د فقر له منځه وړل

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

سره له دې چې افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمې لري، مګر لا هم زموږ هېواد د نړۍ يو له فقيرو او محرومو هېوادونو څخه دی. په بله وینا موږ د طلاو په زېرمو ناست د نړۍ محروم او بې وزله ولس یوو. زموږ په فقر او محرومیت کې لوی لاس زموږ دی، ځکه چې موږ له طبیعي زېرمو څخه د هیواد د ابادۍ او د خپل ولس د سوکالۍ لپاره استفاده نه ده کړې، بلکې په خپلو کې په جګړو سره ښکېل یوو.

زموږ په دغو بدمرغیو کې د نړیوالو هم لوی لاس دی، ځکه پر افغانستان هر ناورین او جنګ له بهر څخه تپل شوی دی. له همدې امله موږ نه یوو توانېدلي او حتی دا توانايي هم نه لرو چې له خپلو زېرمو څخه د ځان د مړولو او فقر له منځه وړلو لپاره کار وکړو، ځکه موږ د هغو د کېندلو تخنیکي او مسلکي پوهه او امکانات نه لرو.

ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې په همدې هڅه کې دی چې افغانستان په خپلو پښو ودروي، د بهرنیو له بسپنو یې راوګرځوي، خپلې زېرمې د استفادې وړ وګرځوي، خو له بده مرغه چې له یوې خوا د تحمیل شوې جګړې او له بلې خوا د وچکالۍ له امله حکومت د سختو بحرانونو په مدیریت اخته دی، مګر د دې باوجود یې هم د ترانزیت او لویو پروژو د پیلولو په برخه کې پام وړ رول ولوباوه.

د لومړي ځل لپاره د هیواد د اوبو د مدیریت موضوع ولسمشر غني په ډېر جرئت مطرح کړه او ټولو ته یې خبرداری ورکړ چې نور د افغانستان له اوبو څخه وړیا استفاده نشي کولی، ځکه موږ خپلې اوبه مهارو او د خپلو اړتیاو او زیربناو لپاره ورڅخه استفاده کوو، په دې برخه کې ځینې بندونه د جوړېدو په حال کې دي او د ځینو تخنیکي سروې او مطالعات ادامه لري، مګر د ولسمشر غني دغه تصمیم ایران او پاکستان دواړه وارخطا کړي دي او په دې برخه کې یې مزاحمت او په تاوتریخوالي لاس پورې کړی.

نو د فقر او محروميت مسئلې ته پام د دولت  له مهمو ملي وجايبو څخه ګڼل کېږي. د رسول صلی الله عليه وسلم يو حديث دی چې وايي: فقر د کفر عامل کېدی شي. ځکه نو، د اسلام مبين دين د تعليماتو پر اساس، له يوه اړخه د فقر زيان تعریف شو او له بله اړخه د مساواتو په ايجاد او د فقر په له منځه وړلو کې زموږ ټولنيز تعهد مطرح شو. له ټولنې څخه د فقر د ورکولو لپاره يوازې دولت مؤثر نه دی، تر هغو چې فقر د ټولنې اکثريت ګواښي، جامعه په پرله پسې ډول له بې ثباتۍ سره لاس و ګرېوان ده. هغه ټولنه چې د فقر له مداوم خطر سره مخ وي، د نظام جوړولو له منظم فکر څخه پاتې کېږي.

د محروميت احساس له فقر سره تفاوت لري. په فقر کې د بې عدالتۍ او تبعيض ذهنيت نه شته. خو په محروميت کې عمومي ذهنيت دا دی چې د ټولنې يوه برخه د سازمان شويو پروګرامونو او اهدافو په دليل په لوی لاس له منابعو او فرصتونو څخه بې برخې شوې ده. د فقر خلاف، د محروميت حس، فرهنګي، رواني، اخلاقي، اقتصادي او سياسي اړخونه لري. په همدې دليل، په ټولنه کې د محروميت د حس له منځه وړلو لپاره زموږ ټولنيزه وجيبه پراخه، پېچلې او مهمه کېږي.

که په وطن کې سوله راغله، نو باور دی چې د ولسمشر غني د هڅو له امله به د لومړي ځل لپاره افغانستان د خپلو زېرمو له برکته په پښو ودرېږي، زموږ اوبه به داسې مدیریت شي چې په هیواد کې د کرنې د ودې او برېښنا د تولید لپاره ورڅخه استفاده واخیستل شي او دا چاره به د فقر او وزګارتیا په له منځه وړلو او د ولس په هوساینه کې پام وړ رول ولري.