د ملا برادر خوشي کیدل او د پردي شاته لاسونه:

رښتیا موندنه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر

عجیببه خبره ده ،چې یو انسان دي زمونږ په ګاونډي ملک کې څو کاله په زندان کې وي ،یا زنداني وي او اوس یی د زندانه څخه راخوشي کړي او د افغانستان د سولي په پروسي کې دي ، د پاکستان په ټینګار او خواهش ګډون ورکړل شي.

یو خو دا باید واضح شي چې دی په کوم جرم په پاکستان کې بندي وو .سلیم عقل خو دا نه مني ، که زمونږ ځیني چارواکي یی مني ، د هغوی هویت هم په شک کې غورځوی ،د پردي شاته ډیر لاسونه دي ،او ډیری پټي خبری ،چې دي ته باید زمونږ چارواکي او د سولي د پروسي مسوولین متوجه اوسي .ځکه دښمن هر ځل خپله څیره بدله کړی او په یو بل نقاب کې میدان ته راغلی ،ځکه د ملا برادر خوشي کیدل ،بی له څه نه دي او دا خو د پاکستان د تأسیس او جوړیده څخه په وضاحت سره ټوله دنیا او ؛ګاونډی ملکو ته دا ثابته شوی چې پاکستان هیڅ کله ریښتیا نه ده وییلي او نه یی په ریښتیا قدم ایښی ،آ د مولانا شیراني صیب خبره چې په پاکستان کې لوی غالم او سیاستمدار هم دی چې : د دنیا د ملکونو د پاره پاکستان د لوفرانو کرایي قاتلانو، او د غلو ملک ثابت شوی ،نو په کار ده چې ډیر د ژور دقت څخه کار واخیستل شي ،پاکستان ته مشوره ورکوونکی ملک هم مونږه ټولوته ښکاره دی ،چې دوی ته څوک مشوره ورکوي .نو په دي لحاظ سره باید چې خپل اړخونوته ، د زړه په سترګو نظر واچوو .