ډاکټر_نجیب_الله_څنګه_ولې_او_چا_وواژه ؟

رښتیا موندنه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مارک جیمزامریکایي ژورنالیست
*ژیړ طلایي کتاب ژباړه*
په دې اړه ټول حقایق لیکنه کې لوستلای شئ
جنرال حمید ګل د پاکستان د ای اس ای سازمان مشرد (۱۹۹۶) کال دد سپتامبرپر ( ۲۶) نیټه د ماښام پر (۶)بجوو د پاکستان د هلیکپترو په واسطه د پېښور له لارې له نصرالله بابر څو تنه نور لوړ رتبه پاکستاني جنرالانو، ملا محمد عمر د طالبانو مشراو (۱۲ ) نور د طالب مشرتابه پلاوي

سره کابل ته را دننه شول ، دوی له راتګ سره سم ، پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتر څخه ، ارګ ته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وه راوست ،
مارک جیمز پر خپل کتاب کې له هغه درې ساعته ویډیو څخه یادونه کوي چې، پر دغه شپه داکټر نجیب دخپل مرګ تر ورستیو شېبو خبرې کوي ، 
مارک جیمز، د نجیب او حمیدګل په دغه ویډیو کې خبرې داسې یادوي .
جنرال حمید ګل، له ډاکټر نجیب الله څخه داسې پوښتنه کوي، ما پېژنې ؟
ډاکټر نجیب الله په ځواب کې: 
بلې هو ته حمیدګل د پاکستان د ای ایس ای مشریي.
جنرال حمید ګل: آیا پو هیږې چې موږ د څه شې په اړه خبرې کوو ؟
ډاکټرنجیب الله : بلې هو د هغې موضوع په اړه چې څوکله وړاندې مو له حکمتیارسره په مذاکره کې، له ما څخه غوښتي وه. 
حمیدګل: سمه ده اوس چې له مو ضوع څخه تاسو خبر یاست، نوراځئ چې کار پیل کړو .
ډاکټرنجیب الله په ځواب کې ورته وایي 
کوم او څه ډول کارچې تاسوغواړۍ پیل کړۍ؟
حمیدګل: موږ د یوه لوړ رتبه با صلاحیته پلاوی په استازیتوب د پاکستان د لومړي وزیر( نواز شریف) لخوا را غلي یو، تر څو د ډيورندکرښې په اړه ( ۲۲) ماده ایز سند ستاسو او د طالبانوامارات اسلامي مشر،ملا محمد عمرترمنځ لاسلیک شي ، او په کې ولیکل شي چې ، 
( ډیورند کرښه د پاکستان رسمي پوله ده ، د افغانستان موجوده حکومت دا کرښه د یوه رسمي او منل شوي پولې په ټوګه پیژنې او د یوه رسمي سند په توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتبارلري) 
دډاکترنجیب الله ځواب :
هیڅ وخت به دا پروتوکول امضا نشې، تاریخ پر خپله صفحه کې پر زرینو کرښو لیکلی لري چې ،د ډيورند خاورې کرښه د انګلیس لخوا په درغلي باندې شوې نو ځکه د عتباروړ نده، ولې؟ تاسو پاکستانیانو چې په خپل هیواد کې ( ۷) تنظیمونه جوړ کړل ترڅو ددوي په وجود کې د پاکستان ګټې خوندي وساتئ ، کله چې د ملګرو ملتونو له لارې ما حکومت دوی ته تسلیم کړ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له لارې چې، د هغه ولسمشراو حکومت هم ستاسو لخوا ټاکلی شوی وو، له دوی سره مو لاس لیک نکړ؟ هغوي هم د پاکستان د ګټو په لټه کې ول، درست هغه څه چې ستاسو د ای ایس ای غوښتنه وه ؟
تاسو ګلبدین له ځانه سره لرئ، چې د ځواني له دورې څخه ، ستاسو په خدمت کې وو،او ستاسو په خاطر يې په افغانستان کې بې شمېره بشري ضد جنایتونه تر سره کړل ترڅو، تاسو خوشحاله وستاتي او امریکې هم ، ده خاین ته څومره چې په وسه یې پوره وو امکانات برابر کړل، په همدې رقم ټولو د (۷) تنظیمو مشرانو ته چې دې جهادي مشرانو، بې شمیره بشري ضد جنایتونه وکړل او خپل وطن او خلک یې له خاورې سره برابر کړل، ترڅوله دې لارې تاسوپنجابي جنرالان ،له خپلو امریکایي اوانګلیسي بادارانوڅخه په میلیاردونو ډالرپیسې لاسته راوړئ. 
ګلبدین ستاسو پنجابیانو په دستور له ما سره مذاکره وکړه او په اوله خبره یې له ما څخه غوښتنه داوه چې، د خلق دموکراتیک کوندواکمني دي، باید ډيورند کرښه په رسمیت و پېژني ، خو زما ځواب هم هغه وو، چې د ګلبدین په واسطه مي تاسو ته درواستاوه.
حمید ګل، د ډاکترنجیب الله په ځواب کې :
پاکستان حکومت د خپلو ګټو په خاطر له جهادي مشرانو صبغت الله مجددی ، گلبدین حکمتیار ، پیرسید احمد گیلانی برهان الدین ربانی ، رسول سیاف ، مولوی یونس خالص و مولوی محمد نبی سره دې اوکړي ته رسېدلې، دوی ټولو جهادي رهبرانو هر یوه د ډیورندکرښه په رسمیت پيژندلې، او دا کرښه د پاکستان رسمي پوله بولي ،نو تاسو یې ولې نه منئ؟
د ډاکټر نجیب الله ځواب حمید ګل ته :
دا تنظمي جهادي مشران تاسوپاکستانیانو را منځته کړل ،ستاسو له سازمان څخه معاش خوره دي ، د افغانستان ټول ولس په دا خبره پو هیږې چې دوی د پردیو لپاره کار کوي ، دا اشخاص د پیسو او مالدارۍ په فکر کې دي ،نه د ملت په فکر، دوی چې څه یا کومه خبره، له تاسو څخه په دستور کې اخلي هغه تر سره کوي، دوی حتا یو ځلې هم په خپلو داډول ناوړه کارونو له خپلو وجدانونوسره قضاوت ونکړل ، ما ددوی پروړاندې د سولې او پخلاینې ملې روغه جوړه اعلان کړه ، ترڅو په هیواد کې مو جګړه او ورور وژنه پایته ورسیږي ، خو برعکس تاسو پاکستانیانوبه دوی جګړې ته تشویقول ، زه دې ته حاضر شوم ترڅو قدرت خوشي کړم، ما له دوی څخه پیغامونه تر لاسه کړل چې دوی ویلي وو، موږ چمتو یو تر څو په ملې روغي جوړي کې د سولي پروسې سره یو ځای شو، خو وروسته یې بیا ځواب را کړ چې موږته پاکستان اجازه نه راکوي ، دا معلومداره خبره ده چې تاسو، د خپلو اهدافو لپاره په افغانستان کې جګړه جاري ساتئ تاسو د ورور وژونکې افغانستان طرفداره یاست نه د واحد افغانستان. 
جیمز:
ددې ویديو په ورستي برخه کې ددواړو خواوو له خبرو وروسته، ای ایس ای له ډاکټرنجیب سره خپل چلند بدلوي،ځکه چې دوی د څه په لټه کې چې وو هغه لاسته نه راځي ، دوی ډاکټرنجیب ته بدو رد وایي او دده لاسونه شاته تړې او شکنجه ورکوي ، په دې وخت کې نصرالله بابر، ډاکټر نجیب ته په خطاب کې وایي 
دا تاسو واست چې د پاکستان د نیولو په خاطره مو افغانستان ته د د شوروي سرې لښکرې راوستې .
ډاکتر نجیب په ځواب کې ورته وایي
که چیرې په کوم رقم چې داسې یې فکر کوئ باید په هم هغه رقم چې ستاسو فکر ده کار تر سره شوی وائ،
خو حقیقت داسې نده، څرنګه چې یې تاسو وایاست، موږ هیڅ کله د نورو د خاورو په فکر کې نه یو او نه وو ، موږ ستاسو په څېر په خپل هیواد کې تروریستي ډلو ته روزنه او هغوی مو نورو ګاونډي هیوادونو ته ندې صادرکړي، زموږ سیاست د ورورګلوۍ پر اساس له ګاونډیو سره وو، موږ د افغانستان د خلق دموکراتیک د واکمنۍ په دوران کې هیڅ وخت پر ګاونډیانو باندې برید ندی کړی،بلکې برعکس زموږ ګاونډیانو ول چې پرافغانستان یې په بیلابیلوبهانویرغلونه کول، چې موجوده وضعیت هم د ستاسو ګاونډیانو لکه پاکستان او ایران له لاسه رامنځته شوې چې چې د خپلو سیاسي اهدافولپاره یوه (۷) تنظیمه راته جوړ کړل او بل یې بیا (۸)، چې په زوره یې زموږ پر ولس منلې . 
جیمز زیاتوي چې 
په ارګ کې په هغه ځای کې چې ډاکټرنجیب راوستل شوی، د پاکستان د اردوعسکر له حمید ګل سره په اردو ژبه خبرې کوي ، ددغو پاکستاني عسکرو چلند له نجیب سره داسې ده لکه یو مجرم او متحم شخص چې محکمه کوي،
په دې وخت کې حمید ګل امر کوي چې شاپور احمدزی د نجیب ورور چې بله کوټه کې تر نظارت لاندي وو، راولئ، د ویډیوساعت 
دقیقه ۲/۱۵را ښکاره کوي ۱۹۹۶/۹/۲۷د میلادي، داسې معلومیږي چې د ډاکټرنجیب او دده د ورورد وژلو امر حمید ګل له نواز شریف څخه را خیستې،
نجیب او دده ورور د خپل مرګ شيبې شماري، په دې وخت کې ملا عمر چې مخ یې هم نه ښکارې په پښتو قندهارۍ لهجه وایي
تا خو په ملګرو ملتونو دفتر کې پنا وړې وه ، چې ترڅو د هندوستان کافر هیواد ته ولاړ شې،خو اوس بدي مړی هم څوک پیدا نکړي، او داسې نورخبرې......
د همدې خبرو په جریان کې نجیب او ورور یې په لغتو او سوکانوهم وهي، چې حمیدګل را نیژدې کیږې او تفګنچه یې هم په لاس کې ده، دواړو وروڼو ته وایي
هندوستان د پاکستان دښمن هیواد ده خو، تاسو غوښتل زموږ دښمن هیواد ته لاړ شئ ددې خبرو له ختمیدو سره ډاکټرنجیب الله په ډيره کلکه ضربه خپل سر د حمیدګل په پزه وهې، او دده له پزې وینې را ځي،په دې حال کې نجیب د حمید ګل د باډیګاردانو لخوا په خیټه کې ویشتل کیږي، نجیب پر ځمکه لویږي، حمیدګل هم په خپله تفنګچه باندې د ډاکټرنجیب په سر دڅو مرمیو ډزې کوي او دی وژنې وروسته بیا شاپور احمدزی هم دوی له څو خوا وو د مرمیو په دزو وژني، له هغه وروسته پاکستاني عساکر جسدونه را باسي او د باندې یې انتقالوي.
د ویډیو له ساعت سره۲/۵۳ برابره د سهار خواته په ۹/۲۷/۱۹۹۶میلادي تاریخ
جنرال حمیدګل ،نصرالله بابر د د پاکستان کورنیو چارو وزیر او څوتنه نورپاکستاني جنرالان د پایکپ موټرو په واسطه د کابل هوایی ډګرته راځي او له هغه ځایه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده، دپاکستان د اردو د(۲)څرخې طیارو په واسطه د پاکستان پیښور ته ستنیږي.