امریکايې عسکروپاکستان وارخطآ کړې ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستا نی مقاماتو اوس سر په دی خلاص شو چه دیو سیر وړو څخه څو ډوډي پخیږی دوی تراوسه په دی نه پو هید ل چه هغه ددوی خارجی میلمانه(عرب ،ازبک،چیچین یان) چه یو وخت به بدون له پاسپوټ او ویزی څخه په ازاد پښه وپا کستان ته راتلل او په پاکستانی مد رسوکی به مولا نا صاحبانو داسلا می زده کړو تر عنوان لاندی نظا می زده کړی ورکولی او بیا به يې دجهاد په نا مه وافغانستان ته دجنګ لپاره لیږل هغه څه شول؟

ایا هغوی اوس په پاکستان کی په جهاد بوخت نه دی؟هیڅ داسی ثبوت نشته اونه څوک دا ویلی شی چه دافغانستان په نژدی تاریخ کی دې داسی کومه مدرسه موجوده وی چه په هغه کی دی څوک دجهاد تر عنوان لا ندی د ترهګری فعالیتونو لپاره دکوم بل خارجی هیواد په ضد تر بیه شوی وی.
نن ورڅ چه ټوله نړی په یوه خوله په دی صلا شوی ده او وايې چه پاکستان دترهګرو او بنیاد ګرانو عمده مرکز په ټول جهان کی ده او د پا کستان حکومت او فوڅ دواړه تر سخت فشار لا ندی را غلی دی په دی خا طر چه دنړی والو فهم له څان واړه وی،نو چیغی او ناری وهی چه ترورستان له افغا نستان څخه پا کستان ته راڅي،سید یوسف ګیلا نی په پاکستان کی اوبرونی شړل شوی ولسمشر پرویز مشرف په روسیه کی پو تین ته ژاړی اوناری وهی چه افغانستان وپا کستان ته خطر جوړ کړی ده او دکمک غښتنه ور څنی کوی .
په دغو ورڅو کی امریکا اعلا ن کړی ده چه ددی میا شتی تر اخره پوری به افغانستان ته ۱۷۰۰۰ نور سر تیری ولیږی ددی اعلان سره سم دیوسف رضا ګیلانی چیغی وچتی شوی او وايې دامریکا يې عسکرو په ډیریده سره به ټول ترورستان پا کستان ته مخه وکړی او د پا کستان امنیتی وضع به تر پښتنی لا ندی را ولی او دا کار به دپا کستان په ضرر تمام شی .او د نوموړی په دغه راز وینا باندی دنیوز ورڅپاټی لا ندی تبصره کړی ده
اسلام اباد : د نیوز ورځپانې د راپورله مخې د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د شمېرپر زیاتېدا اندېښنه ښکاره کړې ده.
ښاغلي ګیلاني ویلي چی د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه شي اوارېدلی نوکه په دغه هیواد کې د ناټو او امریکا د پوځیانو شمېرزیات شي نتیجه به یې دا وي چې له افغانستانه ترهګر پاکستان ته واوړي .
یوسف رضاګیلاني په اسلام اباد کې خبریالانو ته همدارازوویل چې بهرني تروریستان اود نشه يي موادو کاروباریان په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ملاتړي دي .
تر دې مخکې چې ښاغلی ګیلاني په افغانستان کې د نړیوالوځواکونود زیانېدو په نتیجه کې پاکستان ته د طالبانو پر اوښتو اندېښنه څرګنده کړي ، د امریکا د پوځ جګپوړو چارواکو ویلي وو چې دوی هم اندېښنه لري چې که په افغانستان کې د طالبانود ځپلو لپاره خپل فعالیتونه ګړندي کړي ممکن طالبان د پاکستان خاورې ته واوړي او دا اتومي هیواد لا پسې بې ثباته کړي .
دیو سف رضا ګیلانی ددی څرګند ونو څخه داسی نتجه لا س ته را څی چه نوموړی په دی فکر کی ده که ترورستان به افغانستان کی ما ته خوری نوهغوی به ارومرو خپل کور ته دمرګ له ډاره را څي او دهغو مشترک کور پا کستان ده،څکه هغوی دپا کستان دی ،په پا کستان کی روزل شوی دې،به پا کستان کی يې نظامی تر بیه لیدلی ده اوبالاخره دجهاد تر نامه لا ندی دجنګ لپاره افغانستان ته لیږل شوی دې،بنآ مجبور دې بیر ته خپل کور ته راشی.دګیلا نی څخه مو نږ با ید پښتنه وکړو چه دما تی وروسته هغوی چیری با ید ولا ړ شی ؟
دافغانستان دولت او به مجموعی ډول ټول افغا نان دا ناری وهی چه دافغانستان دمعضلی دحل لاره جنګ او جګړه نه ده داغوښتنه څو څلی ددولت له مخا لفینو څخه شوی ده چه با ید دجګړی حخه لا س واخلی او له دولت سره یو څای شی،همد غه نن ورڅ کرزی صاحب یو څل بیا په خبرواترو باندی په کلکه ټینګار وکړی او دداخلی طالبانو څځه يې وغوښتل چه له خپل دولت سره یو څاي شې ، ولی هغه څوک جه اصل افغانان نه دی او دپا کستان څخه دجنګ لپاره افغا نستان ته را غلی دی هغوی په ډیره اسانی په خبره نه پو هیږی با ید دزور اوفشار له لا ری دافغا نستان څخه بیر ته پا کستان ټه وشړل شی ددی لباره ونظا می قوت او طا قت ته دفعلا لباره افغا نستان ضرورت لری .او دا ضرورت تر هغه وخته داحساس وړ ده تر څو دافانستان فوڅ داشغالګرانو دماتی امکان تر لا سه کړی، دفوڅونو دزیاتیدو په منظور دنیوز ویک ورڅپا ټې یو بل را پور کی داسی را غلی دی.
نيوز ويك ورځپاڼې ليكلي دي، چې د ځواكونو ډيرول نشي كولاى په افغانستان كې د امنيت په ټينګولو كې مثبتې پايلې وركړي .
دغه ورځپاڼه په خپل راپور كې ليكي چې په افغانستان كې د بارك اوباما د ځواكونو د ډيرولو طرحه همدا اوس يوې ازمايښتي پړاو ته رسيدلې ده. نيوز ويك ليكي: په افغانستان او سيمه كې د امنيت ټينګول هڅې يوازې د پوځيانو زياتيدو ته اړتيا نه لري او وايي په دې برخه كې چې د هر ډول اقدام په اړه فكر كيږي، بايد له هغې مخكې دسيمې په خلكو داسې مفكوره رامنځ ته كړاى شي، چې هغوى په بشپړه توګه د وسلوالو مخالفينو په مقابل كې ودريږي .
د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګيتس ويلي دي: امريكايي ځواكونه يوازې يو كال وخت لري تر څو مخكې له دې چې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې صبر پاى ته ورسيږي، په اسيمه كې د امنيت د راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې ګټورې ثابتې كړي. وړمه ورځ په كابل كې د امريكايي ځواكونو چارواكو اعلان وكړ چې په افغانستان كې د انتخاباتو په رانږدې كيدو سره ښايي د جولاى د مياشتې تر نيمايي پورې شاوخوا اولس زره اضافي امريكايي عسكر دغه هيواد ته راورسيږي او په جنوبي ولايتونو كې يې ميشت شي . پاې رحمت اله روان