د بې ګناهۍ ثبوت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې موږ په رسنیو کې وینو چې هر ځل په هېواد کې د تروریستي ډلو له لارې په ترسره شویو بریدونو، چاودنو، جنایتونو او وحشتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ عام هېوادوال شهیدان او ټپیان کېږي، نو ځینې افراد او اشخاص د هغوی په اړه د تاسف او تاثر څرګندولو پرمهال د هغوی د بې ګناهۍ ثبوتونه وړاندې کوي

.

دوی په خپلو لیکنو، څرګندونو او تبصرو کې دلیل راوړي چې دا معصوم ماشومان وو، یا ملکي وګړي وو، یا ښځې وې او همداسې نور دلایل او ثبوتونه وړاندې کوي. مګر دوی خپل دغه د بې ګناهۍ ثبوتونه هغه چاته وړاندې کوي چې هغوی نه پر خدای باور لري، نه یې په رسول لري، نه اسلام ته درناوی لري او نه هم قران مني. حتی د انسانیت او شرافت په نوم هم څه نه پېژني.

که چېرې دوی پر اسلام، خدای، قران او بې ګناهۍ باور لرلی او یا یې ملي او انساني ارزښتونه پېژندلی، نو په ژوند کې به یې هم دغه ډول وحشتونه او جنایتونه نه وای ترسره کړي، نو له همدې امله ښایي چې خلک له ترهګرو ډلو او تروریستي ګروپونو سره د منطق، استدلال او عاطفې پرځای بالمثل عمل وکړي.

یانې په کلیو، ښارونو او لویو لارو کې چې کله ترهګر او شکمن کسان ویني ودې وژني، یادې ونیسي او امنیتي ځواکونو ته دې تسلیم کړي، له خپلو سیمو دې وشړي او چېرې چې تګ راتګ کوي، نو حکومتي ارګانونه دې په جریان کې کړي، تر څو هغوی له منځه یوسي او زموږ هېواد او خلک د دوی له شر او جنایتونو څخه په امان شي.

له ترهګرو او تروریستي ډلو سره استدلال او له هغوی سره عاطفي چلند خپل وخت ضایع کول او ځان ستړی کول دي، ځکه هغوی دومره سخت زړي او حیوان خصلته دي چې هیڅ زړخوږی او ترحم نه لري او چې څنګه یې پر بې دفاع خلکو وس او زور بر شي، نو همغسې په سختۍ او وحشت یې وژني.

هغوی چې ترهګرو او تروریستي ډلو ته د خپلو عزیزانو، خپلوانو او دوستانو د بې ګناهۍ ثبوتونه وړاندې کوي د دې پرځای دې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ وکړي. داسې ملاتړ نه چې یوازې په خوله ووایي چې دوی د خپلو ځواکونو تر شا دي، بلکې عملاً دې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ودرېږي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ هغه مهال صادقانه او ګټور وي چې کله هېوادوال د هېواد په هر ګوټ کې چې په خپلو سیمو کې شکمن او تروریستان وویني، نو سملاسي دې د هغوی په اړه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خبر ورکړي، تر څو زموږ مېړني ځواکونه د هغوی په ځپلو پسې ورشي.

کلیوالو او د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته ښایي چې د وېرې او یا هم خواخوږۍ له مخې ترهګرو ډلو او تروریستانو ته په خپلو سیمو او کورونو کې ځای ورنه کړي، لارې او ګودرې ور ونه ښیي او د هغوی د منفي تبلیغاتو تراغېزلاندې رانشي، ځکه دوی د دې هېواد هغه قسم خوړلي دښمنان دي چې په هیچا یې هیڅ ډول رحم نه راځي.