سوله د نورو لپاره په سوداګرۍ بدله شوې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ګلرحمن رحماني

سوله د افغانانو اړتیا، مګر د سیمې د هیوادونو په سوداګري بدله شوې ده. پاکستان او قطر په دې برخه کې سره په سیالۍ دي او د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات خپلو خپلو هیوادونو ته کشوي. د طالبانو جنګي ډلې په پاکستان او سیاسي هغه یې په دوحه کې مېشتې دي، نو له همدې امله دوی غواړي چې له دغو مذاکراتو څخه مالي امتیاز ترلاسه کړي.



کله چی په پاکستان کې زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره ولیدل، نو د قطر چارواکي یو څه سره ټکني شول او له زلمي خلیلزاد څخه یې غوښتنه وکړه چې د طالبانو او امریکا تر منځ کیدونکی غونډه په دوحه کې وشي . زلمي خلیلزاد دا درک کړې چې هر هیواد د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره له افغان حکومت او طالبانو څخه امتیاز غواړي ، مګر په دې منځ کې ټول تاوان طالبانو کړی، ځکه چې دا ټوله سوداګري د دوی په سر روانه ده.

تر هغو چې وسله وال طالبان په خپل دریځ او استقلالیت له سره او جدي غور ونه کړي، نو د دوی په سر دغه ناوړه سوداګري به همداسې روانه وي. د امریکا متحده ایالات د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره نه غواړي چې په وړو وړو مسایلو دغه پیل شوي مذاکرات له خنډ سره مخ شي او د همدې لپاره هم د پاکستان او هم د قطر نازونه په غاړه اخلي.

 د امریکایی چارواکو او طالبانو تر منځ په قطر هیواد کې د سولې د خبرو دویم پړاو چې شپږ ورځو ته وغځېده له ګڼو اوازو او ګونګو سره پایته ورسېدې، خو تر دې مهاله یې محسوسه پایله نه ده ترلاسه شوې او دلیل یې دادی چې طالبانو د سولې ادرس غلط کړی او تر هغو چې له افغان حکومت سره مذاکرات ونه کړي، نو همداسې بې پایلې به ترسره کېږي.

ډېرو رسنیو ناتاید شوی راپورونه خپاره کړل چې د امریکا او طالبانو په خبرو کې پرمختګ راغلی خو تر اوسه د طالبانو او امریکا له لوري په رسمي توګه د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبر نده راغلې، دواړو لورو د بحث یادونه کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه بحث یوې واضح پایلې او پرېکړې ته درسېدلی دی.  شنونکي او پخواني طالبان له دغو خبرو ډېر خوشبینه ښکاري، ځکه دوی وایي چې د سولې په خبرو کې دواړه لورو پر دې توافق کړی چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي .

طالبانو له امریکایی ځواکونو غوښتنه کړې وه چې باید په دوحه کی دا ځل د اجنډا مطابق له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدلو دوه هغه اجنډاوې وي چې دواړه لوري پرې غږیدلي، خو لا هم نتیجې ته ځکه نه دي رسېدلي چې امریکا واضح ورته ویلي دي چې د عسکرو د وتلو د مهالوېش فیصله به له افغان حکومت سره کېږي او تر هغو چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره مذاکرات ونه کړي او اوربند اعلان نه کړي، نو امریکا به هم هیڅ ډول پرېکړې ته ورسره ونه رسېږي .