طالب دې يې ځواب کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دا لومړى ځل نه دى چې وسله وال طالبان په خپلو ترهګريزو اعمالو پر افغانانو توره وريځ خوروي او ژوند يې تياره کوي، بلکې هرکله چې د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ ضد هغه ګاونډي او سيمه ييز هېوادونه چې د دوى ملاتړي دي دوى ته کوم دستور ورکړي نو دوى هم پرته له کوم درک او فکره هغه دستورونه عملي کوي

. يو له دغو دستورونو هېواد ته د وارداتي برېښنا د ستنو يا پايو ړنګول او د مزو پرې کول دي، طالبانو په خپل دې غير انساني کار سره د خلکو کورونه تياره کړل، د فابریکو او کارخانو فعالیتونه يې په ټپه ودرول، چې په کې زرګونه کسان د يوې مړۍ حلالې روزۍ ګټلو لپاره بوخت وو، هغه روغتيايې خدمتونه چې د برېښنا په وسيله ترسره کېږي له خنډونو سره مخ شول او همداسې ډېرې ستونزې يې خلکو پېښې کړې، طالبان دا ډول تخريبي اعمال د دې لپاره ترسره کوي تر څو خلک نور په تنګ راشي او له‌ خپل ژوند څخه ناراضه شي.
د يوه عادي افغان په توګه د طالبانو له تحريک او ددوی له ډلو څخه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چې کله تاسې په هېوادکې له بهرنيو ځواکونو سره مخالف یاست او همدرنګه دولت هم د ځان لوی دښمن بولۍ نو بيا ملت او دا ولسونه ستاسې څه کېږي څوک په عادي توګه خپل ژوند مخته وړي.
که چېرې تاسې وايي چې د افغانستان په جغرافيه کې اوسېدونکي وګړي او افغان ولسونه ستاسې ولسونه او ستاسې د هېواد بچيان دي نو بيا ولې له هغوی څخه رڼا اخلۍ او ژوند يې تيارو ته ورټېل وهئ، که چېرې تاسې د پرديو غلامان نه یاست او پردیو ډول ته نه ګډېږۍ نوولې د برېښنا مزي پرې کوئ له دې خو ټول افغان وګړي استفاده کوي يواځې حکومت خو يې نه استفاده کوي،له دې هرڅه څخه ستاسې هدف څه دی؟
روښان