د عدالت کيسه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


                             یوه لنډه کيسه
                                                     د يوسف هېواد دوست ژباړه

د عدالت کيسه کوڅه په کوڅه سرګردانه ګرځېده چې کوم څوک يې ولیکئ.کله چې کيسه، لومړني لیکوال سره مخامخ شوه ،هغه ته يې وويل:(( ما ولیکه او ټولو ته ووایه چې نړۍ کې د يو څيز کمښت دی اوهغه عدالت دی))


لیکوال وويل :(( ته نه ګورې چې زه د خوشالیو په باب کيسه لیکمه؟))
د عدالت په باب کيسې ورته وويل:(( له عدالت څخه پرته اصلا خوشالي نشته  ))
ليکوال وويل:(( دا یوه جدي موضوع ده او زه نشم کولای جدي موضوعات ولیکم ))
د عدالت په باب کيسې، دغه ليکوال چې د ښادیو کيسې يې لیکلې پر خپل ځای پرېښود او ورڅخه لاړه .لاړه، لاړه ښه وړاندې لاړه او له هغه لیکوال سره مخامخ شوه چې د مینې په باب يې کيسه ليکلې .هغه ته يې وويل :(( ولې زما په باب يې نه لیکې ؟دا سمه ده چې مينه هم ښه موضوع ده خو که چېرې عدالت نه وي نو آیا مينه به د پيدايښت او ودې امکان پیدا کړي ؟))
د مینې لیکوال ورته وويل :(( مينه ده چې عدالت زېږوي )).
د عدالت په باب کيسه وخوځېده ، لاړه ښه وړاندې لاړه او دا ځل هغه لیکوال سره مخامخ شوه چې د وژنو او جنایت په باب يې کيسې لیکلې .ورپسې يې هغه لیکوال ولید چې د ځوان سرایله او بې بندو باره نسل په باب يې کيسې لیکلې .بل لیکوال د هغو شاعرانو کيسې لیکلې چې  ژوندي دي خو شعر نه وايي ، دغه راز د اشرافي سپيانو لیکوال سره هم مخامخ شوه.
د عدالت په باب کيسې  چيغه کړه چې :(( دا بې عدالتي ده ! ولې هیڅوک ما نه لیکي ؟ ولې هیڅوک ماته پاملرنه نه کوي؟ ټول له بې عدالتي سرونه ټکوي خو زما کيسه چې د عدالت کيسه ده ،نه ليکي ؟ دا ولې ؟ دا ولې ؟ ))
په دې وخت کې یو ګرځنده لیکوال د هغې غږ اوري او ورته وايي :(( دلته راشه ، راشه دلته .زه به تا ولیکم  خو باید صبر ولری ،ځکه تر ډېره وخته به ستا لوستونکی يوازې زه  اوسم .آیا دا زغم لرې چې ډېر وخت پورې زما د اوږې په بکس کې په تمه پاتې شي چې څوک دې ولولي ؟))
پای