د شهید ارمان غایبانه جنازې

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

شهید ارمان لوڼی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو پیاوړی او رښتینی مبارز و، دوه ورځې وړاندې په لورلایي کې پاکستاني پولیسو په بې رحمۍ شهید کړ. د نوموړي شهادت په لرو او برو افغانانو کې ویر او غوغا ګډه کړه. نن د ټولو افغانانو زړونه په هغه غمجن دي.

دوه ورځې مسلسل د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نوموړي غایبانه جنازې وشوې. د شهید ارمان پر شهادت د لر او بر افغانانو او پښتنو غمشریکي او غایبانه جنازې د پنجاب لپاره دوه اساسي پیغامونه لرلی شي. لومړی پیغام یې دادی چې لر او بر یو افغان دی او دوی نه یوازې سره جلا شوي، یا یې یو بل هېر کړي، بلکې دوی تر پخوا لا زیات سره  نږدې شوي دي. دویم پیغام یې دادی چې لر او بر پښتانه به د پنجاب د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې نه یوازې خاموش نشي، بلکې دوی به د پاکستان پر وړاندې خپل وحدت وساتي او په ګډه به د خپلو محکومو پښتنو لپاره حقوق او عدالت وغواړي.

نن دویمه ورځ ده چې په بلوچستان کې ولسونو کاربندیز اعلان کړی دی. دوی د شهید مبارز او ټولو پښتنو لپاره  د عدالت غوښتنه کوي. هغوی وایي تر هغو چې د دوی ازادیو او حقونو ته درناوی نه وي شوي، نو تر هغو به په کرار نشي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هغه مهال لا ډېر په غوسه شول چې کله د پاکستان انتظامیې د ښاغلي ارمان جنازې ته د ورتلو په موخه د هغه د ملګرو او مینه والو مخه ونیوله، ستونزې او مزاحمتونه یې ورته ایجاد کړل او حتی د یاد غورځنګ د مشرانو په لېږدونکي موټر یې وسله وال برید وکړ.

د پښټون ژغورنې غورځنګ مشرتابه او غړو ویلي دي چې د شهید ارمان لوڼي وینه به بې پوښتنې نه پاتې کېږي. دوی ژمنه کړې چې د هغه د وینې غچ به اخلي. د هغه ارمانونو ته به درناوی او رسیدګي کېږي او خپله مبارزه به جاري ساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له تېر یو کال راهیسې د  اسلام اباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لوی ولسي او سوله ییزې غونډې او لاریونونه وکړل چې پاکستان د دوی د غوښتنو پر وړاندې یا سکوت اختیار کړی، یا یې دوه رنګي اختیار کړې، ژمنې یې کړي، خو بیا یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او یا یې هم پر دوی برید کړی، له تشدد یې کار اخیستی، د یاد غورځنګ غړي یې نیولې، وهلي او ځورولي دي.

د شهید ارمان لوڼي پاکه وینه او مبارزه به رنګ راوړي، د انقلاب او بریا رنګ، ځکه چې په لومړي ګام کې یې دادي لر او بر افغانان تر پخوا لا زیات سره نږدې او یو د بل خواخوږي کړل. سره له دې چې نن د هیواد په زیاتو ولایتونو کې واوره او بارانونه ورېدل، مګر د دې باوجود هم ډلې ډلې خلک په سړه هوا کې له خپلو کوزنیو پښتنو سره د خواخوږۍ او پیوستون په موخه د ښاغلي ارمان په غایبان جنازه کې د ګډون لپاره له خپلو کورونو څخه راووتل. پنجاب دې نور له ناړامۍ لاس واخلي او په کوزنیو پښتنو دې د خپل ظلم او وحشت مېچنې ودروي، کنه پایله به یې د دوی لپاره بوږنونکې وي.