د سمندر نوې ادبي لاره

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ- ۲۵ فېبروري۲۰۲۰

د سمندر نوې ادبي لاره

د پښتني- افغاني ټولنې د لا بدمرغۍ په بيه

لرغونی او منځني ادبي پېر په هر ډول،خو نوی پښتو شعر و ادب تر ډېره له عیني انځورونو او سېمبولو سره اړخونه بدلوي؛که څه هم په دې روستیو کې دلته او هلته د ذهني هغو ښايسته گڼې بېلگې رامنځته شوې، خود سمندر هومره پېچلي هم نه، چې دکافکا اېمپرېشنېستي هغه راوننگوي.

تېر اوړي په سپېدار ماڼۍ کې د هېواد رسنیو په تړاو تر يوې سترې غونډې روسته له تالاره راووتم، د گډونوالو په گڼه گوڼه کې یو دنگ برېتور شيک خوان یوه ښکلي جیبي شعري ټولگه ( د غږ چینه) راکړه او ماهم ځنې مننه وکړه او نور راڅخه په هماغه بیروبار کې لکه د مولانا ((شمس)) تری تم شو. پر ټولگه ليکلی نوم يې راته اشنا ښکاره شو. څو مخه روسته مې چې پر يوه ازاده شعري ټوټه ‎سترگې ولگېدې او په لوستو مې، زړه باغ باغ شو او له ځان سره مې وويل، که خدای کړي وي، د غورځنگ یو بل پیاوړی غورځاوڼ مو د سر شمله شمله شوه، (دغږ چینه۷۶):

راځئ خپل زړه سپین خوشې کړو!

راځئ د خیال وزرې واغوندو او د غږ او رڼا په کاروان کې

هغه ستر سمندر، هغه ستر لمر

او هغه(نه) نالیدلي اقلیم ته کډه شو.

سمندر د څاڅکو وطن دی.

خو چې مخامخ مې د ناپېیلې (منثورې) ټوټې په سر سرکې پر ( مولانا او څرخنده نڅا) سترگې و لگېدې، دا پوښتنه مې سترگوته نېغه ودرېده، دا څنگه کېدای شي، یو ږیرخریلی برېتور ویناوال دې د یوه فنافی الله لاره رَوده پرمخ واخلي؟

تر دې چې، که دی دخپل عرفاني نښیر (د غږ چینه) پیلامه په ساده ژبه(ټوله هستي د خدای تعالی د غږ د سپینې سېمفونۍ انعکاس او ژوندۍ ننداره ده) راپیلوي، خو مولانا يې پر وړاندې ورته خبره دتشخیص(پرسنېفېکېشن)، انطاق (انیمېشن) او بیا اشارې اوکنایې((allusion(بشنو از نی چون حکایت میکند...) پر بستر د خپلې مثنوي معنوي پیلامه را پسوللې ده.

او بیا مې لا چې نورې ازادې، سپینې، ناپېیلې او یاهم گړسره ساده ژورنالېستیکې ټوټې ورته تر ځغلندې کتنې تېرې کړې، راته پوره ډاگیزه شوه چې دومره نوښتگرانه ذهني انځورونو یې له ذهني ایډیالېستي نړیلیده، یانې له تصوفي او عرفاني لیدتوگې سرچینه اخېستې ده.

په دې کې څه شک و شوپیان نشته چې تصوف او عرفان د اپلاتون ذهني، انتزاعي او اشراقي فلسفې دوه نیم زرکلنې ړندې پېښې دي، په همدومره توپیر چې اپلاتون د لوی (زیوس) تر څنگ پر نورو گڼو خدایگوټو (ارباب انواعو) گرو هن وو او زموږ صوفیان، عارفان یادروېشان د یوه بې شریکه خدای گرو هن پاتې شوي چې له نورو مسلمانانو سره یې همدا گروهه شریکه ده، هغه هم د (سکونت) تر روستي مقامه او بس.

که نه، دا هم جوته ده ، چې تصوف د اسلامي دین د ټاکلې لارې (شریعت) کومه رغنده برخه نه ده او لا ورسره په ټکر کې ده: نه یې په پېنځو رغنده توکیو (قرآن، حدیث، قیاس اجتهاد اواجماع)کې را ځي او نه یې په پېنځو بنا وو(کلمه طیبه، لمونځ، روژه، زکات او حج) کې. ځکه تصوف یا په بله وینا طریقت پر ذهني ایډیالېزم ټيکاو لري او شریعت له لویه سره پر عیني هغه، په نورو ټکو، دنیا او مافیها، ژوند او بیا انساني هستي یو واقعیت بولي، او روح او ځاندره سره د مرگ تر روستۍ سلگۍ نه جلاکېدونکي.

وایي، محی الدین بن عربی لومړی اسلامي پوهيال وو چې لاتین سوفېزم (sophism) يې له یوناني ( ویښیارتیا) یا (خبرې اترې؛ جدل) او(mysticism) یې له یوناني (مبهم ،مرموز) جاج و مانا او هممهاله (س) پر (ص)معربولوسره پر صوفېزم او بیاعربي تصوف (د نفس تزکیه) حسن تعبیرکړ؛ او ور پسې پلیونو يې گړ سره د یوې (منقولې) اسلامي پوهنې په توگه وانگېره.خو په کړن کې یې هماغه تار یخ ځپلې اپلاتوني ذهني ایډیالېستي فلسفه، په نورو ټکو، اشراقي سوفېزم دی چې په عیسایي لو یدیځ کې یې تر رنساس پېره دود لاره، خو په اسلامي ختیځ کې صوفیانو عارفانو هماغه اپلاتوني لید توگه او اندتوگه هو بهو ځانته مخبېلگه کړې او له یادشوي (حسنِ تعبیر) او ۷- ۸ مقامونو پرته یې پکې له جولیز ادلون بدلون پرته، کوم بنسټیز-مانیز ونج نه دی راوستی؛ او نه يې پرې داسې څه ور زیات کړي چې له اپلاتوني اندیز او فلسفي چوکاټه دې رابهر اوسي. بلکې هماغسې چې اپلاتون وا قعیت او حقیقت او (روح) له انسان او پنځ او طبیعته بهر او ماورأ انگېرل، دوی هم همدغه زړه اپلا تونی ذهني، انتزاعي یا اشراقي گروهه او یا هم نړیلیدترننه هو بهو پر مخ اخېستې او هغه ادعأ يې چې گوندې له طریقت سره یې شریعت غاړه غړۍ کړي، په کړن کې ناسمه ختلې ده. په بله وینا، طریقت له شرعي او فلسفي پلوه د یوه مشرک بنده (اپلاتون)، او هممهاله د ناسمې زبادشوې ذهني فلسفې په توگه پر ذهنيت او اوهامو ډډه لگوي.نو په دې ډول شریعت او طریقت یو دبل ضد زبادېږي او د منطقیانو خبره، د ضدینو اجماع ناشونې (محاله) ده!

ان بودېزم چې يو اتايېست (بېخدايه) دين دی او له بودا پيغمبر گوتمبد او ((نيروانا )) پرته پر بل څيز يا پديدې گروهه نه لري، يومخيز رياضت اوتصوف بلل کېږي!

هو، د اپلاتون ماورأ الطبیعي فلسفه لومړی د خپل شاگرد ارستو له خوا په عیني (مشایي*) فلسفه ننگول شوې او بیاله هېگل، نېچې، مارکس و انگلز... رانیولې تر ټولو ایډیالېستو اوماتریالېستو فیلسوفانو،پوهانو، لیکوالوپورې ورته پایټکی اېښی دی... ( همداراز: دفلسفې استاد شهید س. ب. مجروح: اژدهای خودی، دفتر اول و دوم-پوهنتون کابل ۱۳۹۵ ).

داهم څه پټه پنا نه ده چې عارفان روستي اتم مقام ((سکونت))ته له رسېداسره،نه یوازې خپل دودیز صوفیانه ریاضت ، بلکې له لویه سره د اسلامي شریعت رغنده توکيوته هم یومخیزه شاکوي او خدایي عبادت ته نوره اړتیا نه نگېري (احساسوي)، چې لاهریو ځان د منصور د(انالحق) ادعا جوگه انگېري!

د داسې یوې لیدتوگې یاگروهې پلیونیان (صوفیان او عارفان) چې ستر څښتن ته پر سیده ورتگ او ورسره پیوستون اندتوگه دازبادوي، پر شرعي لار روده او په دې لړ کې پرمرگ، نکیرو منکر، برزخ، لو ورځ (قیامت)، حساب وکتاب او جنت و دوزخ...گروهه او ایمان نه لري او په ترڅ کې د جبر و اختیار او قضاوقدرربړه یا مسأله له نشته برابروي؛

د خواشینۍ خبره خو داده چې زموږ اوسني جنگ وجهل او ترهگرۍ ځپلي پښتني- افغاني ډېری ټولنې‎ اوبیا پکې را زېږېدلي او رالوی شوي نوي ځوان پښت تصوف ته هماغسې مخه کړې ده،لکه په په دیارلسمه کې د چنگېز او بیا گوډ تیمور د ناتارونو له لاسه ورته د منځني ختیځ، منځنۍ اسیااو شاوخوا ډېرو مسلمانانو پنا وړې وه.

یوه تازه بېلگه یې په کابل کې د (گروه شهود)او د (مولانا دوستدارانو) په نامه د پېغلو او زلمیانو نوې رامنځته شوې ډله ده چې له سماع سندرو او څرخي نڅاوو سره یې هماغه شپږسوه کلن صوفیانه بنډارونه رادود کړي دي (پوهنیار سیدی مژگان مصطفوی، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ځوانانو، گرځندوی... معینه. انیس، ۹۸ لیندۍ... گڼه).

په پښتنو کې یې څه ناڅه ورته بېلگه د کرن خان صوفیانه قوالي ده چې د رحمان باباد دوه درو غزلو له غورچاڼه یې را رغولې او ورسره مله نڅا یې هم اتڼ ته ورته ده.

په هره توگه د اپلاتون پیلیوني عارفان فیلسوفان یا حکیمان و نومول شول، لکه فېلسوف فارابي، حکیم سنایي، حکیم عمر خیام... او یا یې هم امام، مولانا او شیخ د نومونو مختاړي شول، لکه امام غزالي، امام فخر رازي، شیخ نجم ا لدین رازي،مولانا جلا ل الدین بلخي، عطار نیشاپوري... او په دې لړ کې د دغو ټولو (مسلکي) عارفانو او حکیمانو تر څنگ ډېری پارسی کلاسیک شاعران، لکه: حافظ چې د دېوان ړومبۍ عربي مسره(الاایها الساقي ادر کاسه و ناولها) یې له یزیده راتضمین کړې، او یا جامي چې یوسف- زلیخا یې په یوه دعائیه بیت را پیل کړې: (الهی غنچهءامید بکشای- گلی از روضه ء جاوید بنمای)- له(گل) یې موخه اړونده احسن ا لقصص ده او له (روضهء جاویده) يې موخه قرآن ... ترگردو نومور ابوالمعاني میرزا عبدالقادربېدل له هغو تصوفي او عرفاني شاعرانو ځنې شمېرل کېږي چې اسلامي عرفان او بیا فلسفه یې د هندي ادیانو او فلسفي او عرفا ني ښوونځیو او هممها له،له یوناني او بیا افلاطوني او نوي افلاطوني فلسفې سره اخښلې او غځولې ده... (سخی محمد صارم: انیس- ۱۹ مرغومی ۹۸ گڼه)، خو بیاهم دغه ټول شاعران زازو د عطار، سنایي او مولانا...په توپیر، په ورهڼیزو (حرفوي) صوفیانو او عارفانو کې نه گڼل کېږي.

په پښتو کلاسیک پېرکې له لومړنیو روښاني شاعرانو ، انصاري او ارزاني، یا کریمداد او یو نیم پرته چې بشپړ دیوانونه یې تصوف او عرفان ته ځانگړي کړي، له بابا هوتک، شيخ متي رانیولې تر خوشال بابا ، هجري،قادرخټک، سعید خټک، معزالدین خټک... او بیا له رحمان بابا، تر حمید مومند، معاذ اله مومند او څمکنی محمدي صاحبزاده... پورې په ټوله مانا په تصوفي او عرفاني ویناوالو کې نه راځي. خو ترکوم ځایه چې راڅرگندېږي،د بشپړو عرفاني دیوانونو خاوندانو ( انصاري او ارزاني یا کریمداد) په گډون پښتنوشاعرانو په خپلو ویناوو کې زیاتره وحدة الوجود لیدتوگه ځلولې ده:

شيخ متی(623-688هق) په يوه عرفاني سرودکې داسې راپسوللې ده:

وگړيو! ولې متی ژاړي؟ سورې يې اورئ غاړې غاړې

څه غواړي، څه وايي، څه باړي؟ خپل تون او کورو کلی غواړي

چوڼی چې بيل سي، نيمه خواسي،

تل يې د بڼ پر لور ژړاسي...

ارزاني بياهم((ټول دی دی)) داسې راپېيي:

د يوه وحدت له اصله- د کثرت شول ډېر فروع

اوانصاري يې هم په لازړه راکښونکې شاعرانه- صوفيانه ژبه:

په وحدت له هره جوده بېگانه يم

په کثرت(که) د ميرزا په خوله ويېږم

سترخوشال چې د نورو تر څنگ یې یوسمت غزل (که مسجد گورې که دیر- واړه یو دی نشته غیر... ) ورځانگړی کړي او بیا یې دا یو شا فرد چې استاد حمزه پرې یو کتابگوټی (رساله) کښلې ده:

په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم / چې له ډېرې پيداییه ناپدید شو

رحمان بابا:

مخ دیارمې هسې نقش دی په زړه کې/ نه پوهېږم چې رحمان یم که جانان یم

همداسې استاد حمزه، غني او... (دیدار، د غږاو رڼالاروی۲۶- ۲۷)

هرگوره، له عربو تر موږ عجمو رومانتیک شاعران هم د صوفیانو او عارفانوغوندې اندوسول(فکروعقل) د خپلې مجا زي مینې د بري دلارې خنډ انگېري او له دغه لامَله يې د هماغو په پېښو له پامه غور ځولي او په دغه لړ کې تر اند وسولې،واند (خیال) او بیا ذهني ننداریزونې (تمثیلونې) ته ډېر ارز ښت ورکوي؛ له دې ناخبرچې دانځور او سېمبول په رغاونه کې اند و واند یو له بله نه جلاکېدونکي دي، په نورو ټکو، واند له اند پرته راهستېدای او پرکارلوېدای نه شي- ځکه د پېژند(شناخت) تیورۍ په پرمختیایي بهیرکې اند تر وانده یو پړاو لوړ دی، دا اند دی چې واند په ځان پسې راکاږي. خو صوفیان او عارفان، لکه استاد مجروح چې ورته نغوته کړې،په هماغه اپلاتوني ذهني (subject tive) ایډیالېزم کې پښه پرځای اومېخ کړي پاتې دي.

که مولانا (حقیقي) مینه هغه ځواک بولي چې کاینات سره پتلیسوي یا پیوندوي،نو زموږ رحمان بابا یې په خپل ساده شعر کې هم همداسې راپېژني: دا جهان دی خدای له عشقه پیداکړی/ د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا

دا هم پوره جوته ده چې مولانا د حقیقي عشق ترڅنگ د شمس((مجازي)) مینې په ټومب او لمس لا خوندوره غزلیزه شاعري له لوړژب-ښکلاییز ارمان سره هم راپرېښې ده او ان په مثنوي معنوي کې یې له عرفاني منځپانگې او پیغام سره سره ژب- ښکلاییز اوټولنیز داهم ښه ترا راځلولي؛ او زما پر اند، همدغو غبرگو شاعرانه ځانگړتیاوو د پارسی کلاسیک ادب په گوتشمېرو نخبگانوکې راوستی او ان نړيوال فرهنگي سازمان یونسکو یې له پېړیو راهیسې د یوه ټولمنلي او هممهاله صوفي شاعر په توگه ۲۰۰ ۸ ز.کال په نامه نومولی وو.

پښتو تصوفي شعر له لومړیو دېواني شاعرانو، انصاري او ارزاني، راروسته د مولانا تر هغه هم زیات ټولنیز ارمان، هغه هم د خپلې پښتني ټولنې له رواني او هنري خورمنځ سره اړخ لگولی. هرگوره، د روښاني تصوف سرلاري بایزید روښان پخپله په لسمه اسلامي پېړۍکې تصوف له ازادیپال غورځنگ سره همغاړی کړی دی. په دې لړ کې رحمان بابا په خپل شعر کې زیاتره د تصوف له دودو اوو- اتو... مقامونو څخه یوازې شریعت، عشق او معرفت راځلولي،خو داچې کله کله یې ځان ملنگ بللی، کنا یتا یې ځان له هغو رسېدلو دروېشانو سره پرتله کړی چې داسې یې راپېژني:

په یو رپ کې چې تر عرشه پورې رسي مالیدلی دی رفتار د دروېشانو...

اودغه بل شعر یې خبره له کنایې راباسي او را ډاگیزوي یې:

که مې څوک په امیرۍ شمېري، امیر یم

که مې څوک په فقیرۍ شمېري، فقیر یم

همداسې یې له سپېڅلي نبوي حدیث (الفقرُ فخرِی) سره سم، نه یوازې خپله بېوزلي نه ده ژړلې، بلکې د خپلې ملنگۍ فقیرۍ او دروېشۍ یو رغنده توک يې بللی او که له خدای یا بنده يې څه غوښتي، د مینې مینه وړو صدقې ته يې غوښتي دي:

که څوک راکاندې قسم پر کردگار

نه حبه لرم په کور کې، نه دینار

د دلبرو صدقې لره یې غواړم

هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم...

په دې توگه سندرغاړي کرن خان په ټوله مانا غوښتلي،د ډېري پښتون ولس له خورمنځ سره سم د نوموړې قوالۍ په وړاندېینه رحمان بابا د مولانا بلخي هومره یو ټولمنلی متصوف شاعر رازباد کاندې؛ او ورسره ورسره د مزار په وربوی او بیا په بېگرونډ کې یې له خیالي شډلو ملنگۍ کالیوسره.

د مولانا د (سماع رقص) او څرخي نڅا پر وړاندې یې هم د هندي مسلمانانو پر پلیونۍ خپل اتڼ وزمه دا ورسره مله کړی ده. هرگوره، په وسمهالي ادبي پېر کې استاد حمزه شینواري، د صوفيانه شعرونو په لړ کې له سندریز پلوه صو فیانه قوالي همدومره پاللې چې پښتانه ددغه شعري او سندریزځېل(قوا لۍ)له پلوه کمیني و نه نگېري (کمتري احساسنه کاندې)!

هرگوره، بیاهم کړې خبره راغبرگوم،د ځوان پښت سرلاري ، خوږ ژبی شاعرولیکوالو ژباړن او رسنوال (وفا سمندر) چې له نومهالي اروپايي مود و فېشن سره پرې د چا هېڅ باور نه راځي،د سېکولرېزم پر ځای دې تر مولانا هم زیاته نږه اپلاتوني- اشراقي او ان منصوري لیاره پسې واخلي!

څه مهال وړاندې چې گران و هڅاند سمندر د افغانستان علومواکادمۍ ته په خپل راتگ وپاسللم اویو پریوسره وغږېدو،دامنښته یې راته وکړه چې دخپلې ادبی او شعري وړتیا دلوړونې او د یوې نوې اد بي، او بیاپه پښتو کې د نوښتگرانه لارې کښنې په موخه تش په تیوریکي یا تاکتیکي، نه پراکتیکي توگه،بې له دې چې په کړن کې پرې وگروهېږي،د منډې له مخې تصوف ته مخه کړې او ځان یې پکې دومره ملا کړی چې څوک گروهپلټونکی (محتسب) یې داتورتومت دپزې پېزوان نه کاندې: ((چې بې علمه شیخي کاندې، همدا کفر یې بس دی)!

او رښتیا یې هم دومره بری اوبریا ترلاسه کړي چې زموږ ژبنی هنر لږترلږه د دري پارسي هغه د سیا لۍجوگه کاندې او په هماغو لومړیو کې يې د ازادو او سرکاري قرهنگي بنسټونو له خوا په ویاړ نما نځغونډې جوړې شي او په جایزو او ستاینلیکونو و نازول شي خو، که د سکې دا بل مخ تر ککوین (ذره بین) لاندې ونیسو،دا بخوله مو سترگو ته نېغه درېږي چې د ځوان پښت د تصوف پاسیفې او تاریخ ځپلې پدیدې ته راوڅکوي او یو بله نیمه پېړۍ مو یو بل مخبنا یي او بېخبنایي پر شاتگ ته ورسیخ کاندې. که څه هم د پښتو پر کچ يې يو ادبي نوښت يا نوې لار ارزول کیدای شي، خو د يوه رغنده مثبت ټولنيز او ادبي پيغام په بيه؛ د هماغه رومي سزار ورته کانه شوه چې د يوه نوښتگرانه شعر د پنځونې په موخه يې د روم ښارته اوراچولی وو!

په کار خو داوه، د دغې پاسیفې پدیدې پر یوه داسې کارنده بلونج (اکتیف بدیل) يې سوچ کړی وای چې نه سیخ سوځېدلی وو، نه کباب (... که هم سیخ برجا بود هم کباب)، په بله وینا، (نوښتگرانه) او هممهاله (روښانگرانه)هاندوهڅې سره غاړه غړۍ کاندې او دغه کارکړن د نوې فلسفې، لږترلږه له هېگلي عیني ایډ یالېستي هغې او له فروایدېستي- ارواشنيز گوټپېره شونتیا موندلای شي. زه گومان نه کوم، د تصوف او عرفان هومره يې لوسته او زدکړه گرانه او ستونزمنه وي!

د نورو ښاغلو او اغلو کره کتونکو په لړ کې ورته غفور لېوال د ځوان پښت د یوه بریالي حماسي شاعر په توگه همداسې یوه بلنه ورکړې چې که له ذهني- اسماني نړۍ څخه دغې عیني خاوریني نړۍ ته لږ راستون شي، د خپلو مینه والو کړۍ به لا ښه ترا وغځوي.

فروایدېزم د رواني او روانشننې (سایکوانالیز) د شلمې پېړۍ د یو نټه نه منونکې پوهنې په توگه پر ازمېښت او کتنه (تجربه او مشاهده) ټیکاو لري. ړومبی ځل یې انسان په ټوله مانا له خپلې دنننۍ نړۍ خبرکړ، او د ټولو بدمرغیو او نېکمرغیو لامُلونه یې ور ته په مخ کې کېښوول: له ناځانخبرې نړۍ چې له تیخورۍ یې ترځوانۍ نارژېدلي، نوږیز (جنسي) او ټولنیز ارمانونه پرلپسې ورتمبول شوي او پرگرومونو (غوټو) اوښتي دي؛ د درملنې لارې چارې یې هم د درملو پرځای د روان درمانگر (سایکاترېسټ)له خوا يې د یو شمېر اښتنو پوښتنو په ترڅ کې آره او لامل ورسپړي او همدغه ورډا گيزونه او نومېرنه (تشخيص) هممهاله درملنه بلل کېږي!

د فروايدېزم له گوټپېره تصوف د نوږيزې غريزې او گرومونو يوه زېږنده ده؛ همداخبره ده چې همنوږي (لواطت) په اسلامي اوېجه کې ړومبی صوفيانو رادود کړی او راروسته ترملا او چړي را رسېدلې ده. عيسايي او بيا کاتوليک راهبان او راهبانې او ان پاپان هم دغې غريزې ته کله ټينگ شوي نه دي او د لاتين امريکا، څه ناڅه ازادخيال پاپ فرانسيس له ټاکل کېدنې راهيسې دا څو کاله د اړوندو دوسيو له جنجاله لا پخشو شوی نه دی!

همداسې یې داسماني اپلاتوني- (مینې)پرځاي، نوږیزه (جنسي) مینه د انساني توکم او خاورینې نړۍ د پیوستون او پایښت مجازي وسیله زباده کړې ده.په نورو ټکو، هماغه غریزه چې میلیونونه کاله پخوا د انسان او ژوي تر منخ شریکه وه او ده، خو له هغه راهیسې چې انسان د ذهني بشپړتیا په بر برکت د اند و سول او بیا ژپې او فر هنگ د راخپلونې جوگه شو، نو هماغه جنسي غریزه یې((مينه)) ونو موله؛ که یو گڼ شمېر وگړي دبېلاریو او ان وحشت او جنایت خواته بیایي، خو پر وړاندې یې ښایسته ډېر د ښمر و ښېگڼې، انساندوستۍ او په تېره د هنري شاهکارويو پنځونو جوگه کوي!

زموږ د ژبې او ژبني هنر نیم پېړییز غورځنگ همیوني اوپلیوني پوره باور لري چې سمندر له دومره لیکوالي وړتیا اوبوختیا سره،هغه هم له هومره خوږې او پستې امرخېلۍ او بیا بډايې (کره- نږه ادبي) پښتو سره کولای شول،خپل ژبنی هنر او بیا شعر د نورو ادبي ځېلونو (ژانرونو) ترڅنگ د نوي (ازاد، سپین او ناپېیلي یا منثورفورم په مټ له عيني-انځوريز کلیشه والي راوژغوري اولا تردې زیات نوښتگرانه اوهممهاله روښانگرانه ستونځونه (  قُلې ) ترپښو لاندې کړي؛ ورسره ورسره خپل ځوان افغان- پښتون پښت له اوسني ډبرپېر (دورحجر) اکربکره راوژغوري. په بله وینا، د خپلو پنځونو په مټ له اوسني گروهیز- فاشیستي اندو وانده، پر شرعه برابرې،سمې سهي نومهالې پوهې او فرهنگ ته په راڅکونه او هڅونه کې یوه اغېزمنه ونډه واخلي.

ما او همیونيو د ذهني انځورونو د رغاونې لپاره دا ځمکنۍ نگېروړ (محسوسې او ملموسې) سرچینې او چمونه ازمایلي: خپله ناځا نخبرې زېرمه (ناخود آگاه ذخیره)، ټولنیز چاپېریال، د ورځني ژوند و ژواک له ښو بدو پېښو او ور سره ورسره زاړه او نوي شعري اېماژونه، لکه: مخاوی(کونترستcontrast )، د تشبیهو او استعارو سېمبولونگ (symbolizing)،اسطوره یي سېمبولونو (mythological symbols) کارونگ، نگېراخښلن (حس آمیزی paradox)، تشخیص (personification)، انطباق ( animatie)...

له دې لاندې ذهني- انځوریزو بېلگو او بيا له همداسې پسوللي ټولنيز پيغام سره:

باد و باران

باران کښي په پستوگوتو

څه پستې پستې سندرې

څه خوږې خوږې بدلې...

خو،

دباد دې

غبرگ لاسونه

چورلټ مات شي

چې يې څومره

زړه راکښونکې

مينه وړې ترانې

راولوټلې!

د کتو لاسليک

په نن او په سباکې

ډېرکلونه ولاړه راغله،

او زما برخليک

لاهسې دی

په تمه

ستا د سترگو په دوتر کې،

ستا د يوکتو لاسليک ته!

د رېديوټلواله

د تالاوالا چمن

د تاندلبانو ناوکيو

د ورېښمينو شنو خوبونو

له نيمکښو غلچکيو سترگلينونو

د لمرين نارنجيستان د ټوکېدا د نندارې

څه هيله نشته.

* * *

څه ناتار دی

درېغه درېغه،

ټول له خپلو بلورينو سترگو گوري

تش هماغه بربنډ مخ د لمر يوازې،

نه يې تياره، توره تبۍ

تندرنيولی.

* * *

ورته ښکاري خوروور چتر

د مرگونو شان چوپتياوو

ټال د څڼو د ښايسته سپينې سپوږمۍ

د څوارلسمې

او يا هم ورته هغسې

د ماشومو فريادونو جنازه بس،

د بربنډو نواغليو

سور پالنگ...

* * *

خو، پرمخ درومي يوازې

ها له سروځانه تېر واړه رېديان

-ان-

د وينو،د نااېلو څپانونو پر موسم:

چې نه بڼ ته د ورېښمو ورستنېږي

نه اوېجې ته د حورواوغلمانو

بيرته بيا! (له ناچاپې تولگې څخه)

د ځوان سېکولر پښتني پښت د يو نيم استازي بیا داسې بېلگې مخې ته راځي چې د چا خبره سمندر په کوزه کې ځایوي، او د دنانډوله مهال چاپېريال پر وړاندې خپل رسا غږ وپيغام په ژب-ښکلاييز او ژب- ټولنيز پساله پسولي، لکه واخلې د ځوان ديپلومات محب سپین غر دا:

*ستا د غېږې په جومات کې مې

یو گوټ او رکعت وکړ.

خو سجده مې د یادونو

لکه کال هومره اوږده شوه. (دا ستوري بل کړه ۷۴)

*ته مې د زړه جیوپولېتیک ته

پلمې مه لټوه:

دېمو کراسي ده،

د بشر حقوق دمینې پلورالېزم ته

کړکۍ پرانېزي. (هماغه ۷۸)

* غږ دې راولېږه

تیاره ده لاره مخ پټوي.

سپوږمۍ د څانگو له حجابه

راکتلای نه شي.(هماغه۸۸)

* ارزان قیمته پروژه شوې

واک دې باد چلوي.

د یادو خاورې!

پر داعش باندې مې

نه یې پېرزو! (هماغه ۹۶)

* غواړم

چې یو عشاریه دوه ځلې دې

ووینمه...

زړه مې درزېږي

د گامو بودیجې

کسر کړی. (هماغه۱۱۰)

دا هم د ځینو لنډ اندو او پوهلنډو، بې نیاوه او بې سروبوله تورې ټپې، لکه:

تحریک د ځان پرځاي نورو ته گوته نیسي: که (څوک) د سمندر په لیکنو نه پوهېږي دا یې خپله ناپوهي یا رخه ده، د پېچلتیا په تړاو د نورو ډېرو پخو شاعرانو او کره کتونکو د نیوکو په دفاع کې وايي (هماغه ۱۹): ...د ده هنري اثار یو شمېر تقلیدگر او کلیشه یي لیکوال په غوسه کړي، پټ او ښکاره د ده لیکنو ته گوته نیسي؛ اوبیا يې دمخوینې دادوپاړه:

((خو زه باورلرم چې تر (۲۰۵۰ ع) کال پورې به د نثري او داستاني لیکوالۍ د ډگر ډېر لیکوال اوډېر رخه گر، ښاغلي، منلي او نومتي (نوموتي) او لیکوالان (لیکوال) به د ده د اثارو په (پر)وړاندې په (پر) گونډو شي))!

له اکبرکرگره تر اسد اسمایي پورې چې دواړه په ساپوهنه او فلسفه کې تر ما روسته د استاد مجروح شاگردان پا تې شوي ، د سمندر د لارې لېلې په ارزونه کې دېته نه دي ځیرشوي، دغه لیکوال د ذهني - اشراقي فلسفې یانې د تصوف اوعرفان له جاجونو او سېمبولونو کاراخلي چې هغه استاد یې تاریخ ځپلې بولي. په نورو ټکو، دغې جړې مشوړې ته د يوه کره کتونکي او لوستونکي هم نه پام وراوښتی او نه يې سر پسی سرگرځولی دی. که نه، نه به يې پنځگر په تعقيد و پېچلتيا گرماوه او نه به يې پر لوستونکيو د نه پوهېدانې بېځايه تور لگولای!

که يواړخيز نوښتگر سمندر د مولانا مثنوي معنوي او د شمس د مجازي مینې رومانتیکي غزلې ور لوستې او یا یې هم د سماع څرخي نڅا په سترگو لیدلې. خو پر وړاندې یې،له روښاني ویناوالو انصاري، ارزاني ... رانیولې تر رحمان بابا په خپل پښتني تصوف سترگه نه ده ډکه شوې او یا يې پرې گړسره ځان ناگاره اچولی دی!

د میلیونونو کلونو په پرمختیایي بهیرکې د انسانانو دولس-دولس نیم سوه گرامه مغزو له ذهني- عصبي ودې پرمختيا سره د نورو وړتياوو په لړ کې بېلابېل حواس، اندو واند هم راخپل کړي ول، خود ‌‌‌ژبې له پنځونې سره دغه ذهني ځواک دومره غوړېدلی وو چې د ځان و جهان د پيدايښت په تړاو لومړي کږنو انگېرنو ته مخه وکړي او بيايې ورو ورو هرې پوښتنې ته يو دک و دليل يا په نورو ټکو، د علت و معلول ټولۍ (مقوله) رامنځته کړې او له دې سره يې د ځان وجهان پېژندنې په اړه يوه ټوليزه پوهه (فلسفه) راخپله کړې،خوکه سمندر دا تدریجي تکامل(evolution) چې د بل هر ساینس او پوهنې غوندې له طبیعت او ژونده و ژواکه د رایستلي قانون په توگه پر مشاهده او تجربه ټیکاو لري.او دی یې ترخپلې لیکوالۍ او شاعرۍ پورې هر څه اسماني،یو واریز یا اشراقي انگېري، ان تر دې چې پخپله ذهن له ټولوکارندوییو سره یو سیوری بولي او پرته له خدایه د بل چا نوم اخېستل او یادول شرک بولي؛ په دا سې ترڅ کې چې پخپله خدای پاک په سپېڅلي قرآن کې نه یوازې د انسان نوم پر وار واریادکړی، بلکې پر ځمکه باندې یې خپل خلیفه بللی، نه د صوفیانو په گروهه د خپل زات يو رغنده توک!

بیاهم په دې لړ کې دا لاندې څو علمي-منطقي (ولې)مخامخ د وفا صاحپ مخې ته ږدم او ځنې پوښتم چې که ته، په دې یوویشتمه پېړۍ کې همدغه لوی زات خپل ځمکنۍ خلیفه دومره ذهني پر مختیایي پړاو ته رسولی چې الکترونیکي تېکنالوژۍ رامنځته کړي، د کمپیوټر ساینس له ارتو و بیرتو شاهکاریو په لړ کې تر مېس ربوت ( الکترونیکي کور مزدورې ) پورې ورسوي؛ د بیولوژیکي انجنیرۍ په چوکاټ کې پروتو پلازم ورغوي او له DNAڅخه ژوي څاروي راوپنځوي. او چې لا د همدې روا نې پېړۍ په اوږدو کې انسانی ماغزه نورې څه معجزې راپنځوي، وار له مخه یې فرضیې، تیورۍ او وړاندوینې،خبرتیایي (انفارماتیکي) وزلې وسیلې (انټرنېټي رسنۍ)، او ساینس فېکشنو نه پرلپسې ټولې رښتينې واقعي انسانی نړۍ ته رسوي؛ اکر داچې ته د مسلکی صوفیانو غوندې تراوسه پر تاریخ ځپلې دوه نیمزرکلنه ذهني (subjective) اپلاتوني فلسفه شخوند وهې او بیا یې تر هرڅه له مخه په ټول ښاڅ و غرور سپینسترگۍ داسلامي عیني (objective) فلسفې ځایناستې کوې، ایا گرده اسلامي او بیا خپله پښتني- افغاني ټولنه په ځان پورې نه خندوې؟

او په دې لړ کې دا اپلتې(واهیات) څنگه په خدای راکړي ذهني سول اوسني خرد، نه ستا په (خرد قبلي) توجیه کولای شې:

د میلیونونو کلونو په پوړیو کې دا پر مختللی ژوند و ژواک له معجزه وزمه ذهني کارندوییو او بریاوو سره پر نشت شمېرل!

د زرگونو کلونو تمدن د ژبې له ایجاده تر ننني معراجه له صفر سره ضربول!

تر وینده ژبې چې تمدن يې په مټ رامنحته شوی او له چوپتیا (سکوت)، په نورو ټکو، له گونگېداسره دغه هرڅه سم له سمونې پر سیند و سمندر لاهو کول!

دا دومره ارته بیرته نړۍ له ټولو مادي او معنوي پرمختگونواو نعمتونو او خوندونو سره چې پر ځمکه د خدای خلیفه ( انسان) په کاروزیار رامنځته کړي او لا کوي یې،له نشته برابرول!

له ناخوالو سره د جنگ جگړې پرځای سمڅوته تېښته کول... لکه، ستر خوشال چې وایي:

کښېنې په خلوت کې شیخه، سود یې راته وایه!

ولې پر خپل ځان دا هسې ارت جهان تنگ کړې؟

او داهم د یوه نوښتگر ټاپ پارسي شاعر او اندیال سید رفعت حسینی دامنطقي شننه او ارزونه:

[عرفان و تصوف در افغانستان و ایران و هند و پاکستان، اسلامگرایی /غیرعربی/ می باشد. درتمام این کشورها رکودِ اجتماعی مشهود است . گونه یی دیگر از باصطلاح، جهان بینی نیست و دریچه وشیوهء دیگرگونِ اندیشیدن دربارهء هستی وکائنات و انسان نمیباشد...]

د ملگرو ملتو تازه گوزارش وایي چې ستا په نومَونه (مجازي) نیمه نړۍ، اوپه دې لړکې ستا نیم هېوادوال،د شپږو میلیونو ماشومانو په گډون، همدا سږنی ژمی له مرگاني ولږې سره مخامخ دي او دغه سازمان مټې تر نیمایي ژمي پورې مرسته کولای شي او ته بیاهم په خیالی اسمانو کې ددوه نیم زرکلنې اپلاتوني ببولالې راغبرگوې: دا هستي د زمان او مکان په قلمرو کې د خالص عشق انعکاس دی او... (د غږ چینه ۱۶۶)!

او یا به وایې،له دې هستۍ سره تړلې هر راز ښې او بدې او په دې لړ کې ولږې تندې، ترهگرۍ او مرگ و ژوبلې زموږ د خپل ذهن زېږنده ده. خو زه گومان نه کوم، ته د ورته لیدتوگې گروهنو هندوانو لسمه هومره ولږه تنده وزغملای شې چې له۵۰-۶۰ کلنۍ سره یې د روژې په نامه تر مرگه پورې نیسي او پرخپل اټکل ترتش په نامه اسلامي عارفانو مخکې فنا فی الهي پوړۍ ته رسېږي، که نه، لږ تر لږه جنت ته خو په یوه منډه ځان رسوي!

او بیا د دې پرځاي چې پر خپلو نوښتگرانه ادبي پنځونو وویاړې، په لوی لاس يې سپکه وړۍ کوې، لکه د(خدای شته) په نامه په کښلي سپین شعر سره (هماغه ټولگه ۱۸۰) او داسې نور.

بس دی چې بنسټپالۍ تر بلې هرې اسلامي ټولنې زموږ د دغې افغاني ټولنې ژوند تر روستۍ سلگۍ رسولې. له محی الدین بن عربی تر تا داوه گیره خو دوحدت الوجود او وحدت الشهود ټول صوفیان او عارفان د گردو مسلمانانو۰ ا عشاریه ۰۰۰۰۰۰۰۰۰ سلنې ته هم نه رسي.

زه وایم ، نن سبا د ډېرو بدو سیمییزو او نړیوالو ربړو او ناخوالو له لامله پېنځه بناوې، په تېره ، یو میاشتنۍ روژه، هغه هم په اسیا او افریقا کې له نازغموړې تودوخې او په قطبي سیمو کې تر شپږومیاشتو د ورځو له اوږد والي سره نوره ستره ربړه گرځېدلې او هغه اجتهاد ته يې اړینتا پیداکړې چې ستر پیغمبر (ص) يې وړاندوینه کړې وه او هغه داوه: که کوم عبادت زما د امت د کړ او کړاو لامل کېږي، په کار ده، د څو متقیانو له خوایې د منسوخولو اجتهاد وشي او که په اجتهاد هم تر بشپړې هوکړې و نه رسېده، اجماع به یې تر بشپړې هوکړې رسوي!

دابه سم له لاسه ومنو چې سمندر د داسې اشراقي انځورونو او سېمبولونو په کارونگ سره په ژبني هنر ، په تېره، پښتو دې کې یوه نوې او نوښتگرانه لار پر مخ اخېستې، خو هماغو ارزوونکو یې له بېخرته ابهام او پېچلتیا هم سر ټکولی- ځکه تر ايهامه ډېر زور پرابهام اچوي؟

غفور لېوال: ((... د نویو سېمبولونو ایجاد (تعقید) رامنځته کوي. هغه څه چې د وفا سمندر کار ستونزمنوي. د تعقید د نرمولو لپاره باید د سېمبولونو بستر او زمینه هواره او د پوهاوي وړ شي.

اسحاق ننگیال هم همدا کار په (سیوري) ناول کې کړی دی.(خو د سمندر په توپير يې اتل يا اتلان او نور پرسوناژ له رښتينو ځمکزيو را غوره کړي دي-زيار) کله کله د سېمبولونو او ذهني انځورونو بیروبار او گڼه گوڼه هم ستونزمنه وي. د همدې لپاره عیني زمینه رامنځته کول اړین دی . دا کار د گابرېل گارسیا مارکیز په (سل کاله یوازېتوب) کې لیدلای شو. د وفا سمندر د (بنیادمان) کتاب یوه صحنه هم وگورئ ...))

کرگر یې په عینی انځورونو د ذهني هغو دفاع کوي، لکه د(( روس)) په تړاو گوزارش وزمه لیکنه یې. دیدار ورته له ټولې شننې او ستاینې سره سره مېتافيزیکي اندو واند او بیادې نیمگړتیا ته گوته نیسي: سمندر خپل ټکي په ابهام محکوم کړي دي، ملگري وایي چې موږ د سمندر په سکون و حرکت نه پوهېږو، دی له موږه ډېر هاخوا روان دی او له ځانه سره غږېږي. او بیا پکې دا ښکلې ټيکه هم اچوي:

خلک چې څه وايي رښتیا وايي زما پر سپینه لمن اور ولگېدنه

هرگوره، ښاغلی ديدار يوازېنۍ کره کتونکی دی چې په ناسيده ډول يې (تصوفي) ورته ټولۍ يا مقوله (مېتا فيزيکي) ته يوه نغوته هومره کړې، خو د بېخرته ابهام تر څنگ يې(نه امتزاج) يا (نه انسجام) ته هسې بېځايه گوته نيولې، په داسې ترڅ کې چې بربېخرته ذهني انځور والا نثر و نظم، لکه جادويي- ريا لېستي هغه تر ډېره په تلازم، قرينې، وجه تشبيه يا استعارې پسی سر نه گرځوي، يا د کرگر خبره له عادي چاپېر يال او ساده ژبې سره يې راپيلوي!

(ډاکتر درمل۵۷) هغه کانه کوي چې ((که پير نه الوځي، مریدان یې الوځوي)). سمندر د انساني ذهن او کارندوییو او په دغه لړ کې یې له (خرده) یومخیز انکار او پرځای یې پر ((خرد قبلي)) گروهن دی او دی يې لیکي: وفا سمندر ځینې بېلې خبرې لري چې د منطق، ارواپوهنې، فلسفې، تاریخ او ان د ساینس له څانگو راشوکېدلي...؛ او همدغه یې د (زړه تنگو لوستونکو) پلپوټونه (شکا یتونه) راپاروي او ان افقي او عمودي هنري پردازونه یې د هندي غزليزې شاعرۍ غوندې په کمالا توکې شمېري او داسې نورې سپینونې او ستاینې یې درواخله، يانې د نورو ارزوونکو غوندې د جړې مشوړې ( عرفان و تصوف) سر ته د ده پام هم نه دی اوښتی!

د تکرار حسن په توگه دا لاندې لنډيز اوپايلنيوی يوځل بيا د يواړخيز نوښتگر سمندر مخې ته ږدم:

الف- له اسلامي او فلسفي پلوه:

(۱) تصوف د اسلام د شرعي پوهنو په څېر په لېږندو پوهنو (منقولو علومو) کې نه، بلکې د منطق، طب،فلسفې، عروضو، رياضي... غوندې په سوليزو (معقولو) هغو په ډله کې راځي؛

(۲) آره يې يوناني- لاتيني سوفېزم وو او عربو د صوفېزم او بيا (تصوف) په بڼه معرب کړ او د(نفس تزکيه) مانا يې ور وتراشله؛

(۳) له شرعي او فلسفي پلوه د یوه مشرک بنده (اپلا تون)، او هممهاله د ناسمې زبادشوې ذهني فلسفې په توگه پر ذهنيت او اوهامو ډډه لگوي. اکر داچې اسلام پر عيني ايډيالېستي فلسفه ټيکاو لري، او په دې ډول شریعت او طریقت یو دبل ضد زبادېږي او د منطقیانو خبره، د ضدینو اجماع ناشونې (محاله) ده!

(۴) يوخوا وفا سمندر ((سمندر)) د څاڅکو وطن گڼي چې موخه يې ستر څښتن دی او د نور پيدا يښت (وا لدنيا وما فيها) په لړ کي خپل ځان يو څاڅکی انگېري،خو بلخوا هممهاله (سمندر) ، يانې نعوذُ بالله (ذات کبريا)، اياهماغه مخکينی لنډنوم ((وفا )) يې بس نه وو؟

(۵) داچې اسلام پر عينيت او واقعيت ولاړ دين دی، نو ژوند و ژواک د روح او مادې، او بيا د انسان په تړاو د جسم او روح يو ناشننوړ تړنگ (ترکيب) گڼي او سره شننه يې مړينه. خو د لوورځ، حساب کتاب او بيا جنت و دوزخ لپاره سره بيرته يوځای کېږي، که نه دوزخيان د خپلو کړو گناهونو عذاب څنگه ونگېرلای (احساس) کړای شي او جنتيان د کړو عبادتونو او نورو نېکو کارونو په پاداش کې له راز راز نعمتونو، خوراکونو او ان حورو غلمانو څخه څنگه خوند واخېستای شي؟

ب – د ناوړه ټولنيز پيغام و پايلې له پلوه:

(۶) تصوف او عرفان ، گرده روسته پاتې اسلامي نړۍ او په ځانگړي ډول زموږه پښتني- افغاني ټولنه نوره هم بسې له رامنځته شوي، او نن سبا له برېښناوزمه پرمختلونکي هېښنده نومهالي مادي او مانيز تمدن او ښکارندو برياوو ځنې لرې بيايي او گوښه والي ته يې ورڅکوي. بس دي چې تورو او سپينو ناخوالو مو ژو ند و ژواک تر ((پړانگ و پاڼه)) رارسولې دی!

ج- د منفي ادبي- فرهنگي پیغام او پايلې له پلوه:

(۷) دابه سم له لاسه ومنو چې وفاسمندر، له ذهني-اشراقي انځورونو سره يوه نوې ادبي لاره لېله را منځته کړې، خو ورسره ورسره داهم هېره نه کړو چې د کره کتونکيو او ازادو او سرکاري فرهنگي بنسټونو نمانځنې او نازونې به ځوان ادبي پښت ورته سياليو او پليونيو او لا گڼ شمېر رخه گر پېښاووان ړندو پېښو ته راوڅکوي او راولمسوي؛ او تر دې به بله بوږنوړې پايله ونه لري چې پښتو شعرو ادب يوه سراسري شاتگ ، او خدای مکړه، ان ناسکيندوړ انحطات ته ورسيخ کاندې !!؟

 (۸) په پای کې يواړخيز ادبي نوښتگر سمندر ته خپل کړی وړانديز يو وار بيا مخامخ راغبرگوم چې که تصوف دې رښتيا هسې د ذهني- اشراقي انځورگرۍ او نوې ادبي لارې لېلې په موخه وسيله کړی وي او د زړه له تله ورباندی گروهن نه يې، نو پر داسې يوه نوي بلونج يې هم سوچ وکړه چې د چا خبره: هم لعل به دست آيد، هم يار نرنجد!

په درسته شاعرانه مينه او مننه

ستاسې د ټولو زيار