پاکستان سفارت د کمیشنکارانو له جاله وژغورئ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 ښايي ډېر کسان او بیا په ځانګړې توګه هغه کسان،چې له نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ سره سروکار لري په دې ټکې خبر وي،چې د یوه هېواد قنسولګرۍ او سفارتخونې د یاد هېواد یا دولت دایمي یا مؤقتي ډېپلوماټیکه استازولي دي.

سفارتخونې بېلابېلې دندې او بېلابېل مسوولیتونه لري،چې په سر کې یو څو ته یې اشاره کوم:


د سفارتخونو یوه دنده کوربه هېواد ته د خپل هېواد یا دولت پیغام رسول او برعکس ده.

خپل هېواد یا دولت ته د کوربه هېواد مهمو سیاسي،ټولنیزو،اقتصادي،پوځي او نورو پېښو رسول د سفارت دنده شمېرل کېږي.

 ځينې سفارتخونې بیا یوه قنسولي برخه لري،چې د قنسولګرۍ دنده پر مخ بیایي؛ له هغې ډلې یو هم په کابل کې د پاکستان سفارت دی،چې کلونه کېږي د افغانستان خلکو ته د چوپړونو د وړاندې کولو په موخه فعالیت کوي او په ورځنۍ توګه سلګونه کسان د یاد سفارت د افغان امنیتي ساتونکو د سپکاوي او ناسم چلند سره سره؛ د ویزې د ترلاسه کولو لپاره دروازه ور ټکوي او په نامناسبو شرایطو کې د دې سفارت د دروازې پر وړاندې د ویزو تر لاسه کولو ته شېبې شمېري

پاکستان د افغانستان په څلورو لویو ښارونو "جلال آباد،مزارشریف، قندهار او هرات"

 کې جنرال قنسولګرۍ لري،چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې چاره پر مخ بیایي او پاکستان د هغو هېوادونه له جملې دی،چې ویزه یې له قیمت/بیې پرته افغانانو ته ورکول کېږي،خو  څه باندې یو کال کېږي،چې د پاکستان ویزه د مراجعینو د سپکاوي او په ځینو مواردو کې د دغه رسمي استازولۍ د ساتونکیو لخوا دوی د وهلو ډبولو په قیمت ترلاسه کېږي

د رپوټونو پر بنست؛ سربېره پر سفارت،چې په کار ده افغانانو ته د چوپړونو وړاندې کول یې دنده و اوسي دوې څانګې یې(د جلال آباد قنسولګري او په کابل کې د پاکستان د سفارت قنسولي برخه) د کمېشنکارانو او حریصو کړیو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

ډېر خواشینوونکي موارد هم تر سترګو شوې دي،چې ویل کېږي که بډې ور نه کړل شي؛ ان ناروغ ویزه غوښتونکي نشي کولای په شپږو ورځو کې هم ویزه تر لاسه کړي.

 

په تور بازار او د کمېشنکارانو د قانون پر بنسټ د پاکستان د ویزې بیه اوسمهال له سلو ډالرو نیولې بیا تر درې سوه ډالرو معامله کېږي،چې شاوخوا درویشت زره افغانۍ ترې جوړېږي او دا کمېشنکاران دي،چې د خلکو له مجبوریتونو ناوړه ګټه پورته کوی.

خو بیا هم خلک د راز،راز ستونزو ګاللو سره،سره را پیسې پرې کوي،لیکن بیا هم د د کمېشنکارۍ او رشوت اخیستو په مرکز بدل شوي د پاکستان سفارت ځینې ساتونکي؛ نه پر ښځو او سپين ږیرو رحم کوي او نه  هم پر ناروغو ویزه غوښتونکو.

په تر ټولو تازه پېښه کې؛د پاکستان د سفارت د ساتنې د قطعې د قوماندان انسان ځورونه خپره شوه،چې له مراجعینو سره د دغه ساتونکي د غیر مسلکي او له تاوتریخوالي ډک چلند ښکارندويي کوي.

په دې لنډه ویډیو کې؛ که څه هم،چې د ثبت کره نېټه یې مالومه نده لیدل کېږي،چې د سفارت ساتونکی له مراجعینو سره له تاوتریخوالي کار اخلي او یو بوډا سړی په زوره پر ځمکه وهي.

د افغانستان خلک ملامت ندي؛دوی د درملنې په پار پاکستان ته مخه کوي،ځکه د اته لسو کلونو په تېرېدو سره مو هېواد د معیاري او غوره روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څښتن نه شوو و کله،کله بیا داسې هم پېښ شوي،چې ځینې روغتیايي کارکوونکي د دولتي روغتونونو مراجعین هڅوي،څو پاکستان ته مخه کړي او همدا د دې لامل ګرځي،چې ناروغ لرونکي کسان له افغانو ډاکټرانو او روغتونو نهیلي شي او د ښه ډاکټر په لټه پردي ملک ته ور ودانګي.

بله مهمه مسئلۀ،چې د افغانستان د خلکو د سختو شېبو ملګرې ده، د هند او د سیمې نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان ارزان او لنډ مسیر دی؛ له همدې امله ناروغ لرونکي افغانان د نورو هېوادونو چوپړونو او آسانتیاوو ته زړه نه ښه کوي.

د حل لار:

په لومړي ګام کې باید د پاکستان د سفارت له چارواکو سره په همغږۍ د دې هېواد پر ویزې د تجارت مخه ونیول شي او قانوني لاروچارو ته اهمیت ورکړل شي، نه پیسو ته او په کار ده،چې د ویزو د ترلاسه کولو پروسه د محتملې مافیايي کړۍ له انحصاره وایستل شي.

 

د انسان ځورونې په تور د پاکستان د سفارت د ساتنې د قطعې د قوماندان د نیولو په تړاو د کورنیو چارو وزارت وروستی اقدام د قدر وړ دی،خو د دغه شان بې پته کوونکي او له سپکاوي ډکو حرکتونو د مخنیوي په خاطر؛غوره ده،چې د ویزو د صادرولو چوپړونه خصوصي برخې ته وسپارل شي،ترڅو هر څه له ستونزو پرته له پلان سره سم پرمختګ وکړي. داسې به د پولیسو حیثیت او عزت هم تر پوښتنې لاندې نه ځي،بلکې برعکس خلک پر پولیسو لا باوري شي،کنه دا نه لومړی ځل دی او نه به وروستی ځل وي.

په دویم ګام کې؛ موږ د هندوستان د ویزې د ترلاسه کولو په برخه کې د مدیریت او نظم یوه ښه مثال لرو،چې چوپړونه یې د یوه خصوصي شرکت لخوا وړاندې کېږي او په ډېره ښه توګه د دغه هېواد د ویزې غوښتنونکو ته رسیدګي کوي او د کمېشنکارۍ او بډو اخیستو موکه هېچاته برابره نده.

لیکنه: خوشحال آصفي