سوله د حکومت او طالبانو عملي اقدام غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

پاکستان، ایران، روسیه او ځینې نورې بهرنۍ حلقې طالبان او تروریستي ډلې په ګران هیواد افغانستان کې جګړې او ورانکاریو ته لمسوي. دوی د انکشاف، پرمختګ، سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه ایجادوي، ځکه زموږ ګاونډیان د باثباته افغانستان پلویان نه دي او فکر کوي چې باثباته افغانستان به د د دوی په زیان وي، حال دا چې دوی په غلطه دي.

له نږدې دوو لسیزو راهيسې طالبان په افغانستان کې له افغان حکومت سره په جګړو بوخت دي، چې د جګړې له امله دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوړي او په دواړو خواوو کې افغانان وژل کېږي. افغان حکومت او وسله والو طالبانو ته ښایي چې د سولې برابر شوي فرصت څخه په استفادې د جنګ پر ځای د سولې او ابادۍ لاره خپله کړي.

په دې کې شک نشته چې اسلامي نړۍ تېر کال پر افغانستان تحمیل شوی جنګ وغانده او دا یې افغان وژنه او ورور وژنه وباله او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره باید د سولې لاره اختیار کړي. که له یوې خوا جګړې زموږ ګڼ فرصتونه ضایع کړي، تاسیسات ویجاړ شوي، نظام شړېدلی او ګڼ هیوادوال مو یا د جنګ قرباني شوي او یا هم بدمرغه شوي په سخت کړاو ژوند تېروي، مګر له دې وروسته باید په دوی رحم وشي او له بې موجبه وژنو څخه لاس په سر شي.

د هر جنګ پای سوله دی او په افغانستان کې چې د جګړې نږدې څلور لسیزې پوره کېږي، نو باید چې روان ته په اساسي توګه د حل لارې او سوله ییز حل ولټول شي. دا حل لټول شوی، د ولسمشر غني د هڅو له برکته په ملي، سیمه ییزه او ان نړیواله کچه د افغان سولې لپاره امکانات او فرصت برابر شوی دی، مګر له دغه فرصت څخه باید اعظمي ګټه واخیستل شي او په جنګ کې ښکېلې خواوې دې په خپلو کې اوربند اعلان کړي.

د اوربند له اعلان وروسته دې د مذاکره کوونکو پلاویو په سر موافقه وکړي او دغه پلاوي دې د ولس او نړیوالو ناظرینو په حضور کې خپل مسایل سره شریک کړي، په هغو دې بحث وکړي. ټول مسایل او ستونزې دې د مذاکراتو مېز ته راوړي او له توافق وروسته دې د ولسي او نړیوال تضمین په رڼا کې د هغو د تطبیق مرحله پیل شي.

په دې کې شک نشته چې سوله تر جګړې هم سخته ده، د سولې د موافقتنامې بشپړ تطبیق به وخت واخلي، خو دا مهمه ده چې دغه د سولې موافقتنامه ګام پر ګام تطبیق شي، مګر په دې تر ټولو لومړی د دواړو لورو له خوا د جنګ ودرول او د اوربند اعلان نهایت حتمي او ضروري دی. د دواړو لوریو صداقت او اخلاص مهم دی چې واقعاً له زړه څخه سولې او ولس ته تسلیم شي او خپل تېر هېر وګڼي مګر د راتلونکي او د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه ملا وتړي.

افغان ولس چې د جنګ اصلي قرباني دی نور له جګړې ستړی دی او په هیڅ شرط د جنګ د قېمت پرې کولو ته چمتو نه دی، دوی سوله غواړي تلپاتې او باعزته سوله.