د ژوند چاپیریال ته اساسي پام پکار دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د ژوند چاپیریال ته اساسي پاملرنه انتخاب نه، بلکې مسوولیت او ضرورت دی، ځکه زموږ پر ژوند مستقیم اغېز لري، خو د وچکالیو، د نفوسو د زیاتوالي، د خلکو د بې غورۍ، ګڼې ګوڼې د کثافاتو او ازدحام، د بې کیفیته سون توکو او ګڼو نورو لاملونو له امله زموږ د ژوند چاپیریال سخت متضرر شوی او که چېرې یې مخنیوي ته پاملرنه ونشي، نو د ژوند چاپیریال بدلونونه به زموږ ټولو ژوند سخت متضرر کړي چې بیا به یې چاره او مخنیوی

د افغانستان په څېر جنګ ځپلي او د کمزوري اقتصاد لرونکي هیواد ته اسانه نه وي.

د جګړې په کلونو کې ونې او ځنګلونه چې د اوبو لګولو سیستم په ساتنه او همداراز د سېلابونو د مخنیوي، د غرونو او تپو د ښوېدنې په مخنیوي کې یې مرسته کوله پرې شوي او نن ورځ دا ټولې سیمې په وچه بدلې شوې دي. په همدې توګه هغه بوټي او تپې چې د ژوند د چاپیریال په ساتنه کې یې حیاتي نقش لرلو په غیراصولي توګه مو د څارویو په وسیله له بېخه ایستلې دي. همدا راز په غیرعلمي توګه د ژورو څاګانو په ایستلو مو نه یواځې چې خپل د اوبولګولو دودیز سیستم له منځه یووړ، بلکې تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې مو هم متضررې کړې.

یو بل لامل چې د ژوند چاپیریال ته تاوان رسوي، پر کرنیزو ځمکو باندې د استوګنې د کورونو جوړول او په اوومو او پخو خښتو د ډیرې ښې خاورې بدلول دی. د دې پر ځای چې د ودانیو د جوړولو لپاره د یو دقیق او منسجم پروګرام په اساس او د ښاري پلان مطابق عمل وکړو ترڅو هم د جوړولو په مصرف کې اوهم د هغی په ساتنه کې سپما وشي، د ښارپه هره برخه کې مو په غیر منظمه توګه د ودانیو او کورونو په جوړولو لاس پوری کړی چې نن هم د سرمایې د مصرف له نظره اوهم د هغو ستونزو له امله چې د ښاري ژوند د نظام لپاره مو رامنځته کړی، د هېواد اقتصاد ته مو ډېرلوی تاوان رسولی دی.

سربېره پردې چې د وچکالۍ له امله متضررکېږو، سلګونه ملیونه ډالره د سیلاوونو د راوتلو، د سیندونو د غاړو د له منځه تللو، په خاصه توګه د آمو سیند د څنډو له امله تاواني کېږو. په همدې ډول له بې کیفیته سون موادو څخه ګټه اخیستنه په هېواد کې د هوا د ککړتیا لویه برخه نیسي، چې پایله یې روغتیا ته په دوامداره توګه زیان رسول دي په خاصه توګه ماشومانو او امیندواره میندوته. دا چې صحیح ترافیکي نظام نلرو، نو له همدې امله د سون موادو مصرف مو ډېرګران بیه او زیات دی او د پرېمانه روغتیایي ستونزو لامل کېږي.

د چاپیریال ساتنه او د اقلیمي بدلونونو له ناوړه پایلو څخه د ځان ساتنې په موخه تدابیر او اقدامات یوازې د دولت نه، بلکې زموږ ټولو مسوولیت دی. تر هغو چې عام خلک چاپیریال ساتنې ته پام ډېر نه کړي، نو له دې ناحیې څخه ټولنې او خلکو ته پېښ اضرار به همداسې په لویه پیمانه زیانونه خلکو ته واړوي او د دوی ژوند به له کړاوونو ډک کړي.