تالا ترغۍ ولس

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



ژوند مو هسې یو نهيلی رنګ اخیستی چې کله، کله خپلې غوښتنې داسې اغیز را باندې وکړي چې د نورو ژوند او راتلوونکې مو له یاده ووځي، دومره د ځانځانۍ لومه کې ونښلو چې له تفکر او درک سره مخه ښه وکړو، ژوند نفې کړو، په راتلوونکې بې باوره شو او د خپل مرګ پرېکړه په خپله لاسلیکه وو. شېبه پس بیا د وېرې او تراه سېوری را باندې خپور شي، ذهن او شعور مو دومره کاواکه شي چې د بل چا د یوې ناروا غوښتنې له پاره د

خپلې راتلوونکې پرېکړه په پردېو کوو چې هیڅکله یې زموږ د هوساینې او خوښۍ سوچ او خیال نه دی ساتلی.
همدې بې ثباته ارادو مو د ژوند په ټولو اړخونو کې د کلیوالي نظم څخه نیولې، ولسي او بیا آن تر دولتي نظم پورې د ټیکاو پر ځای د تاو تریخوالی او ترینګلتیا مزي غزولي دي. سیمه مو سره بټۍ او ولسونه مو لکه نینې په کې ټسیږي او د خپلو بې وسېو له کبله د غمیزو سره لاس اوږدوي. پرون یو، نن بل او سبا به کوم بل زوره ور زما په کور او ولس د یوې بلې مرګ پاروونکې آزموینې تنده ماتوي.
یادې بې پروایي لامل شوي دي چې د نن نه څه باندې دوه اونۍ وړاندې د روان کال د وري د میاشتې په ۲۴ ماښام د ننګرهار ولایت د آچین ولسوالۍ د مامند تنګي د اسد خیلو په کلي یو ستر ناورین چې ښايي د یو پلان له مخې را منځ ته شوی وي، په نړۍ کې د نا هستوي بمونو په لړۍ کې یې تر دې دمه ساری نه دی لیدل شوی، تر سره شو. سیاسیون ته پېښه لکه د څلویښت کلنې جګړې یو لوګجن انځور ښکاره شو، داسې وانګیرل شوه چې غرونه ړانده، نسلونه مړه او چاپیریال کوڼ دی. یو بمب و لکه د نورو بمونو په شان یې ننګرهار او په تېره بیا د شینوارو غیرتي ولس له ستوني تېر او کیسه پای ته ورسېده. هېچا د یاد ولس پر ټپونو د رغیدا پټۍ او د یتیمانو د اوښکو د وچېدا له پاره کوم رغنده ګام پورته نه کړ. همداسې د نورو وژوونکو پېښو تر څنګ یوه پيښه وه، تېره شوه او هېره شوه.
لکه څنګه چې ولسونو تل د ورته نا اخوالو دروند بار په خپلو اوږو وړی دی، شتمنۍ، کورنۍ او معنوي ارزښتونه یې تالا ترغۍ شوې دي، هره ټکه چې پرې را پرېوتې خپله سينه او سر یې ورته سپر کړی دی، هغه په دې هېله چې که زه و مرم ګواکې راتلوونکی نسل به مې په آمن، سولې او خپلواکۍ کې پاتې وي او په ګانده کې به زما له بلهاریو یادونه او ستاېنه کوي. ولس ددې درنې پېښې راتلوونکی خړه پرړه ویني، لاره یې د پېښې له تائيد سره جلا ده، ولس د ورته پېښو د تائید سره نه سر خوځولی او نه یې خوځوي.
د سیمې ډیری مشران ددې واقیعیت شاهدان دي چې د ننګرهار د سویل ختیځې سیمې د شپږو ولسوالېو مشران، قلموال او نور مخور د ۱۳۹۴ل ز کال را په دې خوا په وارو، وارو د امنیتي طرحو سره لوړو پوړو چارواکو ته ورغلي، په پرله پسې توګه یې له دوي څځه د سیمې د آمن غوښتنه کړې ده. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د هغوي د ټولو ځواب د سیمې د بشپړ امنیت له پاره د مالي امکاناتو نشتون او اربکیانو جوړول وو، د هغوي سره، چې د سیمې مشران یې له نامه سره جوړ نه وو او نه یې غوښتل چې په سیمه کې د نا آمنۍ اور د آربکیانو له کبله تود شي ځکه آربکیان د حکومت یو چل ول برېښېد. هماغه وو چې د لوړ پوړو چارواکو څخه یې د سیمې د آمن له پاره کومه کړنه تر لاسه نه کړه او نهیلي را وګرخیدل. له دې سره هم هوسا کښینناستل، د سیمې د آمن له پاره یې بېلې او جلا لیکلنې او د غونډو له لارې خپلې ولسي غونډ پرېکړې لوړو پوړو چارواکو ته ورسولې، لیکن بیا هم د پخوا په څېر د نه له ځواب سره مخ شول.
د حکومت نړۍ وال همکاران چې د خپلو پرمختللو وسایلو له برکته د ځمکې پر مخ له ۲۰-۱۰ تر شلو سانتي مترو پورې موجودات ويني ولې بیا هم مچ په توپ ولي، چې همدې کړنو اوس ولسونو سره لاندې پوښتنې راولاړې کړي دي:
• کله چې د آمنیت له پاره بودیجه نه وه نو د مچ په توپ ویشتل، دې ښکار ته د شپاړس میلیونو بودیجه له کومه راغله؟
• د بم آغیز به په چاپیریال کې څه پېښې را منځ ته کړي؟
• د بم د ویشتلو پر مهال که په سیمه کې خلک له بم څخه خبر شوي وي، آیا له دې خبرتیا به مخالفین نا خبره پاتې شوي وي؟
• که نا خبره وي، په بم ویشتلي جسدونه څه شول؟
• سیمه ولې د دیارلس ورځو له پاره د خبریالانو، د افغان پوځ او ولسي خلکو څخه مخ پټې او پوښلې پاتې شوه؟
• د هماغې سیمې له شا او خوا جګړه بیا ولې پیل شوه؟
دې ته ورته ډیری داسې پوښتنې شته دی چې د پیچلتیا په درشل کې د دریو کلونو را په دې خوا د شپږو ولسوالیو اوسیدوونکي په کې په بې رحمه توګه سوزیږي. سره له دې چې د شینوارو په سیمه د ټولو وسلو په تېره بیا د درنو کیمیاوي، چاودیدوونکو او نورو درنو وسلو کارونه غندو، له ټولو خواوو څخه هیله کوو چې په دې غریبې سیمې کې جګړه ودروي، سیمه د نورو د موخو قرباني نه کړي، د سیمې اوسېدوونکي نور د داسې جګړو وس نه لري. د روان ناکام بهیر په دې چلند باید تیږه کیښودل شي او د حل له باره یې نوی سوله ییز بهیر پرانیستل شي.
اړینه بریښي چې په سیمه کې د استعمال شوي بم اغیز سروی او و څیړل شي. درنه وسله په غریبه سیمه پرته له ستراتیجیک تحلیل وکارول شوه، زموږ د ژوند تر څنګ یې اقتصادي، ټولنیز او د ژوند چاپېریال وګواښه، له همدې کبله یې د کارولو غندنه کوو.
په سیمه د بم آغیز:
یاد بم چې د «ټرایټونل له منفجره کیمیاوي توکو جوړ شوی دی، اتیا سلنه یې ټرای نایټروټولین(ټي، ان، ټي) او شل سلنه یې د المونېمو پوډر دي» ټي، این، ټي چاودیدوونکي توکي دي چې په ګانده کې ډیری چاپیریالي ستونزې منځ ته راوړي. یاده ژیړ رنګه کیمياوي ماده بوی نه لري په طبیعت کې په طبیعي ډول نشته په مصنوعي ډول جوړیږي چې لاندینۍ ستونزې منځته راوړي؛
• « د ځمکې په سر له خاورو سره ګډیږي او خاوره په لوړه کچه ککړوي.
• په خاوروې کې د جذب لوړه ځانګړنه لري، تر ډیره یې اغیز د ځمکې په سر پاتې کیږي.
• که چیرې د ځمکې لاندې اوبو ته لاره وکړي، په دې اوبو کې هم موندل کیږي، په اوبو کې د نیمه جذب وړ دي.
• په اوبو کې په ډیره لږه کچه شتون یې د انسانانو روغتیا ته نیغ په نیغه ګواښ دی.
• د حیواناتو په بدن کې د جذب شواهد ډیر لږ دي.
• د خاورو له لارې یې ونې او بوټي جذبوي. تر ټولو مرګونی حالت هغه دی چې که چیرې په دې ځمکه سابه، غله او مېوې وکرل شي، د دغو حاصلاتو د خوړلو په صورت کې ټي ان ټي د انسان بدن ته لاره مومي.

د ټي ان ټي پایلې:
• د جذب په صورت کې د پښتورګو د خرابۍ او وینې د کمی سبب ګرځي.
• په موږکانو کې تجربو ښودلې ده چې د مثانې د سرطان سبب ګرځي.
• سیمې ته نږدې کسان د سترګو او پوستکي په ناروغیو اخته کیږي.
• المونیم د وینی د کمښت، پښتورګو او هډوکو د نارغیو سبب ګرځي.»

څه باید وشي؟
• د سیمې د اوسیدوونکو روغتیايي حالت وکتل شي که چیرې د بم د آغیزمنتیا له کبله کومه ستونزه پېښه شوې وي باید سم له لاسه ډاکټر او یا روغتون ته واستول شي.
• په سیمه کې باید یوه سروی تر سره شي چې د بم اغیز په خاوره، اوبو او نباتاتو کې څومره دی.
• څاروي هم باید له پامه ونه غورځول شي.
• د چاپیریال د ککړتیا په صورت کې باید خلک له سیمې څځه یوې مصئونې سیمې ته ولیږدول شي.
• د کورونو د ویجاړتیا په صورت کې، هغه اوسېدوونکي چې په بدن کې د بم اغیز ونه لیدل شي او وغواړي چې په سیمه کې واوسیږي باید هغوي ته کورونه په وړیا توګه و رغول شي، له دې پرته د سیمې اوسېدوونکو ته باید په یوه آمن سیمه کې د کور او ژوند کولو مناسب شرایط برابر شي.
یو ځل بیا په هېواد، په ننګرهار او په تېره بیا په شینوارو د داسې بمونو غورځول غندو او د اړوندو خواوو څخه په زغرده سره غواړو چې په دې سیمه کې د جګړې سریال ته د پای ټکی کښیږدي.