له پردیو سره خبری مه کوه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



کیسه
د دیپا اګروال لیکنه
د ذبیح الله آسمایی ژباړه

د موټر له تم ځای څخه د هغه چا د پښو غږ ورتی کوم چی ددوی په لوری ور روان وه. پورا خپل مخ ور وګرځاوه. هو ! دا هغه څوک وه چی کله ناکله به دیخوا او آخوا لیدل کیده.
د پورا کوره نی لږ وخت کیده چی هلته یی ګډه کړی وه.
هلک په داسی حال کی چی نیغ نیغ یی ورته کتل ، وویل:


« سلام »
شروټی چی د پوروا نه کلنه خور وه ، شاته وکتل ، په مسکا شوه او ویی ویل :
« سلام »
خو پوروا چی جکه ونه درلوده او پنځه لس کلنه وه ټکان و خوړ او په داسی حال کی چی هلک ددوی خواته ور روان وه ، په قهر سره شروټی ته وویل :
« نه ښایی چی له هرچا سره خبری وکړی. مور نه دی ویلی چی له پردیو سره خبری مه کوه. »
شروټی به تریو وچپیلی سره ځواب ورکړ:
« هغه بیګانه نه دی. زموږ د کور تر څنګه ژوند کوی. »
« احمقی ! موږ یی څه پیژنو. »
په دی ډول هغی شروټی په بیړی سره کورته بوتله او همدایی بیړه وه چی د جولای د میاشتی له ګرمی څخه ځان وژغوری.
کله چی هغوی د لفت په وسیله خپل کورته پورته کیدل ، پوروا له خپل ځان سره داسی سوچ و کړ چی شروټی رښتیا وایی. هغه خو بیګانه نه دی او همیشه دیخوا آخوا تر سترګو کیږی. د بسونو په تم ځی کی ؛ د ننه په بلاک کی ؛ په لفت کی پورته او کښته ځی او همیشه یی ددوستی خندا په شونډو کی وی ؛ خو ددی په غوږو کی هماغه د مور خبره وه چی له پردیو سره خبری مه کوه. نجونی باید ډیر احتیاط وکړی ، مخصوصا هغه نجونی چی ددوی په شان په کورکی یوازی وی او مور او پلار یی د باندی کار کوی.
دا ټولی هغه مشوری وی چی یوازی پوروا په غوږ کی نیولی وی ؛ خو کله کله یی داسی احساس کاوه چی خپل ځان یی دکور په څلورو دیوالونو کی بند کړی دی.
کله چی پوروا له لفت څخه کښته شوه ، په خپل بکس کی یی د کود کلی په لټولو پیل و کړ. دوی دواړه کورته ننوتی او په ډیر احتیاط سره یی ور و تاړه. دوی به هیچا ته هم ور نه ورخلاصاوه مګر دا چی پوره به یقینی شول. مور یی مخکی له دی چی له کوره ووځی ، ډوډی یی تیاره دمیز په سر ورته ایښی وه. شروټی چیغه کړه :
« له لوږی مړه شوم »
اوبیایی خپل بکس ایسته واچاو ، خپل بوټونه یی په لغته ووهل او پر میز یی ور حمله کړه. په دی وخت کی پوروا ور ږغ ګړ:
« خپل بکس او بوټونه ټول که . نه پوهیږی چی د مور له تیت او پره کی خونی څخه څومره بد راځی. »
شروټی په ټینګه ځواب ورکړ :
« زه پوهیږم ، بیا به یی ټول کم »
پوروا بیا ور چیغه ګړه :
« بیا به یی ټول کی ! »
وروسته یی پخپله د شروټی بکس او یوټونه را ټول کړل. ځکه په دی پوهیده چی دا یی نه را ټولوی. هغی په قهر سره وویل :
« سرکوزی ، لاسونه دی پریمینخه »
خو په ځواب کی یی داسی غوږ ته ورغلل چی ګواکی شروټی وایی ته څومره سړی ځوروی.
کله چی پوروا لوښی مینځل له ځانه سره یی سوچ وکړ چی دا همیشه پر شروټی باندی چیغی وهی ؛ خو څه یی کولای شول. آیا همدایی دنده وه چی د پلار او مور تر راتګه د هغی څارنه وکی؟ که څه هم له دی کارڅخه ستړی شوی وه ؛ څه چاره یی درلوده.
پوروا په خپله خونه کی د کړکی تر شا ولاړه وه. له باندی څخه د موسیقی ږغ راته. په پورتنی پوړ کی راجا او دیویا ژوند کاوه. هغوی به خپل ملګری کورته بیول او له هغوی سره به دیخوا آخوا ګرځیدل. که څه هم هغوی څو ځله له پوروا څخه بلنه کړی وه ؛ خو پوروا د هغوی بلنی ته منفی ځواب ورکړی وه ؛ ځکه دی نشو کولای چی شروټی یوازی کور کی پریږدی. د هغی خوښیدل چی موسیقی ته تر ډیره غوږ ونیسی ، تر هغه وخته چی شروټی په خپل کوره نی کار بوخته وی. کښته ښار پروت وه او تعمیرونه تر اسمانه جګ شوی وه. ګڼی ونی وی او سرکونه د فیتی په شان ښکاریدل چی پرسر یی موټرونه بنګیدل. له دی نه چی په کور کی یی څان بندی احساساوه ، ستړی او ستومانه ښکاریده ؛ خو نا څابه یی په دی وخت کی یو غږ تر غوږه شو.
« واخ ، واخ ، خور جانی »
ښروټی ! لکه چی په شروټی څه وشول او په بیړه یی ځان ورورساوه. ویی لیدل چی شروټی پر ځمکه پرته ده او چیغی وهی. یو څوکی یی هم ترخوا چپه شوی ده. ښایی چی له الماری څخه به یی څه را اخیستل. له همدی کبله پر څوکی دریدلی وه او کښته تری را غورځیدلی وه. د هغی په لیدلو سره پوروا وویل :
« احمقی ! ولی دی ماته ونه ویل ؟ »
او بیایی په کراره سره ورته وویل:
« ژوبله شوی یی؟ »
« اوه ، پښه می ژوبله شوی ده ، له ځایه پورته کیدای نه شم. »
« هڅه وکه چی پورته شی »
« نه ، نه ، ډیره ژوبله شوی یم »
د شروټی پښه پړسیدله. پوروا له خپله ځانه سره فکر کاوه چی که چیری د ښروټی پښه ماته شوی وی ، څه باید وکړی؟ مور یی دا هم ورته ویلی وه چی د ډیر ضرورت په وخت کی خپل مور او پلار خبر کړی . په دی ډول شروټی ته یی وویل:
« غلی شه زه به مور ته تیلیفون وکړم. »
خو کله یی چی د تیلیفون غوږی پورته کړه ، ویی لیدل چی تیلیفون خراب دی. تیلیفون له تیری شپی راهیسی خراب شوی وه. له څانه سره یی سوچ وکړ چی باید له خاله شرما څخه چی ددوی ګاونډی وه مرسته وغواړی. مور او پلار یی هم ورته ویلی وه چی که کومه سختی ورباندی راغله نو له هغوی څخه مرسته وغواړه.
پوروا د خاله شرما کورته ورغله او زنګ یی وواهه. ډیره بی حوصلی شوی وه. بیا یی زنګ وواهه ؛ مګرکوم
څواب یی وانه ورید. په همدی وخت کی ور په یاد شول چی نن د پنجشنبه ورځ ده او په دی ورځ خاله شرما د ډله اییز کار لپاره روغتون ته ځی.
ښه ، اوس نو باید څه وکی؟ د شروټی لپاره باید ډاکتر راولی ؛ خو له کوم ځایه ؟ ځکه چی دی د خپل بلاک اوسیدونکی نه پیژاندل. په دی وخت کی د پوروا غوږ ته ورغلل چی :
« وبخښی »
پوروا ددی آشنا غږ په اوریدو سره خپل مخ ورواړاوه. هو ! هماغه هلک وه ؛ خو دلته یی څه کول ؟
« ب - ب - بلی »
هلک پوشتنه ځنی وکړه :
« ایا راجا او دیویا همدلته ژوند کوی ؟ »
« نه ، په پورتنی پوړ کی ، پورته »
هلک په داسی حال کی چی مننه یی وکړه ، پورته روان شو.
پوروا غوشتل چی ورته ووایی ، صبر وکه ، ودریږه او له ما سره مرسته وکه ؛ خو خوله یی وچه شوه ځکه هغه پردی وه . دا څنګه کیدای شی چی له هغه څخه د مرستی هیله وکړی. هلک ناببره ودرید او په مهربانی سره یی وویل:
« څه شوی ، ته ډیره پریشانه مالومیږی »
پوروا ورته وویل :
« خور می زخمی شوی ده ، تیلیفون کار نه کوی تر څو خپل مور او پلار ته خبر ورکم. »
« اوه ، ځومره بد »
« زه بیریږم چی پښه یی نه وی ما ته شوی ، ډاکتر ته ضرورت ده . »
« ارامه اوسه ، ډاکتر پوری په خپل کورکی ده. زه به هغه راولم. »
پوروا یو څه ارامه شوه او هلک ته یی وویل :
« مننه ، ډیره مننه ! مهربانی وکړه. زه نږدی وه چی لیونی شم. ته پوهیږی چی زه دلته څوک نه پیږنم. »
« خیر دی ؛ مګر ولی دی لومړی ځل ونه ویل ؟ »
پوروا نه پوهیده چی څه ووایی ؛ مګر هلک وویل:
« خیر دی زه راهول نومیږم »
پوروا په خندا سره وویل:
« زما نوم پوروا دی او خور می شروټی نومیږی »
هلک زیاته کړه :
« غوږ ونیسه او په یاد ولره چی که چیری مرستی ته اړه ولری ، موږ ټول دلته یو. »
ددی خبری په اوریدو سره پوروا ټکان وخوړ او له خپل ځانه سره یی فکر وکړ چی ددوی او د پردیو تر منځ ، کوم چی مور ویلی وه ، توپیر شته . اوس پوه شوه او د هغی له پاره دا د ژوند ښه پیل وه.