دښاغلی مجاوراحمدزیار دبې ځایه غټبازیو اوپرځای غلطیو څخه، محترمانه ، پرده پورته کیږی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کاندید اکادمیسین ظاهرافق

دریمه برخه

۶ – په ګوندونو کې هر (اپوزیسیون) دافتخاروړ نه وی

۷ – دعلومو اکاډمۍ ته په سپکه سترګه کتل دپوهنې اوفضلیت سره دښمنی

۸ – نتیجه

۶ – په ګوندونو کې هر (اپوزیسیون) دافتخاروړ نه وی

ښاغلی زیار چې پر قاروړی حکیم نور سخت په قهر اوغضب دۍ ، دخپلو سیاسی اوګوندی ویاړونو په سلسله کې نه یوازې د ( ا ، خ ،د ، ګ ) خپل ګډون په ګوته کوی ، بلکه بیا یې په (( اپوزیسیون )) کې دریدل هم خپل ویاړ بللی دی ۰ همداسې یې دګوند څخه وتل ، اوبیا یې د (( آینده غورځنګ )) سازمان ته پنا ه وروړل دده دنورو افتخاراتو مظهر ګڼلی دۍ ۰ دادۍ په ډیر ویاړ سره دخپلې لیکنې په لومړی مخ کې داسې وایی : (( کاشکې ته قاروړی مې له دې خبرو ای چې زه له آره ۰۰۰ دبسیا هیواد دسویس دشپږو کلونو په اوږدو کې ( یوروسوسیالست ) پاتې شوی وم اوهیوادته تر ستنیدو کال دوه وروسته شوروی پلوی ( ا ، خ ، د ) ګوند غړیتوب ته اړوتی وم اوبیا ځینې دبیرته دراوتنې تر مهاله دګونددننه ( اپوزیسیونی ) ویاړ هم را په برخه و۰۰۰ ))
په پورتنې عبارت کې ډیرموضوعات دبحث اوکره کتنې وړدی ، خوزه به ، په لنډه توګه ، پرلاندې څوټکوباندې مکث وکړم ۰
دلته ، لومړی خبره داده چې ښاغلی زیار دقاروړی هیڅ خبره نه کوی چې ، څه یې ورته ویلې اوڅه یې ورته لیکلی دی ؟ داخبره پوره څرګنده ده چې په انتقادی بحثونوکې ډیرمهم اوضروری کاردادۍ چې یولیکوال باید دخپل مقابل طرف ښه یا بد ، علمی اویا غیرعلمی متنونه اومفهومونه په غورولولی اوبیا چې کوم څه دانتقاد وړوبولی باید په وړو لیندیو ( قوسونو ) کې په ډیر احتیاط اوامانت سره راوړی ، څولوستونکو ته څرګنده شی چې څه موضوع ده ؟ ښاغلی حکیم نور څه ویلې اوڅه لیکلې دی ، چې اوس پوهاندزیار په ډیرې نا آرامۍ سره خپله ګوندی اوسیاسی سابقه ، که ویاړ لری اویا نه ، په خپلو ویاړونو اوافتخاراتو کې یې شمیری؟ داچې ښاغلی زیار دحکیم نور دانتقادونو څخه یوه جمله حتی یوه کلمه هم نه راوړی ، نوښا یی چې پوهاندزیار ته یې داسې څه نه وی ویلې ، څومره چې دی خواشینی اوپه ډیرخښم خپل ګوندی اوسیاسی فضلیتونه وشمیری ( ! ) یا هم ښایی ، قاروړی یولړ داسې واقعیتونه توضیح کړی وی چې دپوهاندزیار له خوا یې ځوابونه ورکول ، څه نا څه ، مشکل واقع شوی وی ۰ بله خبره داده چې ښاغلی زیار په ( ا ، خ ، د ) ګوند کې څه نیکمرغۍ ، هوښیارۍ اوولس له پاره ارمانونه ولیدل چې ګوندی غړیتوب یې ومانه اوبیا بیرته یې څه بدۍ په نصیب شوې چې له ګوندنه ووت ۰ ګوندټاکلې ستراتیژی ، برنامه اواساسنامه درلوده ، نوښاغلی زیار دکومو عمده اواساسی تغیراتو په نتیجه کې میدان پریښود اواوس ولې د(( آینده غورځنګ )) په ناڅرګنده فضا کې غواړی څرګندونې وکړی۰ همدغه وروستی پراتیک وښودله چې په ( ا، خ ، د ،ګ ) کې هغه وخت چې دنعمتونو دسترخوان یې غوړولی و ، ډیرو اشخاصو حتی ګروپونو یې دبرکت مهمې څنډې نیولې اوپه غړیتوب یې ویاړ کاوه ، خونن چې یې هرڅه له لاسه ورکړی اوبساط یې هم دوینو بوی ورکوی نو هیڅوک نه وینم چې لږترلږه یې یوه وړوکې خبره هم په نیکو یاده کړی۰
ډیرو غړیو یې خوږې اوغوړې تالۍ ترهغه وخته وڅټلې چې فیض اوبرکت پکښې و، خوکله چې یې برکتونه ولاړل اوتالۍ دړې وړې شوې ،نودادۍ دقهرمانانو ( ! ) په څیر یې په لغتو ووهلې اووهی یې ۰ څو ، اغلبآ ،دناټویی تجاوزګرانو پرتالیو باندې دګوتو څټلو دخیر اوعافیت لږترلږه زمینه ومومی ! یا للعجب !
البته ، په نوموړی بحث کې مې یوازې هغه تیوریک بحث ښاغلی پوهاندزیار ته متوجه دۍ چې دګونده یې وتل دکومو اختلافونو پربنا لازم بللی و؟ همداسې دی په لیکنه کې داسې هم اضافه کوی : (( ۰۰۰ دګوند دننه (اپوزیسیونی ) ویاړ هم را په برخه و ۰۰۰ ))
په ټولو ګوندونو خصوصآ مترقی ګوندونو کې مخالفتونه اوانتقادونه همیشه موجودوواودی ۰ معمولآ دغه مخالفتونه پر ښی او یا کیڼ ، اصولی اوغیر اصولی باندې ویشل کیږی ، چې هراړخ یې خپل ځان ته علتونه اوبیا استدلالونه لری ۰ البته ، اختلافونه یا دټولنې دعینی ضرورتونو اویا هم دفرکسیون دذهنی قضاوتونو پر بنا داسې واقع کیږی چې لږ وختونه دعینی ضرورتونو پر اساس ګوندونه بری ته رسیږی ۰ دا هم ځکه چې په ذهنی تفکراتو اوقضاوتونو سره شنه او سمسور باغونه ژر جوړیږی ، خو دیوې ټولنې په دننه کې دعینیتونو اوواقعیتونو پیدا کول اوبیا پرهغوی باندې معقول قضاوتونه درول ، آسانه کارنه دۍ ۰ دا هم ځکه چې دقوانینو موندل زورغواړی کومو چې ټولنه په خپلو منګولو اوتصرف کې نیولې ده ۰
پرنوموړی اساس دښاغلی پوهاند ( فرکسیون ) په ( ا ، خ ، د ، ګ )کې څه مفهوم لری ؟ آیا دا چې ګوند دخپلو مرامی اوتشکیلاتی اصولو څخه تیری کړی اویا ښاغلی زیار دګوند دنور انکشاف له پاره نوی ابتکارات وړاندې کړی وو چې رهبرۍ ګانو اویا هم رهبرانو توجه نه ورته کړی ؟ دروسیې په سوسیال دموکراسۍګوندکې دبلشویزم اومنشویزم ترمنځ مبارزه نه یوازې مشخصه وه بلکه دهغه وخت انقلابی شرایطو اودبلشویزم روښانه اواصولی پالیسۍدا څرګنده کړه چې منشویزم په اقلیت کې پاته ، اودناکامۍ په خوا یې زوال وموند۰
په هرصورت ، دښاغلی زیار ( فرکسیونیزم ) اویا فرکسیونی مبارزه هغه وخت په ویاړنې ارزی چې ګوندته یې په لیکنو اولکچرونو کې هغه لاره ورښوولې وی ۰ څوګوند یې دداخلی ژورو بحرانونو څخه راګرزولی وای اویا یې لږ ترلږه دپرمختګ له پاره یوه وړوکې عملی لاره ورته څرګنده کړې وای ۰ غیر له دغه ډول حالته څخه موږ باید وپوهیږو چې په مترقی ګوندونو کې ( فرکسیونیزم ) نه داچې ویاړ اوافتخار نه لری بلکه دګوندونو دبحرانونو له پاره لمن وهل او ګوندی ضد عمل ګڼل کیږی ۰

۷ – دعلومو اکاډمۍ ته په سپکه سترګه کتل دپوهنې اوفضلیت سره دښمنی
دعلومواکادمۍ سازمان یودداسې علمی – فرهنګی مرکزونو څخه دۍ چې دمختلفو ټولنیزو طبیعی اونورو علمونو دڅیړنو لپاره ملی اونړیواله وظیفه لری ۰ البته ، دهمدغو علمی اکادمیو په شان مهم مرکزونه ، بیله شکه ، دټولنې دعلمی اوفرهنګی پرمختګونو یوه ښه نمونه بلله کیږی ۰ پرهمدغه اساس دافغانستان دعلومو اکادمۍ چې په ۱۳۵۸ کال دهیواد دیولړ پخوانیو علمی مرکزونو لکه پښتو ټولنه ، دتاریخ انجمن اوداسې نورو علمی مؤسسو دیوځای کیدو څخه منځته راغله ، په هیوادکې یې دعلومو دڅیړنو اوپرمختګونو له پاره نوی تشکیلات اونوی قوانین را منځته کړل چې له ضرورته سره یې سم دنړیوالو اکادمیو اوپوهنو څخه ګټې اواقتباسات هم پورته کړی دی ۰
یوه نوې پدیده چې داکادمۍ په نویو تشکیلاتو کې ورزیاته شوه ، هغه دپښتو ټولنې پرپخوانیو علمی رتبو لکه څیړونکی ، څیړنوال ، څیړنیاراوداسې نورو اضافه دکاندید اکادمیسین اواکادمیسین نوې علمې رتبې وې چې امتیازات یې ترنورو علمی رتبو ډیروو رامنځته شوې ۰ ځکه چې دغه علمی مؤسسه ډیره نوې وه نویې دځینو علمی چارو ترڅنګ وروستۍ دوې علمې رتبې هم په ټولو هغو علمی ابعادو کې دنورو هیوادونو په څیر سمبال نشوې ۰ پرهمدغه اساس، ښایی دیولړ پوهانو چې داکادمۍ دغړیتوب هیله من وو ، دمعقولو اویا هم دغیرمعقولو دلیلونو په نتیجه کې یې دخپل غړیتوب ویاړ نه وی په نصیب شوی ۰ الته ، په همدغو وختونو کې دعلمی فعالیتونو اوبیایې دعلمی رتبو په ټاکلو کې داکادمیسینانو غونډه زیاته مؤثره اوټاکونکې وه ۰ شک نشته ، دنوموړیو فعالیتونو پرجریان باندې دوخت دولتی اوګوندی پالیسیو خپل ټاکلی تاثیر درلود، چې دغه ډول رول اوتاثیر دنړۍ په ټولو دولتی اوغیردولتی رنګارنګ علمی ، سیاسی اونورو ډول ډول مؤسسو کې مستقیم اوغیرمستقیم موجودو اودۍ۰ البته ، په مختلفو اوبیلو بیلوشکلونو سره ۰ افغانان باید دغربی عوامفربانه اوغولونکو تبلیغاتو اوپروپاګندو لاندې خپل قضاوتونه ځکه دلاسه ورنه کړی چې دغربی فرهنګ پیژندنه ترهرڅه لومړۍدهغه په مضمون اومحتوا کې غوراودقت غواړی ، په ظواهرو اوشکلی پدیدو یې خطا وتل لویه علمی اوسیاسی ګناه ده ۰ مانا داچې هغه غیرانسانی خصلتونه یې چې دغورکولو په نتیجه کې دلته لیدل کیدای شی ، دلیرې څخه یې څوک چندانی نشی لیدلای ۰ ښکاره ده چې نن ورځ یې زموږ دهیواد غریب خو قهرمان ولسونه ، دنږدو څخه ځکه لیدلایشی چې دناټویی اشغالګرانو جنایتونه یې په سترګو ورننوتی اوور ننوزی ۰
په هرصورت ، بیرته راوګرزم اصلی موضوع ته چې ښاغلی پوهاندزیار دخپل علمیت اواکادمیک کیدلو داثبات په خاطر دهیواد ډیر مهم علمی اوفرهنګی کانون ، دافغانستان دعلومو اکادمۍ- دازموږ دزحمتکښو ولسونو دکلونو کلونو دعلمی اوفرهنګی مبارزو محصول – داسې تخریب اوسپکوی : (( زه پرهغه مهال ( ۱۹۷۲جنوری )پرنړیوال علمی کالج اکادمیک اواکادمیسین شوی یم اودپښتو دسرڅڼی اوبرخلیک ټاکنې څانګنیز – پوهنیزوواک ( صلاحیت ) یې راکړی دۍ ۰۰۰ تش په نامه اکادمیسینۍ اوکاندیدۍروسانو پرهغو افغانانو لورولې چې ګډ سره اکادمیک نه ول اوورسره – یې دڅارګرې تړاو درلوداواستادرشاد یې دیوه اغیزناک ( متنقذ ) مخالف په توګه را خپلاوه ۰ ))
الف ۰ په دې کې شک نشته چې دګران هیواد افغانستان دعلومو اکادمۍ تاسیس که دچا خوښه وی یا نه ، دهیواد دعلمی اوفرهنګی پرمختګونو څخه یوداسې ستر پرمختګ اوانکشاف دۍ چې نه یې یوازې دخپل وخت اکادمیک اوفرهنګی ویاړ نه بولو بلکه دراتلونکو زمانو دستروعلمی – فرهنګی افتخاراتو ډیرې زوڼی پکښې کرل شوې دی ، که دې وروستیو ترخو اوتندو بادونو وچې نه کړې ۰ لکه مخکې چې اشاره وشوه ، دافغانستان دعلومو اکادمۍ دخپل پرمختګ په دوران کې ځینې ناوړتوبونه هم درلودل خو په هیڅ صورت ، خبره دا مانا نلری اوډیره به ظالمانه وی چې څوک بیله کوم دلیله اوبیله کوم علمی سنده سترپوهان ، اکادمیسینان اوکاندیداکادمیسینان چې دعلومو داکادمۍ دټول اړخیزې رهبرۍ حیثیت لری په سپکو سره یاده کړی ۰ داچې اکادمۍ دشوروی داکادمیو سره توامیت درلود اوډیرمسایل – یې د ( ا ، خ ، د ، ګ) اودولت په مرسته پرمخ وړل کیدل اوښاغلی پوهاندزیار یې دنوموړې ګوند یو تکړه ګوندی کدراوکابل پوهنتون کې یو با صلاحیته استاد اودخارجې بورسونو هم ډیرې دروازې داکادمۍ ترتاسیس مخکې اووروسته ور ته پرانیستل شوې وې چې زه یې په خپل نوبت مستحق بولم اونوش جان یې ۰ خو اوس خبره داده ، چې ښاغلی زیار بایدوپوهیږی چې په څرکنده توګه په هغو ګوندی حوزو اومرکزونو کښیوتی دۍ چې دګوند رهبری یې په غاړه وه ۰ نو که اوس هرډول تورونه اوتهمتونه دعلومو اکادمۍ پرپوهانو ، اکادمیسینانو اوکاندیداکادمیسینانو وتړی ، ترهغه لا زیات نوموړی تورونه پخپله ښاغلی زیار ته متوجه دی چې دکابل پوهنتون ترهر ډول علمی امتیازاتو اضافه دګوند دبا اعتباره کدرونو په څیر یې سترفعالیتونه درلودل ۰ چې البته ، دعلومو اکادمۍ ځینو اکادمیسینانو اوکاندیداکادمیسینانو یې دګوندغړیتوب لا هم نه درلود ۰
ب ۰ بله خبره داده ، ښاغلی زیار په غیرمستقیم ډول وایی چې ګواکې استادرشاد هم داکادمیسینۍ استحقاق نه درلود۰ دی داسې وایی چې دافغانستان دموکراتیک دولت (( ۰۰۰ استادرشاد یې دیوه اغیزناک متنفذ مخالف په توګه راخپلاوه ۰ )) زه دمرحوم استادرشاد پرعلمیت اوفضلیت ځکه ډیر څه نه وایم چې هغه ترډیره حده دنړیوالو پوهانو څخه دۍ اوپه هیوادکې – یې دننه نه یوازې ټولې پوهنیزې اوفرهنګی مؤسسې دیوه فاضل اوسترفرهنګی په حیث پیژنی ، بلکه په عامو ولسونو کې یې هم شهرت ډیر دۍ ۰ خو اوس خبره داده چې ښاغلی زیارنه وایی چې داستادرشاد نفوذ اواغیز په څه کې وه ؟ استاد نه کومه خانی اونه هم کومه پراخه بډایی درلوده ، همداسې یې نه کومه نظامی اویا هم قومی جبهه پرانیستلې وه ، نوبیایې نفوذپه څه کې و چې دوخت دولت ورخپلاوه ؟ په یقین باید ووایو چې داستادرشادنفوذ دده په استادۍ ، علمیت ، درانه شخصیت ، ډول ډول فرهنګی تجربو ، ملی سیاست او۰۰۰ کې پروت دۍ، چې څوک انکار نشی ځینې کولای ۰ ددې خبرې یادهم په کاردۍ چې دهیواد ډیر لیکوالان اودپوهنتون استادانو تل داستاد په شاګرد یوویاړ کاوه اوکوی ۰ نو کوم منطق اواسنادڅوک وړاندې کولای شی چې استاد دهیواددټاکلیو شرایطو په چوکاټ کې داکادمیسینۍ درتبې استعداد اواستحقاق نه درلود ؟
که چیرې دښاغلی زیار په ګډون دچا خوا بده نشی ، نوبیله شکه چې استادرشاددخپلو علمی فرهنګی فعالیتونو اوزحمتکښیو په نتیجه کې دهیواداوسیمې فرهنګی دایره المعارف بللای شو ۰ په همدې توګه باید اشاره وکړو چې استاد دخپل ملی اووطنی سیاست په پراخ ډګرکې هم خپل نیلی غزولی اوهدفونه یې وهلی دی۰ استادچې دویښ ځلمیانو دملی سیاسی غورځنګ دمشرانو څخه و ، دنوموړی غورځنګ ترځوانیمرګ کیدو وروسته یې هم دخپل ملی احساس پربنسټ خپله پوره وظیفه اجراکړې ده ۰ استاد دخلقیانو اوبیا دپرچمیانو ، همداسې یې داخوانیانو اوبیا طالبانو په مختلفو دورانوکې هرڅه ناوړه توبونه چې په مخه ورتلل ، افشا ّ کړی اودویلو څخه یې مخ نه دۍ اړولی اونه یې هم دلیکلو څخه ډډه کړې ده ۰ باید دنمونې په توګه اضافه کړم چې اکادمیسین استادرشاد خپل قلم هیڅ وخت پرمځکه نه دۍ ایښی اوحتی دطالبانو تروهلو وروسته دناټو – دادنړیوال امپریالزم وحشی ترین ماشین تروحشی ترینو حملو اودهیوادتر اشغال وروسته چې په ټولنې کې حتی ډیرو کیڼو اشخاصو اوګروپونو نوموړی وحشت ته په امیدکتل ،خواستاد رشاد چې ډیرشاګردان یې حتی دبیرې دده دملی سیاست یادونه لا هم نشی کولای په ډیره میړانه اوشهامت دامریکایی جنایتکارانو دجنایتونو په باب ډیرملی اووطنپرستانه شعرونه وویل چې زه به یې دنمونې په توګه دا لاندې څو بیته ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم :

نن افغان ولس ته پیښه فاجعه ده ټکی اوری ، بلا زیږی دغم شپه ده
ویر راځغلی ،دردرا دانګی ،مرګ حملې کړی وحشت خیر چې وسلې په وینوسرې دی
عام قتلونه دی جاری ، شداد شاهی ده افغانان کړول کیږی تباهی ده
داحمله چې پر حریم زموږ دوطن ده دولتی تروریستی دواشنګتن ده
چې جارج بوش د ایتلا پرپله روان شو دتودو وینو حمام افغا نستان شو

ج ۰ دښاغلی زیار دلیکنې څخه یه لایو وړوکی متن راوړم چې ، اغلبآ ، یې غوښتی دی خپل یو مفهوم په کنایه اوطعنه کې اداکړی ، خوپه تاسف چې له هغه څخه معما جوړه شوې ده ۰ دی داسې وایی : (( په دغه اړکې یې داستاد الهام غوندې ۰۰۰ پیاوړی لیکوال یا دکبیر رنجبر په څیر یې رښتینی( دکتورنووک ) ځکه کاندید اکادمیسینان کړل چې ( نا لایق ) ته ( نا لایق ) بریښیدل )) !!
دلوړ خښمجن پراګرافه څځه څوک نه پوهیږی چې لوستونکی به څه انتباه اوڅه مانا واخلی ؟ یوروښانه مقصدخودادۍ چې ښاغلی زیار غوښتی دی چې ښاغلی لایق دادهیواد مشهورشاعراولیکوال – په سپکو سپک کړی ۰ اما برعکس هغه ډول نه دی شوی لکه زیار چې غوښتی دی ، ځکه دکنایې څخه یې داسې معما جوړه شوې ده چې ښاغلی پخپله به یې هم تعبیر اوتفسیر په سمه ونکړای شی ۰

۸ - نتیجه
ترهرڅه لومړی دښاغلی زیار دلیکنې څخه ډیره مننه چې پریولړ هغو مفهومونویې دوستانه اولنډ بحث وشوکوموچې غلط فهمۍ پیدا کړې وې ، اوهیله من یم چې دکلمو اوجملو په تعبیراوتوضیح کې لاره نه وی غلطه شوې ۰ که چیرې په دې لنډې کره کتنه کې کومه کلمه بې ځایه استعمال شوې وی ، دښاغلی زیار څخه بخښنه غواړم ۰ همداسې هیله من یم چې دغه لنډه کره کتنه دعنوانه څخه لیرې نه وې تللې ۰
بله داده چې ما خپله لیکنه په پښتو ځکه ولیکله چې پښتانه یې په ساده ګۍ سره ولولی اوپرې پوه شی ۰ له هغې پښتو څخه مې پرهیز وکړ کومه چې له پښتنو څخه ورکه یا ورکیږی ۰ همداسې په سیاسی ډګرکې د (( آینده غورځنګ )) پرځای داوسنی غورځنګ له پاره حرکت ځکه په کاردۍ چې خلک اوولسونه به ښایی باوروکړی، چې ګواکې دڅلویښتو ځناورودوحشتونو څخه به وژغورل شی ۰
پای
۵ / ۶ / ۲۰۰۸