د نیمګړي څپرکي بشپړولوکې د ولسمشر غني اساسي ګام

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
له تېرو ولسمشریزو ټاکنو دمخه ولسمشر غني د افغانستان د نیمګړي څپرکي په باب یوه مفصله مقاله ولیکله ، په یاده مقاله کې یې د دارالامان ماڼۍ او د ولسمشرۍ ماڼۍ له بېلابېلو اړخونو سره پرتله کړې وې او بیا یې په اخر کې د دې یادونه او وړاندیزونه کړي وو چې دارالامان ماڼۍ چې د افغانستان د عظمت نښه ده باید بېرته ورغاول شي
.
د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال به هم ولسمشر غني یو نیم ځای د افغانستان د نیمګړي څپرکي د بشپړولو خبره کوله او بالاخره یې دغه خبره په عملي پلان بدله کړه، دغه پلان تطبیق شو او نن ټول ښاریان د دې شاهدان دي چې دارالامان ماڼۍ چې د کورنیو جنګونو پرمهال ویجاړه او رانسکوره شوه، نن یو ځل بیا خپل پخواني عظمت، ښکلا او بڼې ته ورګرځېدلې ده.
د دې ترڅنګ سږکال د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده. ولسمشر غني د دغې کلیزې په ویاړ مسوولینو ته هدایت کړی دی چې د اماني دورې ټولې تاریخي ودانۍ چې د جنګونو او د مسوولینو د نه پاملرنې له امله ویجاړې او خرابې شوې دي له سره ترمیم او ورغاول شي، چې موږ او تاسو څو میاشتې وړاندې د عیدګاه جومات د بیارغاونې شاهدان وو چې هم په اساسي توګه جوړ شو او هم تر پخوا ښکلی جوړ شو.
میاشت وړاندې ولسمشر غني پغمان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د اماني دورې د بېلابېلو ودانیو د پرمختګ چارې له نږدې وکتلې او مسوولینو ته یې د پروخت او اساسي توګه د بیارغاولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
نن سهار ولسمشر غني بیا دارالامان ماڼۍ ته تللی وو او د دغې ماڼۍ د ختیځ لورته یې په سل هکتاره ځمکه کې د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. دغه کمپلکس د یو اعشاریه شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۲۷ دولتي ودانیو او تاسیساتو لپاره جوړېږي. دا د افغانستان په تاریخ ، په ځانګړي ډول د غازي امان الله خان د نیمګړي څپرکي د بشپړولو په برخه کې یو اساسي ګام دی.
د ولسمشر غني له دغو ارزښتناکو هلو ځلو او اقداماتو داسې ښکاري چې افغانستان د جګړې ورانۍ او دربدرۍ تر شا پرېږدي، د وحشت او بربریت له شیبو او کلونو کرار کرار راوځي او که خدای کول ډېر ژر به خپل پخواني برم او عظمت ته ورستون شي. د دې او ورته نورو کارونو او پروژو له امله ولسمشر غني دا وخت د ولس په زړونو کې ځای لري او د هغه د لا بریا او اوږد ژوند لپاره دعاګانې کوي. ولس باوري دی چې که خدای کول د ولسمشر غني په برکت به هم د خپل تېر برم، عزت او عظمت خاوندان شي، هم به له ناورینونو، جنایتونو ، وحشتونو او ناخوالو خوندي شي او هم به د ارام، هوسا او باعزته ژونده خاوندان شي.