سړه جگړه يوځل بيا تودېږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

لومړی برخه :

سړې جگړې په هکله څولنډي خبري
ځيني څېړونکی دسړې جگړې پيل په المان کي دهتلري رژيم له تسليمېدوسره تړي چي تريوځايه واقيعت ته نږدې ده خبره ده،اماپه تيوريکی لحاظ دعلمی اوتاريخي څېړنوپر بنسټ بيادسړې جگړې دپيدايښت تاريخ پخوانيودوروته رسېږې . دسړې جگړې مفهوم يوازي دپخواني شوروي اتحاداوامريکاترمنځ په سياليوکې نشي خلاصه کېداي . ځکه دسړې اوتودې جگړې موخه ددزربرځواکواوغښتلولخوادحريف ماتول په نړی اوبشری ټولنوکې دخپل هراړخيز نفوذپراختياده .
که بشريت تاريخ ته نظرواچووله هغه ورځې چي غريب اوبډاي ،زورور اوکمزوری اوبياحکومتونه منځ ته راغلی ،هر حکومت يادولت غوښتی دخپلی واکداری د مستقيم اوغيرمستقيم نفوذساحه پراخه کړي ،دې موخې ته درسېدولپاره یې لښکري جوړي کړي وسله يې کارولې ده ،داچې هغه څه ډول وسله وه دابېله خبره ده ، مگرپه هغه وخت کښی يې هم يودبل پرخلاف له تبلېغاتو،يودبل په ادرس تورونو،يواوبل ته دستونزوله پيداکولونه ډډه نده کړې . هرواکدار تر ترټل شوی اوشړل شوي حاکم ځان عادل اودولس خدمتگاربللی دی ،طبعې ده چې هرڅه به په هغه وخت کې ډيرساده کارول کېده ،ځکه دپوهې اوسياليوپوره کولوشرايط اوسطح همداسي وه . هغه وخت دسوټيوجگړه وه بيا توره اوډال په جگړوکې وکارول شوه . نه راکټ واونه کومه الوتکه اونه هم دبم نوم چاپېژندی . خوپه هغو وختوکښې هم شاهانوپر نيول شوې سيمه باندي دخپل نفوذدساتلولپاره ځانته وفادارلښکر اوافسران هلته ځاي پرځاي کول اودهغه وخت په حکو متو نو کښي به ېې خپل سړی ټاکل . هغه وخت دنفوذاوترخپل تاثيرلاندي راوستلومفهوم يوازي ترخپلې سلطې لاندي ديوې سيمي اوولس په راوستلوکې خلاصه کېده ،اودباج په نامه يوڅ ترلاسه کېدل وه . همدا پروسه دوخت اوزمان په تيرېدو سره کله چې دتوليدوسايلوتکامل کاوه ،انسانې شعورهم خپلولوړومدارجوته رسېده تغيرموند .دتوليددوسايلوتکامل پخوااوهمدا اوسهم د انساني شعوردتکامل يوازنی لامل دی .
په خپل وخت کې دمحلي شاهانواوزورخاوندانوترمنځ دښمنيواود ډيره سيمه ترخپلې ولکې لاندي راوستلو شکلو نو بېلې بېلي بڼې درلودې .که پريوملک لښکر کشی شوې ده نوبله سيمه بيادتجارت اوسوداگريوپوسيله ترخپلې ولکې لاندي راوستل شوېده ،ښه ‌ېلگې يې دانگريزانولخواپر هندا،افغانستان ،ايران اودنړی نوري سيموباندي خپل واک ساتل دي . خوداسي هم پېښه شوې چي په يوه هيوادکښې یې دسياسي لاس وهنوپه وسيله خپله قبضه ساتلې ده . يايي داقتصادي اوفرهنگی تيريوپوسيله ولسونه ترخپل تسلط لاندي راوستلي دي .دامسله ډيرلوي بحث ته اړتيالري ،ماله خپل اصلي مسيرنه ليري کوي .لنډدومره ويلاشم چې دملکيت ،اودولت له راتگ سره سم دتاوده اوساړه جنگ مفهو مو نوپه يوې اوبلې بڼې ځانونه څرگندکړی دی .خودااصطلاح په رښتياسره پسله هغه چې شوروي نظام په اروپاکې دهټلر پوځ ته ماته ورکړهدنړی په سياسي ليکسيکون کې ځاي پيداکړ اوهره ورځ دخلکوپر ژبه ده .
په اولسمې پيړ ی کښي په انگلستان کې دبخاردماشين اختراع ټولوشيانوته تغيرورکړ.دنفوذساتلوکليمې خپل ځاي داستعمارلفظ ته پرېښود،اودغی موخې ته درسېدوبڼې ،ميتوداوله توکونه استفادې کاملأ تغيروکړ . مخکي تردې چې دنړی دنورولويوپوځی اوسياسي قوتونوترمنځ سيالي غښتلې اوزورواخلي دانگريزانو ،روسانو، هسپانويانو ،پرتگا ليانو، فرانسويانو، ايټالويانو،المانيانواو ترکانو سيالی دبشري تاريخ هغه وروستی پېښي دي چې هريوه په خپل واردنورو هيوادونودلاندي کېدواوهلته دخپل نفوذدساتلوتکل کړی . البته تاريخ تردي وړاندي او وروسته نورتيري اوحملې ثبت کړی دي ،خودټولويادونه ناشونې ده . په ورستيودوسليزوکې دسياليوپرميدان ترډيره وخته روسان او انگلستان وه ددوي ترمنځ داسيايي سيموپرويش دجگړوله هرډول ميتود اورويش نه کاراخيستل شوی دی . دې سلسلې ترلمړی نړيوالي جگړي اوترهغه راوروسته دوام پيداکړ. ترلمړی نړيوالې جگړې وروسته حالت بدل شو،هغه سيمي چې دوي ترخپلې سياسي اوپوځی يااقتصادي قبضې لاندي راوستلې وې هلته دخپلواکئ جنبشونه راوټوکېدل اويوپه بل پسې وغوړېدل . دنړیوال استعماري سيسټم ماڼی درزوکړ اودړنگېدومرحله ئې پيل شوه .تر استعمارلاندي زيات شمير هيوادويوپه بل پسې خپلواکي ترلاسه کړه . دلومړی نړيوالي جگړي تر پاي ته رسېدو وروسته په نوی شکل دنړی دتقسيم اوويش پروسه پيل شوه ،دلته دمخامخ جگړو او پوځی تيريوځاي اډيالوژيکې جگړې ته پاته شو. همدا وخت دی چې سړه جگړه دکله ناکله تودي جگړي په اړتياسره پيل شوه . يوټکی چې بايد په گوته کړم هغه داچې سړه جگړه يوازي په يوه اوبل هيوادکې دتوغنديودځاي پرځاي کولوپه معنا نشي پېژندل کېداي . سړه جگړه يولوي کمپلکس دی چې اقتصادي سياسي ،فرهنگی ،علمياوپوځی بعدونه لري اوهريودبل دشتون اوپياوړتيالپاره اړين دی اوله هريوه نه پر خپل وخت استفاده کيږي . تردوهمې جهاني جگړې وروسته د بشري استعمار ماڼۍ ړنگيدل چټک شوه .له انصافه به ليري وي که داټکي يادنکړوچې ددغي چټکۍ يوله اصلي اواساسي لاملوڅخه دهغه وخت دشوروي اتحادگونداودولتي پايلسې وه ،داچې ولې دوي داډول سياست غوره کړی و اوبيائې خپله داډيالوژی ترنامه لاندي چې شعار ئې پرولتري انترناسيونالزم ؤله شاته پاته ملتونوسره حه کول اوترکومه برېده له سرمايداري سيال سره په دوه اړخيزه جگړه کې بريالي ياناکامه وه دابله خبره اوددې ليکنې موخه نده . که دهرکال په تيرېدوسره دنړی داستعماری ستم کمبله مخ پرټولېدواودزاړه زبېښاک لمرپرلوېدوشو. متاسفانه دهغې دنوې بڼې راڅرگنديدل دهري ورځې په تيرېدو سره غښتلي شوه . مستقيم زبېښاک خپل ځاي غيرمستقيم ته چې لمس ته ئې عادي احساس يوڅه ستونځمن دي رامنځته شو؛داپروسه اوس هم روانه ده خوبڼې به ئې دپخوانيوپه دودتغيرخوری اونوې نومونه به ورکول کيږي .
ددوهمې نړيوالي جگړې په پاي ته رسېدوسره نه يوازي جرمنی پر دوبرخو(شرقی اوغربي) ووېشل شوبلکه ټوله اروپاپرختيځه اولوېديځه اروپاووېشل شوه .هلته چې شوروي پلوه نظامونه مستقر شوه دختيځې اروپااوپه هغوهيوادوکې چې دامريکااوانگلستان په خوښه رژيمونه جوړ شول دلوېديځي اروپاپه نامه ونومول شوه . له همدې ورځي په اروپاکښي دشوروي نظام اوامريکايعني شرقي اوغربي بلاک ترمنځ سياسي ،اقتصادي اوفرهنگي سيالی پيل شوې . هربلاک خپل نظام ترهغه بل مترقي اوپر دموکراتيکوبنيادوولاړرژيم باله ،يواوبل ئېکله ناکله دبشردحقوقونه په تيری ،ددموکراسی ،بيان اوعقيدې دازاديو نشتوالي اونورو ناخوالوتورنول .
دواړوخواوياسياسي بلاکونوپه نړيواله کچه دخپل نفوذ دپراختيااوهرچيري ځانته د اقتصادي گټوبازار پيدا کيدو او فرهنگی ښکيلاک اوتيری لپاره سياسي ډلي اوگوندونه جوړشوه ،په راوروسته کي بيادهمدغوگوندونواوډلوپوسيله په هيوادوکې دسياسي اودولتي اوښتون لپاره لارخلاصيده ،نظامونه دشرق ياغرب په خوښه جوړېده . که سرگرېوان ته کښته شي اوحقيقت که څه هم ترخ دی ومنل شي له ۱۹۴۵راپدې خوابه ډير کم پيداشي چې دنړی پرمخ دي يوسياسي نظام ددغودوبلاکوله يوه دمرستي اوپلوی نه بې برخې اومستقل وی . که سوړجنگ دي ياتوددهيوادنولپاره رژيمونه اوحاکمان تراوسه لاهمدانړيوال زبرځواک ټاکي . ددوي ترمنځ لاتراوسه نړی دخپلې گټې دسيمې په نامه وېشل شوې ده .
په ۱۹۴۷ کال کې دجورج کنان په نامه يوسياسي څېړونکی د شوروی اتحاد د پراختیا د مخنیوي په هکله دامريکالپاره سیاسي اصول تدوين کړه ،له هغه وخت څخه د امریکاپه بهرنی سیاست کې په بنسټیزه توگه سیال ته دستونځو د رامنځته کولو تاکتيک په نظر کي نيول شوی دی . د دا ډول تفکر پایله دا وه،چې دشوروي دنفوذ دپراختيا مخه ونيول شي اودې موخي ته درسېدولپاره په نړيواله کچه امريکا بايدله اقتصادي پلوه په لوېديزه نړۍ کښي خپله برلاسي تثبيت کړي دې موخې ته درسېدولپاره په اروپا منځنی ختيځ اواسياکښي په يوه اوبل نامه خوديوې موخې په لرلوسره چې هغه دشوروي نظام گونډه کول اودنړيوالوپه ذهنيتونوکښي دسوسياليزم دمفکورې ترټل و . ټول هغه نظامي پکټونه چې دامريکاپه گډون اواشاره جوړشوه همدايوه موخه ئې درلوده .پايله داشوه چې دوخت شوروي دولت علاوه پردې چې دعدالت ،دموکراسی اوټو لنيز مساوات ترنامه لاندې یې خپل تاثيرات پراخول دوارسا په نامه دسوسيالستي نظام لرونکويو شميرهيوادوپه گډون نظامی پکټ جوړ اوخپلو رقيبوپکټونوسره ئې دمبارزې ميدان تودکړ. منځنی ختيځ ،لاتينه امريکا،افريقا اوسيايي هيوادوکښي دغربی نړی اوشوروي اتحادترمنځ سيالی اوږه په اوږه تلې . له ۱۹۶۸ ميلادي کال نه راپدې خواددواړوهيوادودبهرنيوچارووزيرانوډيروخت دبهرپه سفرونوکې تېرېده په راوروسته کې خو ويل کېده چې دادواړه سيالان په الوتکوکښي شپې سباکوي .وايي نکس ويل : کله چې زه سهار له خوب نه راکښېنم داويره راسره وې چې اوس به خبر راکړی چې دامريکادآزادی مجسمه دشوروي دبهرنيوچارووزير اندري گروميکوله ځان سره مسکوته وړېده . داخبره ددې بېلگه چې ددواړو هيوادوترمنځ ديپلوماتک اختلاف اوپه نړی کې دخپل نفوذ دغوړولو پر سرڅومره غښتلې سيالي موجوده وه . دهمدې هراړخيزه (سياسي ،اقتصادي فرهنگی اوپوځی) سياليوپايله وه چې شوروي سيسټم ونشوه کولاي چې دسرمايداري نظام له سياليوسره وغځېږي . يوساده دليل ئې داو چې سرمايداري نظام په نړيوالومسايلواودشوروي سره په سياليوکښي ترخپل نفوذ لاندي هيوادونه گټه ترلاسه کول ،مگر شوروي اتحاد داقتصادي غلط سياست پر بنيادداتوان نه درلودچې ترخپل نفوذ لاندي هيوادواقتصاد غښتلی کړی پايله داوه چې شوروي مجبورو په دغوهيوادوکي دخپلې خوښي اواډيالوژی مطابق رژيمودساتلو لپاره هغوي ته په اصطلاح سياسي رشوت ورکړی ،يعني داچي داهيوادونه هم يوازي دشوروي اتحادپراوږويولوي اقتصادي باروچې پورته کول یې داسي يوهيوادته چې غوښتل ئې يوازي دپوځی سياليو له لاري خپل رقيب مات کړی اوپوځی سيالئ بې حسابه دپيسولگښت ته اړتيالري ډير ستونځمن اوناشونی کارو. حقيقت دادی چې هغه وخت يوازي شوروي اتحاد يوازي دوسلوپه مډرنتيااوتوليدکې له امريکااوغربی نړی سره سيالي کولاي شوه . له بلې خوادامريکاملگرې هيوادونه هريوتر روسې په عادي صنعت ،تجارت اوکرهڼيزوچاروکې پر مخ تللې وه اوله امريکاسره یې دشوروي پرخلاف په سياليوکښي وړه اوکارنده مرسته کول ،بل مقابل دشوروي پلونظامونه له يوې خواپخپلوکې بې اتفاقه (دشوروي ،چين اويوگوسلاويا) ترمنچ اختلاف اوپه صنعتي لحاظ تر اروپايي هيوادوپاته وه ،ځکه يې نشوه کولاي دشوروي اوسوسيالستی نظام په پلوی دغربی نړی سره سيالي وکړی . وايي په اويايموکلو کښي دامريکادکمونست گوند مشر گيسهول مسکوته دسفر په وخت کښی دمسکودښاردزيل موټرودجوړولوفابريکې له کارگرانوسره وليدل ،دفابريکې کارگرانوهغه ته پخپل هيوادکې دسوسياليزم دښېگڼواوگټوپه هکله خبري وکړې ،((کارگرانوچې امريکانه وه لېدلې اودشوروي په سيسټم کې تبليغات اومطبوعات يواړخيزوه له مېلمه نه يې پوښتنه وکړه ،کله به په امريکا کښي کارگري انقلاب کيږي ؟ گيسهول په جواب کې ورته وويل : کله چې دامريکادکارگرانودژوندسطحه ستاسودخلکودژوند سطحې ته راورسېږي، ساده کارگران ډير خوشحاله شوه مگردگوندپرمشرتابه دې خبرې ډير بد تاثير وکړ،ځکه دگيسهول هدف له دې خبرې نه داوو کله چې دامريکادکارگرانودژوندسطحه دومره راټيټه شي لکه دشوروي دکارگرانواوسنئ حالت )) دغه خبرې دشوروي اتحاد دکمونست گوند اوامريکادکمونست گوند دمشرتابه تر منځ اړيکې سړې کړې . داچې ولي دابيل بحث ته اړتيالري . پورته ذکر شوی اويوشمير نور لاملونه ددې لامل شوه چې امريکادميخائيل گرباچف اوباريس نيکولايويچ يلتسن اودهغوي دپلويانوپه نېغه مرسته دشوروي نظام دړې وړې کړ .
په امريکاکښي يوشميرپوهان اوسياستوال پدې باوردي چې د شوروی اتحاد دنظام په ړنگېدوسره امريکاپه ټوله نړی کښي يوازنی زبرځواک شواودنړی دسوپرپاورپه توگه کولاي شي د نړیوالې ټولني جوړښت ته داسی بڼه ورکړی، چې د دوي له گټو سره سمون ولري . د همدې لامل پر بنسټ له ټولوامکاناتو څخه په گټې اخیستنې سره غواړي نه یوازې اوسنی حالت وساتي، بلکې په زياته علاقمندی سره هغه ته پراختیا ورکوي .
د امريکاد ملی امنیت ستراتیژې دسړې جگړې له پای ته رسیدو وروسته د دغه هیواد د ځواک غوښتنې د تر ټولو افراطي بڼې په توگه وپیژندل شوه . دامريکا په بهرني سیاست کي هیڅ بدلون نه دی راغلی، یوازې په نړۍ کې د ځواکونودانډول له نوې رامنځته شوې حالت سره سمون ورکړل شوی دی . (( راینر ریلینگ)) وايي : د دې ستراتیژۍ بنسټیزه موخه د ترهگرو ډلو او هیوادونو په وړاندې مبارزه نه، بلکې د امريکا اونوري نړۍ تر منځه د ناانډولی ساتنه او د امریکایي واکمنۍ بشپړه پراختیا ده .
دامريکاد سياسي اواقتصادي چاپیریال کې هم ددې نظر پلويان دي، چې دامريکابايد داسي يوقوي زبرځواک وي چې که دنړی په هرکنج کې دگټوپرسر سردپوځی شخړوگواښ او مخالفې ډلې رامنځته کیږي امريکاد داسی یوه ځواک خاوندوي،چې بل هیواد پرهغه باندې یرغل و نه شي کړای، د گټو پر سر دغه توپیرونه به په سوله ییزه توگه د امريکا له خوښې سره سم حل او په دې توگه به له جگړوڅخه مخنیوي وشي .
ددوي دانظر دامريکايي سياستوالودهغه ځان غوښتني اويکه تازی بېلگه ده چې غواړي امريکاپه ټوله نړی کښي دهرې ستونزي دحل ديوازنی قدرت په توگه پاته شي .دوي دنړی دنوروقومونوملي غرور اوهژمونيستي خصوصيات ،اقتصادي اوسياسي گټی له نظره غورځوي ، اوله بلې خوادوي دغه ټکی چې اقتصادي گټي ترلاسه کول دهرډول اختلاف اساسي لامل دی اوتردغوگټوهيڅوک هيچاته هيڅ وخت په هيڅ ډول نه تيرېږي له پامه غورځوي . دوي داروپااوامريکاترمنځ د اقتصادي شونتياووترلاسه کولوناڅرگنداختلافاتو باندي نه پوهېږي . همدا اوس دروسیې ولسمشرولادميرپوتين دروان کال دفبروري په لسمه نيټه دمونشن په ښارکي دنړيوال ټيکاوپه کنفرانس کي دوينادغه ټکي ته چي وايي : ((امريکاترخپلې کمبلې پښې اوږدي غځوي اوهرڅه چې يې زړه غواژي سرته رسوي )) له پامه غورځوی .
دوي پدې ندی خبر چې همدا اوس نورملتونه او ټلوالي دبېلگې په توگه دشانگهاي تړون غړي هيوادونه ،ايران اوپاکستان غواړي په اوږد مهاله توگه خپل پوځي اواقتصادي ځواک ته پراختیا ورکړي اودستراتیژیکو موخو په پلي کولو سره په سیمه ییز اونړیوال ځواک بدل شي . که څه هم امريکابه په خپلو ټولو شونتياو د دې ډول احتمالي سیالانو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړي،مگر حقيقت دادی چې پدې ورستيوکښي دامريکاخپل سری اوهرې خوالاس اچونی دوي دې ته متوجه اواړيسته چې لاس پکار شي دامريکا اودهغې له پلويانوسره يوځل بيادنړيوال نفوذ دپراختيااوپه سيمه کښي دشاته پاته ياپرمختللوهيوادوله طبعې زيرمونه چې اساسي توکی ئې تيل اوگازدي دځان په گټه داستفادې امکانات برابر کړی .
د نړۍ د ثبات په له منځه وړلو کې امريکا دملی امنیت د ستراتیژۍ پربنياداوس دا ثابته کړېده چې یوازې د شک په لرلو سره د پوځي یرغل گواښ کوي، دا امريکادغه کړنې نورهیوادونه اودامريکامخالفې ډلې هم ورته کړو ته هڅوي . دنړی نوروهیوادونو ته له خوښې سره سم پوځي سزاورکول، اوهغوي ته دنظامونو ټاکل په ښکاره توگه د امريکا د ځان غوښتنې دسياست اوزبرځواکی نه بلیدونکې برخه کڼل کیږي .
د نوی لیبرالیزم تر لوا لاندې دسرمايداري نظام پراختیا،چې دگلوباليزيشن نوم ورکړه شوی ، امريکا هغه د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو له پاره تر ټولودمډرنې او مهمې وسیلې په توگه کاره وی .اوپدې توگه امريکا یوازې د دغه بهیر ترټو لومهم اوخوځنده ځواکپه توگه تر نورو هیوادونو زیاتي گټي ترلاسه کوی .
زيات شمير سياسي اوقتصادي څېړونکی امريکايي هژمونېزم او د نړیوال کیدو داړیکو تر منځه هیڅ ډول تفاوت نه ویني دهغوي په عقيده له سړې جگړې څخه وروسته د نړۍ تر ټولومهم اقتصادي ،ټولنیز تغيرات د نړیوال کیدوترنامه لاندي ترسره کيږي اودشوروي نظام تر ړنگېدو وروسته نړیوال سیاست اونظم ټول یو قطبی توضیح کیږي ، نړیوال کیدل ، په ځانگړې توگه د متحدو ایالتونو د اقتصادي او سیاسي برترې بیانول دي . هنري کسینجنر ويي نړیوال کیدل ،یوازې پر نړۍ باندې د امريکا د واکمنۍ یوه بله اصطلاح ده .
حقيقت دادی چې د متحدو ایالتونو د ملی امنیت په ستراتیژې کې زیاتره هغه جملې چې د دیموکراتیکو ارزښتونو اودبشر د حقوقو په اړه لیکل شوي دي، تر ټولو دمخه د نورو د غولولو له پاره دي .
دشوروي نظام ترړنگيدووروسته روسې نشوه کولاي دامريکاسره سړې جگړې ته دوام ورکړی .اوس چي روسې په اقتصادي لحاظ غوړېږې اوله بلې خواهغه سيمي چې دروسې لپاره په هرلحاظ حیاتي ارزښت لري وينی چي دامريکا اواروپاترنفوذ لاندي راځي ،دادروسې لپاره هيڅ وخت ومنلواوحمل وړنده ، روسيه کاملأ پدي تلاښ کي ده چي خپل پوځی موقيعيت ظرفيت غښتلی کړي تر څووکولاي شي خپلي غوښتني هم په امريکاومني .
دمنځنی اسياڅخه دامريکادپوځ ايستل اوپه ځينونړيوالومسايلوکي دروسې مداخلې اويامخالفت څرگندول ددې ښکارندوي دي چي روسيه نور نه غواړي دامريکاشاته ولاړه شي. روسيه اوس غواړي هغه شوروي دوران له لاسه وتلی قدرت بيرته ترلاسه کړی .داتلاښ پداسي وخت کې پيل شوی چي امريکاپه مادي اومعنوي لحاظ دافغانستان اوعراق په جگړو کې ښکيل پاته کېدوسره زيات مالي اومادي تلفات مني اوله بله پلوه په نړيواله کچه دولسونوپه منځ کې اعتبار دلاسه ورکوي .
په مونشن کي دپوتين خبرود روسيې دسياسي لحن دسختوالی بېلگه وه ،دهغه دخبروڅخه څرگندېده چې روسيه دتيلواوگاز دبې سار ي گټوپه برکت په نړيوالومسايلوکي دځانگړي مقام دغوښتلوعلاقه پيداکړې ده .
دا مريکا په ادرس دپوتين توندي اوتيزي خبري آن تردي کرښی چې وايي امريکاله خپل سرحدنه پښې اوږدې غځولي اوپهبنړيوالومسايلوکي ترکچې زيات له پوځي امکاناتونه استفاده کول يې دټکول ،دپوتين دغو خبرودنړيوالوپه ذهنيتونوکې دبوش دټکولومعنادرلوده . روسيه غواړي په نړيوالومسايلوکي دهغې ږغ غوږوته ورسيږي ،ځيني څېړونکي تراوسه هم نه پوهيږي چې دروسې مشرله ضعف نه اوکه دزورنه داخبري وکولي .
روسيه نه يوازي دنفتواوگازوله سرشاره گټونه برخمنه ده بلکه مډرن اردواوتر اوسه لاهم دپخواني شوروي دځاي ناستي په توگه له هغوزړوسياسي امکاناتونه پراخه استفاده کوي ،دبېلگې په توگه روسيې ته به هيڅ وخت دمنلووړ نه وي چي دمنځني اسياهيوادونه لکه قزاقستان ،قرغزستان ،ترکمنستان ،ازبکستان اوتاجکستان دي ددوي دنفوذله ساحې ووزی . دمونخين په کنفرانس کي دپوتين تيزي خبري دامريکااوروسې ترمنځ دساړه جنگ دتودېدوبېلگه ده .
نوربيا