لاسوهنه افغانستان کوي که پاکستان؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

جمهوررئیس غني د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ چې پنجاب او پاکستان یې پر وړاندې له تشدد، ظلم او جنایت څخه کار اخلي د خپل ملاتړ غږ پورته کړی او په نړیوالو یې غږ کړی چې د دغه سوله ییز او مدني غورځنګ ملاتړ باید وکړي او پاکستان ته دې اجازه نه ورکوي چې د هغوی پر وړاندې ظلم وکړي، پاکستان باید د هغوی قانوني حقونو او غوښتنو ته درناوی ولري

.

د افغان ولسمشر د دغو څرګندونو پر وړاندې پاکستان او پاکستانیو توند غبرګون ښودلی او دا یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده، مګر دغه لاسوهنه خو پاکستان شروع کړې او لا هم ورته ادامه ورکوي، ځکه دغه پښتانه ځانونه افغانان بولي او د لوی افغانستان برخه دي چې په جبري توګه له افغانستان څخه جلا شوي دي.

د افغانستان په چارو کې پاکستان نه یوازې لاسوهنه کوي، بلکې له څلوېښتو کالو راهیسې یې په افغانستان کې نااعلان شوی جنګ جاري ساتلی دی او لا هم دغه بدمرغه جنګ ادامه لري. د افغانستان دښمنان نه یوازې په پاکستان کې ځالې او پتنځایونه لري، بلکې پاکستانیان ورته روزنه ورکوي، د جنګ انګېزه ورکوي، وسلې ورکوي، د جنګ پلان او برنامه ورکوي، استخباراتي معلومات ورسره شریکوي. په افغانستان کې د وسله والو جنګي ډلو ټپیان همدا اوس هم د پاکستان په روغتونو کې تداوي کېږي.

وسله وال طالبان د پاکستان له هوایي ډګرونو څخه مسکو، دوحې او ابوظبۍ ته الوتنې کوي، هلته مذاکرات کوي او بېرته پاکستان ته ورځي. افغانستان هیڅ وخت هم د دې هڅه نه ده کړې او نه یې کوي چې په پاکستان کې له ډلو ټپلو سره خپلې اړیکې وپالي او بیا یې د حکومت پر ضد د فشار په توګه وکاروي، مګر پاکستان له څلورو لسیزو راهیسې دغه ناوړه کار ته ادامه ورکوي.

پاکستان تل په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه کوي، خلک په ډلو ټپلو وېشي. په افغانستان کې د قوي مرکزي دولت د رامنځته کېدو مخه نیسي. د تاسیساتو او د بندونو د جوړولو مخالفت کوي، په افغانستان کې جنګي ډلې تقویه کوي، دا مداخله نه ده او یا په دې هر څه سترګې پټوي، مګر افغان ولسمشر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه انساني او اخلاقي غږ د مسوولیت له مخې او د نړیوالو نورمونو په رڼا کې پورته کوي، دا بیا د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.

پاکستاني مقامات دې په دې پوه شي چې اوسنی افغانستان د نولسمې پېړۍ افغانستان نه دی چې دوی په کې خپلې ناوړې اجنډاوې عملي کولې او څنګه یې چې خوښه وه، نو هغسې کړنې به یې ترسره کولې. اوس افغانستان بدل شوی، شرایط بدل شوي او افغانستان اوس خپل هوښیار، ویښ او رښتیني خواخوږي لري او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان بقا تر سوال لاندې راولي.

په دې کې شک نشته چې ولسمشر غني ته د تېرو څلوېښتو کالو د جنګ ناوړه میراث ورپاتې دی، مګر هغه کوښښ کوي چې په تدبیر او درایت د جنګ دغه تور فصل پایته ورسوي، د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنو څخه د پاکستان لاس لنډ کړي.