د بیان ازادي خپل حدود لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد
په دې کې شک نشته چې د بیان ازادي د اتباعو له انساني، اسلامي او اساسي حقوقو څخه يو مهم حق او د حکومت مهمه لاسته راوړنه ده، ځکه په ولسواکو نظامونو کې هر څوک حق لري چې خپل نظر له کوم فشار او وېرې پرته په ازادانه توګه بیان کړي، خو داسې نه چې د بل فردي ازادۍ، حیثیت او شخصیت ورڅخه متضرر شي

.

زموږ اساسي قانون او همدارنګه د رسنیو قانون د بیان ازادي د وګړو د اساسي حق په توګه تعریف کړې او همدارنګه یې د هغې حدود هم ټاکلي دي، ځکه د بیان ازادي خپل حدود لري، خو درېغه چې موږ وینو ځینې افراد، احزاب او په خپله رسنۍ دغه د بیان د ازادۍ حدود نه مراعتوي، د بیان ازادۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې زموږ امنیت، د هېوا دثبات، ملي ګټې او ملي ارزښتونه تهدیدوي.

حکومت او په ځانګړي ډول رسنیو ته ښایي چې د بیان ازادي په جدي ډول تعقیب کړي او هغوی چې په قانون کې د بیان د ازادۍ له تعریف شویو او واضح شویو حدودو عدول کوي، نو هغوی دې په لومړي قدم کې وپوهوي او که بیا هم دا عمل تکراروي، نو د قانون مطابق دې مجازات شي.

نن سبا د بیان ازادۍ څخه په ناسمه ګټه اخیستنې ځینې افراد او اشخاص په لوی لاس او د پردیو په لمسون د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ ملي یووالی تهدیدوي او داسې زهرجنې څرګندونې کوي چې ولسونه یو د بل پر ضد لمسوي او د هغوی تر منځ کرکه، نفاق، بدبیني او واټنونه را پیدا کوي.

همدارنګه ځینې د پردیو لاسپوڅي  په ډېره سپین سترګۍ افغان کلیمه تحریفوي. سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون څلورمې مادې د افغان کلیمه په وضاحت او صراحت تعریف کړې،چې د هېواد پر هر وګړي اطلاق کېږي، مګر دوی بیا هم د قانون د دغه حکم خلاف افغان کلیمه له خپل ملي برم او ماهیته را غورځوي او د قوم کچې ته یې راټیټوي.

دغه ډول افراد او اشخاص یا مریضان او عقده مند دي او یا هم د بهرنیو هېوادونو او استخباراتي کړیو له لوري همدېته ګومارل شوي دي چې د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ نفاق رامنځته کړي، دوی په خپلو کې سره بدبینه کړي، په وړو وړو مسایلو کې یې ښکېل کړي او په دې ډول یې له خپلو لویو ارمانونو او هیلو ته له رسېدو څخه شاته پرېږدي.

دولت د قانون په چوکاټ کې د اتباعو د بيان د ازادۍ له حق څخه ساتنه کوي.د دې لپاره چې له دغه حق څخه د ګټې اخيستلو پر مهال يو شخص يا يوه ډله اتباع د يو تبعه يا يوې ډلې اتباع د حقوقو د سلب او یا د ارزښتونو د زیانمنېدو سبب نه شي، د قانون د احکامو پر مبنا باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

هغه کسان، ډلې او ټپلې چې د بیان ازادۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او یا په لوی لاس زموږ وروڼه قومونه سره وېشي، نو هغوی د قانون د حکم سرغړونکي او مجرمین ګڼل کېږي او باید د یو مجرم په توګه محاکمه شي، تر څو په راتلونکي کې دغه وړ غیر قانوني کړنې ترسره نه کړي او همدارنګه نورو ته هم د پند او عبرت لامل وګرځي.