دښمن داسې وځپئ چې پرځان پوه هم نشي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

دښمن بې له هغې هم په مخامخ جنګ کې ځپلی شوی دی، مګر د جګړې له ډګره تښتېدلی او د وطن په غرونو او یا د ولس په کورونو کې یې ځانونه غلي کړي دي او دا دومره نامرده دښمن دی چې حتی هغه څوک هم د دوی له ضرر او شرارت څخه خوندي نه دی چې دوی یې په کلي او کور کې غلي شوي دي. چې وس یې ورسېږي او فرصت ورته برابر شي، نو هغوی ته هم زیان اړوي

.

پر دښمن رحم خپل ځان په خطر کې د اچولو او د خپل ژوند د ګواښلو په مانا دی، نو په همدې خاطر باید ټول هیوادوال که په ښارونو کې دي، که په کلیو کې دي، که په اطراف کې دي او که د وطن په هره شېله، ګوښه او څنډه کې ژوند کوي، نو باید له خپلو امنیتي او کشفي ارګانونو سره په تماس کې وي او له دوی سره همکار اوسي.

همکاري داده چې د افغانستان د دښمنانو، تروریستي ډلو او ګروپونو او د ورانکارو په اړه دې ژر تر ژره له دوی سره په تماس کې شي. د امنیتي او کشفي ارګانونو سره د تماس دوه شمېرې دي. له ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرې سره د اړیکو له لارې سملاسي هغوی ته خبر ورکړئ او ورته ووایئ چې په دغه ساحه او سیمه کې مشکوک کسان دي او غواړي چې کوم ترهګریز برید او ناوړه کار ترسره کړي.

ستاسو د دغې همکارۍ او تماس له برکته به د افغانستان دښمنان بې له هغې چې پرځان پوه شي، بې له هغې چې تاسو ته کوم خطر پېښ شي او بې له دې چې د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې کوم ناوړه برید او اقدام وکړي له منځه لاړ شي، ځکه چې زموږ ویاړلي ځواکونه هر چېرې دوی پسې ګرځي او غواړي چې له منځه یې یوسي.

د دښمن ځپل او یا د دوی په ځپلو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره صادقانه او پر وخت همکاري زموږ ټولو دنده او مکلفیت دی او څوک چې په دې برخه کې غفلت او تنبلي کوي، داسې ده لکه خدای مکړه چې له خپل وطن سره خیانت کوي، نو په دې خاطر باید ټول ویښ او بیدار وي او خپل دغه رسالت چې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره د معلوماتو شریکول او له هغوی سره تماس نیول دي پر وخت او په ښه توګه ترسره کړي.