تُرشه قهوه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: رفيع الله روشن

  هلک چې يوه نجلۍ يې خوښه شوه ، غوښتل يې دټول ژوند لپاره يې دخپل کور غړې کړي يعنې واده ورسره وکړي،نو په لومړي ځل يې يوې قهوه خانې ته راوغوښته ،ترڅوسره   کښېني او د نظرياتو تبادله وکړي.

په دوه څوکيو يو بل ته مخامخ کېناستل،هلک په ګارسون غږ وکړ چې دوه قهوې راوړي.

کله چې  د هوټل خدمتګار قهوې راوړې،يو ه يې دهلک اوبله يې د نجلۍ مخې ته په مېز کېښودله،له دې سره هلک ګارسون ته وويل:

وبخښه! مالګه هم راوړه.

کله چې په قهوه خانه کې خلکو دمالګې نوم واورېده نو ټولو په حيرانتيا هلک ته وکتل،ګارسون مالګه راوړه او هلک په خپله قهوه کې واچوله، په ارامۍ سره يې وڅښله،نجلۍ پوښتنه ورڅخه وکړه :

اياته ترُشه قهوه څښې؟

هلک ځواب ورکړ:

کله چې کوچنی وم زموږ کور د سمندر په څنګ کې وه او دې سمندر تُرشې اوبه لرلې،په شګو کې به مو لوبې کولې اوکله چې به تږي شولو نو، ناچاره به مو د سمندر اوبه څښلې،اوس چې کله هغه وختونه را ياد شي نو په ياد کې يې ترُشه قهوه څښم.

ددواړو واده وشو، اوپوره څلوېښت کاله مېرمنې دخاوند په پياله کې مالګه واچوله ، ترهغې وروسته دغه له مينې او خوشحاليو ډک ژوند پای و موند او خاوند يې مړ شو.

خاوند دمرګ په حالت کې )خپلې مېرمنې ته ليک( تر عنوان لاندې کاغذ پرېښی و.

په ليک کې ليکل شوي و:

زما ګرانې او مهربانې ښځې!  زه ډېره بخښنه غواړم چې پوره څلوېښت کاله مې تاته دروغ وويل،کله مې چې ته په قهوه خانه کې وليدي او غوښتل مې د واده کولو وړانديز  درته وکړم ،زه دومره خوشحاله او وارخطاوم چې ګارسون ته مې د بورې پرځای د مالګې راوړلو وويل.

ما پوره څلوېښت کاله ترُشه قهوه وڅښله خو دهغې مينې په اساس چې تاسره مې لرله نه می شول کولای درته ووايم چې په ژوند کې تر ټولو بد شی ترُشه قهوه ده،مګر که يوځل بيا دنيا ته راشم اوبيامې تاسره د ژوند تړون د تُرشې قهوې اړوند وي نو ټول عمر به ستا له مينې اومحبت څخه د ډکو سترګو په خاطر تُرشه قهوه وڅښم.