د نشه یي توکو له منځه وړل

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له پیل او پراخېدو سره د نشه یي توکو کښت او قاچاق هم زیات شو، دلیل یې دادی چې تروریزم او نشه یي توکي یو له بل سره تړلي دي، ځکه ترهګري له نشه یي توکو څخه تمویلېږي او همدغه ترهګري ده چې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کاروبار ته زمینه برابروي

.

ترهګري او نشه یي توکي دوه هغه شومې او بدې پدیدې دي چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تهدیدولو ترڅنګ د خلکو ژوند هم ګواښي. د دغو معضلو د خطرونو د دفعه کولو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د دواړو پر وړاندې جدي مبارزه پکار ده، ځکه دغه مبارزه په تنهایي او یوازې د یو یا څو هېوادونو په کچه مطلوبه پایله نه شي لرلی.

په تېرو شپاړس کلونو کې د اول ځل لپاره افغانستان په دې وتوانېد چې له مخدره موادو سره جدي مبارزه پیل کړي، ځکه په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې د نشه یي توکو د پروسس څو فابریکې ویجاړې شوې. د هیروینو د فابریکو د ختمولو په برخه کې عملیات ډېر کامیاب و او دا عملیات  به په هغو برخو کې چېرې چې دغه توکي پروسس کېږي ادامه لري.

د نشه یي توکو د پروسس د فابریکو له منځه وړل په حقیقت کې د ترهګرۍ د مالي منابعو وچول دي. زموږ خلک چې هره ورځ د تروریستي بریدونو او د ترهګرو د جنایتونو قرباني کېږي، نو معلومدار چې د نشه یي توکو او ترهګرۍ پر ضد مبارزې لومړۍ او مستقیمه ګټه زموږ خپلو هېوادوالو ته رسېږي او دا زموږ د حکومت، امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه د ولس لومړنی او مهم مسوولیت دی چې تر هر څه د مخه د خلکو ژوند خوندي کړي او هغوی د ترهګرۍ او نشه یي توکو له زیانونو څخه په امان کړي.

د مخدرو موادو اصلي ګټه بین المللي قاچاقبران کوي چې هغوی له دغې لارې ترلاسه شوې یوه برخه پیسې بېرته د ترهګرۍ په تمویل لګوي او زموږ بزګرو ته یې تر ډېره حده بدنامي پاتېږي. او د دې زیان زموږ ولس ګالي، ځکه په ترهګریزو فعالیتونو کې زموږ ملکي وګړي قرباني کېږي او د دوی جایدادونه او کورونه په کې نړېږي.

افغان حکومت کوښښ کوي چې د نشه یي توکو بدیل بزګرو ته ورکړي تر څو هم بزګر حلال رزق ترلاسه کړي، هم یې حاصلات زیات وي او هم بې خطره او بې ضرره وي،ځکه تر هغو چې مناسب بدیل ونه لټول شي، نو بزګر به په اسانۍ د هغو له کښت څخه مخ وانه ړوي.

 زموږ  لپاره یو زراعت محوره صنعتي انقلاب ضروري دی چې د دهقان او ټولو نورو خلکو په ژوند کې بنیادي تحول راشي. زموږ د ولسي تړون پروګرام چې اووه سوه شل میلیونه ډالره ورباندې مصرفېږي، د دهقان د ژوند بهتري یې یو اصلي مقصد دی. د کلیوالو د ژوند د بهتري لپاره د افغانستان د اوبو د مدیریت، د بندونو د جوړولو او د دهقان د محصولاتو د بازاریابي لپاره بنیادي ګامونه اخیستل شوي دي او دا به تر هغو پورې ادامه پیدا کوي چې په هیواد کې زراعتي انقلاب کامیاب شي.