودځايوترمنځ واټن کله لنډ اوکله بيا ډير اوږدوو،يعني له يوه هيوادنه بل هيواداوله يوې وچې نه بلې وچي ته .
دوهم : دجگړوله امله خلک مجبور شوی چي آمن ځايو ته پناه يوسې ،همدلته دجگړوله امله دمجبورشوو سره دسياسي مهاجرتونويادهغوچې ژوند ېې دخطر سره مخامخ وي پروسه هم يوځاي شوې ده . يعنې جنگی تاختيان اوسياسي پناه غوښتونکی .
زه دموضوع دلنډ والي په خاطرپردغه مسله بحث نه کوم .سمدلاسه راځم اساسي مسلې ته :
ترکومه ځايه چې زماپه ياد دی له افغانستان څخه ايران ،ډوبۍ ،قطر،سعودي عربستان اوډيروکمو اروپايي هيوادواو آن امريکاته دافغانانوکډه کېدل يوازي اقتصادي ستونزه وه . پدي لړکې دافغانستان دمرکزي سيمو (هزارهجات )نه هزاره ورونه ايران ته او له جنوبي ولاياتوڅخه ځوانان ډوبۍ اوعربې ملکوته تلل، تر اوسه وايي که غواړې واده وکړې نوقطرته ولاژړشه .(چې دواده پيسې پيداکړې) . دټولوپياد دی چيپه ۱۳۵۱نه تر ۱۳۶۵لمريزکال پوري دافغانستان له لاري بې شميره هنديانو اوبنگله دېشيانوايران ته مخه کړه ،ممکن هغوي به بلې خواته دتگ پلان درلود،مگر افغانانو په ايران اونوروملکوکښي غريبي کول کله چې به يې پيسې پيداکړې اودوباره وطن ته راستنېدل .
داټول ايران ته غيرقانوني تلل اوهلته غيرقانونې اوسېدل ،مگر هيچاڅه نه ورته ويل ،کله چې په افغانستان کې سياسي اوښتونه پيل شوه سياسي نظامونه يوپه بل پسې بدلېدل ايراني چارواکودغوافغانانوته چي بېله کوم پاسپورټ نه هلته تلل او اوسېدل هيڅ نه ويل ؛ حتا دااصطلاح يې نه استعمالول چي دوي ناقانونه اوسېد ونکي دي ،سربېره پرهغه، هغه وخت يې دهغوخلکودخبروپه شهادت چي له ايران نه راغلي دافغانانوډير عزت کاوه . طبعې ده هغه وخت يې پدې کښي خپلې سياسي اواقتصادي گټې لېدلې . اوس يي په مخالف اړخکې ويني .
کله چې افغانستان دامريکا اوشوروی دزورازموينوسياسي اوپوځې پليگون واوپه ايران کښي همدغو ايراني اخوندانوواک درلود،په ظاهره يې دامريکااوشوروي پر خلاف شعارونه ورکول ،خودپردې شاته يې دپردوممکن دهمدې امريکايي چارواکويابل کوم اروپايي هيوادپه اشاره اوخپلونارواموخوته درسيدولپاره ئې د افغانانو پرمخ داسلامي اخوت ترنامه لاندي غيږخلاصه کړې وه ،هغوته ېې کمپونه جوړکړه ،دکارامکانات يې ورته برابرول ،خوهغه وخت يې هم داوس پشان دماشو مانو روزنې ته چندان پاملرنه نه کول ، اوداکار يې دسياسي اوپوځي موخوپر اساس کاوه ، افغانان يې خپل دينې اومذهبې ورڼوبلل دهغوي په خاطر يې دروغجنې اوښکې تويولې . داچې دوي داکارونه ولې کول داسياسي لوي بحث دی په نږدې راتلونکې کښې يې ترلنډي څېړنې لاندي نيسم .
همدا اسمان اوهمدامځکه ده هيڅ کوم تغير ندي راغلۍ څه پېښه شول چې دا(( ۳۵ ))کاله افغانان په ايران کې قانونې اوسېدل ،اوس يودم بايد دوي له ايران څخه هرڅومره ژرچې کيږي ووزې ؟ اوددوي اوسېدل ناقانونه شول؟
بلې ! پدې هرڅوک پوهېږي چې پخوايې دپردې شاته دشوروې رژيم خلاف له امريکاسره مرسته کول اوس دامريکا خلاف دروسي اوشانگهاي تړون له غړوهيوادوسره مرسته کوې . اساسي مسلۀ خو داده چي اوس ايران غواړي له يوې خواپر امريکااواروپايي هيوادودهغوي دهغه سياسي فشاروجواب ووايي کوم چې دايران داټومې انرژی اواټومي وسلې دجوړيدوپرسر ې تحملوي ،اوله بلې خواغواړي دافغانانودوينواوسر په قيمت امريکااودهغه پلويان له افغانستان نه ناکامه وتلوته مجبورکړی . ددې کار لپاره علاوه پردي چي په مختلفو بڼودافغانستان داوسني حاکميت له مخالفينوسره دپيسو اووسلومرسته کوي تردي نامه لاندي چي دوي ته په ايران کې دافغانانو اوسېدل يوسردردی ده بايد خپل هيوادته ستانه شي فشار راوړی ، ځکه ايراني چارواکي پدې ښه پوهېږي چې متاسفانه دبهرنيولخواجوړې شوې ادارې مشرانو ونشوه کولاي لکه څنگه چي اړتيااودخلکوغوښتنه وه سالمه اداره ر منځته اوله بهرنه دکډوالودراستنېدوامکانات برابر کړی .
اساسي پوښتنه دايراني چارواکونه داده :
ښاغلو!
تاسوخوځانونه مسلمانان اودمسلمانانوپلويان بولۍ ؟داوواياست چې ستاسوپه هيوادکښي ميشت افغانان مسلمانان دي اوکنه ؟
که مسلمانان وي نوبياتاسوپدي نه پوهېږی چي دا دوه ميليونه بېچاره اوبې کوره خلک چي دا((۳۵)) کاله په ايران کې اوسېدل ؟ اوتراوسه يي همدا ستاسو،پاکستان اويوشميرنوروهيوادوپه اقتصادي اوپوځی مرستوپه وطن کښي داورلمبې هرڅه تالاکړه، دهغو لپاره چي په هيوادکښي اوسي اوياله بهره دوباره وطن ته پدې اميد چې گوندې (ممکن) دايران اوپاکستان تر تحقير اميزه شرايطوهلته په وطن کښي دژوند کولو امکا نات موجودوي . دوي هغه وخت هم پدې اميد چې هلته به دلکسوبلډنگونودروازي ددوي پر مخ پرانستي وي افغانستان ته نه وه تللي ،ستاسوانسان دښمنوحرکتونومجبورکړي وه . له بدمرغه د۳۶ هيوادودترغاښوپه مډرنه وسله سمبال پوځ اودوې دباور ادارې ونشوه کولاي په افغانستان کې سوله تامين کړی اودافغانانولپاره په خپل ټاټوبې کې داوسېدوامکانات برابر کړی .
تاسوپدي هم ښه خبر ياست هغه چې تاسوتيرکال په زورله خپله هيوادنه وشړل ۷۰ په سلوکښي يې دوباره مجبور شول چي ايران ته راشي اويانوروملکوته ولاړشي . دکابل دپاسپورټ مديردبي بي سي خبرنگارته وايي چي (( د ورځې شاوخوا ٤٠٠ کسان د نويو پاسپورتونو د اخيستو او يا د مودې د تمديدلو لپاره دغه رياست ته راځي . ځنگه چې تاسو پوهيږې د افغانستان خلک هومره توان نلري چې د سياحت پاسپورت واخلي او د چکر لپاره له هيواده بهر ولاړ شي. هغه کډوال چې له ايران او پاکستان څخه افغانستان راغلي مځکې ، کور ونه او داسې نور شيان نلري. نوکه چيرې تيره ورځ يې په ناقونه توگه په هغه هيواد کې ژوند کاوه اوس د پاسپورت په اخيستو غواړي په قانوني تو گه د کار لپاره هلته ولاړ شي .)) دليل يې بيا هم مجبوريتونه اواړتياوه ،کنه ددوي په مقابل کښي ستاسو دپو ځيانو اوپوليسوظلمونه دهغوي نه وه هير شوی اولاتر اوسه يې پر بدن ستاسو دشلاخوعلامې پاته دی .
تاسودکوم دليل له مخي ويلاي شي چې داټول قانوني ايران ته راغلل . موږنه پوهېږوچي تاسوقانوني سفرته ولې دمهاجرت نوم ورکوی ؟ دا اصطلاح موله کومه کړل ؟ همدا اوس چې يوشميروته تاسوقانوني اوسېدونکي اوکارکونکی واياست ايادافغانستان دولت ديوه چانگړې پروتوکول پر بنيادس تاسوهيوادته دکارلپاره درلېږلي دي؟ داسي خونه ده .يوپښتومتل دی وايي( (پدې هرڅوک پوهېږي چې غواتوره اوشېدې سپيني دي))
موږ اوټوله نړی پدې هم خبره اوپوهېږي چي کله تاسو افغانانوته اړتياولری هغوي ستاسوورونه شې ،کله چې مو ستونزه حل شوه اوياخپل کرغېړن هدف ته درسېدلاست بياسمدلاسه په ايران کې دافغانانودناقانونه اوسېدومسله راپورته کوی. دلته هم دوي په يوتير دوه نښانه ولۍ،هغه دادي :
اول :ددغه فشارڅخه په استفادي سره دافغانانوله مجبوريت نهناوړه استفاده کوی اوهغوي استخباراتي کارو اوافغانستان ته دپټولارودوسلودلېږددوسيلې په توگه کا ځني ر اخلئ اويايي په نوروهغوچاروباندي گماری کوم چې ستاسواستخباراتي شبکې اوپوځی سازمانونه يې غواړي .
دوهم : هغه چې دغوکاروته اماده ندي اوياستاسوپه درد نه خورې مجبوره وۍ يې چې وطن پرېږدي هغه څوغيرانه چې يې پيداکړي تاسويې دجرمانې په نامه ځينې اخلۍ .
دغه دثورپه دريمه چې تاسوپنځه سوه کورنې چې دزياتوکورنيويويادوه غړي تراوسه هلته په ايران کي لادرکه پاته دي دنيمروز ولايت په دښتوکې په نيمه شپه خوشي کړه، دغه ته تاسواسلامي ورورگلوی اودافغانانوسره دوستي واياست ؟
داکوم اسلاميت اوانسانيت ؤ؟
داکومه بشردوستي ده؟
اوکه دادانسان مقام ته درناوۍ بولۍ؟
اياداکډوال دخداي بنده گان ندي ؟
اياپدي کارسره تاسودافغانانوسپکاوی ونکړ؟
پردغوسربېره تاسوڅنگه ويلاي شی چی دافغانانوسره مرسته کوی اوهغوي ستاسودوستان دی؟
دافغانستان دولتي چارواکوته په رسمې کتنوکښي دافغانانوسره ددوستۍ ټټر ټکول ،دافغانانودژوندسره مينه اودهغودهيواددپرمختگ سره دعلاقې خبري به موچاته دمنلووړوی ؟
دابه دکوم افغان هيره شي چي تاسويوبېچاره افغان پدي گناه چې په وطن کښي يې تاسواوستاسودوستانو اوربل کړی او ستاسوپه نوکری کښي دپريشانی شپې سباکوی هره لهظه په بدواوسپکوالفاظويادوی ؟ کوم ايراني ته په افغانستان کي توهين اوسپکاوی شوی دی چي تاسوځان ته حق ورکوی ترڅوافغان توهين او هغوي ته سپکې سپوري ورته وواياست ؟ اوياستاسوپه زندانوکي بې سرنويشته ناست وي ؟هغه چي ماشوم يې په ايران کي پاته پلارياموريې نيمروزته ورسول شوه ،يايي خانمه په ايران کي خاونديې وايستل شو اويا بل عکس ،داچي يوکورموپه خپلووحشيانه کړنواوبڼه په جبردايران څخه دايستلوترنامه لاندي پرڅوبرخو وېشلئ ددې جواب به کله اوڅوک وايي؟
داجواب به څه وی ؟
که ستاسودنارو،غيري انساني سلوک ،سپکاوي ،اوافغانانوسره دظلم ليکلو ته دوام ورکړم کتابونه به شي ، تاسوبه يې دلوستلوتوان ونلری . په يوه خبره به يې لنده کړوچې له افغان کډوالوسره ستاسوظلمونه به په تاريخ کي دچاهير نشي .دابه دهغوي په زړنوکښي تل پاتي توري خاطرې اويادونه وی . دهغونارواکړنواووحشيانه برخوردونورايدول چي افغانان يې قيصې کوی دانسان پربدن دايراني چارواکوپه مقابل کښي دنفرت داحساس په راپارېدوسره ورېښتان جگ جگ درېږي . خيرخداي مهربان دی .
دملگروملتودسازمان اوددغه سازمان دمهاجرينودچاروله نړيوالي کميشنری ادارې UNHCR اودمهاجرت له اداري (( IOM )) نه دخپلودندودسرته رسېدواودافغاني کډوالوپه مقابل کې دمسوليت درفعي په خاطر پوښتنه کيږي چې :
اول : تاسوپدي ترهرچاشه پوهيږی چې افغانستان ته په زوراوجبر دکډوالوستنېدل دبشردحقوقوخلاف يوحرکت اوله هغه نه سرغړونه ځکه ده چې په هيڅ دليل اومنطق تاسونشي کولاي ثابته کړی چې تراوسه دشپږوکالوپه تيرېدوسره په افغانستان کې له بهره راغلواوپه داخل کښي اوسېدونکوافغانانوته دژوندحداقل شرايط برابرشوي دي .
دوهم : ترموږستاسواوپه افغاني لانجه کې دنړی دښکيلوهيوادو ،ناټو،اروپايي هيوادوچيغي تر آسمانه ورسېدلې چي په افغانستان کې سوله نشته اوژوندله خطرسره مخامخ دي .داتاسوواياست اوکه نورڅوک ؟زه دخپلوخبرودپخلی لپاره دناټودسازمان ،دملگورملتودسازمان دهمدې دمهاجرينودنړيوالي ادارې دسازمان درئيس اواروپاي ي هيوادودمشرانودتيرو دوهفتوويناولوستواويادوباره اوريدلوتهتاسوښاغلي رابولم .
دريم : اياتاسو خپله هرورځ پر دولت اودولتي چارواکي پدي چې نړيوالي مرستي اوپيسې يې دولس په گټه ونه لگولې نه ملامتوی؟اوهغوي پدې پړه نه بولئ چي دوي ونشوه کولاي خپلوخلکوته کاراوخدمت وکړی . داستاسودژبې ويرد نه دی چي دهرې ورځې په تيرېدوسره ددولت اوخلکوتر منځ واټن پراخېږي ؟
داولې داسي کيږي ؟
داجواب بايدپه بهرکې سرگردان مهاجر ووايي اوکه اوسنی اداره اوتاسوورسره ملگري يې ؟ .
ايران اوپاکستان دا((۳۵))کاله افغان مهاجر منلې ،له هغوي نه يې سياسي اقتصادي اوپوځی گټې اوپه سيمه کې خپلونارواموخوته درسېدولپاره پراخه استفاده هم کړيده چي تاسوهم نشی کولاي پردغه حقيقت سترگی پټی کړی .اوس کوم دليل شته چي ددغوهيوادوچارواکودواړې پښي په يوه موزه منډلی اووايي افغانان بايد ووزی . داافغانان چيري ولاړ شي ؟ اياتاسوپدغه اداره کې چي دڼړی زبرځواکونه يې په بې ساري مرستورسولو شاته ولاړ دي داتوان وينۍ چي پدغوشرايطوکښي دي پدغه ډول اوپيمانه کډوال ومنی ؟ که تاسواوايراني اوپاکستاني چارواکيله افگان کډوالونه بيزارياست دافغانانودوژلوسره ډيروعادت کړی اوزړه يې پرې نه خوږېږي تاسوهم کولاي شی دوي په هردښته کې چي موزړه غواړي له منځه يوسی . اومرگ ،مرگ دی داکه دلوږی ياسړواوگرميونه وي اوياکه دتوپک په مرمۍ، ډله ايزه اوانفرادي وژنه دواړه يوشي دي ، يوازي دسياسي بهر برداريولپاره دڅومړوپه يوه ځاي کې ښخولونه لويه خبره جوړېداي شي ؛که نه په حقيقت کې خودانسان وژل يووي اوکه ډير کفر اوستره گناه ده .
که غواړی رښتيا واوری ! خداي دي مي غاړي نه بنده وي په لوي گمان ويلاي شم پاکستان څوکاله پخوادافغانانودسرپه قيمت داټومي وسلې خاوندشواودادی ايران به هم ډير ژردهمدغوافغانانوسره ددوه مخي چلنداودهغوي پر سردسياسي معاملواوسوداگريو په برکت داټومي انرژی نه علاوه دزروي وسلوخاوندشي .
دافغانستان موقتي، منځ مهالي اواوسنی ادارې هيڅ وخت دافغاني کډوالوپه مقابل کې ځان ديوه دولت اومسؤلې اداري په توگه پدې مکلف ندي بللې چي په ايران اوپاکستان کښي دي دافغاني کډوالوسره دچال چلنداوياپدغوشرايطوکښي دهغوجبري راستنېدومسله په نړيوالوکنفرانسوکې مطرح اووڅېړې .
دوې پردغه ملي غميزه پدې خاطر پېڅول غوړوي ترڅو نړيوالوته ښکاره کړي چي په افغانستان کې سوله مخ پرټينگېدوده ،دخلکوپه ژوندکښي مثبت تغيرات راغلي ،ښه بېلگه يې له بهرنه دافغانانوراستنېدل دي .
دستنېدوپه پروسه کښي دومره ډيره احصائيه ښودل کيږي چې که داټول سره جمع اوتفريق شي نتيجه به يي داشي چي ټول وطن فرارکړی و،پداسي حال کې داسي نده . له بده مرگه دافغانستان په هکله دروغجن دخيريت راپورونه دخپلوولسونودغولولپاره دنړيوالوزبرچواکوهم خوښ دی .
دافغانستان دبهرنيوچارووزيرپدي نږدې شپواوورځوکې ايران ته سفر وکړ په ايراني اوافغاني دولتي مطبوعاتوکښي داسي تاوده خبرونه خپرېدل تابه ويل چي اوس ايراني چارواکي زموږ وروڼه شول .
مگرښاغلی سپنتالاتر کابله نه و رارسېدلئ چې ايراني اخوندانوپر افغان کډوالومځکه سور اوروگرځول . سره لدې چي ايراني اخوندان ،نړيواله ټولنه اوافغاني چارواکي پدې پوهيږي چي د افغانستان دولت تراوسه له بدمرغه دکډوالودمنلوتوان نلري . ښه بيلگه يې همدا اوس له ايران څخه دراشړلو ((۵۰۰))کډوالوکورنيوسره دافغاني چارواکوچلند دي . داپريل په ۲۴ دبي بي سي پښتوخبري سرويس خبرورکړچې : ((ايراني حکومت په سلګونو هغه افغاني كورنۍ چې دامهال هلته دكډوالو په توګه مېشت و له هغه هېواد څخه ايستلې .ددغه كورنيو شمېر چې څه باندي(( ٥٠٠ )) کورنۍدى تېره شپه دايران دسرحدي ښارګوټي زابل څخه د افغانستان نيمروز ولايت ته ايستل شوي دي .دغه كډوالې كورنۍ وايي چې سرپناه نه لري او خوراكي توكي هم ورسره خلاص شوي . دوي له افغان حكومت څخه دبيړنو مرستو غوښتنه كړې ده .
دنيمروز ولايت چارواكي وايي دوي هيڅ په لاس كې نه لري چې دغو اړو كورنيو ته يې وركړي . ددغه ولايت دكډوالو چارو درياست چارواكو وويل ددغو كډالو حالت دومره خراب دي چې يوه كورنۍ يې دبلي له حاله ناخبره دي . دنيمروز چارواكو پركابل غږ وكړ چې ژر ترژره دې دغو اړو كورنيو ته مرستې راوليږي . ايراني چارواكوويلي چې دغه افغان كډوال يې ځكه له خپل هېواد څخه ايستلي چې دوى داوسېدو قانوني اسناد نه لرل .
خودنيمروز چارواكو بيا پرايران نيوكه وكړه چې ګواكې دوخت له مخې يې افغان كډوال له خپل هېواد څخه وايستل . دنيمروز دكډوالو چارو رئيس امان الله عاطف وايي چې څوورځې وړاندې يې له ايراني چارواكو سره په دې اړه خبري كړې وې اوهغوى ژمنه وركړې وه ترڅو په نيمرزو ولايت كې دافغان كډوالو لپاره ځاى او دژوند اسانتياوې برابرې شوې نه وې دوى به دغه كډوال له خپل هېواد څخه نه باسي. خو د ده په وينا چې ايراني چارواكو دغه كډوالې كورنۍ په داسې مهال له خپل هېواد څخه وايستلې چې دلته ورته دژوند هيڅ اسانتياوې نه دي برابرې . bbc 2007 ,24 اپريل
اوس افغاني جگپوړي چارواکي اودهغوي نړيوال پلويان دپورته مسلې په هکله څه قضاوت کوی اوپرخپله دغه چوپتيا اودايراني چارواکوپرکړونوکوم نوم ايږ دي ؟
اياپه هيوادکښي بېکاروته کارپيداشوي دی ؟ نه .
ددي اميدپوره کول دخلکولپاره خوب اوخيال دی .
ترنيمايي زيات دکارتوان لرونکی افغانان بيکاراوپه بدل کښې يې همدا اوس ايراني اوپاکستان په زرهاوکسان پدې نامه چې دوي په کارښه پوهېږي په کارومصروف دی . دتيرکال دجون په مياشت کې دکار او ټولنيزو چارو وزارت بې بي سي ته وويل : (( په تيرو څلورو کلونو کې مو ٩٥ زره کسان يو شمير وزارتونو، ادارې او خصوصي سيکتورونو ته ور پيژندلي دي. چې د هغوى په ډلې کې ١٢ زره راستانه شوي کډوال هم شامل دي. له دې پرته يو شمير نور کسانو مو هم په دندو گمارلي چې د هيواد دننه يې خپلې دندې له لاسه ورکړې وې.)) په افغانستان کې د طالبانو له نسکوريدو راهيسته څو ميليونه افغان کډوال بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي .
بلې داله حقيقت نه لري خبره به ومنومگرپدې حنگه زژه صبراوقناعت وکړه شي چې په څوميلينوراستانه شوو کسانوکې تنها ددوي په وينا ((۱۲))زره کسانوته کارپيداشوی دی سره لدی چي پردغه احصائيه هم اورېدونکي په هيوادکې دننه خاندي اوپوښتنه کوي ،دوچاته پدې پيمانه چاته اوچېري پيداکړ؟
داسي مي اورېدلي چي احمدي نژادته بلنه ورکړل شوې چي کابل ته راشي .
زه نه پوهېږم هغه په کومو سترگواودکومومهربانيوديادولولپاره راځې . ممکن غواړي څه نورپاته زاړه پلاستکي توکي پر افغانستان خرڅ کړي ؟ اودلته درسمی سفرپه پلمه دخپلولاس پوڅوسره هم وگرې اوهغوي ته اطمنان ورکړی چې ايراني اخوندان يې شاته ولژدی .په ټول قوت غواړي په افگانستان کښي ددوي په موجوديت کې ايران پلوه حکومتي اداره رامنځته شي . پدې پوهېږي چي دلته په کابل کښي به له هغه نه هيڅوک په ايران کې دافغانانوسره دغيري انساني سلوک پوښتنه ونه کړی .
دښاغلی کرزي نه سوال کيږي ؟
تاسودايران دوستي له افغانستان سره دابولی چي په سلهاوزره نارينه ،ښځې اوماشومان ددې وحشيانو دتورومنگولوترفشارلاندي په سرواوښکوشپې او ورځې په زورونکی حالت سبا کوی ؟
تاسونه ياست خبر چي پر افغانانوعادې کارکول منع دي .زه هغه افغانان يادوم چي تاسواوايراني چارواکي ورته قانوني مهاجر واياست . اياتاسونه ياست خبرچي په ټول ايران کښي افغانانوته هغه کاروورکول کېږي چي نور ايرانيان يې نه کوي اويادهغه کاردسرته رسيدوفيزيکي توان په چان کې نه وينې ،داپدې معني چي دافگان څخه دماشين اوياباروژونکی حيوانکاراخيستل کيږي !اياتاسوپدي نه ياست خبر چې افغاني ځوانان دخپل هيوادپرخلاف په روزن ځايونوکې روزل کېږي ؟ اوکه تاسوپدي نه ياست خبرچي دامريکايانوڅخه دغچ اخيستلوپه پلمه دطالبانوسره مالي ،مادي او دوسلومرستي وکي؟
تاسوپدې هم بايدخبر اوسی چي داپه اصطلاح داسلام اوعدالت ټيکداران څومره زموږپه خاوره راننوتلې دي ؟ اوتاسوپدي هم خبر ياست چي دوي يوازي پرموږپلاستيکي اومصرفی توکې پلورې اوزموږپه هيوادکې دوړوتولېدی مؤسسوموجوديت لاهم ورته دزغم وړندی .
پدې هم خبرشی چي دا خداي ناترسه اخوندان دفرهنگی ښکيلاک دمنگولودښخولوپه خاطر دعلمي اوفرهنگی مرستوترنامه لاندي دلته داسي مکتبونه جوړوي چي هلته ددوي رالېږل شوی کتابونه ولوستل شی اوکتاب تونونه يې دخپلې خوښي اوخپلوسياسي اوبنسټپالوموخواودموکرای ضدتبليغ لپاره په کتابوډکې کړې ،مگرپه ايران کې پرافغان کډوالوماشومانوچې شمير يې ترسلهاووزرواوړي دښونځۍ مخ ليدل حرام دي . دخداي ترپاک نامه قربان شم داهغه ديوبام اودوهواوخبره ده ؛دلته په افغانستان کې دافغان ځوانانودتعليم ليوال اوهلته په خپل وطن کې دهمدغوافغان ماشومانو سره ښوونځی ته دتگ په خاطرمخالفت کوی .
بالاخره تاسو( افغاني جگپوړی ،امريکا ،اروپا ،دملگروملتوسازمان اودهغواړونده نړيوال سازمانونه اوپه افغانستان کې سياسي گوندونه ،په اصطلاح پارلمان داټول پدې ښه پوهېږئ اوخبرياست چي دم گړئ په ايران کښي اوهمداډول پاکستان کې له افغاني کډوالواودهغوي له ماشومانوسره کوم چلندکيږي ،اوپدغو هيوادو کښي دافغانانوله شتون څخه څه ډول ناوړه استفادې کيږي . دټولونړيوالواصولواودبشردحقونودنړيوالو کنوانسيونو اوپرسيپونو ،اودبشر دحقونودنړيوالې اعلامې د((۲،۳،۴،۵،۶،۱۲،۱۳،او۱۴)) مومادوله مخې دملگروملتوسازمان اوددې سازمان مربوط دمهاجرينونړيوال سازمان عالي کميشنری اود بشردحقوقو دڅرنړيوال کميسيون دنده لري چې په ايران اوپاکستان کې دافغان کډوالوسره ناروااوغيرعادلانه کړنواوپه چانگړې توگه دايراني چارواکوداوسرتيودانساني کرامت خلاف رفتارته دنفرت په سترگه کتلو سره ورته دپاي ټکی کښېږدی . که ايران نشي کولاي داکورنۍ چې کلونه کلونه هلته اوسېدلي اوکاروبارلري ترهغه مودې چي په افغانستان کې ددوي دراستنېدولپاره اړين شرايط برابرېږي په خپله خاوره کښي ومني ، داپورته يادشوی سازمانونه دغوخلکوته بايديوبل داوسېدوځاي اوددوي دماشومانوروزني ته لازمه پاملرنه وکړي .
پدې شپواو ورځوکې چي ايران جمهور رئيس ته افغانستان ته بلنه ورکړه شوې ده دموقع نه په استفادې سره
دټولوافغانانوڅخه هرچيري چې ياست ،دټولومطبوعاتواوخبری رسنيواوهغونه چې دقلم داستعمال اوحقيقت کښلوتوان لري ديوانسان اوافغان په توگه غوښتنه کوم چې دانسان اوانسانيت په نامه ،دانسان مقام ته دعزت اودرناوي په نامه ،دافغان کډوال دوقاراوحرمت ساتلوپه نامه ،دبشردحقوقواوازادی په نامه په ايران ،پاکستان اويوشميراروپايي هيوادوکې له افغان کډوالوسره دسپکای اوپدغونا امنه شرايطو کښي دهغوي په جبروستنېدوپرخلاف چوپه خوله پاته نشي اوخپل ټول امکانات ددغوکړنودزړه پوږنونکو ناخوالواوپا يلودروښانه کولوپه لارکې پکار واچوي .
داچي موږ افغانانودچاسپکاوی ندی کړي بل څوک هم بايدزموږدسپکاوی اجازه ځانته ورنکړی .
پاي