اوس د خپله لاسه چا و ته فرياد کړم؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تېره جمعه چې د زېږديز کال د جون د مياشتې 8 سره سمون خوري، د کابل په تايمني اتم سړک د يار په مؤسسه کې د افغان ادبي بهير فرهنګيانو له خوا د شمشاد ټلويزون ويانده ارواښادې شهيدې څانګې اماج په ياد غونډه جوړه کړې وه او ډېرو افغانانو ليکوالانو، اديبانو، شاعرانو او نورو په کې ګډون کړی وو، چې د بهير او د څانګې د کورنۍ له خوا ځينو رسنيو ته هم خبر ورکړل شوی وو، چې ځينې رسنۍ په ورين تندي د دغې ياد غونډې څخه راپور جوړ کړ او خپور يې کړ، د همدغو رسنيو په ډله کې د شمشاد ټلويزون چارواکو او کارکوونکو ته هم خبر ورکړل شوی وو، چې نه پوهېږم څه وجهه وه هغوی دې بلنې ته لبيک ونه وايه او هېڅ يې د دې غونډې په هکله په ټلويزون کې يادونه هم ونه کړه.
شوي خو بايد داسې وای، چې شمشاد ټلويزون په خپله خوښه (نابللې توګه) هم راغلی وو، خو څه وکړو داسې وشو، چې موږ هېڅ د هغې د کېدو هيله هم نه درلوده.
زه د دې په هکله خوښ شوم، چې موږ د يوې پښتنې خور په ياد غونډه جوړوو، خو د شمشاد ټلويزون دې کار په زړه داسې ټکان راکړ، چې په کومې ياد غونډې مې د خپل غم د غلطولو پلمه کوله، هغه يې راته دوه چنده کړ او د خولې څخه مې د شعر دې نيم بيتي په ناڅاپي توګه ځان راووېسته
....................................:
اوس د خپله لاسه چاوته فرياد کړم

او بله هغه د سردار علي ټکر سندره مې زړه ته سر راښکاره کړ:
..........................نو ګيله مې ځکه وکړه!!!

زړه به مې ولې ګيله نه کوي، چې د پښتنو دا ډول بې علاقه توب وينم، زړه مې ويل چې چاته به ګيله وکړی او څوک به دې خبره واوري، هسې مې د ځان سره وويل، چې د زړه بوج دې په ليکنو ختم کړه او ويې ليکه نټ ته يې ورکړه که چا ولوستله او که نه ستا د زړه درد خو به کم شي او ګيله خو به دې د زړه نه وتلې وي او د خپل غم فرياد خو به دې کړی وي، که څوک يې اوري او که يې نه اوري، دا د هغوی کار دی.
راځی، اوس هم وخت دی ځان د نورو سيالانو سره سيال کړو او د خپلو قدر او وياړنه په خپله وکړو، بل څوک يې راته نه کوي تر دې چې راته تخريب يې نه کړي نه يې تقديروي.

بس د هغې ورځې په هيله چې پښتانه داسې څانګې ته په ژوندوني اوبه ورکړي او په ژوند يې ونازوي. او په لاندينيو بيتونو خپلې خبرې پای ته رسوم.


((څانګه لاړه څانګه لاړه))
شوه د ژوند کوڅه ويجاړه
اې!! شمشاده چيغې وکړه!!
اې!! سپين غره ژاړه ژاړه!!!!

رفيع الله ستانکزی
نوی ښار کابل