کاشکې څوک دا غټه تيږه ونخوري

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


يوه لنډه کيسه
د يوسف هېواد دوست ژباړه

فیل اورېدلي و چې زمری د هغه په ښکار پسې در په دره ګرځي .پوهېده چې تېښته څه ګټه نلري .زمري هوډمن و او کله چې به يې هوډ وکړ چې يو حيوان ښکار کړي ،بیا يې نو لاس ترې نه آخيست.بس نو فیل هم هوډ وکړ چې د ځنګله په مينځ کې سم دم  د لوې لارې پر سر کېناست ،داسې ځای چې نور نو څوک له دې لارې تېرېدی نشو.


ببر راغی او له هغه يې پوښتنه وکړه :(( ولې دلته ناست يې ؟))
فیل ورته وويل :(( د دې لپاره چې زه  يوه غټه تيږه يمه ))
ببر وويل:(( عجبې خبرې ! چا لیدلي چې يوه غټه تيږه دې خرطوم ولري؟))
فیل وويل:(( زه يوه خرطوم لرونکې غټه ډبره یمه ،وپوهېدې کنه ؟))
ببر لاړ او ورپسې  يو شين خور راغی او پوښتنه يې وکړه:((څه کوې ؟دلته ولې ناست يې ؟))
فیل وويل :(( زه يوه غټه ډبره یمه ))
شين خره ورته وویل :(( ښه نو دا لکه باد پکه غوږونه دې څه دي ؟))
فیل وويل :((زه داسې یوه غټه ډبره يمه چې بادپکه غوږونه هم لرم ))
بیزو چې راغله نو فیل ورته وويل :(( زه  د عاج يوه غټه تيږه يمه ))
غرڅې ته يې وویل:((زه پښې لرونکې غټه تيږه يمه ))
لږ وروسته يې ګوزن ته وويل :(( زه وينا کوونکې غټه ډبره يمه ))
په دې وخت کې  زمری راښکاره شو .زمري ورڅخه پوښتنه وکړه:(( ولې دلته ناست يې ؟))
فیل وويل :(( زه هغه غټه تيږه يمه چې خرطوم لرم،پادپکه غوږونه لرم ،عاج لرم او پښې لرونکی ويناواله ‌يمه ))
زمري ورته وويل :(( ښه نو چې داسې ده ، پوهیږی کنه ،زه  له دې ټولو سره سره بیا هم يو زمری یم ،هغه زمری چې ډبرین خواړه خورم ))
خو مخکې له دې چې پر فيل ورودانګي ،فیل له خپل ځایه پورته شو او په منډو وهلو يې پيل وکړ .
ويل کیږي کلونه کلونه کیږي چې زمری په فیل پسې منډې وهي .
هره شپه کله چې په ځنګله کې د باد غږ خپور شي  نو مورګانې ژوي  خپلو بچیانو ته وايي:(( غلي شئ!دا غږ  د غټې تيږې دی چې له زمري څخه په منډو منډو تښتي !)).