طنز

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
دا ښا غلى په صافي اير لاين کې ځما څنګ ته ناست وه په لمړي سر کې ډير مغرور وه خو کله ېې چې فورمه لاس ته راوړه نه پوهيده چې څنګه يي ډکه کړي ماته

يي خيره خيره وکتل او مرسته يي را څخه وغوښته . کومې لاپې پټاکې يي چې د تکت اخيستلو په وخت کې وهلي ، ښکار يده چې د ژبې کرکه يي هم درلوده ،خو هغه ټولې ورنه هيرې شولې.
د فورمې د ډکولو معلومات برخه :
ــ وظیفه په المان کې: چرګ خرڅوونکى
ـــ وظیفه په کابل کې: د وزارت لمړى معاون ( د چرګانو پيژندنې)

ـــ د زيږيد نې ځاى: افغانستان
ــ د زيږيد نې سيمه : کابل ښار (مراد خاني)
¬اوسنى سکونت: وزير اکبر خان مېنه
ــ عمر په کابل کې: ۴۱ کلن
ــ عمر په المان کې: ٧۱ کلن
ــ د ښوونځي نوم په کابل کې : ښوونځي ته نه يم تللي
ــ د ښوونځي نوم دلته: د غازي عالي ليسه
¬ تذکره: د موټر/ ګاډې چلولو په بدل کې
¬ عالي تحصيلات: يو څو دانې پي اچ ډي په انلاين کورسونو کي ، پوليتيکل سيانس او د بهرنيو چارو په ديپلوماسي کې
ــ دپوهنتون نوم هلته: نه يم تللي خو د چر ګانو او د چرګانود هګيو سره مصروف وم
ــ په افغانستان : د کابل پوهنتون
ــ علمی در جه هلته: نه لرم
ــ علمی در جه هلته : درې دکتورا د چرګانو د پېژند ګلوي په برخه کې، هګيو پېژندنه ، د چورګو ړو او د چورګوړود زيږيدنې په برخه کې
ــ بهرنۍ ژبه دلته: هيڅ نه پوهيږم
ــ هلته: عربي، فارسي، پښتو، ترکمني، پنجابي، اردو او لا نورې
ــ مدني حا لت هلته :مجرد يا نه واده کړى
ــ دلته : متأهل يا واده کړي (درې ښځې څلور لوڼه او ٨ واړه هلکان/ يا زامن)
ــ نغدې پيسې دلته: بې حسابه امريکايي دالراو قراردادونه هم په منډه لاس ليک کولاى شم.
ــ نغدې پيسې هلته : ٣٠ فينيګه
ــ د ناروغي او سفرعلت : دعقلی او عصبی تداوي په نوم
ــ د مهاجرت علت : بې شميره ستونزي دې چې د ليکنې په معيارکې نه راځي.
.په درناوى