په افغانستان کې نسلي بدلون

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له ځوانانو سره ژمنه کړې وه چې په خپل راتلونکي حکومت کې به دوی ته پاملرنه زیاته وي. دا په دې مانا نه وه چې د هغوی رایه او ملاتړ ترلاسه کړي، بلکې دا د دوی ظرفیت، استعداد او وړتیا ته په کتو وه.

ولسمشر غني وایي، سره له دې چې دا نسل به جګړه کې را لوی شوی دی، مګر خپلو کې هیڅ کشمکش نه لري او تر ټولو ښه لا دا چې بین المللي پوهه، تجربې، مهارتونه او وطن ته د کار او خدمت عالي روحیه او پیاوړې انرژي لري.

له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ترلاسه کړی دی نو په حکومت کې یې زیاتې او مهمې دندې او مسوولیتونه ځوانانو ته سپارلي دي. هغه غواړي چې په دې ډول اداره ځوانه کړي او د هغوی له ظرفیت څخه د هیواد په ابادۍ کې استفاده وکړي. دا مهال تر بل هر وخت ځوانانو ته هم پاملرنه زیاته شوې، هم دندې او مسوولیتونه ورسپارل شوي او هم د همدغو ځوانانو د ښو کړنو او موثر مدیریت له برکته پرېمانه پرمختګونه او لاسته راوړنې موجودې دي.

جمهوررئیس وایي: " تخته جهش آماده است، به حوض نا معلوم خیز نمی زنیم، جهت آینده معلوم است، از آن جهت نسل نو افغانستان، خاصتاً که امید است بانوی اول و من یک وسیله این بوده باشیم که یک تحول بنیادی نسلی و جنسی در افغانستان صورت بگیرد که زنها و هم جوانان افغانستان، استعداد واقعی خود را  بروز بدهند. زن افغانستان مدیر است، زن افغانستان مدبر است، زن افغانستان متعهد است، و آینده اش را کسی از وی گرفته نمی تواند هم چنین جوان های افغانستان. "

که څه هم په لومړیو کې ځینو فکر کاوه چې له دې سره به د ځوان او عمر خوړلي دوه نسلونو تر منځ ټکر ایجاد شي او د دوی د کشمکش له امله ممکن ټولنه متضرره شي، مګر د دې زیانونو د مخنیوي په موخه ټول تدابیر په اساسي توګه ترسره شول. جمهوررئیس وایي: " اما ما تضاد نسلی نمی خواهیم، ما همزیستی تمام نسل‌ها را با هم می‌خواهیم. یاد تان است، از قصه سعدی، که یک کسی پیش یک پیر مرد آمد و گفت این کمان به چند، مقصدش کُپی اش بود، گفت: زمانۀ خودش برایت می بخشد، برای همه ما تغییر یک امر طبیعی است اما ضرورت این است که یک پلان‌گذاری واضح شود تا ظرفیت ها تفکیک شود."

ځوانانو ته د پاملرنې زیاتولی د عمر خوړلو او سپین ږیرو د نه پاملرنې او د هغوی د کم ګنلو په مانا نه ده. ځکه افغانستان دواړو ته اړتیا لري. د مشرانو تجربو او د ځوانانو پوهې او مدیریت ته او دواړه به په ګډه دا وطن ابادوي، لکه ښاغلی غني چې وایي: " افغانستان به همه نسل های خود ضرورت دارد، هیچ نسلی نیست که سهم فعال نداشته باشد. آن تجربه را که ریش سفیدان ما دارند، آن تداومی را که علمای ما برای یک‌هزار و چهارصد سال دارند و تجارب زندگی را در همه بخش ها، ما باید از پیشش استفاده مثبت کنیم، اما ضرورت به تحرک است و انشاء الله و تعالی می‌آید."