عام خلګ نور دظلم څخه ستړې شوې دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دجنګ او جګړې له دګرونو څځه داڅو ورڅي داسې را پورونه په مسلسله توګه درسنیو له لارې خپریږې ،چه په هغو سیمو کی چه دا څوکاله درنه جګړه بدون دکومه هدفه روانه ده زیاد تلفات نسبت دجنګ او جګړی دواړو غاړو ته وعام ولس ته اوښتې دي او دجنګ ټول فشارپه بیګناه خلګو باندی په زور تپل شوي ده ،په کلواوبانډو کي په زرهاو بیګناه خلک (ښڅېاوماشومان) دمرګ وکندو ته اچول شوي دي ،داسی نتحه لاس ته راڅي چه عام ولس نور دجنګ او جکړې څخه ستړي شوي دي اواماده دې چه دجنګ دواړو غاړو په مقابل کی په قیام لاس پوري کړی اوخپل ځان ته دهغوي له شره نجات ور کړي.
د تیری جمعی په ورځ چې د سوات په يوه جومات كې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګى بريد وشو او تر 40 تنو زيات لمونځ كوونكي پكې ووژل شول، په لسګونو نور پكې ټپيان شول، سباته د سوات په ډوګدره كې ولسي وګړي را وپاريدل او د ځايي توندلارو طالبانو كورونه يې كلابند كړل، په تيرو درې ورځو كې يې د هغوى 16 كورو نه سوځولي په سوونو طالبان كلابند دي او څو تنه يې د ځايي ولسي لښكر لخوا وژل شوي دي .
په دې كې شك نشته چې ددغه ولسي حركت تر شا به د پاكستان د ځينو ځواكونو لاس وي، ځكه چې عام ولس له حكومتي ملاتړ پرته د طالبانو په وړاندې داسې توند غبرګون ته زړه نشي كولاى، خو په دې كې هم شك نشته چې د ولس صبر او زغم هم آخر يو حد لري. د دې حركت تر ټولو بنسټيز لامل پخپله هغه احساس دى چې دوى يې د طالبانو په وړاندې لري .
كټ مټ همدغه احساس د طالبانو پر خلاف په افغانستان كې هم را پيدا شوى دى چې يو سارى يې د پكتيكا ولايت د برمل ولسوالۍ د قومي مشرانو پريكړه ده چې د يوه ماين ايښودونكي كور يې نړولى او پريكړه يې كړې ده چې كه چا نور په تخريبي عملياتو كې برخه واخيسته كور به يې سوځول كېږي او درې لكه افغانۍ نغدي جريمه به ترې اخيستل كېږي .
له دې دواړو ورته غبرګونونو څخه يو ډير روښانه تصوير دا اخيستلاى شو چې كه د ډيورنډ دواړو لوريو ته په ولس كې له اسلام سره مينه، د پرديو پر خلاف كركه او د نړيوالې ټولنې د جفاوو نه خلك څومره بيزار او تر پزې راغلي دي، همدومره دوى د طالب په نامه ددې ياغي څپې له نا كردو نه هم خپه او ناراضه دي چې د ښوونځيو سوځول، د ښوونكيو او علماو وژل او د خپل مظلوم او بې وزله ولس په منځ كې ځانمرګي بريدونه كول يې ورځنى معمول دى .
دا اوس چې په افغانستان او تر ډيورنډ كرښې پورې غاړې ته په قبايلي او پښتني سيمو كې عام ولس له كوم عذاب سره لاس او ګريوان دى ددې اصلي عاملين همدغه دوه لوري دي چې يوه لورته القاعده او طالبان دي او بل ته د امريكا په مشرۍ نړيوال ائتلاف .
په دې منځ كې د پراته ولس غوښتنو او هيلو ته يوه لوري هم پام نه دى كړى، كه ددې بدمرغې جګړې پر ځينو اړخونو فكر وشي دا داسې ساده لوبه هم نه ده لكه چې ظاهري بڼه يې ښكاري، طالبان د سپټمبر د ۱۱ مې له بريدونو وروسته په افغانستان كې له واكه ولويدل، مركزيت يې له منځه ولاړ، اسامه او ملګري يې ورك شول، خو په سيمه كې په تيره په افغانستان كې داسې نظام جوړ نه شو چې پخپلو پښو ولاړ وي او پر خپل ولس يې تكيه وي. برعكس د امريكا په شمول نړيوالو لوريو په افغانستان او سيمه كې د خپل پوځي شتون په پراخولو او زياتولو زور را ووړ، پايله دا شوه چې له واكه لويدلي طالبان د ډيورنډ په پورې غاړه كې بيا د آرګاه بارګاه خاوندان شول، نوې تجربې او پر مختلليې وسلې، او څو چنده د زيات تخريبي ځواك لرونكي چاوديدونكي مواد يې تر لاسه كړل، دا هر څه د هغه نړيوالو ځواكونو تر سترګو لاندې و شول چې سيمې او زموږ هېواد ته د امن را وستلو او ترهګرۍ د ختمولو په نامه راغلي دي .
اوس د ولسونو غبرګون ښيي چې دوى د سره ښكيلو دواړو لوريو له اصلي موخو سره موافق نه دي، دوى خپلواك حيثيت، خپل ملي او ديني ارزښتونه، او په بشپړه آرامۍ او سوكالۍ كې ژوند غواړي، كه جګړه مار لوري خپلې قبلې سمې نه كړي دغه احساس به بالاخره د برمل او ډوګدرې په څير په يوه لوى غبرګون او پاڅون بدليږي . دا څو ورڅي کیږي چه په سوات کی دبنیادګریانوپه ضد با ندي په منطقه کی قومی پا څون یا لښکرو په جوړه ولو با ندې افدام کړي دې .
په پاکستان کې د صوبه سرحد چارواکی واېې چې تقرېبا زر کلېوالو په بر دېر کې په طالبانو باندی حمله کړېده. دا درېمه ورځ ده چی هلته نښتی روانی دی .
رپوټ واېې چې ددغی مرگ ژوبلی او تاو ترېخوالی سبب د جمعی دورځ هغه چاودنه ده چې په ېوه ځاېې جومات کې وشوه .
چارواکی واېې، د جمعی دورځی له بم چونی نه وروسته خلکو د انتقام لپاره پرطالبانو حملی کړېدی .
محلی چارواکیو ووېل چې لږ تر لږه ١٢٠٠ کلېوال له همدغو سمېو نه په قومی لښکر کې سره راټول شول لږ تر لږه ١٣ طالبان ېې ووژل او تقرېبا شلو کورونو ته ېې اور واچاوه .
رپوټ واېې دا د طالبانو د جنگېالېو کورونه وو .
چارواکی واېې چې د قومی لښکر خلکو طالبان تقرېبا له درې کلېونه اېستلی دی او دوه نور کلی ېې چې د طالبانو د مورچلونو په نامه ېادېږی محآصره کړېدی .
د سوات دری ته نېژدی سېمه کې د پاکستان پوځ له طالبانو سره تقرېبا له ېوې مېاشتی راهېسی په جگړه بوخت دی .
رپوټ واېې چې د تېرې جمعی په ورځ ېوه ځان مرگه د بر دېر په ېوه جومات کې ځان په بم والوزاوه او ٣٨ کسان ېې له ځان سره ووژل .
هېچا ددغی حملی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی خو محلی خلک واېې چې داکاربه طالبانو له پوځ نه دهغوی دتهاجمی حملی په بدل کې کړی وی .
ېو شمېر تحلېل کوونکی واېې چې د کلېوالو پاڅو او د لښکر جوړول ددې څرگندونه کوی چې په عامو خلکو کې د طالبانو خلاف کرکه او نفرت مخ په زېاتېدودی .
خو ېو شمېر نور واېې چې پکار ده د پاکستان پوځ له هغو دوه نېم ملېونو بې ځاېه شوېو ملکېانو سره چې د سوات دناوې په سېمه کې د نښتو له امله ېې کورونه پرېښی دی، په ډېره موثره توگه چا چلند وکړی .
البته که غواړی چې دعامو خلکو زړونه خپل کاندی .
پاکستان واېې چې تقرېبا ١٣٠٠ افراطېان او تقرېبا سل تنه عسکر تراوسه پورې له تېرو څو اونېو راهېسی د پوځ په تهاجمی حملوکې وژل شوېدی .
په ېوه بل خبر کې وېل شوېدی چې پولېس واېې په پېښور کې د پولېسو ېوی گزمی سره نېژدی ېوبم وچاود او ېوپولېس یی وواژه .
د سه شنبې په ورځ، د پاکستان مقاماتو وویل بر دیر ته یې د هغو کلیوالو خلکو د ملاتړ لپاره هلیکوپترې لیږلي چې د طالبانو په خلاف یې وسله پورته کړې ده .
د بر دیر چارواکو وویل، په دغه ځای کې د طالبانو خلاف په یوه قومي لښکر کې نږدې ١٢ سوه خلک راټول شوي، څو تنه طالبان یې وژلي او د یو شمیر طالبانو کورونه یې ور سوځولي دي .
پوځي چارواکي وايي، هلیکوپترو په هغو کلیو کې پر طالبانو بمباري کړې ده چې قومي لښکر محاصره کړي دي .
رپوټ وايي، کلیوال خلک چې تیره هفته د سیمې په یوه جومات کې چاودنې په قهر کړي دي، توانېدلي چې د بر دیر له دریو کلیو نه طالبان وباسي او په دوو نورو کلیو کې یې محاصره کړي .
تر اوسه هیچا په جومات کې ددغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی .
بل پلو، د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډنیس بلیر وايي، په پاکستان کې د تندروانو په خلاف د پوځ د بري علت دا دی چې د پاکستان عام خلک د افراطیت په خلاف د مبارزې ملاتړ کوي .
ښاغلي بلیر چې تازه د پاکستان له سفر نه راستون شوی دی او پرون ناوخته یې په واشنگټن کې خبرې کولې، وویل چې دا لومړنی ځل دی چې د پاکستان حکومت او عام خلک دواړه د خپلو عسکرو د عملیاتو ملاتړ کوي
ممکن دپاکستان اردواواستخبارات همدغه شان دامریکا يې مقامات لاس سوات دقومي لشکرو سره دبنیاد ګریانو په مقابل کی په پټه او یا ښکاره وي ولې لیري به نه وی چه دغه قومي لښکری به په اخیري پړاو کی ختمی اوضروري دپاکستانې کرنیلانو او حارجی اشغالګرانو پر ضد اقدام کوي پاې رحمت اله روان