طالبان ولې د ولسمشر پر وړاندې بې ځوابه دي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

د ولسمشر حقانیت او قوت له دې هم څرګندېږي چې هر ځل یې طالبان مخاطب کړي او هغوی ته یې یا د سولې بلنه ورکړې او یا یې هم د دوی د اړیکو، کړنو او جنګ په اړه ورڅخه وضاحت غوښتی دی، مګر طالبان د ولسمشر د ټولو غوښتنو، بلنو او پوښتنو پر وړاندې بې ځوابه پاتې شوي دي، دلیل یې دادی چې هغوی په ناحقه دي.

هغوی چې څه کوي چې نه په شرعه برابر دي، نه په اصولو او نه هم په ملي او بین المللي قوانینو، ځکه وسله وال طالبان لا هم کوم سیاسي هویت نه لري، دوی لا هم د جنګي، نیابتي او تروریستي ډلې او ګروپونو په شکل او نوم پېژندل کېږي چې هیڅ ډول قوانینو ته پابند نه دي یوازې او یوازې خپلو بهرنیو بادرانو ته ژمن دي او د هغوی په قومنده او لمسون جنګېږي، ځکه نو دوی نه خپل هویت ثابتولی شي، نه خپلې کړنې تعبیرولی شي او نه هم د ولسمشر بلنې منلی شي، نه یې هم غوښتنې پوره کولی او پوښتنې ځوابولی شي.

ولسمشر غني وایي، پر طالبانو غږ کوم د افغانستان ولس ته یو دلیل ورکړئ چې ستاسو جنګ مشروع دی، د څه لپاره جنګېږئ؟ د چا پر وړاندې جنګېږئ؟ موږ سره وغږېږئ. یو ځل چې اوربند شرعي و، بیا ولې غیر شرعي کېږي؟

هغه زیاتوي، زموږ خو هر څه پاک دي.قوانین ملي شورا تصویب کړي. اما دلته د نامشروع او حرام اقتصاد د اړیکو په اړه اساسي پوښتنې شته. د دې ځوابونه باید د افغانستان ولس ته ورکړئ.

حتی د سولې د پروسې په برخه کې او طالبانو ته د سولې د بلنې په برخه کې چې ولسمشر غني تراوسه کوم نرمښت ښودلی دی، نو هیڅ بېلګه او ساری به یې ونه لیدل شي، ځکه هغوی ته یې وویل چې تاسو به د سیاسي ګوند په توګه وپېژنو، له ټولو جنایتونو به در تېر شو، بې قید او بې شرطه سوله به درسره وکړ، که دفتر غواړئ چې دفتر درکړو، که په بندیانو غږېږئ چې په بندیانو وغږېږو، له موږ پرته له تور لېست څخه نشئ ایستل کېدلی. په مذاکراتو کې تنها خبره دا نه ده چې امریکا سره مذاکرات وکړئ. له پاکستان سره ستاسو اړیکې په کوم اساس دي؟ راشئ د افغانستان ولس ته ځواب ورکړئ.  سوله اسانه نه ده، سوله متقابل عزت دی. موږ چې د بې قید او شرطه سولې اعلان وکړ، حیثیت مو درکړ په کمه مو درته ونه کتل، تاسو هم د افغانستان عظیم ولس کم مه ګڼئ. 

د ولسمشر غني د دغه دریځ او پوښتنو وړاندې وسله وال طالبان بې ځوابه دي او حتی هیڅ مخ نه ورته لري، په همدې دلیل له افغان دولت سره مذاکراتو ته نه حاضرېږي، خو له امریکا سره چې تر پرونه پورې همدې وسله والو طالبانو یرغلګر بلل او د دوی پر وړاندې یې جنګ فرض عین باله، نن د تړلو دروازو تر شا د سولې مذاکرات کوي، طالبانو په دې کار سره نه یوازې خپل ځانونه مسخره کړل، بلکې د دوی دا کار د دې ګواهي او ثبوت او پر دې قناعت هم دی چې دوی په ناحقه وو او په ناحقه دي او دا دوه لسیزې یې چې افغانان ووژل یوازې او یوازې یې د پردیو په امر د پردیو د ګټو او خوشالولو لپاره دا کار وکړ.