د نیمګړو کارونو بشپړوالی که د ولس بیاځلي غولول؟!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: شرف الدین کاکړ

ولسمشر غني تېره چهارشنبې له یوه امریکایي ټلوېزیون (بلومبرګ) سره د ځانګړې مرکې پر مهال ویلي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او د نوماندېدو موخه یې هم د خپلو نیمکړو پلانونو بشپړوالی ښودلی دی. ولسمشر ویلي چې د څلور کلنې واکمنۍپر مهال یې داسې کارونه کړي چې په راتلونکي دوره کې به یې بشپړ کړي

.

بل خوا ارګ په خاصه توګه د ولسمشر د دفتر ریاست او ولسمشر ته نږدې کسانو د ولسمشر د محبوبیت د زیاتوالي په پار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاین په بڼه ځینې فعالیتونه پیل کړي، دوی په منظمه توګه د ولسمشر د ځینو کارونو ویډیوګانې جوړوي او یادې ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې خپروي. خپله ولسمشر هم ولایتونو ته د سفرونو لړۍ چټکه کړې ده چې په دې کار سره غواړي یو ځل بیا د مظلوم ملت سترګو ته خاورې ور شیندي.

دا چې ولسمشر غني راتلونکو ټاکنو ته بیاځلي نوماند دی، راځئ د نوموړي تېرو ژمنو او عمل ته ځغلنده کتنه وکړو. څه باندې څلور کاله د مخه ولسمشر غني تر ناندیزو ټاکنو وروسته د ولس د ارادې برعکس د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ د لویدځوالو په منځګړیتوب د واک پر ګدۍ تکیه وکړه. ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال خلکو ته نهایت زیاتې ژمنې ورکړې وې چې د ځینو په باور په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم د دومره کارونو ترسراوی ناشونی دی چې دلته به یې د ځینو مهمو ژمنو بېلګې را واخلو:

  • ارګ مشر ویلي وو چې فساد به په ریښه کې ختموي او مفسدین به محاکمه کوي؛ په دېر تأسف سره نه یوازې چې فساد په ریښه کې ختم نه شو، بلکې په نړیواله کټګورۍ کې له څلورم مقام څخه درېیم ته راغلو. خپله ولسشمر او ټیم یې د فساد په لومړۍ کرښه کې قرار لري چې ښه بېلګه یې د هېواد د ګمرکونو او ولایتونو پر سر معاملې دي. کنړ ولایت او د ننګرهار ګمرک یې ښکاره بېلګې دي چې د څومره مودې لپاره د څومره پیسو په مقابل کې پرې معامله کوله.

د ولسمشر مېرمن رولا غني یې دویمه بېلګه یادولی شو، تېره میاشت سیګار راپور خپور کړ چې د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني د پروموټ (د ښځو د ظرفیت لوړونې) تر نامه لاندې شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر حیف میل کړي دي. د ولسمشر د ټیم نور غړي د فساد ښکاره نمونې دي؛ داسې اوازه ده چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک چې د ولسمشر د ورځنیو غلاوو شریک ګڼل کېږي، له ولسمشر څخه خپله لاره بېله کړې او له هېواده په تېښته دی. دا او دې ورته په زرګونه نورې د فساد بېلګې شته چې د ولسمشر غني ټیم پکې ښکېل ګڼل کېږي.

  • د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وو چې کار به اهل کار ته سپاري او د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راولي.

په ډېر تأسف سره کار او مسوولیت یې د اهل پر ځای داسې نا اهلانو ته وسپاره چې نه تنها لاسته راوړنه یې نه درلوده، بلکې تېرې لاسته راوړنې یې هم په اوبو لاهو او د دغه ملت پر سرنوشت یې لوبې وکړې. ځوانانو ته د کار سپارلو تر شعار لاندې یې یو شمېر مهمې او برخلیک ټاکونکې ادارې داسې نا اهلو او تي خورو ځوانانو ته وسپارې چې نیمګړتیاوې به یې په کلونو کلونو جبران نشو کړای.

د خلکو په دسترخوان کې یې داسې بدلون راوست چې فقر له ۳۶ سلنې څخه ۵۶ سلنې ته لوړ شو، بې کاري ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او افغانۍ د بهرنیو اسعارو په خاصه توګه د ډالر په بدل کې په بې ساري توګه (۵۸/ ۷۵) خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

  • د زرګونه انکشافي پروژو ژمنه یې هم پر ځای پاتې ده. په تېرو څلور کلونو کې یې د کاغذ پر مخ په سلګونه پروژې منظور کړې چې د هېڅ یوې د عملې کېدو څرک نه تر سترګو کېږي.

د ننګرهار او خوست هوایي ډګرونه، د لویې پکتیا د برښنا پروژه، د کوېټې او کندهار رېل پټلۍ، کابل او پېښور رېل پټلۍ، د کندهار په اقتصادي زون بدلېدل، لغمان شاهي کانال؛ د کونړ پر سیند د بند جوړول، د پکتیا د مچلغو بند، د فراه د بخش آباد بند، د وردګو د چک بند، کاسا یک هزار، ټاپي او سلګونه نورې ورته پروژې یوازې تشې ژمنې وې چې ځینې یې د کاغذ پر مخ او ځینې یې لا هم د شعار په بڼه پر خپل ځای پاتې دي.

  • د امنیت او بهرني سیاست په برخه کې یې ناکامۍ د هېرولو نه دي. په تېرو څلورو کلونو کې سره له دې چې د واک پر لومړی ورځ یې له امریکایانو سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ، خو متأسفانه چې د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او هره ورځ لسګونه افغانان د روان بد امنیتي وضعیت قرباني دي. د راپورونو له مخې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۴۰ زره ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په بهرني سیاست کې د توازن نه ساتل یې بله ستره تېروتنه ګڼلی شو، چې ښه بېلګه یې پر امریکا زیات باور او د پاکستان او هند تر منځ د اړیکو په پراختیا کې د توازن نه ساتل وو. د پاکستان له لوري د تورخم د دروازې جوړول او پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم غځول یې د بهرني سیاست ستره ناکامي ګڼلی شو.

اوس پوښتنه دا ده چې ولسمشر د کومو نیمګړو پلانونو د بشپړېدو خبره کوي؟

هغه نیمګړي پلانونه چې یوازې د کاغذ پر مخ پراته دي، هغه نیمګړي پلانونه چې بیاځلي ولس پرې تېر باسي، هغه نیمګړي پلانونه چې په بیا بیا تکرار سره یې واک ته د رسېدو چانس زیات کړي او که هغه نیمګړي پلانونه چې پر سر یې معامله وکړي؟؟

که چېرې ولسمشر اهل او په کار پوه مشاورین لري، باید ده ته مشوره ورکړي چې نور ولس نشې تېر ایستلی او نور به ولس هېڅکله ستا په تشو ژمنو باور ونه کړي. ښه به دا وي چې همدا نیمګړي پلانونه دې پر خپل ځای پرېږدې، له ولس څخه د کاغذ پر مخ ژمنو له کبله بښنه وغواړې او د خپلې پنځه کلنې دورې په تړاو ولس ته حساب ورکړې.

په دې کار سره به د ولسمشر نوم په تاریخ کې څه نا څه ښه یاد شي، تاریخ به راتلونکي نسل ته دا ولیکي چې یو ولسمشر په خپلو کړنو کې پاتې راغی، د خپلو ژمنو ۵٪ برخه یې هم عملي نشوای کړی او کله یې چې د واک دوره پای ته ورسېده  له ولس څخه یې بښنه وغوښته او ولس ته یې د خپلو ناکامو کړنو په تړاو حساب ورکړ.