ولس لا هم سولې ته هیله مند دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

په سوله کې د انسانانو ژوند نغښتی دی، له همدې امله قرانکریم هغه یوازینی الهي او اسماني کتاب دی چې په سوله یې زیات تینګار کړی دی، ځکه د اسلام په مبارک دین کې د انسانانو ژوند او وینه نهایت زیات ارزښت لري. مګر له بده مرغه یو تور لښکر چې ځانونو ته د مسلمانانو خطاب کوي له کلونو کلونو راهیسې زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدانوي

.

د افغانستان علما راټول شول او ټولو په یوه خوله روان جنګ حرام وباله. په اندونیزیا کې علماو چې د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا علما وو، په صراحت سره وویل چې په افغانستان کې روان جنګ د اسلام د مبارک دین د لارښوونو خلاف عمل او مسلمان وژنه ده. په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو لسګونه علما، خطیبان او مفتیان په دوه ورځنۍ غونډه کې دې نتیجې ته ورسېدل چې په افغانستان کې روانه جګړه فتنه ده او په افغان وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې د جنګ په ځای د سولې لاره اختیار کړئ.

مګر دغه د خدای او د پیغمبر له لارې منکر جنګي او تروریستي ډلې لا هم هره ورځ په افغانستان کې بریدونه کوي، جنګونه کوي، مرګونه کوي، چاودنې کوي او په بېلابېلو بڼو زموږ هېوادوال شهیدانوي. دغه ډلې که رښتیا هم ځان ته مسلمانان او افغانان وایي، نو نور باید له دغه وحشت او جنګ څخه لاس واخلي، د سولې لاره اختیار کړي. سوله باید دیو اصل په بڼه ومنل شي. که دوی کومه نیوکه، شکوه او ګیله لري، نو د مذاکراتو له لارې دې ورباندې بحث وکړي او د جنګ پرځای دې ورته سوله ییزې لارې پیدا کړي.

تر هغو پورې چې طالب خدای ته ځان تسلیم نه کړي، دیني ارشاداتو ته درناوی ونه لري او په خپل هېواد او ولس رحم ونه کړي او له اوسنۍ جګړې لاس وانخلي، نو همداسې به هم په خپله بدمرغه وي، هم به وژل کېږي او هم به یې کورنۍ او اولادونه له زده کړو او هوسا ژوند بې برخې او بدمرغه وي. طالب باید له اوسنیو جنایتونو لاس واخلي او د سولې، خبرو او مذاکراتو لاره اختیار کړي.

سره له دې چې زموږ هېوادوال هره ورځ وژل کېږي، بدمرغه کېږي، مګر لا هم دوی نهیلي نه دي، سولې ته هیله من دي، طالب سره خبرو او روغې ته چمتو دي او حتی دوی دېته تیار دي که طالب دایمي سوله وکړي، نو افغانان به د دوی تېر جنایتونه او ظلمونه وبښي.

سره له دې چې هر ځل د سولې مذاکرات پیلېدو ته نږدې شوي وي، نو د وسله والو طالبانو له لوري داسې یو وحشت او جنایت ترسره شوی چې فکر کېږي د سولې مذاکرات به د تل لپاره له منځه لاړ شي او خلک به ووایي چې له طالب سره دې سوله نه کېږي مګر د دې ټولو ناخوالو سره سره اوس هم افغانانو د سولې په اړه خپل امید له لاسه نه دی ورکړی دهرې مور هر پلار زلمی او حتی ماشومانو هیله دا ده چې افغانستان خلک به څه وخت د سولې تر سیوري لاندې خپل ژوند ته دوام ورکړي هغه هیله چې تر اوسه نده پوره شوې.