ښځو، ځوانانو او بې وزلو ته د ولسمشر پاملرنه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

ځوانان، ښځې او بی وزلي زموږ د ټولنې هغه درې اکثریته دي چې په دې وروستیو کې په اقلیت بدل شوي وو، اقلیت په دې مانا نه چې بې وزلي کم شوي وو، بلکې د نه پاملرنې، جګړې او بې عدالتیو له امله په تېرو لسیزو کې دوی ته پام کم شوی وو.  دوی د هېواد په اقتصادي،سیاسي اواداري نظام کې دخپل ګډون له ډول څخه راضي نه وو او نه یې هم خپل ځانونه په حکومت او نظام کې لیدل.

ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې د ټولنې دغه په اقلیت بدل شوي درې عددي اکثریته به بېرته په اکثریت بدل کړي او له همدې امله یې په تېرو څلورو کلونو کې هغوی ته اساسي پاملرنه وکړه. موږ عملاً د دې شاهدان وو چې د هیواد په بېلابېلو دولتي ادارو کې یې د رهبرۍ واګې ځوانانو او ښځو ته وسپارلې او تر بل هر وخت د دوی سهم زیات شو، مګر ولسمشر غني لا هم دغه سهم کافي نه بولي او هڅه یې داده چې د افغانستان ادارې لا هم ځوانې کړي او همدارنګه ډېرو نورو مېرمنو ته د دوی د وړتیاو په اساس بېلابېل مسوولیتونه ور وسپاري.

سره له دې چې د ټولنې بې وزلي وګړي او فقیران لاهم د داسې بنسټونو د قانونمند ملاتړ څخه بې برخې دي چې وکړای شي د دوی غږ او غوښتنې د قانون په چوکاټ او په حکومتي تشکیلاتو کې په کافي اندازه لکه څنګه چې ښایي هغې منعکس کړي، مګر لا هم ولسمشر غني هڅه کوي چې د بېلابېلو ملي او لویو پروژو په تطبق سره په هیواد کې د بې وزلۍ کچه راکمه او بې وزلو ته د ژوند اسانتیاوې زیاتې کړي.

ولسمشر غني د هیواد په کچه ځینې ملي برنامې تر لاس لاندې لري چې په تطبیقولو سره به یې  په ټولنه کې د بیوزلۍ پر کمولو مستقیم اغېز وشي. کاري فرصتونه به ورسره زیات شي او کرار کرار به زموږ د خلکو ټولنیز ژوند کې ښه والی او بدلون راشي، ځکه د تېرو څلوېښتو کالو ورانۍ، ویجاړۍ او ستونزې په یو کال او پنځه کالو کې نشي هوارېدلی.

ښځې او ځوانان په اساسي قانون او له دغه قانون څخه د راوتلو احکامو د ارزښتونو دتداوم پر اصل ټینګار کوي او غواړي چې د دغو ارزښتونود عملي کېدلو په لړ کې جدي تحول رامنځته شي. دوی یوازې د بدلون او ښه والي شعار نه ورکوي، بلکې د دې لپاره هم ظرفیت لري، هم انرژي لري او هم یې په عملي لارو چارو پوهېږي.

تر هغو چې ټول افغانان خصوصاً د ټولنې موثر قشرونه په نظام او حکومت کې ځانونه ونه ویني او هغوی د محرومیت احساس وکړي، نو دا مانا چې حکومت کمزوری او د عدالت په تامین کې پاتې راغلی دی او تر هغو چې عدالت تامین نشي، نه ثبات راځي او نه هم خلک د مالکیت احساس کوي.

د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره دا ډېره حتمي ده چې موږ خلکو ته د مالکیت احساس ورکړو او هغوی خپل ځانونه په حکومت کې نه یوازې شریک بلکې موثر وګڼي. له همدې امله د ولسمشر غني ټینګار د عدالت او متوازن پرمختګ پر تامین دی.