وسله وال ځواکونه دې خپل بې پرېتوب وساتي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو ته ښایي چې یوازې خپل خدای، هېواد او دنده وپېژني او دغو درې واړو ته ژمن پاتې شي او له نېکه مرغه تراوسه یې خپله دغه ژمنتیا ساتلې ده.  له نېکه مرغه زموږ وسله وال ځواکونه ورځ تر بلې مسلکي او پیاوړي کېږي.

د حکومت او جنرال دوستم  تر منځ د جنجال او مخالفتونو پرمهال ډېرو فکر کاوه چې زموږ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به خدای مکړه وپاشل شي او په ډلو ټپلو به ووېشل شي، مګر د خدای په فضل سره زموږ اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ داسې منفي حرکت ونه کړ

او نه یې هم په وړو قضیو او سیاستونو کې ځانونه ښکېل کړل.

پرون شپه مې په تلویزیون کې ولیدل چې د بلخ ولایت د عامه نظم قوماندان او د امنیت امر یو څه احساساتي چلند وکړ، خپل بې مسلکیتوب یې وښود او بې ځایه یې د عطا محمد نور د استعفی په قضیه کې ځانونه ښکېل کړل، که څه هم له څلوېښت کاله جنګونو، ډلبازیو او اختلافونو وروسته د دغو دوه کسانو چلند نه حیرانونکی دی او نه هم د ولس، حکومت او یا د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر روحیه کوم منفي اغېز شیندلی شي.

تر ټولو مهمه داده چې په لویه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین او منسوبین بې طرفه دي او دوی خپله بې طرفي خوندي کړې ده. د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه وړ مسلکي چلند او د بې طرفۍ اختیارول د افغانستان د ښه او روښانه راتلونکي زېری ورکوي او زموږ هېوادوال ورځ تر بلې د خپل هېواد پر راتلونکي زیات باوري کوي.

له همدې امله د هېواد په تاریخ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ بېسارې اجماع جوړه شوې او دغه اجماع ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، ځکه زموږ د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برحقه مبارزې او د هېواد د دفاع په سنګرونو کې د دښمن پر وړاندې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي او مبارزه کوي.

د استاد عطا محمد نور د استعفی په قضیه کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله دریځ او چوپتیا هم د ستاینې او قدرونې وړ ده، که څه هم عبدالله عبدالله د حکومت په لومړیو کې په وړو قضیو او سیاستونو کې ځان ښکېلاوه، خو اوس دې نتیجې ته رسېدلی دی چې دغه وړ وړو مسایلو کې ځان ښکېلول او د حکومت د مشرتابه د پرېکړې مخالف جهت کې ودرېدل نه د هېواد او نه هم د ولس په ګټه دي ، بلکې د دغه وړ کړنو ګټه یوازې او یوازې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي، ځکه هغوی بیا له وخت او موقع څخه په استفادې خپل جنایتونه ترسره کوي.

د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پاملرنې، سپارښتنو او هلو ځلو له برکته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا زیات مسلکي شوي. هغوی ته ملي روحیه او انګېزه ورکړل شوې. په عصري او نویو وسلو سنبال شوي، خوړو او درملو ته یې پاملرنه زیاته شوې. د دوی په لیکو کې فساد له منځه تللی او له همدې امله زموږ وسله وال ځواکونه تر بل هر وخت پر ځان زیات متکي او پیاوړي شوي دي. د دغو ځواکونو قوت په دې کې دی چې د سیاسیونو په وړو سیاستونو او قضیو کې ځانونه ښکېل نه کړي.