د جنګ او سولې تر منځ ایسار افغانستان

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 محمدبشیر یوسفزوی

 

 

افغانستان چې ډېر کلونه یې په جګړو او همداسې د سولې په هیله مندۍ تېر شوي دي. په بله وینا، افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې تقریباً هر پنځوس کاله وروسته د یرغلونو، جګړو او بدمرغیو له امله ویجاړ شوی، بیا وروسته چې له جنګونو راوتلی او سولې ته ستون شوی، مګر بیا یو بل افت او توپان ورباندې راغلی دی.

دا دی پوره څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان په جګړه کې ښکېل دی او افغانان هره لحظه د سولې او ارامۍ شیبې شماري، مګر دا شیبې لا هم نه دي را رسېدلي، دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ دی چې دغومره دوام کوي.

سوله هغه وضعیت ته ویل کېږي چې د ټولنې ټول ارزښتونه په کې خوندي وي. د هیواد وګړي په کې محفوظ وي او ځانونه هم مصون وګڼي. بیروکراسي او د مرکزي حکومت حاکمیت د دولت په ټوله جغرافیه کې د ودې او پراخېدو په حال کې وي او د ملي ګټور په لور حرکت وکړي. البته که د لویدیځ تیوریو ته مراجعه وکړو له ارسطو او سقراط څخه رانیولې ان تراوسه پورې ټول سیاسي مفکرین په ارماني ډول په خپله فکري محدوده کې را ایسار او غرق وو او دا چې ایا هغه ارمانونه ثمر ته رسېدلي دي او که نه دي رسېدلي، دا لا تراوسه پورې هم معلومه نه ده.

افغانستان د اسیا او سیمې په څلور لاره کې واقع دی او ډېر داسې انګېري چې همدغه ستراتیژیک موقعیت ورته بلا ګرځېدلی او هر بلواګر او زبرځواک د خپل واک ساحې د غځولو په موخه پر افغانستان وسله وال برید او تېری کړی دی او زموږ خلک یې بدمرغه کړي دي. افغانستان هغه هیواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو جنګونو او امپراتوریو جغرافیه وو. بېلابېلو ایډیالوژیو، افکارو او موخو په کې سیالي کوله او دې سیالیو او اختلافونو میلیونونه شهیدان، معلول، یتیمان، کونډې او کډوالو د لرلو تر څنګ هیواد شاته پرېښود او خلک یې همداسې په بې وزلۍ او بې چارګۍ کې وساتل. له دې وضعیت سره نړیوال کېدل په ټولو برخو کې د پراختیا په حال کې ده. افغانستان د دودونو، ایډیالوژیو، نویوالي او نړیوال کېدو په کشمکش کې ایسار پاتې دي. دا مهالنی پړاوو د دې لامل شوی دی چې ځینې څو کاله وروسته ، ځینې د سکون په حال کې او ځینې څو کاله دمخه وي او ټول د افغانستان په جغرافیه کې له دې ټولو تفاوتونو سره ژوند وکړي.

دغه ډول رنګارنګي او تفاوتونه ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي. د سولې په اړه څېړنه له هغه څه څخه سخته ده چې فکر یې کولی شو او د انسان ذهن د پوښتنو، غوښتنو، حقونو او اړتیاوو له نړۍ سره مواجه کوي. ګویا یا موږ رواني ناروغان یوو او نور جک جوړ دي چې زموږ افکار نه مني تر هغو یې چې افکار مسموم نشي یا دا چې هغوی رواني مریضان دي او زموږ د فکر د مسموم کولو په هڅه کې دي، خو باید ومنو چې په نننۍ نړۍ کې  در دنیای امروزی نمی‌توان دونده‌گان را نگه داشت تر څو هغه کسان چې تازه په لاره شي راشي. د دې ټولو تر منځ انډول او تعادل ډېر سخت کار دی. په دې وروستیو کې سولې ته د خلکو هیلې زیاتې شوې دي او که افغانستان ته سوله راستنه شوه، نو باور دی چې له امله به یې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په سیمه کې د ثبات او پرمختګ زمینې زیاتې شي.