ولې پر مخابراتو وزارت برید؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

د مخابراتو وزارت په ګډون په ملکي کسانو او ملکي تاسیساتو، عامه ځایونو، ښځو او ماشومانو برید د دې څرګند ثبوت دی چې د افغانستان دښمنان او تروریستي ډلې له امنیتي او دفاع ځواکونو سره په جګړه کې نه یوازې له خپلې بریا څخه نهیلي شوي دي، بلکې دومره مات او ذلیل شوي دي چې له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت هم نه لري.

تروریستي ډلې او د دوی ملاتړي د خپلې دغې ماتې د پټولواو له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د غچ اخیستنې په موخه ملکي تاسیسات، عامه ځایونه او عام وګړي په نښه کوي، پر هغوی بریدونه کوي او په دې ډول دوی غواړي خلکو ته وښیي، چې دوی لا هم زور او قوت لري، مګر د عامه تاسیساتو ویجاړول او د ملکي وګړو وژل نه مېړانه ده، نه اتلولي او نه هم کومه مثبته لاسته راوړنه. د افغانستان دښمنان په دغو کارونو سره بې له دې چې د خلکو کرکه او نفرت د ځان په اړه لا ډېره کړه، بل هیڅ هم لاسته نه راوړي.

پر ملکي تاسیساتو د برید بله موخه داده چې د افغانستان دښمنان د دې وطن د ابادۍ، پرمختګ، سوکالۍ او ثبات لپاره هیڅ ډول نیت، اراده او برنامه نه لري، دوی یوازې ترور، وحشت، بربادي، وژنې، وېره، نهیلي او بې باوري خپروي. دوی فکر کوي چې په دغسې وحشیانه بریدونو سره به د هیواد په روښانه راتلونکي د افغانستان د خلکو باورمندي کمه کړي او دوی به ځانته تسلیم کړي، مګر دوی دا هېروي چې افغان مېړني ولس د نړۍ هیڅ زبرځواک ته د تسلیمۍ سر نه دی ښکته کړی، نو یو څو مجهول الهویته او کوچني اقلیت ته دې ولې د دغسې وحشتونو او جنایتونو په مقابل کې تسلیم شي.

پر مخابراتو وزارت د برید بل لامل دا هم کېدای شي، چې دغه سکتور د دولتي مهمه عایداتي چینه ده او له دې لارې دولت زیات عواید ترلاسه کوي. د افغانستان دښمنان چې د ثبات او پرمختګ پر ضد جګړه کوي، نو دوی غواړي چې افغانستان تل احتیاج، محتاج او په تاریکۍ کې وساتي.

پر مخابراتو وزارت د برید بل لامل دا هم کېدای شي چې یاد وزارت په دې وروستیو کې پر فیسبوکونو یو څه کنټرول وضع کولو سپارښتنه کړې او په دې منځ کې یې د کابل مېشتو یو شمېر طالبانو پاڼې بندې کړي دي او همدارنګه یې د وسله والو طالبانو او تروریستانو د تبلیغاتو مخه نیولې ده، نو له دې امله ممکن دوی په دغه وزارت برید پلان او ترسره کړی وي.

د برید موخه چې هر څه وه، مګر د افغانستان اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېره ښه توګه دغه تروریستي پېښه مهار کړه. تروریستان یې د ودانۍ داخل ته پرېنښودل. د مخابراتو او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو کارکوونکي یې په خوندي توګه د پېښې له ځایه وېستل او په دې ډول یې هم د زیاتو تلفاتو د پېښېدو مخه ونیوله او هم یې تروریستان هملته ځای پر ځای له منځه یووړل. ترهګر هیڅ ځای هم خوندي نه دي، ځکه زموږ زړور ځواکونه له دوی پسې هر ځای لټوي او چېرې یې چې پیدا کړي، نو دغسې په مېړانه یې له منځه وړي.