طالبان د سولې لپاره غلطه دروازه ډبوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام جیلاني ځواب
پښتو متل دی وایي چې لوګری کله لو نه کوي، نو لور په لوټه تېره کوي، نو وسله وال طالبان هم همداسې دي چې سولې ته یې زړه نه دی او یا د سولې اختیار نه لري، نو له همدې امله د سولې د اصلي ادرس پرځای چې افغانان او افغان دولت دی د بهرنیانو دروازې ډبوي
.
ټول پدی پوهېږو چې د نورو هیوادونو تر څنګ امریکا او روسیه هغه هیوادونه دي چې د اټومي سرګولولو تر څنګ په هر ډول وسلو مجهز هیوادونه دي خو امریکا د اقتصادي نظره په پښو ولاړ یو هیواد دی او  روسیه چې د اقتصاد له نظره تازه په پښو درېدلې  ، تازه یې هلې ځلې شروع کړي تر څو په نړی کې خپل واک او قدرت تر لاسه کړي . په دې خاطر یې د طالبانو ملاتړ ته مخه کړې. طالبان چې د امریکا دښمنان دي، نو روسیه یې له امریکا څخه د غچ اخیستنې په موخه تقویه کوي.
دا چې روسیې په افغانستان کې پخوا ماتې خوړلۍ او امریکا په افغانستان کې د نړیوالو اصولو مطابق د دهشتګردۍ او د دولت ضد مخالفینو د ختمولو لپاره افغانستان ته راغلې ، له بلې خوا افغان حکومت سره همکارۍ کوی تر څو په پښو ودرېږي، مګر په دې وروستیو کې د امریکا دریځ هم تیت ښکاري، ځکه چې د حکومت پرځای یې طالبانو ته مخه کړې او په دې وروستیو کې یې د سولې مذاکرات یو اړخیز یانې له طالبانو سره پیل کړي وو چې بالاخره په ناکامۍ تمام شول .
امریکا او روسیه دواړه هغه هیوادونه دي چې له یو بل سره په ډیرو ټکو کې اختلافات لری دواړه هیوادونه کوشش کوي چې په سیمه کې پراخ حضور پیدا کړی په همدی موخه هر کله چې امریکا طالبان د افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره اماده کړی نو روسان له طالبانو سره لیدنی زیاتی کړی او دغه لیدنی له افغان حکومت سره د سولې خبري د لغوه کولو سبب شوی .
کله چې د امریکا او طالبانو د پلاوو تر منځ په پاکستان کې د افغان سولې په رابطه له یو څه ځنډ وروسته خبرې اترې وشوې، نو روسیې وانګیرله چې شاید په لوبه کې شاته پاتې شم په همدې موخه څو ورځې بعد د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف وویل چې مسکو به راتلونکې اوونې د افغانستان د ملې روغې جوړې په نوم یوه غونډه جوړوي چې په دغه غونډه کې به د امریکا او روسیې استازو تر څنګ د چین او  پاکستان استازې هم ګډون کوی . طالبانو ته ښایي چې د نورو د رقابتونو او وسیلې پرځای د سولې اصلي ادرس (افغان دولت) ته مراجعه وکړي.