لکه چې اشتباه شوې

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 یوه لنډه کیسه

 د يوسف هېواد دوست ژباړه

د خياطۍ متر کوډګر ته ورغی او ورته يې وويل :(( له دې چې د هر څه اندازه او متر مې اخيستی بیخی ستړی یم ،ډېر ستړی يم ، زړه مې غواړي بدل شم ،بیخي بدلون وکړم .کولای شې ما څخه يو سپی جوړ کړې؟د لنډو پښو يو سپی له لنډې لکۍ سره ؟))



 کوډګر ورته وویل :(( ولې نه ! دا خو کومه ستونزه نده .بس نو چمتو اوسه : اجي ...مجي ...لاترجي !)) متر په يو داسې سپي واوښته چې لنډې پښې او وړه لکۍ يې درلوده او له کوډګر نه يې مننه وکړه .او بيانو روان شو او د سپي په سترګو يې شا او خوا کتلې .لږ چې وړاندې لاړ د اوبو يو ډنډ ته ورسېد .

د ډنډ څنګ ته روان او خپل ګامونه يې شمېرل :(( یو ...دوه... درې ...څلور ...))کله چې د ډنډ پای ته ورسېد ويې ویل :(( دا ډنډ درې سوه او اتیا ګامه دی .که زما هر ګام نيم متر وي نو دا ډنډ یوسلو نوي متر دی .)) دغه سپی شوی متر په لار روان و چې د يو مار خوا ته ورسېد .مار ويده شوی و.سپي د مار اندازه واخیسته .مار څلور ګامه و.

 بیا د مېږیانو خواته ورغی .هغوي شپږ ګامه ول ،ورپسې يوې تختی ډبرې ته نږدې شو او بیا ... سپی شوی متر د هر څه له مترکولو ستړی شو او يو ځل بیا کوډګر پسې ورغی او ورته يې وویل :(( زما ظاهر سپی دی خو باطن مې تر اوسه هم متر دی نو ځکه خو زه نشم کولای له متر کولو لاس واخلم .))

جادوګر په خندا شو او ورته يې وويل :(( لکه چې اشتباه شوي ، څنګه ده چې دا وارې دې باطن ته بدلون ورکړم ؟ظاهر دومره مهم نه دی ، اصلا باطن د هر څه مهمه ده . اجي...مجي...لاترجي ...)) متر خپل لومړني شکل ته بدلون وکړ او په واق واق لګيا شو .کوډګر لاړ او واق واق متر هم روان شو ،خو ډېر ژر کوډګر ته ورستون شو او ګیله يې ورته وکړه چې تل واق واق کوي او په هر څه خوله لګوي . کوډګر څه و نه ويل او په فکر کې ډوب شو .

واق واق متر وويل :(( ستونزه په دې کې ده چې ته نشې کولای زما ظاهر او باطن خپل لومړني ډول ته راوګرځوي ، نو د همدې لپاره ښه به وي چې ما خپلې اصلی څېرې ته واړوی خو مخکې له دې چې زما د سپيتوب باطن له مينځه يوسی نو دا يو چيچل نوش جان کړه !)).

همدا و چې په متري خولې يې د کوډګر دماغونه و داړل چې دردونه يې لا تراوسه د کوډګر نه دي هېر شوي .!