سړه جگړه يوځل بيا تودېږ ي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور
2007.07.20

په نړيوال ډگرکې دروسيې اوامريکا منډی ترړي

دريمه برخه

دنفوذدپراختياسيالۍ : دشوري نظام دړنگيدوسره روسيه دشوروي اتحادځای ناستي اوميراث خورهيوادپه توگه پاته شوه. په روسيه کې دپراواتيزاڅيه (خصوصې کول) داقتصادي پروگرام دپلې کېدو په نامه دولتي چارواکو دفابريکو ،کلخوزواو سفخوزوريسانودملې شتمنيو په چور اولوټولوکې دومره ښکيل پاته شوه چې هرډول سياسي ، اقتصادي ،فرهنگی اوستراتيژيکي چاري اوبهرنۍ سيالي ئې له ياده ووتل .
امريکا دسوپر پاور هيوادپه توگه ځان دنړی پدغه سيالی کې بريالی وباله .هري خوا ئې لاس اچونه اوپه نړی کې ولسو نوته دنظامونو جوړول پيل کړه ،يو واکدار ايسته کېده بل واک ته رسول دامريکاددولتي چارواکو ورځنيزه دنده وگر ځېده . په افغانستان دطالبانوحکومت پدي نامه چې داسامه بن لادن کوربه دی نسکورشو، ددموکراسی دپلې کېدو اوتروريزم دجرړودايستلوترنامه لاندي داروپااونړی ديوشمير نوروهيوادونه چې شمير یې (( ۳۷ )) ته رسېږي دپوځی مرستو ترنامه لاندي عمليات پيل شوه . دوه کاله نه وتير شوی چي دصدام حسين درژيم دنسکوريدوپلان جوړشو،تردې نامه لا ند ي چې صدام حسين د اټومي وسلودجوړېدوخيال لري د۲۰۰۳ م کال داپريل په نهمه بېله دکوم نړيوال سا ز مان له اجازې اومشوري نه پرخپل سر پر نيمه شپه را نسکورکړ،تر اوسه نه هلته دموکراسي پلې شوه اونه هغه سوله چې امر يکا يانودخپل پوځئ شتون په پايله کې له منځه يووړل دوباره ټينگه شوه ،تر اوسه هره ورځ بې گناه عراقيان کم تر کمه ((۴۰)) نفره خپل خوږ ژونددلاسه ورکوي . څرنگه چې هلته نفت شته دامريکا پاملرنه ډيره هاخوا شوه ،دوي دافکر کاوه چې درژيم په ړنگېد وسره به عراق ددوي په لاس کښې وي ،هرڅه چې غواړي هغه به سرته رسوی ،مگر اوس په عراق کښي مقامت دومره غښتلئ اوورځنيزتلفات دومره زيات شول چې امريکايانوته دمنلووړندي . تردې حده چې که دامريکا په راتلونکو ټاکنو کښي دموکراتان بری ترلاسه کړی لومړی پروگرام به یې له عراق اوبياله افغانستان نه پښې ايستل وي . دجولاي پر ۲۸ دامريکادمشرانوجرگې يوځل بياپردې خبره ټينگار وکړه هر څومره چې ژر کېږي بايد امريکايي پوځ عراق خوشی کړی .
ولاديمير پوتين دداسي روسيې واک ته ورسېدچې له چوراوچپاول نه په رښتياسره دومره څه نه وپاته شوې ،هرڅه هرپخوانيو واکدارانودخصوصی کېدوتپه بهانه په خپل نامه کړې وه . ولادميرپوتين کله چې دولتي واک تر لاسه کړ سمدلاسه ئې پردولتی لوړوڅوکيوخپل ملگری اودنظرپلويان وگمارل .دهيواد واقتصادي پرمختگ اوپه نړيوالو اقتصادي سيا ليوکې غوره ځاي ته رسېدل يې خپله موخه وټاکل .هغه ته داڅرگنده ده چې روسان دروسي هژمونيزم له کټه راپرېوتل زغملاي نشي ،هغه پدې پوره پوهېږي دغه موخې ته په رسېدوسره به پوتين په ټوله روسيه کښي تربل هرچا دزياتو پلو يانوڅښتن وي . داهغه ته ډيره مهمه ده ځکه تر اوسه هيڅوک پدې باورندی چې ولادمير پوتين دي پسله دوهمې دوري نه دجمهوري رياست مقام پرېږدي .رښتياهم داده پسله هغه چې دروسيې په اقتصادي ژوند کښې خوځښت پيل شوی اوپه نړيوالومسايلوکښي يې په توندولهجودروسيې له ملي منافعو نه دفاع پيل کړېده دروسانو په منځ کې په ټوله روسيه کښې پوتين تر بل دولتي اوسياسي شخص زيات پلويان لري .
دروسيې اقتصادي پرمختگ دغه هيوادپرخپل ځان باوري کړئ دی ،اوس روسيه له اقتصادي پلوه پرخپلو پښوولاړ هيواددی ،دقر بانی وخت یې ډيرژر تيرشو.طبعي ده چې روسيه دنړيوالومسایلوپه هکله غواړي دهغوي نظر اوگټوته دقدرپه سترگه وکتل شی ،روسيه پدې باورده چې کېداي شي يوځل بيادپخواني شوروي اتحادپه څيرپه نړيواله رهبرئ کښي لوړمقام ولري ،اودغه مقام ته درسېدولپاره له ټولوامکاناتونه گټه اخلی .
روسان دخپلو ملي ځانگړتياله مخې تل ځانته ترهرچازيات ارزښت ورکاوه ،په ځانگړې توگه دا احساس ئې پسله هغه چې دوهمه نړيواله جگړه يې وگټل اودنړئ پر نيمايي ئې مستقيم ياغيرمستقيم حکم چلېده نورهم پياوړی شو. دروسا نو غوڅ ډيره کي ځانونه له اروپايانو نه بيل بولې اواروپايان هم له دوي سره داړيکو نيولوچندان علاقه نلري. .
پدې ورستيو کښي دپوتين نوي اقتصادي سياست په ځانگړې توگه ترمځکه لاندي طبعې اوانرژیتيکی منابعونه دملې کېدوهڅواوله هغوي نه استفاده تردولتي ترکنترول لاندي راوستل ،غربی نړۍ ډيره وارخطاکړېده ، ځکه دروسيې پر طبعی منابعواوانرژئ د ملکيت دغه ډول بڼه دغربی نړی لپاره دهغوي څخه داستفادې امکانات له منځه وړي .
له بلې خواروسيه غواړي پر اروپاباندي دنفتواوگاز دخرڅلاوترنامه لاندي زيات شمير هيوادونه په ځان پوري وتړل، دروسيې لخواپه مرکزي اسياکي دنفتواوانرژی پر زخيروباندي دکنترول هڅی ،دروسيې ، اروپا اوامريکا ترمنځ دنړيوالومسايلوپه هکله سخت سياسي بحثونه ددې ښکارندوي دي چې دنړيوالولپاره دروسيې دکړ نو په هکله وړاندوينه ناشونې خبره شوې ده .په روسيه ،اروپا اونړيواله کچه يولړسياسي اوښتونه اوتغيرات ددې لامل شوه چې اوس دغربی نړی لپاره مشکله ده چې په سادگۍ سره ديوشمير نړيوالو مسايلوپه هکله دروسيې سره داسي گډه ژبه پيداکړی چې په هغه کښې دروسيې گټوته زيان ورسېږی . روسيېد آسيا يي هيوادوپه ټولوهغواقتصادي سازمانوکښي دگډون فعاليتونه پرې سرته رسولې کوم چې پدغه سيمه کې جوړشوي دي ،يوشميردگډی همکاری سازمانونه ئې داقتصادي علمي اوفرهنگی همکاريوترنامه لاندي دخپلوديپلوماتيکی تلاښونوپه پايله کې خپله جوړ کړې دي .
داورآسياسازمان غړی هيوادونه ((روسيه ،بلاروسيه ،قزاقستان ،قرغزستان، تاجکستان ،او ازبکستان )) چې دهغه جملې نه يې ارمنستان ،مولداويااواوکراين دڅارونکو (ناظرينو) په توگه منل شوی دي دغه سازمان هم دروسيې دبېساري ديپلوماتيکي تلاښو نوپه پايله کې جوړشوی دی ،دادئ اوس غواړي د يو(واحد)گمرکي سيستم لپاره حقوقي اساس جوړکړی . دجولاي پر ۱۷ ورځ دروسيي دوزيرانو شورا د رئيس مرستيال سرگی نارشيکين اعلان وکړچې داورآسيا سازمان غړی هيوادونه غواړی يو واحد گمرکی سيستم ولري . دروسيي مشرتابه پدې تلاښ کې ده چې په اقتصادي اړيکو کښې هم دمرکزي اسيا نوی جوړشوی هيوادونه چې دپخواني شوروي اتحاد جمهوريتونه وه پخپل چاپيريال کې وساتي ،روسيه هڅه کوي دنړيوالي اقتصادي سازمان بديل جوړکړي .داخبرهم اړينه ده چې روسيه پدې سازمان کې دچين دگډون مسله تر اوسه نده راپورته کړې . پوتين پدې ورستيو کې څوځله داخبره کړې ده چې دسوداگری اواقتصادي همکاريونړيوال سازمان پر ټول جوړښت بايد له سره کتنه وشي ،دهغه په ويناداسازمان ډير پخوا جوړشوی دی اوپه بيروکراتيکوستونځو اخته دی . novasti نوستی
په سيمه کې دروسيې لخوادخپل سياسي ،اقتصادي اوفرهنگی نفوذ دپراختيا تلاښونه اوس تر لمرروښانه څرگند دی .
دبېلگې په توگه ،هندي ليکوال (( بدرکمار)) دروسيې دنفوذ دپراختياپه هکله دخپلې ليکنې په يوه برخه کي : ((په شمالي سيمه کې بدې ويني تويږې)) ترنامه لاندي ليکې چې په افغانستان کې امنيتي ناخوالي دگډوگټو (مشترک المنافع )هيوادودسازمان (CSTO ) د راتلو نکې مياشتي په غونډه کې تر بحث اوڅېړني لاندي نيول کيږي . داځکه چې په افغانستان کې دناټو فعاليت روسان له نږدې څاري .
مسکودمنځنۍ اسياپه اړوندناټوسياست چې دامريکا په رهبري پر مخ بيول کيږي په ښکاره انتقاد وي .
جنرال ((نیکولای بوردي یووا)) دگډوگټودسازمان غړو هيوادودامنيتي شوراعمومی منشي دقرغزستان پلازمينې بیشکک په ښارکښي وويل : ((ناټوپه منځنی اسيااوقفقازکښي دخپل نفوذ دپراختياسياست پلۍ کوي )) ،(( بهرنی ځواکونو دسيمې ټيکاو له خطر سره مخامخ کړئ دی ،دناټواواروپاداتحاديي فعاليتونه دپراختياپه حال کي دي)).
جنرال بوردی یو وا امريکاته په گوتڅنډلوسره وويل: « دلويي منځنۍ آسيای» طرحی دپلې کېدوپه موخه امريکا غواړي افغانستان څخه ديوې ستراتيژيکي هډې (پايگاه) په توگه استفاده وکړی» . هغه همدا ډول څرگنده کړه امريکا غواړی دسيمې دهيوادو،روسيې اودگډامنيت دسازمان غړوهيوادوترمنځ بې اتفاقیو ته لمن ووهی . دې موخې ته درسېدولپاره واشنگتن غواړی دمنځنۍ آسيا هيوادو،افغانستان ، پاکستان اوپه راتلونکی کښي هندو ستان همکارۍ دخپلوگټوپه چوکاټ کې راجلب کړی .
دروسيې دبهرنيوچارو وزيرسرگی لاوروف دجرمني تلویزیون سره په مرکه کښي وويل : مسکو دافغانستان په شمال کې دورستيونا اراميوپه هکله تشويش لري ،دگډوهمکاريودامنيت دسازمان ((‏‏CS TO )) خپله دغه اندېښنه دمارچ په مياشت کښي دکابل له چارواکوسره شرېکه کړه ،مگرپدې ليدنه امريکاخوشحاله نشوه ، امريکايان نه غواړي چې روسان له کابل سره نږدې اړېکي پيداکړی .سره لدې چې امريکادرې کاله پخوا روسيې ته دناټوپه چوکاټ کښي په افغانستان کې دهمکاريووړانديز کړئ و ،خواوس نه غواړي هغه وړانديز ورپيادکړی ،مگر روسيه ديوسياسي لوبغاړي په توگه هڅه کوې ددبازيودې ميدان ته ورگډشی .
دروسيې بهرنيوچارووزارت دهيواددبهرنی سياست يوه ستره طرحه ولادیمیر ‏پوتین ته وړاندي کړېده چې په هغه کې په افغانستان کښې دبهرنيوځواکونوپوسيله د((دسياسي ثبات په انحصار کي نه راوستلو)) ته اشاره کيږي .ددې طرحې پر بنيادهيڅ يوگاونډۍ هيوادنه بايد په افغانستان کې دټيکاوپه راوستلوکې استثنا وبلل شي . داپه واقيعت کښي دامريکا اوانگليستان ټاکونکی نقش اورول ته اشاره ده.
دمارچ پر پنځمه دبهرنيوچارووزارت وياندوويل :کابل ته دروسي پلاوي د دسفر په وخت کښي دطالبانو اوالقاعدې دوسله وال فعاليت پراختياته په نظر کې نيولوسره ښاغلی کرزی له روسيې نه غوښتنه وکړه چې دافغانستان پوځ ته دپوځی توکودبرابرولوکار له سره بياپيل کړی. Afghanistan .Ru
دشانگهاي په نامه دگډومرستودسازمان جوړېدل :
په ۲۰۰۱ کال کې روسيه پدې پوه شول چې امريکا دروسيې تر سرحداتوپوري خپل نفوذ پراخوي دغه سياست دچين گټې هم دخطر سره مخامخ کړې اودبلې خوادهنددلاسه ورکولومسله مطرح شول ،امريکاآهسته مگردکوټلی گامونوپه پورته کولوسره دهند سره دمناسباتودښه کولوکار پيل کړ .روسيه مجبوره شول دچين سره خپل پخوانی اختلافونه شاته پرېږدي روسيې ديوسياسي اواقتصادي داسي کمپ دجوړيدلپاره کارپيل کړچې په هغه کې دچين اودمرکزي اسياديوشمير هيوادوگټې هم نغښتي وی . دشانگهاي دهمکاری سازمان دجوړېدوسندد۲۰۰۱ دجون پر ۱۵نېټه لاسليک شو او دشانگهاي تړون د اروپا يي اتحاددبديل په توگه په سياسي اواقتصادي بهير کې راڅرگند شو. دشانگهاي دهمکاری سازمان (SCO) يودولتي سازمان دی چې د((۲۰۰۱ م کال دجون پر 15 نېټه ))دشپږو هيوادو ((چین، روسیه ، ازبکستان ، قرقیزستان، قزاقستان او تاجکستان )) په آزادا گډون جوړشو. ددې سازمان موخه دمتاقبل اعتماد پيداکېدل ،اقتصادي ،سياسي ،علمی اوفرهنگي همکاريو سرته رسول اعلان شوئ دي ؛ همدا ډول داسازمان دانرژی ترانسپورټ ،توريزم ،چاپېريال ساتلو په سيمه کې د امنیت او ثبات اوديوگډسياسي اقتصادي نظام رامنځته کېدل په موخه جوړ شوئ دی . اوس مغولستان، پاکستان، هندودستان و ایران دلېدونکوپه توگه ددې سازمان غړيتوب لري . ددې سازمان دغړوهيوادو دمشرا نوغونډه دپرېکړواوتصميم نيولولوړترين ارگان اومرجع بلل کيږي ، په کال کې يوځل دمحال ويش له مخې غونډي کوي ،پدغه غونډه کې دبهرنيوچارو،‌ اقتصاد، ترانسپورټ ، فرهنگ، دفاع اوامنیت وزيران هم گډون لري .ددې سازمان ثابت مقر يوپه پکن ا وبل په تاشکند کې دی . دشانگهاي دهمکاريوسازمان په ۲۰۰۶ کال کې گډنظامي مانور اجراکړ ،په ۲۰۰۷ کښي به هم داکارترسره شي .ددې سازمان په جوړدوسره دامريکا اورسیې ترمنځ په روابطوکې سوړوالی راغلی دی . ددې اتحادجوړېدل دسړې جگړي دپيل يوه له لومړنيو بېلگوڅخه ده.
دشانگهاي دتړون په هکله په نړيوالومحافلو کې داسي گنگوسې راپورته شوی دی چې ممکن داسازمان په يوپوځي بلاک بدل شي ،چې دناټوپرخلاف به سرراپورته کړي .خو دشانگهاي دسازمان پلويان بياداخبره نه منې او وايي چې په پوځي سازمان ددې اتحاد بدلېدل هېڅ وخت مطرح شوي ندي اونه به دهيچالخوا هيڅکله مطرح شي .
منځنئ اسيادروسيې اوچين لپاره داقتصادي ارزښت نه ډکه سيمه ده امريکاهم داگټوره سيمه له نظره نده غورځولې ،امريکاله هغه وخت نه چې په افغانستان کې يې دتروريزم سره دجگړې په پلمه پدې سيمه کې پوځئ اډې جوړې کړې غواړي له دغو هيوادوسره هر اړخيزه کوټلې اړېګي ولري اوپدې سيمه کې دطبعي منابعواوانرژيتيکي زخيروڅخه پخپله گټه پورته کړی .
داروپااتحاديي اوروسي مشرانوترمنځ دمی په مياشت کي دانرژی دتامين دهمکاريوپه خاطر غونډه وشول ،داروپا اتحاديه دخپل مصرف څلورمه برخه له روسيې نه ترلاسه کوی ،دروسيي ددې برلاسی نه اروپايان ډير په تشويش کښي اچولی دي ،هغه قراردادچې دمی پر ۱۲ نيټه دروسيې ،ترکمنستان اوقزاقستان ترمنځ لاس ليکل شودغربي نړی ډېر تشويش وړوگرځېد . روسيې چې له ډيرې مودې نه ئې دنفت اوگازدلولوغځولوپه هکله دابرقدرتوفشارپه مقابل کې دفاعي حالت غوره کړئ و،مگراوس دسياسي تهاجم په حالت کې قرارلري .
دشوروي نظام ترړنگېدووروسته خپلواکي ته رسېدلی نوي هيوادونه دخپلې بودجې دپوره کېدواوروسيې په قابل کې دخپلواکي دساتلوپه موخه يوازي له نفت اوگازنه دپيسونه استفاده کوي . روسيه امريکا اواروپايي هيوادونه ټول له يوه سره علاقه لري اوغواړي دمنځنۍ آسيااوقفقازسيمې د نفت اوگازنه پخپله گټه استفاده وکړی .په همدې منظوريوه له هغومسايلونه چې هره ورځ پرخوله نده اونړيوال عادي وگړې له دې پټی ولې توندي اوستری بازۍله جريان څخه نه خبريږې هغه دمنځنۍ آسيااوقفقازپه سيمه کښې دنفت اوگازدطبعي منابعوپرسردسياليولوبه ده .
ددې لوبې يوه بېلگه :
کله چې په يوامريکايي شرکت((شورون)) دخپلې پخوانې هيلي له مخې په ۱۹۹۳ کال کې ‏د ‎تنگيز يکي له ستری ذخيري نه ۵۰ په سلوکښي دنفتووحق ترلاسه کړ. دخزردبحيري دنفتوپه اړه دآذربايجان پخواني جمهور ريس حيدرعلي اف په ۱۹۹۹ کال دقرن دتړون په نامه مشهر قرارداد له يوي بېگانه کمپنئ ((گونچلي- شيراگ- آذري ))سره لاس ليک کړ . پدې هکله مسکوپه خښم راغلي اودوباکوسره ئې دخزردبحيري پرحقوقي تعبير جنجال يپل کړ،هغه داچي داکوچنۍ رود دی اوکه لوي درياب ؟ دباکوصدراعظم الوالفضل الچيبه چې يوملې دريځه شخصيت واودروسيې سره ئې مخالفت کاوه په ۱۹۹۳کال څوورځی دمخه تردې چې د آنگلوساکسون له مهموکمپنيو سره پروتوکول لاسليک کړی ديوې کودتاپه درشل کې له څوکۍ نه گوښه کړه شو . سياسي څارونکی پدې نظر دي چې داکاردروسيې په اشاره ترسره شو. لوموند دپلوماتيك ‏
په واقيعت کي امريکا،روسيې اوچين داسي يوې سيمې ته پاملرنه اړولې ده چې دغښتلي اوماهري رهبري نه بې برخې ده. دڅېړونکولپاره داسوال دی چې دادرې نړيوال لوبغاړي به څنگه له دې سيمې نه داستفادې پر سرمشترکه ژبه پيداکړی خوامريکادانه پټوي چې داسيمي ددوي لپاره داقتصادي اوسياسي علاقي اوگټوسيمې دي ،غواړي پدې سيمه کې سرمايه گذاري وکړی اوخپل نفوذ دډير وخت لپاره ډادمن کړی .
دروان کال دفبروري دمياشتي ددوهمې نيمايي په لومړيوورځوکې د واشنگتن ډي سي په هغه ناسته کي چې دروسيې ،چين اومريکاداستازولخواوشول دامريکااستازی کولینز دمنځنئ اسياپه هکله دامريکاطرحه واضح اوروښانه بيان کړه هغه وويل : (( د۲۰۰۱کال د سپتمبرله ۱۱راپدې خوا زموږ دتلاښونوموخه ډير پدې لورحرکت کوي چي دمنځنۍ اسيا هيوادونه په جنوبي آسيااومنځنی ختيځ کې دامريکاددفاعي گټوديوه برخې په توگه ووينو)) . ريانوستي ۲۰۰۷ دمۍ ۱۷
داسې څرگنديږي چې په سيمه کې دروسيې اوچين گډ تلا ښونه اودخپل نفوذ دپراختيالپاره هڅی به دامريکاددغه سياست له بری سره کومه مرسته ونکړی ،روسيه به هيڅکله هيڅ يوهيوادته دازمينه مساعده نکړي چې په منځنی آسياکې دې تاثيرات اوددغوهيوادوله مشرتا به سره دي ښې اړېکي ولري .
پدې ورستيوپنځوکلوکښي روښانه څرگندېږي چې روسيه په سيمه اونړی کښي دخپل سياسي ، اقتصادي اوپوځی ځواک اونفوذ دپراختيالپاره مټې رانغښتي دي .دشانگهاي تړون جوړ ېدل ،له ايران څخه بېله قيداوشرط نه سياسي مالاتړ دامريکا اواروپا په مقابل کښي دخپلو اقتصادي اوسيمه ايزو گټوڅخه بې درېغه دفاع ئې روڼې نښانې دي .
دنفت اوگازودقيمت لوړېدو،دوسلوخرڅلاواوپه نړيوال بازاروکښي دروسي توليداتوپلورلوله درکه دروسيې په اقتصادي پياوړتياکښې ټاکلئ رول ولوباوه . روسيې دمالي چارودوزيرچې دمۍ په مياشت کښې يې ولادميرپوتين ته دهيوادداقتصادي حالت په هکله راپورورکاوه وويل : تيرکال يوازي له بهرنه تر(( ۳۵ )) ميليا رده ډالره زياتي پيسې روسې ته راغلې دي اوسږ کال داکچه څوځله لوړه ښکاري . نوستي اوRTR
دخپلوپخوانيوتمويل کونکوسره دروسيې داقتصادي اړيکوښه بېلگه ،له ترکمنستان څخه چې په ۲۰۰۶ کال کي ئې ((۵۰)) ميليارده مترمکعب گازتوليدکړئ و((۴۰))ميليارده ئې په ډير ارزانه قيمت روسيې ته صادر شوي دي بللاي شو ،داپداسي حال کي چې ترکمنستان ديوې بلې کوچنۍ لولې په مرسته ډير لږگازپر ايران پلوری .
ولادميرپوتين وکولاي شول دترکمنستان دجمهور ریس سفرمراد نيازف سره د۲۰۰۳ کال داپريل په مياشت کي داسي قراردادلاسليک کړی چې هرکال ۸۰ ميليارده مترمکعب گاز روسيي ته د((۱۰۰۰)) مترمکعب گازپه مقابل کې د۴۴ ډا لروپه قيمت ورکړی . ډير وخت لانه وتير شوی چې عشق اباد لدې قراردادسره مخالفت وکړاودگازلېږل ئې په ټپه ودرول د۲۰۰۵ کال په ژمی روسيه حاضره شول چې دهر (( ۱۰۰۰))مترمکعب گازپه مقابل کې ۶۵ ډالره ورکړی . مگر پسله هغه چې ترکمنستان له چين سره هم دگازپلورلوموافقه لاسليک کړه چې له مخې به ېې له ۲۰۰۹ کال نه دديرشو کالو لپاره هرکال ((۳۰))ميليارده مترمکعب گاز چين ته ورکوی اوپدې خاطربه ددوه زره کيلومترو په اوږدوالی دگازدلېږلپاره لولې جوړېږي ،روسيې دگازپروم کمپنۍ مجبور شول چي دترکمنستان سره د۲۰۰۶ کال دسپتمبر په مياشت کې نوی قراردادلاسليک اودهغۀ له مخې دهرو((۱۰۰۰)) مترمکعب گازپه مقابل کښي ((۱۰۰))ډالره ورکړی . لوموند دپلوماتيک
په ۲۰۰۷ م کال کښې روسې سره لدې چې په چک اوپولنډ کې دامريکادتوغنديودسپر دځاي پرځاي کېدوسره جدي مخالفت وکړ،نه غواړي يوځل بيادپخواني شوروي اتحادپه دود دوسلوپه سياليوکښي راښکيل شي دغې موخې ته درسېدولپاره دټولوسياسي اوديپلوماتيکې کانالونه استفاده کوي .
روسيه اوس په اقتصادي بازار کې هم په اروپاکې دامريکاسره برابر تلاښکوي ،غواړي خپل اقتصادي تاثېرات او نفوذ دگازاونفتو دخرڅلاو او پدې موخه دنلونودغځولوله لاري غښتلئ کړي .دجون پر ۲۵ نېټه دتورې بحيرې داقتصادي همکاريودسازمان غونډه چې ((۱۲)) هيوادونه يې غړيتوب لري دايره شول ، پدې غونډه کې له توری بحيرې نه غربی اروپاته دروسيې له لاري دلویي ترانسپورټی لاري جوړول چې هغه به دتوري بحيرې پر غاړه ټول پراته هيوادونه سره مښلوي اودتوري بحيرې له لاري دروسې دگازپايپ لين غځول چې دکاله به ((۳۰ميليارده مترمکعب )) گاز د اروپا يوشمير هيوادوته رسوی دروسيې دسوداگرئ دپراخوتلاښو نومونه ده .
داپروژه چې دجنوبی جريان په نوم ياده شوې ده ډيره گرانه پروژه ده،دبېلگې په توگه يوازي دتورې بحيرې تراوبولاندي د۹۰۰ کيلومترودنل غځولوارزښت ((۵،۵))ميليارده ډالره اټکل شوئ دی . خوروسيه ددې لپاره داکارکوي ترڅو اروپا يي هيوادونه چې له روسې نه گازترلاسه کوي پدې ډاډه کړي چې د۲۰۰۶ کال ژمی ستونزي چې دروسيې اواوکراين دسيا سي اختلاف پر سرپېښې شوې اواروپاته دگازپه لېږلوکې ځنډ پېښېده رامنځته نشي .دگازدنوی پايپ لين دجوړ ېدو پروژه دروسيې دگازي توليداتوکمپنئ ((گازپروم))اودايټالياد((Eni )) کمپنئ لخوا پرمخ بېول کېږي . اسکارونی د دايټالياد((Eni )) کمپنئ ريس څرگنده کړه داپايپ لين چې دتورې بحيرې تراوبولاندي (( ۹۰۰)) کيلومتروپه اوږدوالي تيرېږي په بلغاريا کې به پردوبرخو ووېشل شي چې يونل به دايټاليا جنوبې سيمواوبل به يې داتريش اوسلوانيې په لوراوږدشي . سره لدې چې امريکاددې پروژي دپلي کېدوسره موافقه نده خودايوه له هغو سترواقتصادي پروژوڅخه ده چې روسيه به په نړيوالو اقتصادي سياليوکښي دبري تر کچي ورسوی . نيزاويسيماياگزيتا
دسرطان په ۲۰ دسن پطرزبورگ په ښارکې ولاديمیر پوتین نړيوالوته وړانديزوکړ چې په نړيوالواقتصادي اړېکوکښې بايدداسي نوئ جوړښت رامنځته شي چې په هغه کې سالمې سيالی ته ځاي ورکړه شوی وي . پوتین داقتصادي همکار يو د يولسم نندارتون اوپدې اړه دزيات شمير هيوادوداستازوپه گډون هغه غونډه کې چې د سن پطربورگ په ښارکې جوړشوی وڅرگنده کړه : په جهان کې په دوامداره توگه تغيرات راځی ،هغه هيوادونه چې پرون شاته پاته فکر کېده ،نن پدې هيوادو کې ډيرچټک اقتصادي پرمختگ روان دی .که ((۵۰)) کاله پخوا ۶۰ په سلوکې دنړي ناخالص داخلي توليدات د(( ۷)) صنعتی هيوادوپرغاړه وبرعکس اوس نږدې ۶۰ په سلوکې دغه توليدات په همدغه پرونيوشاته پاته هيوادوکې توليدېږي . دهغه په وينادپراختياپه حال کي هيوادونه نه تنهادنړيوالوتوليداتوتبادله بلکه ټولنيز چوپړ اومرستي هم ددوي لخوا سرته رسيږي ،پدې خاطر په نړيواله کچه په مختلفوبرخوکې دنړئ په بازار کې سيالی زياته شوې ده . پوتين وويل خبري اوبيانيې نشي کولاي داانډول اوعدالت تامين کړي ،ښه خبره دادده چې په عملې بڼۀدنوي اقتصادي سيسټم اواړيکودجوړېدولپاره لارپرانيزو،اودسالمې سيالی سره مخالفت ونشی . ۲۰۰۷ دجون ۱۰ RTR
تبلېغاتي سيالي :
اوس روسيه علنی داشکايت لري چې امريکاددې هيوادپه کورنيوچاروکې لاس وهنې کوي اوغواړي داهيواد له سياسي پلوبې ثباته کړي . پوتين پارلمان ته پخپله کلنۍ وينا کښي دروسيې په کورنيوچاروکې دپردوزياته مدا خله وغندل ،هغه څرگنده کړه دروسيې په کورنيوچاروکې دلاس وهنې په موخه چې کومې مالي مرستې رالېږل کېږي دپخوانيوکلوپه پرتله ډيري شوي دي . روسيې چارواکي دامريکالاسوهنه هغو مداخلو ته ورته بولې کوم چې په اوکرا ين کې په ((۲۰۰۴))، گر جستا ن کې په (( ۲۰۰۳ ))اوقرغيز ستان کې په (( ۲۰۰۵)) کلو کې يوپه بل پسې دنارجي انقلابوپه نامه ترسره شوې ، او هلته دامريکاپلوه کسانو دولتي مقامونه تر لاسه کړه .
يوشمير روسي سياسي کارپوهان پدې ورستيو کښي دپوتين دمخالفينومظاهري دامريکااو بهرنيو هيوادودملاتړ بېلگه بولي دوي وايي :دروسي ددولتي چارواکو دمخالفتوسره بيا هم د((روسيې )) په نامه ائتلاف چې داوسنۍ ادارې سره په مخالفت کي دی وکولاي شول دمسکوپه ښارکې پراخه مظاهره جوړه کړي . سره لدې چې يوه ورځ وړاندي همدا ډول مظاهره دسن پترزبورگ په ښارکې جوړه شوه مگرو امنيتی ارگانودهغې دپراخېدومخه ونيول .
ددغو مظاهرسره دغبرگون په توگه په عين وخت کښي دپوتين پلويانو (( ۱۵)) زره دځوانانو گارد لخوا هم دمسکو دښار په مرکزکې لوي يالاريون ترسره شو. روسي کارپوهان وايي چې دپوتين پرخلاف دمظاهرومالي لگښت دروسي پانگوال باريس برزوفسکي لخواسوئ دی ،هغه اوس دم گړۍ په لندن کې سياي پناه لرونکی په توگه اوسې . همدا ډول دوي داسي انگېري چې څوورځې پخوا دامريکې دبهرنيوچارودوزارت لخواپه روسيه کې دموکراسی اودبشر حقونوته دگواښ په هکله يورپوټ وړاندي شوی و،که څه هم هغه وخت سمدلاسه دروسيې دبهرنيو چارو د وزارت لخواددې رپوټ په وړاندي غبرگون اعلان شو،ولې په رپوټ کې څرگنده ښکارېده چې د امريکالخوادپوتين پرخلاف دپروگرامونوپلې کېدولپاره جدې گامونه اخيستل کيږي . ويستي اوRTR
ويکتورکوزنيتسوف دروسيې دپارلمان غړئ بيا پدې باوردي چي په اوسنيو شرايطوکې روسيه دامريکاتر تبليغاتي اوسياسي فشاراوحملو لاندي ده ،تر څوپه روسيي ټولنه کې درځ پيداشي . په روسيي سياسي څېړونکي پدې باوردي چې دامريکا لخوا په روسيه کې دمظاهرو تنظيم اودپوتين مخالفيونوته يې دمالي مرستو رسولو په پايله کښې له هغه څخه زيات امتيازونه ترلاسه کوی ، اوله بلې خوائې ځانونه تر پوتين وروسته دورې ته اماده کوی .
ميخائيل دوگين،دروسيي دتجزيي اوتحليل ژئوپليتيکي مرکز ريس ((نزاویسما ياگازتا)) ورځپاڼي سره په مرکه کښي وويل : دروسيې سياسي جوړښت په ځانگړې توگه دگوندونوسياسي فعاليت اوانتخاباتي سيستم پدې شکل دی چې دامريکا پلويان لکه کاسپاروف، کاسيانوف، ريژکوف او ليمونوف، دبری کوچنۍ ترين چانس نلري . سره لدې چې د آمريکاد متحده ايالاتولخوا په اروآسيا کې ددموکراسی دپلي کېدولپاره ((يوميليارد اودوه سوه زره )) ډالرولگښت په نظر کې نيول شوئ دی .
اوس امريکاپه عراق اوافغانستان کې دماتي سره مخامخ ده ،دامريکاسناپه ځانگړې توگه دموکراتان چې اوس اکثريت دی نه غواړي نور امريکايان په عراق کي پاته شي ،ناټودلومړی ځل دپاره داومنل چې په افغانستان کې له سختو ننگو نو سره مخامخ ده ،انگليسي ورځپاڼي گاردين دجولاي پر ۱۶ نېټه يوسرخلاصۍ ليک خپور کړ چې په هغه کي دانگليسي پوځ برجسته قوماندانانودخپل هيواد صدراعظم گوردون براون ته خبردارۍ ورکړئ چې واشنگتن اولندن په عراق کې په جگړه کې مصروف دي اوافغانستان ئې له پامه غورځولئ ،هغوي داويره ښکاره کړه چي په افغانستان کې ناکامي به دپاکستان وبغل ته يوديوبنسټپال حکومت جوړيدولامل شي .
د لاسليک کونکوله جملې څخه دانگليستان پخوانۍ ستر درستيز ((لرد اينگ)) دی چې يوه اونۍ وړاندي ئې په د ((لردو)) يوه غونډه کې وويل چې امنيتي حالت په افغانستان کېدومره خطرناک اوله ستونځوډک دی چې خلکويې فکرنه کاوه ،په افغانستان کې دماتی پايلې به نه يوازي دانگليستان امنيتي حالت تر سيوري لاندي راولې بلکه دناټو لپاره به هم دردونکې پايلې ولري . گارډين ليکې چې دانگليستان صدراعظم به دجنرالانوداسرخلاصۍ ليک پدغه هفته کې دعوامودمجلس کې دسياسي گوندونودفاعي کمېټې په غونډه کې مطالعه اوبررسی کړي .
يوه هفته وړاندي دناټويوقوماندان هم په کابل کې خبريالانوته وويل تر ۲۰۱۲ کال پوري به ناټوله افغانستان څخه ووزی ،البته هغه وويل دابه پداسي حال کي وي چې دافغانستان اردواوپوليس به تربيه شوی اوپه مډرنه وسله سمبال شوی وي .
دامريکادبهرنی سياست يوې خپروني (( فوريگن آفيرز)) دنومبر په مياشت کې دامريکايي کارپوه ((چون ريچاردهانس )) ديونايتيت استيس اتلانتيک کونسول رئيس له خولې ليکې ،داکارپوه پدې عقيده دئ چې دعراق جگړې دمنفي تاثيراتوله امله امريکاپه منځنی ختېځ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړ ،داچې امريکابه دوباره دادلاسه وتلۍ اعتبارترلاسه کوي لسهاوکلوته اړتياشته . اميد وطن ويب پاڼه
البته پدې ورستيو کې ترکيې هم له امريکانه يوڅه فاصله نيولې ده ځکه ترکيه په عراق کښي خپلې ټاکلې گټې اوموخې لري خوامريکاددوي گټوته چندان پاملرنه نه کوي .
دروسيې او امريکاتر منځ په مطبوعاتوکښي يودبل پرخلاف تبليغاتوزور اخيستی . په امريکاچاپي خپروني په روسيه کې ددموکراسۍ نشتوالۍ ،دبشر حقوق ترپښولاندي کېدل ،دچيچن مسله اونوري ناخوالي په خپلولومړيومخونوکې چاپوی . دامريکاځينې دولتي جگپوړي چارواکي هم دروسېې دولسمشر پرخلاف څرگندونې کوي دبېلگې په توگه تير کال دجدي په مياشت کي يوامريکايي سناتورگراهام په خپلو خبروکې وويل : پر روسيه يودکتاتور مسلط دی ،دروسيې جمهورريس ورځ په ورځ په يوه ستونزه بدلېږي ،ځکه هغه له امريکاسره دايران په مسله کښې صادقانه مرسته نه کوي . دامريکادولسمشر ديگ چيني هم لتوانياته دخپل سفر په وخت کې پر پوتين نيوکه وکړه ،چې هغه ددموکراسی پرخلاف حرکت کوي اوددموکراسی له ريفورم سره مخالفت کوي ،هغه غواړي چې دروسيې ولس روا حق له هغوي نه داسي واخلی چې ږغ يې پورته نشي ،هغه په خپلوخبروکې پوتين ملامت کړ چي هغه خپل گاونډيان تر فشارلاندي راولې ترڅوهغوي وډارشی . ارگومنتۍ اې فکتۍ Аргуметы и факты
کاندولیزا رایس دامريکادبهرنيوچارووزيردامريکادسناديوکميټي په غونډه کې هغوي ته وويل چي په روسيه کې دموکراسي په خطر کي ده اودقهقراپه لوردرومي ،هغې څرگنده کړه اروپايي اوامريکا يي کتونکی په روسيه کې دروان حالت په خاطر نيگران دي . په مقابل کې روسیه دامريکادځينو پلانواوکړنلارونه سرټکوي اوهغه تر جدي انتقاد لاندي نيسي .روسيه دناټوپراختيااود هغه جملې نه پدغه سازمان کې ديوشمير شرقي هيوادوگډون چي پخواني شوروي اتحاد دنفوذپه سيمه کښي وه په کلکه انتقادوي اودناټودپراختيا له امله ئې خپله ناخوښی نده پټه کړې . ايترتاس
دامريکادولسمشر مرستيال ديک چينی هم په ليتوانيا کې په خپلوخبروکې د روسی دولت په توندواوسختو لفظی حملې لاندي نيولوسره څرگنده کړه چې روسيه دنفت اوگازڅخه پر هيوادوباندي دتاثير ښندونې اوپه نړی کې دهغوي ځاي نيولوديوې وسيلې په توگه استفاده کوي .
ددې گوت نيونې په جواب کې دکرملين ماڼۍ وياندڅرگنده کړه موږ نه پوهېږو چې ولې ديک چيني په دغوالفاظوسره پر روسيې نيوه که کړېده . دغه لفظی شخړې پداسي حال کې پداکيږي چې دوې مياشتي وروسته دجون په نيمايي کښې دجي اته هيوادوغونډه جوړېده چې هلته به پوتین هم گډون ولري .
دنفتو اوگازلوړقيمت ،دهنداوچين لخوادسونگ مواودواوانرژۍ آړتيا،اوهمداډول دروسيې نوی تاثيرات دابرقدرتو هيوادوترمنځ يوسلسله ستونزي راپيداکړي دي چې دهغوي حل به ډير مشکل وي . تر ليتوانياوروسته ديک چيني قزاقستان ته ولاړ ترڅوهغه هيوادوهڅوی دگازنوی نل بيله دينه چې دروسيې له خاورې تير شي اروپاته وغځوي .
داسي برېښی چې دمنځنۍ اسيا دطبعی او انرژيتیکی منابعوته دلاس رسئ هغه د۱۹ پيړئ په دودلويه لوبه چې غوښتل ئې په منځنۍ اسياکي خپل فوذډاډمن کړي يوځل بيا تکراريږي ،داچې پدې بازئ کښې به څوک گټونکی اوڅوک بايلونکی وي بېله خبره ده. بې بي سي ۲۰۰۷دمی ۵
امريکاپه روسيه اويوشمير هيوادوکې ددموکراسي ددفاع خبري کوي اودبشرحقونوڅخه ددفاع اوملاتړ ډبره پر ټټر ټکوي مگر پردغه سترگئ پټوی چې دوي خپله په افغانستان اوعراق کښي ددموکراسۍ دپلې کېدوترنامه لاندي کومې سياسي لوبې اوموخې پرمخ بيايي . اودغه ټکی ته پاملرنه له نظره غورځوي چې دگوانتانامو ،پلچرخې ،اودافغانستان په ولاياتو اوهغوپټوزندانوکې چې تر اوسه ئې لاپته چاته نده معلومه څه تېرېږي ؟ اوڅوزره بې سرنويشته افغانان دهغه حکومت په زندانو کې شپې سباکوي چې دوي يې پرخلکو تپی .
دايوڅرگند حقيقت دي اوبېطرفانه بايد قضاوت وشي چې دپوتين دحاکميت په وخت کښي روسيه په هراړخيزه توگه وغوړېدله ،په روسيه کې اقتصادي پرمختگ اونړيوالواړيکوبيارغاونه په چټکۍ سره روانه ده ،دروسيې ديپلوماسي اوس هغه دسقوط دوخت ديپلوماسي نده .روسيه هيڅ وخت نه غواړي چې امريکاپه مرکزي اسياکي نفوذ ولري ځکه تلاښ کوي په سيمه کې دامريکادنفوذ مخه ونيسي . بلې په روسيه کي دموکراسی دروسي واکداروپه خوښه اودروسيې داقتصادي اوسياسي مافيادگټوتر سيوري لاندي ده،هلته تراوسه لابشري قوانين ددوي دتعبير له مخې حکم کوي ،دعدالت ،انصاف اوانساني آزاديوځاي دقدرت دخاوندانوغوښتنونيولی دی ،هلته لږکیو قومونوته هغه حق ندی ورکړل شوی کوم چې دوي ئې مستحق دی ،پدغوسيموکښي د اقتصادي پرمختگ ،اوصنعتي پروژوبېلگې ډيري کمې ليدل کېږي ،دروسيې په فدرالي جمهوريت کې دروسی قوم ميشتوسيمواونورولږکيوقومونودژونددسطحی ترمنځ فاحش تفاوت ساتل شوی دي ، روسي سيمواوسېدونکی دسرمايداري نظام دلوړوپوړوپه شرايطوکې اوپاته د لږه کي قومونوسيمې اوسېدونکی دفيوډالي مناسباتوپه شرايطوکې ژوندکوي . همدا دليل دی چې ددې هيوادودجنوبې سيموچې ځينوته ئې دخودمختاره سيمونوم هم ورکړه شوی ځوانان دکارلپاره مسکو ،ليننگراداونورولويوښاروته ځی .داهغه بېلگه ده چې دشوروي نظام تر ړنگېدووروسته اوس هر کال په ميليونوتاجک ،ازبک ،ترکمن قزاق ،قرغيز اونوردپخواني شوروي جمهوريتوځوانان دمزدورۍ لپاره روسې ته سفرکوي،اوهلته دټولوناخوالواوتوهين په منلوسره هغه کارونه کوي چې بومی روسان ئې نه کوی .هغه وخت هم دااجتماعي عدالت اوبرابرپرمختگ خبرې کېدلې ،مگر په عمل کې بل څه تر سره کېدل .اوس که داټول پخوانې جمهوريتونه سره يوځاي کړو دروسې په پرتله دصنعت اوعلمي پر مختگ اودژونددشرايطوسره نشي جوگه کېداي ،دادی انصاف!
په هر حال روښانه حقيقت دادی چې روسيه دخپلوټولومادي اومعنوی امکاناتونه په استفادې سره په ټولوهغوسيمو (هيوادو)کې چې دپخوانی شوروي تر سياسي اواډيالوژيکي نفوف لانده وی دامريکادتاثيراتواونفوذ له ډادمن کېدوڅخه مخه ونيسي .دبېلگي په توگه کله چې امريکاپه افغانستان باندي دحملې پر وخت په مرکزي آسياکې دپوځی اړتياودرفع په منظوريوشمير هوايي ډگرونه اونور ځايونه اجاره کړه ،پسله ۀگه چې دروسې اوامريکاترمنځ تاوتريخوالۍ زورورشودلومړی ځل دپاره په ۲۰۰۵ کال کې دازبکستان څخه دامريکادپوځی اډې ايستل اوهمداډول په قرغزستان کې دامريکادپوځی اډې دفعاليتونودساحې لنډول اودهمدې پايگاه کرايه له دوه ميليونه ډالرونه تر ((۱۵۰)) ميليونو ډالرو پورې جگول دروسېې دتاثيراتواوامريکادنفوذدپراختياپرخلاف دتلاښونوروڼه بېلگه ده . په منځنی ختيځ ،عراق ،افغانستان ،ايران اوپاکستان کې دبوش دسرټمبه پاليسۍ پر بنيادوروستی حوادث اودلاتينې امريکاپه يوشمير هيوادو کښې دچپوگوندونوقدرت ته رسېدل ددې لامل شوه چې روسيه دپخوانی شوروي اتحاد د اړيکوبياژوندی کولونه گټه اخيستودهرې ورځي په تيرېدوسره دروسېې نفوذپراخيږي اودامريکااعتبارکمېږي