د ملا بلالو د زوی جګړه!

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : عزت الله ذکي
ملا بلال مشهوره په ملا بلالو ماما قاضي او د بازار د لوى مسجد جامع خطيب و، هره اوونۍ به د ملا بلالو ماما وعظ او نصيحت ته زيات شمېر سپين ږيري ځنګېدل. ملا بلالو به پر دين او سياست دواړو تبصرې کولې، د خبرو او تقرير لهجه يې کټ مټ د ملا بجليګر د لهجې په ډول وه. د نيوي کالو خطيب او قاضي و، خلګو به د ډېر

محبوبيت څخه د ملا بلالو ماما په نامه ياداوه. يوه ورځ د ملا بلالو ماما د زوی او مرغه سره جګړه شوه، ملا زعفران د ملا بلالو مشر زوی و، ځوان و، يوه ورځ چې له کار څخه ستړی راغلى و، کور يې د چرګ غوښه ورته پخه کړې وه، ملا

زعفران چې د چرګ د غوښو په خوړلو پيل وکړ، مرغه د چرګ پر غوښو حمله وکړه او ټولې يې په خپلو منګلو کې پاس ونې ته پورته کړې او د غوښو په خوراک يې پيل وکړ. ملا زعفران چې به په هر شي كې له پلار سره مشوره کوله، د معمول په ډول يې ملا بلالو ته ورږغ کړل، د ملا زعفران پلار په بېړه د ګران زوی مرستې ته راغى. زوی يې ورته وويل، پلاره د چرګ پخه غوښه، چې ستا حق هم پکې و، ټول هغه مخامخ مرغه چې په ونه كې ناست دى، يووړه. ملا بلالو ورته ويل، زويه بې غمه اوسه، ولا د ده په پلار يې لا قى کړم. مرغه ته يې ورږغ کړل، ويل: (زه ملا بلالو يم، دا د چرګ غوښه راوړه، که نه نو ....؟)
مرغه په ځواب كې ورته وويل: که نه نو څه ....؟ ملا بلالو په ځواب كې ورته وويل، دا افغانستان دى، دلته فقط د ملايانو خبره منل کېږي، نن پنجشنبه ده، سبا د خيره د جمعې ورځ ده، که دې غوښي دا اوس رانه وړې، نو د جمعې د لمانځه تر خطبې وروسته به دې د ټول نسل مرګ در روا کړم. په هره ونه كې چې ناست يې مقتديان به دې په کاڼو او شګو ولي. مرغه چې د ملا بلالو دا خبره واورېده، د چرګ غوښي يې راوړې، او بيرته يې د ملا زعفران مخ ته په هماغه قاب كې کښېښودې او د ملا بلالو څخه يې ډېر ډېر عذر او معافي وغوښته، او د الوتلو په حال كې يې ملا بلالو ته وويل چې د خدای (ج) په لحاظ د جمعې د لمانځه تر خطبې وروسته زما او زما د نسل د وژلو فتوا ورنه کړې، ځکه موږ به هم لکه افغانان خپل نسل او بقاء ختمه کړو. افغانستان يوه عجيبه مذهبي هيواد دى، د تېرو درېيو لسيزو راهيسي د دين او مذهب تر شعايرو لاندي افغان ولس د اسلام او مسلمانۍ په نامه دومره وټکول شو، چې د مذهب ټېکه داران پكې د جهاد او مقاومت ژوندي څلي شول. په کور كې د هر حيوان پر سر يې يو ښارګوټى، يو زرهي موټر او د مارشال، ملي قهرمان، غازي او مجاهد سپېڅلي نومونه په قباله وګټل. بل لوري ته بيا ملا بلالو چاړه په لاس ولاړ دى، د افغانانو د وژلو د بېنظيري فتوا يې لا تر اوسه په جېب كې ده. د هغې د هدف او لارې د تازه زوکړيو لارويانو طاهر اشرفي او عمران خان په فتوا او وينا اوس هم خپل ورور ته د مرګ په سنګر كې ناست دى. په افغانستان كې د دين او مذهب د عالم، ملا، شيخ او سيد سره مبارزه ناممکنه ده. زموږ په ټولنه كې هر څه د دين او مذهب په نامه امکان لري، ولو که د دين، مذهب او عقايدو سره په ټکر كې هم وي. په تېرو څه د پاسه درېيو لسيزو كې پاکستان د ځينو نيمه افغان ملايانو په مټ د خپلې خوښې هر ډول سانسور شوې او تحريف شوې او په دين پوري تړل شوې فتواوې پر افغانانو وچلولې او د دغه کار لپاره يې په يوه مذهبي ټولنه كې تر ټولو ښه شخص او خادم (ملا) او عالم د دين استخدام کړ. له اميانو يې د ځمکې سر ورک کړى، زياتره د مساجدو فتواوې او ويناوې سياسي او استخباراتي شوې. فتوا بايد د هيواد د منل شويو جيدو فقهاوو او علماوو په څېر څرګنده مرجع او د علماوو او ديني مشايخو اتفاق نظر ولري. هر فرد او د چوک سر مفتي له خپلې خيټې د فتوا صادرولو حق نه لري، او نه ښايي چي نور ځيني اجرتي افغاني سټي د (ای ايس ای) د هر پنجابي مفتي په خوله د خپل ورور وينه په ناحقه توګه توی کړي. په هر صورت په افغانانو كې د خلق، پرچم، کمونيست، اخوانى، مجاهد، توپكې ..... سرې او زرغونې ټاپې په پاکستان كې جوړې شوې، خو د رنګ لپاره يې بيا دلته پراخ کمپاين وشو. په افغانستان كې د دين د عالم خبره د کاڼي کرښه ده. د ملا، د دين د عالم، د مولوي، د ملا د زوی او طالب سره جګړه ګرانه ده، ځکه په افغانستان كې يوازي ملا او طالب ته د دين د حامي په سترګه کتل کېږي، نه يوازي له اسلامي، مذهبي او ديني شعايرو څخه مجاهدينو سوء استفاده وکړه، بلكې طالبانو هم د اسلام تر شعار او چتر لاندي ځان پټ کړ. د مجاهدينو په وخت كې هم همدې بعضو علماوو يو طرف ته پر بل د جهاد فتوا ورکول او د طالبانو په وخت كې يې هم د اسلام د مقدس دين پر سر معامله کول، د خپلو مفاداتو لپاره يې اسلام د اشخاصو او افرادو پر خوښه او ذوق برابر تعبير او تفسيراوه. د افغانستان مسلمان ولس بايد نور د هوښيار مرغه په ډول د ملا بلالو د فتواوو په مقابل كې راويښ شي او خپل راتلونکی نسل له تباهۍ څخه وژغوري.
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه