د عدلي او قضایي ارګانونو اصلاحات

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په تېرو دوو کالو کې ولیدل شول چې ډېر کله د اصلاحاتو د تطبیق پرمهال سیاسي کشمکشونه ایجادېږي، ناوړه هڅې کېږي او خپل مخالفتونه یا د اصلاحاتو بهیر په ناسمه توګه تعبیرېږي.

دغو ټولو ته په اشارې جمهور رئیس غني وویل، سیاسي کشمکشونه به د لوی څارنوالۍ په کاري بهیر، پرېکړو او تصامیمو هیڅ ډول اغېز ونه لري. هغه په عدلي او قضایي سکتور کې وروستي اصلاحات له خوښۍ او هیله مندۍ ډک وبلل او د دغو

اصلاحاتو د دوام پر بهیر دټینګار ترڅنګ یې د هېواد له سیاسي قشر څخه وغوښتل چې د عدلي او قضایي سکتور د اصلاحاتو د بهیر بشپړ ملاتړ وکړي او هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې پر وړاندې یې ستونزې او خنډونه ایجاد کړي.

په دې وروستیو کې په عدلي او قضایي سکتور کې یو لړ اصلاحات راغلي. د اصلاحاتو د شفافې پروسې له لارې ځینې کسان له یوه ځایه بل ځای ته بدل شوي، ځینې په کور کېنول شي او د دغو اصلاحاتو لړۍ لا هم ادامه لري. د اصلاحاتو پرمهال، پاک، ژمن، وړ ، پوه او مسلکي کسان ګومارل شوي او همدارنګه په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو شمېر هم زیات شوی دی او دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د شته ستونزو د کمولو په برخه کې یو مهم ګام دی.

د اسلامي نظام د فلسفې او دیني لارښوونو په اساس د عدالت تامین د ټولنې د هر فرد مسوولیت او مکلفیت دی، ځکه د عدالت بې طرفانه او مستقلانه تامین د سیاسي ثبات بنسټیز عنصر دی. څومره چې  د اصلاحاتو بهیر شفاف او پر معیارونو ولاړ وي، نو همغومره د خلکو باور او ملاتړ له ځانه سره لرلی شي.

ولسمشر قاضیانو او څارنوالو ته ډاډ ورکړی چې په پوره جرئت او صداقت دې خپلې چارې ترسره کړي او د پرېکړو او تصمامیمو پرمهال دې له هیچا څخه هیڅ ډول وېره هم نه لري، ځکه چی ملت او دولت د دوی بشپړ ملاتړ کوي او هیڅ وخت به یې یوازې پرېنږدي.

 

ولسمشر څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، له یوې خوا زموږ هېوادوال د عدالت او اصلاحاتو د تطبیق غوښتونکي دي او له بلې خوا ستاسو ژمنتیا، صداقت، پاکي ، وړتیا او پوهه دا ډاډ راکوي چې تاسو به د ټولنیز عدالت د تامین په برخه کې ارزښتناک اقدامات وکړئ او د هېوادوالو دغې غوښتنې ته د درناوي ترڅنګ به د عدلي او قضایي ارګانونو زیانمن شوی باور بېرته ترلاسه کړئ.

د اصلاحاتو تطبیق او د ټولنیز عدالت تامین اوږدمهاله، پراخه او ګټوره پروسه ده او په هغه کې د مقاماتو تر څنګ د سیاسي قشر او ولس ملاتړ مهم او حتمي دی. څومره چې د اصلاحاتو د تطبیق او عدالت د تامین په برخه کې همغږي او همکاري زیاته شي، نو همغومره ژر به  عدالت تامین او قانون تطبیق شي.

مفسد اشخاص او قاتلین به د خپلو ناوړه اعمالو سزا وویني. صحرایي  محکمې ، فساد، بې عدالتي، تاوتریخوالی او نور غیر قانوني کړنې به له منځه لاړې شي، عادلانه نظام به ټینګ  او د هېواد په راتلونکي، دولتي ادارو او قانوني محاکمو به د خلکو باور لا زیات شي.