هغوی چې په مېړانه یې دفاع وکړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: محمد روښان ښاد

د چهارشنبې په ورځ د غرمې دولس نیمې بجې په سپکو او درندو وسلو او انتحاري واسکټونو سنبال لس ترهګرو په دوه زرهي موټرو کې پلازمېنه کې د کابل هوایي ډګر غربي سرک کې کورنیو چارو وزارت اول قراول ته نږدې ځانونه ورسول.

دا چې ترهګرو څنګه د ښار دغې حساسې نقطې ته ځانونه ورسول، په دې اړه څېړنې روانې دي چې دلته ورباندې نه غږېږو، خو دا چې له هغه وروسته څه پېښ شول د ارزښت وړ دي

.

هغو معلوماتو ته په پام چې وار دمخه د احتمالي تهدیدونو په اړه په امنیتي حلقو کې تبادله کېږي د کورنیو چارو وزارت د قرارګاه د پولیسو منسوبین په دې ورځ په احضاراتو کې و، په دې اړه لا دمخه لازم تحکیمات او تدابیر موجود و. له دې امله کله چې ترهګر د څېړنې لومړي تمځای ته رسېږي د هویت جعلي کارتونه او غیر معمول لباسونه (چې د بین المللي ځواکونو پخواني یونیفورم ته ورته و) نو هلته توظیف شویو افسرانو او سرتېرو وپېژندل. ترهګرو چې ځانونه په خطر کې حس کړل، نو له موټرو ښکته شول او ډزې یې شروع کړې. ترهګر له لومړني ځانمرګي څخه په استفادې د وزارت لومړنۍ دروازې ته رسېږي.

د کورنیو چارو وزارت دروازې ته نږدې واټ کې څو حاکمې نقطې او برجونه د دغه وړ حالاتو د کابو کولو لپاره موجودې دي، په دې واټ کې زیګزاګ موانع  ایښودل شوي او امنیتي کمرې شپه او ورځ ټوله ساحه څاري. پر دغه پاخه او ۵۰۰ متره اوږد واټ په دوه موقعیتونو کې زرهي ډوله هاموي ټانګونه قرار لري. لیکوال دا واټ د ترهګرو د مرګ دهلېز بولي.

د کورنیو چارو وزارت د قرارګاه رئیس ارکان قومندان محمدطیب قاسمي د وزارت د قرارګاه د رهبرۍ لومړنی کس دی چې د جګړې سیمې ته رسېږي، اوضاع ته په کتو د ځواکونو سوق او اداره په لاس کې اخلي او د قرارګاه د لومړي ټولي قومندان ثناالله کریمي  د قرارګاه د پولیسو په راس کې د هغوی پر ضد برید کوي.

له نیم ساعت جنګ وروسته قومندان ثناالله له درې کسانو او هاموې سره تروریستانو پسې ورځي. هغه د همکارانو د ممانعت باوجود په بېسارې زړورتیا ټانک د ترهګرو منځ ته ورولي او درې کسه له منځه وړي. خو دی او چلونکی یې مبین هم په مرمۍ لګېږي او ودرېږي. په دې وخت کې د قرارګاه قومندان فایض له اضافي سرتېرو سره د شا له خوا د ترهګرو د مرګ دهلېز ته رسېږي او اوه پاتې ترهګرتر برید لاندې راځي.

قومندان اجمل فایض چې کلونه یې د ملي پولیسو د ځانګړو کنډکونو قومنده په غاړه لرله وایي: موږ دفاعي او امنیتي ځواکونو ټولو واحدونو سره په ګډه کوښښ کاوه دښمن ته مو د سر پورته کولو فرصت ورنه کړ، زموږ تر منځ همغږي عالي وه او له ۵۰ دقیقو کم وخت کې دښمن د مرګ دهلېز کې نابود شو.

پولیس ځواکونود چټک او پر وخت اقدام په پایله کې ترهګر وځپل. په اتلواله  او مېړانه یې دفاع وکړه. قومندان اجمل فایض، طیب قاسمي، ثنا الله کریمي، نورآغا او د هغوی زړورو سرتېرو په عالي تدبیر جنګي توانایي او بېساری شجاعت د افغانستان مهم امنیتي تاسیسات چې د میلیونونه هېوادوالو ارزښتناک اسناد په کې ذخیره او ساتل کېږي، له هر ډول انساني تلفاتو مه واره خوندي کړل. د خلکو او پولیسو اړوند میلیاردونه افغانیو ته یې نجات ورکړ او د روژې مبارکې میاشت کې یې د بې شمېره خلکو د وینې د بهېدو مخه ونیوله. دا د پولسو ژوندي اتلان دي. هغه اتلان چې د دوی شهامت، تدبیر او مبارزه به د ترهګرو تر بشپړې نابودۍ پورې ادامه ولري.