SDGs یعنې څه ؟ او په دې هکله زموږ مسئولیت

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند محمد بشیر دودیال
 
SDGs   یعنې څه ؟ او په دې هکله زموږ مسئولیت
 
 په اوسني وخت کې نړۍ د یوه کلي بڼه نیولې، چې

موږ هم د دغه کلي یو کور یاستو. ګډ ټکي او  جهاننشموله مسایل د ځمکې د مځ،  هر اوسیدونکي ته عین ارزښت لري. د اوزون دطبقې سوري کیدل، د ځمکی او خاورې ویجاړیدل، د نه نوی کیدونکو سرچینو وار په  وار کمښت او د ککړتیا(pollution)، د تودوخې زیاتیدل اود قطبونو د کنګلونو د ویلی کیدلو ګواښ، د نړۍ په هرګوټ کې د هر اوسیدونکی ادیښنه  اودټول بشریت ګډې ستونزې دي. کله چې په ۲۰۰۰م. کال کې بشریت د زریزی اهداف (MDGs ) وټاکل، یوه مهمه موضوع یې د چاپیریال مسایل وو. د زریزی اهدافو  د نورو پنځو نړیوالو مسایلو ترڅنګ، د چاپیریال ساتنې ته  په ښه ډول لومړیتوب ورکړی و. د دغه سند د اجرا لپاره د ۱۹۳ شاوخوا څخه زیاتوهیوادونو کار وکړ چې موده یې تر۲۰۱۵م. کال پورې وه،  وروسته تر دې کال څخه په دغو اجرااتو باندې یوه نقادانه کره کتنه وشوه. دغې کتنې  پسې وروسته تر ۲۰۳۰م. کال پورې SDGs د بشریت مخې ته د ګډ هدف په توګه کیښودل شو. نو SDGs څه ته وايي؟
 
 
 
SDGs یا د ثبات لرونکې او دوامداره پرمختیا اهداف (Sustainable Development Goals) د هغو اهدافو یوه مجموعه ده چې په راتلونکې پورې اړه پیدا کوي. دغه موخې  د م.م. له خوا ښودل شوي دي. کله چې د زریزی داهدافو وخت په۲۰۱۵م. کال کې پای ته ورسید، په هغو باندې یوه کتنه وشوه ، ولیدل شول چې دچاپیریال ستونزې  لا هم لویه مسئله ده، چې د حل لپاره یې باید یو شمیر تدابیر غوره شی، نوځکه ( SDGs) په ګډه ومنل شول. دا ۱۷ اصلی اود هغو لپاره ۱۶۹نور ځانګړي لاندني اهداف دی.  
۱.له بیوزلی تشه نړۍ: هر ډول بیوزلی(فقر) په هر ځای کې چې وي، باید پای ته ورسول شي؛
۲.بې لوږې نړۍ: لوږه باید ختمه او غذایی مصئونیت او سالمی تغذیی ته ورسیږو او ثبات لرونکی کرنه  پرمخ بوځو؛
۳.دپام وړ روغتیا: په نړۍ کې باید سالم ژوند تضمین شي او د ټولو خلکو لپاره ، هر چا ته، په هر عمر کې، روغتیا ورپه برخه شي؛
۴.د زده کړې کیفیت: دټولو لپاره باید د کیفیت لرونکې زده کړې مساوي فرصت برابرشي؛
۵.جنسیتی برابري: باید ټولې نجونې او ښځې وړتیا او پیاوړتیا ترلاسه او جنسیتی برابری ته ورسیږو؛
۶.روغتیا او پاکې اوبه:  ټولو ته، په هر ځای کې باید پاکې دڅښلو اوبه مهیا شي، ترڅو د ټولو روغتیا ډاډمنه شي؛
۷.ارزانه او نوې کیدونکی انرژي: مصئونه،ارزانه، ډاډمنې، پاییدونکی انرژۍ باندې د ټولو لاسبری؛
۸.کار او ښه اقتصاد: ثبات لرونکی او پایداره اقتصادی وده؛
۹.غوره زیربنا او نوښتونه: دیوې ټینګې بیخبنا جوړول، د پایښت لرونکی صنعت رامنځته کول او د نوښتونو لرل؛
۱۰.دنابرابری او بیعدالتیو له منځه وړل: په هیوادونو کې او د هیوادونو ترمنځ د نابرابری له منځه وړل؛
۱۱.ټینګ او پایښت لرونکی ښارونه اوټولنه: دبشریت د اوسیدو ځایونه، ښارونه اومحلات باید امن او ثبات لرونکی شي؛
۱۲.له سرچینو څخه پُرامنه ګټه اخیستنه: دپایښت لرونکی مصرف تضمین او د مصارفو طرح؛
۱۳.د اقلیم په هکله اقدامات: د هوا دمنفی بدلون او له دې امله دناوړه عوارضو په وړاندې بیړنی اقدامات؛
۱۴.پایښت لرونکی سمندرونه: د ثبات لرونکی پرمختیا د ډاډمن کیدو په خاطر باید د سیندونو او سمندرونو څخه د دوام لرونکی پرمخیتا له اصولو سره سم ګټه واخیستل شي؛
۱۵.له ځمکې څخه  پایښت لرونکی استفاده : دخاورې له ایکوسیستمونوڅخه باثباته استفاده او د هغو نور هم ښه کول، دځنګلونوپایدار استعمال، له سارایی کیدوسره مبارزه، دخاورو د ویجاړیدو محنیوی، دژوند دتنوع ساتنه؛
۱۶.سوله او عدالت: په سوله ییزه فضا کې دټولنو دترقی لپاره هڅې، د پایښت لرونکې  پرمختیا عامول، ټولو ته عدالت، په ټولو سطوحو کې د کارنده، باور وړ او ځواب ویونکو موسساتو رامنځته کول؛
۱۷.دپایښت لرونکی او باثباته پرمخیتا په برخه کې مرستې: د پایښت لرونکې اودوام لرونکې پرمختیا لپاره نړیواله همکاري.
له دې څخه موخه دا ده چې د اقتصادی پرمختګ ترڅنګ، باید چاپیریال او د طبیعت شتمنۍ زیانمنې نشي، طبیعی زیرمې باید، پرته د هغو د بې کیفیته کیدو څخه راتلوونکی نسل ته د یوه امانت په توګه وسپارل شي. په تیره بیا د نه نوی کیدونکو سرچینو ثبات باید ډاډمن شي.  
دوام لرونکی با ثباته پرمختیا هغه عملیه  ده چې دبشري ټولنې لپاره یوه په زړه پورې راتلونکې تضمینوي.  په دغه ډول عملیه کې د سرچینو په کار وړل، دچاپیریال پاکي اوښکلا، یووالی او حیاتی تنوع ته زیان نه رسیږي، کوم تخریبي اثر نلری او اقلیم  کې منفی بدلون نه راځي، خو د انسان اړتیاوې پوره کیږی. پایداره او ثبات لرونکی پرمختیا او د منابعو مدیریت پنځو اساسی غوښتنو ته ځواب وایي :
یو)    د پرمختیا او ساتنې یو بل سره تلفیق (غاړه غړۍ کول)؛
دوه)   دانسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول؛
درې)  ټولنیز عدالت ؛
څلور) فرهنګی تنوع او خود مختاری؛
پنځه) د ایکولوژیکی یووالي ساتنه.
 
د SDGs په رعایت سره به بشریت دچاپیریال شتمنیو ته نه یواځې زیان ونه رسوي، بلکې چاپیریال به بډای هم شي. ملاتړ او ثبات یې په لاندې ډګرونوکې حتمی دی:
الف) په طبیعی منابعو (سرچینو) کې پایښت اوثبات؛
ب  ) سیاسی ثبات؛
ج  ) ټولنیز ملاتړ اوثبات؛
د   ) اقتصادی پایداری.
د دې موخو په خاطر [ World Summit on Sustainable Development(WSSD)] یعنې د پایدارې پرمخیتا د نړیوالې غونډې له خوا لاندې  توافقات وشول:
•    تر۲۰۱۵م. کال پورې حد اقل هغو نیمایی خلکو ته دڅښاک دپاکو اوبو رسول چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري ( دغه هدف ډیر عاجل وبلل شو، نوځکه صرف یو کال مهلت ورکړشو حال داچې افغانستان تر اوسه (د۲۰۱۸ ترپای پورې لا هیڅ هم ندی کړی)؛
•    تر ۲۰۲۰م. کال پورې د هغو کیمیاوی توکو استعمال حد اقل نیمایی ته راټیټول،چې د انسان روغتیا ته مضر دي؛
•    د سمندری زیرمو د مصرف راټیټول نیمایی ته، ترڅو دغه زیرمې په ګړندۍ توګه پای ته ونه رسیږی؛
•    تر۲۰۱۵ کال پورې دې هدف ته رسیدل ترڅود طبیعی تنوع له منځه تګ ودریږی( موږ ته لا اوس هم دا موضوع نااشناده، کومه چې نړیوالو درې کاله مخکی دهغې اجرا غوښتې وه)؛
•    تر۲۰۱۰ کال پورې دې هدف ته رسیدل، ترڅو د نوی کیدونکو سرچینو څخه استفاده زیاته شي؛
•    او د ثبات لرونکی پرمخیتا څخه د ملاتړ د لس کلن پروګرام جوړول ( په دې توګه ګورو چې ډیر ورسته پاتې  یاستو).
 
موږ په دې باندې ډیر خپه یو،  چې نه مو پرمخیتا وکړه ، نه مو له خپلو سرچینو ګټه پورته کړه، نه متراکم صنعت لرو او نه مو د ډیرو اقتصادی فعالیتو له کبله ککړتیا رامنځته کړی، بلکې لازاتی مو منابع ( ځنګلونه، حیات وحش، اوبه، کانونه، ...) پردیو راته لوټ او تالا کړی او نوم مو هم بد دی ( هم بوره هم بدنامه – هم مړ هم پړ!!) هم وږي یاستواو هم موچاپیریال او منابع د بې خبري او دپردیو د لاسوهنو له کبله خوندي ندی.  که خدای مکړه نړیوالو د پښو پل( Foot Print) کې را ګیر کړو، ورته ځواب نشو ویلای. بیا به مو نړیوال بدوي بولي . دا به راته یو پیغور وي .  باید افغانان نور له دې حالته راووځي. که دنیمګړتیاوو ویل، ترخه دی، خو ضرور دي.
چې نه وایم، له غمه یې وایم .
هغه پوه او بااحساسه کسان چې په دې ټکي پوهیږي، دملت دغو غمونو ته شپه- ورځ پت ژاړي او د زړه وینی خوري.
راځئ داسې بنسټونه و رغوو چې دا نیمګړتیاوې مو را سمې کړي، د دې لپاره یو کارنده، سالم، اصولي او د مسلکي او پوهو کادرنو څخه جوړ نظام ته ضرورت لرو.      پای.