د امنیتی او دفاعي ځواکونو د اتلولیو ستاینه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

افغانستان چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، نو له همدې امله زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازې د خپل هیواد، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین لپاره په مېړانه او اتلولۍ دغه مبارزه مخته بېولې ده او لا  یې هم بیایي.

جمهور رئیس غني د جنیوا کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل، "زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د سقوط او ناکامۍ ټولې وړاندوینې په خپل شهامت رد کړي او د دښمن پر وړاندې د وطنپالو په څېر د وطن د ښېګڼې په پار په مېړانه جنګېدلي. په داسې حال کې چې زموږ ځواکونه زموږ د ازادۍ او پت ساتلو او نړیوال امنیت لپاره جنګېدل، موږ په امنیتي سکتور کې سرتاسري اصلاحات هم راوستل."

نوموړي زیاته کړه، "له بد ه مرغه زموږ امنیتي سکتور د فساد ځاله ګرځېدلې وه او زموږ ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دې فساد څخه متأثره کېدل. موږ د افسرانو ذاتي قانون تعدیل کړ، تر څو د جنرالانو لپاره د تقاعد عمر را ټیټ کړو. یواځې سږ کال ۱۰۵۲ لوړپوړي افسران تقاعد شولله ۲۰۱۵ کال مخکې تقاعد ډېر په ندرت کېده. دغه اصلاح په رهبریت او مدیریت کې نسلي بدلون ته زمینه برابره کړه. د تقرر بورد جوړ شوی تر څو افسران په شفاف ډول، د شایستګۍ په اساس مقرر شي. په امنیتي سکتور کې د منابعو پر صحیح استفادې ډېر تمرکز شوی."

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت څلور کلن امنیتي پلان ترتیب کړی او افغان ولسمشر په جنیوا کنفرانس کې دغه پلان ته په اشارې وویل، "څرنګه چې موږ د څلورکلن امنیتي پلان د لومړي کال پای ته نږدې یوو، خوشاله یم تاسې سره دا خبره شریکه کړم چې زموږ کومانډو ځواکونه دوه چنده شوي او هوایي ځواک مو درې چنده شوی. په پولیسو کې اصلاحات جریان لري، بایومتریک پروسه تر ډېره کچه بشپړه شوې، تر څو د خیالي عسکرو ستونزه حل شي، او د بشري منابعو د مدیریت لپاره سیستم جوړ شوی. په داسې حال کې چې موږ خپل ځواکونه پیاوړي کوو، موږ د خپلو شریکانو او متحدینو اعتماد هم بېرته تر لاسه کړ. د ملي وحدت حکومت د BSA او SFA قراردادونه د خپل ماموریت پر لومړۍ ورځ لاسلیک کړل. موږ هڅه کړې تر څو د ولسواکۍد اصولو پر بنسټ خپلې اړیکې د متقابلو ګټو لپاره پراخې او ژورې کړو. موږ پر دې تمرکز کړی تر څو اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز اتصال پیاوړی کړو. نن افغان دولت او افغانان نه یواځې دا چې له نړۍ سره له پخوا په مراتبو ډېر وصل دي، بلکې په ستراتيژيک لحاظ مهمو بین المللي برنامو کې د رهبر په حیث ظاهر شوي. د ټولو اصلاحاتو اساسي موخه خودکفايي ده، موږ باید د یو فعال دولت مالي بنسټ جوړولو لپاره له خپلو ټولو پانګو–انساني، طبیعي، مالي او اداريڅخه ګټه واخلو."

امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد رښتیني اتلان دي او د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخت خلک پر دوی زیات باور لري او د دوی همېشنی ملاتړ له امنیتي ځواکونو سره دی، ځکه دوی د خپل امنیت او خوندیتوب لپاره یوازې او یوازې پر امنیتي ځواکونو ډاډ او باور لري.