د نیمګړي څپرکي د بشپړولو لپاره د علماو او ولسونو ملاتړ حتمي دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
پکار دی چې د افغانستان دیني علمااو قومي مشران زموږ د دفاعي او امنیتي قواوو د برحقه دریځ لا ټینګ ملاتړ وکړي او په ټولنه کې د قتل، ترور، ناامني او خونریزي شدیده غندنه وکړي. حقیقت دا دی چې زموږ په ټول تاریخ کې د علماوو نقش ډېر مهم و او مهم دی. زموږ د هیواد په استقلال کې هم  د علماوو لویه برخه ده. دا علما وو چې د استقلال په غزا کې یې د غازي امان الله خان حمایت وکړ
او دې ته یې لاره اواره کړه چې افغانستان د نړۍ د نورو ازادو هیوادونو غوندې یو ازاد او مستقل هیواد واوسي.
د هیواد د خپلواکۍ کلیزه هغه فرصت دی چې یو بل ته د دې لوی ویاړ مبارکي ورکړو، همدارنګه د دې زمینه ده چې خپله تاریخي تجربه دوباره وارزو او د هغه په رڼا کې د راتلونکي په لور ګام واخلو. د دې لوی تاریخي پېښې ویاړ د شاه امان الله خان له نوم سره تړلی، روشنفکران، علما، مشروطه خواهان او نور ټول په دې حرکت کې شامل وو، اما د هغوی ارزښت موږ ته د یو فکر په توګه مطرح دی، ځکه هغوی نه یوازې د هیواد سیاسي خپلواکي وګټله، بلکې پر دې سربېره یې وکولای شول د دولت جوړولو لپاره لیدلوری وړاندې کړي چې تر لسیزو پورې په هغه مبنا دولتداري په افغانستان کې وي.
هغه د هیواد د پرمختګ لپاره بېلابېلې برنامې تر لاس لاندې ونیولې لکه د پاچا د واکونو قانوني کول، د مطبوعاتو ازادي، د تعلیم عصري کول، سیاسي او اجتماعي فعالیتونو کې د ونډې اخیستلو لپاره بشري قوا ته میدان ورکول، د اورګاډي کرښې جوړولو اقدام او نور. که څه هم متاسفانه هغه ونشو کولای دې لارې ته تر پای پورې ادامه ورکړي، ځکه چې د اصلاحاتو په اړه اجماع نه وه موجوده، د سیاسي قشر اتحاد وپاشل شو او په هغو شرایطو کې افغانستان په سخته سیاسي انزوا کې قرار درلود.
له امان الله خان وروسته په کراتو دا کوښښ وشو چې نیمګړې لاره بشپړه شي. سردار محمد داوودخان د خپل صدارت په وخت کې او وروسته د جمهوري ریاست په وخت کې او اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ولسواکۍ لسیزه کې په یو نه یو ډول د اماني دورې اجنډا ته ور وګرځېدل، تر څو د تاریخ دا نیمګړی څپرکی بشپړ کړي، که څه هم افغانستان د پخواني شوروي اتحاد وحشیانه تجاوز سره د استعماري اسارت او ملي مقاومت مرحلې ته تللی وو، هغه هم په داسې وخت کې چې د نړۍ ډېری مستعمره هیوادونو بېرته خپلې ازادۍ اخیستې وې.  دا ځل ولسمشر غني ملا تړلې چې دغه ناتمام فص تمام کړي، په دې کې شک نشته چې شرایط سخت، ستونزې او ګواښونه زیات دي، مګر د خدای په توکل او د ولس په ملاتړ به ولسمشر غني په دې هر څه لاسبری کېږي او دغه نیمګړی څپرکی به بشپړوي.
دښمنان غواړي چې افغانستان دې ضعیف یا په نورو متکي حکومت ولري، خو د ولس هیله او د هېواد اساسي اړتیا دا ده چې افغانستان د داسې قوي، متحد او قانونمند دولت خاوند شي، چې د هېواد د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو ګټو ساتنه وکړای شي. دا چې د ولس دا غوښتنه ترسره کېدای شي او کنه، ځواب یې بیا هم له ولس سره دی.