ولسمشر یې تل له ولسه اوري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

ولسمشر غني د افغانستان په تاریخ کې هغه لومړنی ولسمشر دی دی چې د هیواد په جنګي، ناامنه، تاوجنو او ستونزمنو کلونو کې یې تر بل هر چا زیات ولایتي سفرونه وکړل. په تېرو څلور نیمو کالو کې یې نږدې ۷۰ سفرونه د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته کړي دي. هغه بار بار له ولسونو سره په کتنو کې ویلي دي چې تر ارګه د ولس په منځ کې ځان ارام او هوسا احساسوم. ارګ کې لکه بندي او زنداني داسې یم،

مګر د ولس منځ کې ځکه ارامه یم چې خپل خلک له نږدې ګورم، اورم او دوی هر څه بې الایشه او واضح راته وایي. تشریفات، تکلفات نه وي. مقدمې نه وي. تورونه او تهمتونه نه وي، بلکې څه یې چې په زړه وي همغه په خوله درته وایي. د دوی د زړه او خوله لاره یوه ده.

جمهوررئیس غني وایي، کله چې یوې مېرمن خپل درې زامن له لاسه ورکړي وي او تاسې په غېږ کې نیسي او وايي: «زما څلورم ځوی هم له ما واخلئ، خو ماته عزت او وقار رابخښئ.» دا په رېښتیا هم هغه څه دي چې بیه یې نشوټاکلی، په میلیاردونو ارزښت لري. یا یو ځوان وینئ چې له تاسې سره روان وي، یوه ارزونه وکړي او خپل سر راپورته او ستاسې پر اوږو کښیني او ووایي، « جمهوررئیس! دا زما نیکه دی» له یوې خوا د ولس او هېوادوالو مهرباني او محبت او له بلې خوا لنډه منډه کول او تنګ نظري (هغه موضوعاګاني دي چې زما لپاره الهام بښونکي دي).

جمهوررئیس غني د ښه اورېدونکي په توګه هم د ولایتي سفرونو پرمهال د ولس او ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره په کتنو کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه په ډېر دقت اوري او هم یې د حل لپاره اړوندو مسوولینو ته لارښوونې کوي.

ولسمشر غني په ولایتي سفرونو کې د ستونزو د حل لپاره د ځوانان، ښځو او نورو طرحې غواړي او نوموړی ولسي طرحو ته ارزښت ورکوي. حتی هغه وایي ډېری بین المللي همکاران چې ماته مشوره راکوي  ورځني علم او معلوماتو سره بلد نه دي. کومې مشورې چې راکوي د نولسمې، شلمې یا د شلمې پېړۍ له نیمایي سره تړاو لري. مګر له ولسي خلکو سره چې غږېږم، دوی رسا خبرې کوي. پېچلي نه غږېږي. د موضوع عمق ته ځي او څه چې درته وایي بې چوخسه یې وایي، ځکه دوی د مسایلو په عمق کې دي او د افادي لپاره یې په کلیمو پسې نه ګرځي، دوی د کلیمو پرځای مفاهیمو ته لومړیتوب ورکوي. موږ باید مخکې له مخکې تحرک او خوځښت ولرو او ولس محوره عمل وکړو.

جمهوررئیس غني د هېواد په اړه اوږدمهاله لیدلوری لري. موږ استبدادي حکومتونه تجربه کړل. موږ په شلمه پېړۍ کې له ترټولو بد استبدادي حکومتونه لرل. موږ د شوروي سبک هم تجربه کړی دی. د افغانستان لپاره تر ټولو مناسب او وړ انتخاب ولسواکه حکومتولي ده. افغانان د برابرۍ احساس لري. کله چې له نورو افغانانو که نر وي یا ښځه، غږېږم له هغوی سره د برابرۍ احساس لرم چې دا کار ما ژړوي، موږ چاپلوس او متملق نه یوو. زموږ په فرهنګ کې برابري ځای لري.  د مراتبو د سلسلې او بازار په اړه؛ موږ  د یو لړ مراتبو  د منلو غوښتونکي یوو. د دولت په خاطر که چېرې موږ په بحث کې شامل نه شو، مشهوره وینا ده وايي که  د افغان مخې ته خواړه کېږدې، خو هغه یې په پخولو کې شامل نه کړې، نو پر هغو خوړو نیوکه کوي.